کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   پخلاينه          سياسي، ټولنيزه او فرهنګي جريده            دامتياز خاوند: محمد شينوارى                              مسوول  مدير: بريالى جهش  
پخلاينه : دکابل څخه خپريدونکې سياسي، ټولنيزه او فرهنګي جريده

ددې ګڼي لړ ليك

اوبه خړول او کب نيول
سترملي مصلحت 
دکړکيچ دحل يوازينۍ لار
اوښ په بډه نه وهل کيـ
لوی څارنوالي خپل موقـ
چارواکي پخپله اداري فـ
د جلال اباد د پېښو لامـ
نه کروټه ، نه کړاوړه
د افغانستان جوړول په 
د متوکيل سره مرکه
د چارواکو بې اتفاقي او  
 

اوبه خړول او كب نيول


څه موده وړاندې په امريكې كې نيوز ويك نومې مجلې يو خبر خپور كړ چې په هغه كې ويل شوي وو: دګوانتامو په زندان كې د هغه زندان موظفينو د الله(ج) د كلام قرانكريم سپكاوى كړى او يو جلد قرانكريم يې په كمود كې غورځولى دى.
د نيوزويك دې خبر د مسلمانانو قهر راوپاره او په ځينو هېوادونو كې ددې عمل پر ضد مظاهرې وشوې.
افغانانو هم په خپلو مظاهرو سره د ګوانتامو د موظفينو ددې كرغړېړن عمل په وړاندې خپل احساسات څرګند كړل او هغه يې وغانده.
خو كوم شى چې ټولو هېوادوالو ته د خواشينۍ وړ وګرځېده هغه دا و چې يو شمېر فرصت طلبو او د هېواد غير محسوسو او پټو دښمنانو د مظاهره چيانو لـه پاكو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته كړه او دولتي او غير دولتي خيريه موسسې يې تخريب او وسوځولې، چور يې وكړ او د خپلو مخالفتونو غچ يې واخيست او زموږ د مجاهد او پاك ولس په لمن يې داغ كېښود. زموږ ولس دا مهال د يو تاريخي ازماېښت په درشل كې دى، داسې ازماېښت چې تر شا يې يو كنډواله هېواد او مخته يې د سوكالۍ نه چندانې اسانه، بلكې ستونزمنه او اغزنه لار پرته ده. په داسې شرايطو كې زموږ ولس ته په كار ده چې د منزل په لور خپل هر قدم په خورا ځيركۍ او احتياط سره پورته كړي او د خپل حق د تر لاسه كولو لـه پاره د اختناقچيانو او د هېواد د دښمنانو په وړاندې تر سرې كرښې ودرېږي. كه موږ خپل تېر درې نيم كلن واټن ته وګورو او ووايو: هغه څوك وْ چې د ولس غوښتنې يې نه منلې، له څوكيو نه ښكته كېدل او دولتي څوكۍ يې د ملت د ټكولو او د خپلو جېبونو د ډكولو لـه پاره په كارولې، لويه جرګه، اساسي قانون، ډيموكراسي اوانتخابات يې نه منل؟ او غواړي د منطق پرځاى په زور سره پر ولس واك وچلوي؟
او هغه هم معلوم دي چې سوله، آبادي، سوكالي، قانون او د عدالت ټينګول غواړي، هغه لـه ولس نه پرته بل څوك نه شي كېداى. حقيقت دا دى چې هېواد لـه ولس پرته بل هېڅ ډاډمن تضمين د چوپړ او ساتنې نه لري. دا به زموږ تېروتنه وي چې موږ ټول كارونه دولت ته پرېږدو او يا د ټولو نيمګړتياوو پړه پر دولت واچوو. دا به په ملت پورې اړه ولري چې د خپلو دښمنانو په وړاندې ودرېږي او پـــه هېواد كې د عــــدالــــــت او قانون ساتنه وكړي.
ولس په دې برخه كې په كراتو كراتو خپل رسالت سرته رسولى او زياته تجربه لري، موږ ولېدل چې په تېرو لنډو كلونو كې دوى څنګه وكولى شول، د قدرت فرعونانان لـه څوكۍ وپرځوي، ځانته ولسمشر وټاكي، د نشه يي توكو او ماشومانو د قاچاق مخه ونيسي او داسې نور اوس هم ولس ته په كار ده چې د خپلو ملي شتمنيو، ادارو، قانون او عدالت ساتنه په خپله وكړي او دښمنانو ته دا وخت ورنه كړي چې د دوى لــــه موجوديت او مجبوريت نه ناوړه ګټه پورته كړي او د دوى لمنه داغمنه كړي