کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   ای دګلو څانګي ستا ځواني دي تل رنګينه وي                   زما غوندي زړه ستړي به دي سيوري ته دمه کوي                        
څانکه : دهمېشه بهار ننګرهار څخه خپريدونکې سياسي، ټولنيزه او فرهنګي مجله ده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
شپاړس کلن اسرائيلي افـ.
پرمختللي هېوادونه په کمـ.
اسامه دايتونو،سات اولبـ...
دکلينټن او مونيکاليونسـ.
کرزي دکونډي دلورسـ..
کانديدان رايه ورکونکوته
امريکاليبياڅنګه ايل کړه 
هلکان له هلکانوسره واد...
خواري چا وکړه او نوم...
ايااحمدشامسعوداوکرزی ..
پښتون عمران خان ښځه ..
باليووډ (کره کتنه )
ښايي دويديويي صالونونو..
پاکستان به طالبان په څو..
دجلال اباد اوکابل سړک..

 ګ. م "صافى"
 

كره كتنه
باليوډ

افغانان د هند په فلم انډسټرۍ كې د پخوا برعكس نن سبا په هندي فلمونو كې ترهګر او قاچاقبر ښودل كېږي.

لكه څرنګه، چې تاسې پوهېږئ، چې له هند سره په پخوا او اوس هم افغانستان ډېرې ښې اړيكې لري او افغانان هند ته د يو دوست هېواد په صفت ګوري. كه له ډېرو خبرو تېر شو؛ نو په پخوانيو وختونو كې به په هندي فلمونو كې د افغانانو ذكر كېده او هغه به په داسې رول كې راتله، چې د افغانانو درناوى ترې ښكارېده افغانان به يې يو باتور قوم او په خپله ژبه ولاړ خلك ښودل، چې ددې يو ژوندى مثال ((خدا ګوا فلم)) دى، چې په هغه فلم كې اميتابچن د باچاخان په نوم د يو افغان په رول كې كار كړى دى او هغه د خپلې ژبې په خاطر، چې د يو هندو پولس افسر سره يې كړې وي بېرته له افغانستان نه ځي او د هند حكومت ته ځان حواله كوي او شل كاله په جېل كې تېروي. همداسې نور هم ډېر فلمونه دي لكه دهرمات ما او داسې نور، چې د افغانانو غيرت او بهادري يې پكې ښودلې ده؛ خو متاسفانه اوس خبره ددې بر عكس ده. اوس په هندي فلمونو كې افغانان دهشت ګرد او قاچاق بران ښودل كېږي او په بده سترګه ورته ګوري.
همدارنګه يوه مياشت مخكې ريليز شوى فلم اسامباو كې يې افغانان د پاكستاني پوځ ايجنټان او قاچاق بران ښودلي دي، چې هغوى د نيوزي لينډ په يوه جزيره كې هندي جمهور رئيس د نورو دهشت ګردو په مرسته د پيسو په بدل كې د پاكستان لپاره اغوا كوي. د فلم په يوه حصه كې د هيرو همكار هيرو ته وايي، چې: "وه جو لمبآ لمبآ بال لئآ جا رهآ هين وه افغاني هين پشتو بول رهآ تهآ" يعنې هغه د اوږدو اوږدو وېښتانو والا، چې روان دي افغانان دي په پښتو يې خبرې كولې. په دغه فلم كې د پښتو ژبې بې عزتي هم شوې ده. يعنې له اردو سره يې ګډه وډه ويلې ده او هغې ته يې د پښتو نوم وركړى دى لكه په يو ځاى كې، چې يو سړى، چې د افغان په رول كې كار كوي وايي ((ايآ برادر عورت اخترام معافى مانګو اوئآ)) دا د كوم ځاى پښتو ده.
همدا واقعه يې په يو بل فلم "چرس" كې هم تكرار كړې ده په دې فلم كې يې ښودلې ده، چې افغانان دومره قوي قاچاقبر او دهشت ګرد دي، چې دوى د افغانستان نه هند ته سره د وسلو او چرسو د يوې اډې د نيولو لپاره ځي او هلته قتل عام كوي او په لس ګونو انسانان وژني.
او په ايسكيف فرام طالبان كې؛ خو د افغانانو سره سره د افغاني رواجونو هم توهين شوى دى. د فلم په يوه برخه كې ښكاره كوي، چې كله ناوې د هند څخه افغانستان ته راشي؛ نو د موټر په مخكې ورته حلال كړى سېگرلى اچوي او يو مشر سړى غواړي، چې د سېرلي د وينې څخه ناوې ته په تندي خال ووهي.
دا خو صحيح ده، چې موږ د ناوې د موټر د ټاير مخكې د يو تور څاروي وينه تويوو مګر د هغې وينې څخه د سړي په لاس ناوې ته خال وهل! دا خو ما په افغانستان كې نه دي ليدلي.
په يوه بله برخه كې يې يو طالب ښودلى، چې هندي جلۍ ته وايي، چې د الله نوم واخله هغه وايي ((مين مسلم نهيى هون)) ملا ورته وايي، چې ((پهر بهى تمهيى الله كا نام لينا پړېګا)).
د طالبانو په وخت كې په افغانستان كې په زرهاوو هندوان او سكان اوسېدل؛ خو هغوى چا نه دي مجبور كړي، چې د الله نوم يا كليمه ووايي. د همدغه فلم په يوه برخه كې ښودل كېږي، چې د يوې ښځې ماشوم پيدا كېږي او يو مولوي د هغې په سر ناست وي او دم پرې وايي. دا كار بېخي د افغاني ټولنې او رواجونو خلاف دى. ولې، چې په افغانستان كې؛ خو د ښځې د ماشوم د پيدا كېدو نه څو ورځې وروسته هم نارينه د هغې خوا ته نه ورځي او بيا په داسې وخت كې، چې د هغې ماشوم پيدا كېږي هغه كور ته هم نه ورځي كوټه خو لا څه كوې.
كه چېرې د باليوډ په فلمونو كې دا سلسله همداسې جاري وه؛ نو دا به د افغانانو او هندوانو دوستي اغېزمنه كړي او هغه افغانان، چې هند ته د يو دوست هېواد او هندوانو ته د عزت په سترګه ګوري هغه به په نفرت بدله شي او بله دا، چې هندي فلمونه به هغه لوى ماركيټ، چې په افغانستان كې يې لري له لاسه وركړي.