|
|
ژباړه: بشير خليل- پېښور
پښتون عمران خان ښځه
طلاقه کړه
كله، چې نهه كاله وړاندې د پاكستان د كركټ هيرو عمران خان
او يهودي شجره لرونكې او د مليونر ګولډسمت لور جمايما د فرانسې په پاريس كې
سره واده وكړ؛ نو ډېر خلك دېته حيران پاتې شول. ددوى د حيرانۍ لامل د
جمايما (عقيقه) او عمران خان تر منځ هغه توپيرونه وو، چې ړندو هم ليدلى شول.
د جمايما او عمران خان د عمرونو تر منځ واټن (هغه وخته جمايما 21 كلنه او
عمران 41 كلن و)، د غرب او ختيز د خلكو دودونه، د جمايما د پيسه داره كورنۍ
مالداره تاريخچه او د مذهبونو بېلوالى هغه توپيرونه وو، چې هر سړي يې له
مخې دا شك څرګنداوه، چې د دواړو د ژوند موټر به تر ډېره لاړ نه شي او هغه
ورځ به ډېره لېرې نه وي، چې دغه موټر دې پر ځاى ودرېږي او د مخكې تلو توان
دې له لاسه وركړي.
د عمران او جمايما د ودونو په لومړي سر كې دا پوښتنې هم را پيدا شوې وې، چې
آيا جمايما به په خپل كور لندن كې پاتې شي او كه د ختيزوالو په څېر به د
خواښې په كور كې شپې ورځې سبا كړي؟
دې پوښتنې ته هغه وخت خپله ځواب وموندل شو، چې جمايما د عمران سره د هغه
كور لاهور ته ولېږدېدله. كله، چې عمرام خان د تحريك انصاف په نامه سياسي
ګوند اعلان كړ؛ نو كتونكو يو ځل بيا پر هغه نيوكې پيل كړې، چې ګوندې د
خسرګنۍ د پيسو نه ګټه پورته كوي؛ خو عمران خان د خپلې ښځې تر طلاقولو پورې
د هغې د پلار د كور نه يوه روپۍ وانه خيستله او نه يې د خپلې ګټې لپاره
وكارولې.
هغه به هر وخت په خندا ويل: "زه پښتون يم او پښتانه هېڅكله د ښځې په پيسو
ژوند نه تېروي". جمايما د خپل واده لومړي كلونه په ډېره خوښۍ تېر كړل هغې د
ساعت تېرۍ او په پاكستان كې د نه تنګېدو لپاره د ملګرو ملتونو په دفتر كې د
ماشومانو په څانګه (يونيسف) كې دنده واخيسته او اردو زده كول يې شروع كړل.
په لندن كې د جامو جوړونې د يوې ښې چلېدونكې كمپنۍ څښتنې جمايما ګولډسمت په
پاكستان كې د پاكستاني او افغاني لباسونو د جوړولو او خرڅولو يوه لويه
مغازه او د خپلې كمپنۍ نماينده ګى هم پرانستې وه.
ويل كېږي، چې جمايما، چې د عمران خان په خاطر يې ښكلى ژوند، مذهب او خپل
مور او پلار پرې ايښي وو د خپل واده په پينځم كال په پاكستان كې زړه تنګ شو.
كتونكي ددې علت دا ښيي، چې عمران خان د خپل سياسي ژوند او ګوند د پرمختګ
لپاره ډېر سفرونه درلودل او زيات وخت به د كور نه بهر وو؛ خوځينې خلك بيا
دا هم وايي، چې ټول كار د Sita white (سيټاوايټ) كېس خراب كړ.
كله، چې شپږ مياشتې وړاندې د عمران دغه ځوانه پيسه داره ملګرې سيتاوايټ د
زړه د حملې له امله مړه شوه؛ نو د هغې شپږ كلنې لور تايران مطبوعاتو ته په
ډاګه كړه، چې عمران خان د هغې پلار دى؛ مګر عمران خان ونه منله؛ خو د هغه
دې انكار د هغه د ښځې قار او شك لرې نه كړاى شو او پايله دا شوه، چې د
دواړو تر منځ ورځ په ورځ زياتېدونكې تشه را پيدا شوه.
كه څه هم جمايما، چې اسلامي نوم يې عقيقه دى دا په چا نه ظاهروله؛ خو ددغه
كار نه وروسته په لندن كې د هغې اوسېدلو داسې ګونګوسې راپارولې وې، چې: "نور؛
نو اوبه له ورخه تېرې دي".
دغه وخت جمايما دزده كړې په بانه په لندن كې اوسېدله؛ خو رښتيا دا وه، چې
هغې هلته په خپل ژوند باندې دسوچ كولو او خپلو پخوانيو ملګرو سره د نظر د
شريكولو لپاره اوسېدله.
د عمران خان د دوو زامنو (قاسم او سلېمان) مور عقيقه (جمايما)، چې د خپل
كاروبار او شوق له امله به ترې د فېشن يوه پارټي او غونډه هم نه قضا كېدله
په 2004ز كال هم د برمنګم په ښار كې جوړې شوې يوې داسې پارټۍ ته لاړه چېرته،
چې هغې د نورو ملګرو تر څنګ خپل فلمي لوبغاړى دوست (!) هيوګرانټ (Hugh
Graunt) هم وليده. دواړو سره د ګپ شپ او ټوكو ټكالو په ترڅ كې د يو بل په
شخصي ژوند هم تبصرې وكړې او همدغه وخت و، چې ويښو ژورناليستانو د جمايما
داسې تصويرونه واخيستل، چې هېڅكله هم د يوې ختيزوالې او پښتنې كورنۍ د نږور
سره نه ښايېدل.
په ځينو تصويرونو كې جمايما په لنډو او تنګو جامو كې ليدل كېږي، چې د ډېر
كوښښ سره سره هم دهغې پنډۍ نه شي پټولى، په ځينو تصويرونو كې هغه د
هيوګرانټ سره د هغه په موټر كې داسې ناسته وه، چې كوښښ كوي د خپل دست كول
په مرسته خپل مخ د كېمرې نه پټ كړي.
كه څه هم زيات خلك وايي، چې د هيوګرانټ سره د جمايما اړيكې او دغه تصويران
د پښتون عمران او د هغې د كورنۍ د قار سبب شول او هغه يې طلاقه كړه؛ خو
عمران خان د طلاق د اعلانولو په ترڅ كې دې خوا ته هېڅ اشاره ونه كړه. هغه
فقط دومره وويل: "په تاسف سره اعلانوم، چې ما او جمايما نور سره د يوې لارې
ملګري نه يو... زما آينده په پاكستان كې ده نه په لندن كې".
د عمران خان كورنۍ ويلي، چې واده او طلاق پرېكړې دواړه د عمران په خوښه وې
او دا، چې دوى پرې هېڅ تبصره نه كوي؛ خو دا يې ښكاره كړه، چې قاسم او
سلېمان به خپلې خوښې ته پرېږدي، چې له پلار سره اوسېږي او كه له مور سره.
د طلاق په اړه جمايما هم څه خاص تبصره نه ده كړې؛ خو ويلي يې دي، چې عمران
خان سره يې د يو ښه ملګري په توګه ژوند كړى دى، هغه او د هغه كورنۍ د ښو
اخلاقو څښتنان وو هغې دا هم وويل: "خو د عمران خان نه زه يوه ګيله لرم او
هغه دا چې ماته يې پوره وخت نه راكاوه". د نوموړې په وينا له دې هر څه سره
سره به هم خپل مذهب پرېنږدي او مسلمانه به پاتې شي. |