|
|
محمد جواد شريف زاده- كابل
ښايي د ويديويي سالونونو
ځاى وړې سېنماګانې ونيسي
د سيمه ييزو دولتي ادارو له خوا په هغه چا، چې ځوانانو ته
پرې د خرابو او جنسي صحنو لرونكو فلمونو د وړاندې كوَنې تور پورې دى فشار
راړل كېږي تر څو د هغوى دغه كاروبار بند كړي.
يو سړي د كابل ښار د يوه بازار په تيارو كوڅه كې په خپل هغه ويديويي سالون
كې، چې ځوانان په كې فلمونو كتلو ته راغونډېږي پيسې شمارلې د هغه ددې واړه
كاروبار د چلېدلو لپاره هلته هر څه (څلور چوكۍ، يو تلويزيون، يوه سي ډي او
څو فلمونه) موجود وو.
اتلس كلن مهرالله، چې له دوو كلونو راهيسې دغه ساده كاروباري دوكان چلوي
وويل، چې هره ورځ د 50- 60 كسانو پورې خلك د خپلې خوښې هندي فلمونو لپاره
راځي.
د طالبانو د رژيم د نسكورېدو وروسته، چې چا پكې د فلم د كتلو اجازه نه لرله.
دغسې سالونونه نه يوازې په كابل؛ بلكې په نورو ولايتونو كې هم ښه ډېر
نندارچيان لري؛ خو دولتي چارواكي او كورنۍ يې د بندولو غوښتونكي دي.
پوليسو وروسته له هغې، چې پلرونو ددغو سالونونو تاثيرات په خپلو بچيو كې
وليدل او د اطلاعات او كلتور وزارت نه يې د بندولو غوښتنه وكړه د خرابو
فلمونو د ښودلو په تور د ډېرو سالونونو پر ضد ګامونه پورته كړل.
د كابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څانګې مشر عبدالجميل د وينا له
مخې د جولاى په مياشت كې شپږ ويديويي سالونونه د 5- 10 ورځو د مودې پورې
بند كړل. هغه وويل، چې ټول ويديويي سالونونه يې خبر كړي، چې كه قانون يې پر
ځان عملي نه كړ؛ نو محكمې ته به كش شي. نوموړي زياته كړه، چې ويديويي
سالونونه هغه هندي، ايراني او امريكايي فلمونه نندارې ته وړاندې كوي، چې د
جنسي صحنو تر څنګ په كې وهل او ټكول هم وي.
هغه تور ولګاوه، چې په سالونونو كې ددې تر څنګ قمار او د مخدره موادو
استعمال هم رواج لري، چې د سالون لرونكي ترې ښې پيسې لاس ته راوړي.
خو مهرالله دا ردوي او دا نه مني، چې ګوندې دوكان يې اخلاقي فساد خپروي هغه
وايي: "موږ د اتلس كالو نه كم عمره كسان په سالون كې نه پرېږدو او نه هم
داسې فلمونه چلوو، چې خرابې او غير اخلاقي صحنې ولري". د هغه پر وينا له
همدې امله د هغوى كاروبار پاك او د هر قسمه جرم نوم ورته وركول غلطي ده.
خو د يو بل ويديويي سالون لرونكي شفيق الله دوكان له دې امله بند شو، چې د
اتلس كلنۍ قانوني عمر نه ښكته هلكانو ته په كې فلمونه ښودل كېدل. هغه وويل،
چې د دوكان په بندېدو ډېر خپه دى ځكه، چې روزانه يې دوكان ته دېرش څلوېښت
هلكان راتلل او هر يوه يې د لسو افغانيو په بدل كې فلم كوت.
كه څه داسې ددغو شيانو د بندولو لپاره كوم مشخص قانون نشته؛ خو د پوليس
عبدالجميل پر وينا د هغوى پر ضد د قانوني چار چلند حق لري او بايد، چې بند
يې كړي.
په دغه كار كې د پوليسو تر څنګ د اطلاعات او كلتور وزارت هم ځان شريك كړى
او وايي، چې ددې لپاره، چې په ويديويي سالونونو كې يې د شرط لګونې، مخدره
مادو استعمال، قمار او سكس لرونكو فلمونو مخنيوى كړى وي غواړي وړې
سېنماګانې جوړې او ورته رشد وركړي.
تېره مياشت د همدغسې موضوع د څېړلو لپاره د اطلاعات او كلتور وزارت، افغان
فلم، امنيې قوماندانۍ، ملي امنيت او ښاروالۍ نه يو ګډ كميسيون هم جوړ شو.
نوموړى كميسيون به يوه لايحه، چې د عدليې وزارت او كابينې ته به د قانوني
كولو لپاره وړاندې كېږي جوړه كړي. د افغان فلم د مرستيال عبدالجميل سرور په
وينا به هر سړى وكولى شي وړې سېنماګانې جوړې كړي؛ خو په دغو سېنماګانو كې
به د 100- 1500 تر منځ خلك كېني او د زياتو كسانو د كېنولو اجازه به ونه
لري. همدارنګه دغه سېنماګانې بايد تشنابونه ولري او نندارې ته وړاندې
كېدونكي فلمونه به يې افغان فلم ته وړاندې كېږي تر څو غير اخلاقي صحنې ترې
لرې كړل شي. ددې نه پرته هغه فلمونه، چې د ښار په وړو سېنماګانو كې نندارې
ته وړاندې كېږي غټې سېنماګانې به يې د ښودلو اجازه ونه لري.
نهه دېرش كلن دولتي مامور شاوه ولي، چې د يوه ويديويي سالون سره نژدې كور
لري د سالونونو د بندولو فيصله خوښوي او وايي: "ددغو سالونونو له بندولو
پرته د هغوى سره د هر قسمه چلند تر سره كول به يو وړوكى كار وي". هغه دليل
راوړي، چې ځينې داسې ځوانان پېژني، چې ددغو سالونونو له امله په مخدره
موادو راغلي او په غلاګانو يې پيل كړى.
خو 47 كلن محمد طاهر بيا وايي، چې ټول ويديويي سالونونه داسې غير اخلاقي
فلمونه نه ښيي او د هغه په وينا بايد دغه سالونونه بند نه شي. نوموړي وويل:
"زه په كور كې تلويزيون نه لرم او اقتصاد مې راته د سېنما د تګ، چې د يوه
فلم په كتلو 19 افغانۍ اخلي اجازه نه راكوي؛ نو ماته همدا سالونونه ښه دي،
چې په ارزانه په كې فلم وګورم".
|