کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   ای دګلو څانګي ستا ځواني دي تل رنګينه وي                   زما غوندي زړه ستړي به دي سيوري ته دمه کوي                        
څانکه : دهمېشه بهار ننګرهار څخه خپريدونکې سياسي، ټولنيزه او فرهنګي مجله ده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
شپاړس کلن اسرائيلي افـ.
پرمختللي هېوادونه په کمـ.
اسامه دايتونو،سات اولبـ...
دکلينټن او مونيکاليونسـ.
کرزي دکونډي دلورسـ..
کانديدان رايه ورکونکوته
امريکاليبياڅنګه ايل کړه 
هلکان له هلکانوسره واد...
خواري چا وکړه او نوم...
ايااحمدشامسعوداوکرزی ..
پښتون عمران خان ښځه ..
باليووډ (کره کتنه )
ښايي دويديويي صالونونو..
پاکستان به طالبان په څو..
دجلال اباد اوکابل سړک..

 ډاكټر امجد علي جعفري- اسلام آباد

پرمختللي هېوادونه په كمزوريو هېوادونو كې ناروغۍ خپروي

په 2000- 2002 ميلادي كلونو كې ما دپنجاب په ډېرو كليوالو سيمو كې داسې بهرنيان وليدل، چې په پټيو كې ګرځېدل راګرځېدل. دا ماته حيرانوونكې وه ځكه، چې كه دغه بهرنيان د سيل او چكر (سياست) لپاره راغلي وو؛ نو بيا يې په پټيو كې څه كول؟ چېرته به د تاريخي ځايونو د كتلو لپاره تللي واى... كله به مې، چې د خپلې دې حيرانۍ د لېرې كولو لپاره د ځايي خلكو نه پوښتنه وكړه؛ نو وبه يې ويل چې هغوى زموږ مالونواو پټيو ته دوايي وركوي او دا، چې دوى وايي شنه فصلونه يې خوښېږي. خو دغه ځواب زه قانع نه شوم كړاى؛ بلكې زما تجسس يې نور هم زيات كړ. ما ددغو په اړه خپلې پلټنې ته دوام وركړ او دې نتيجې ته ورسېدم، چې د نوموړو بهرنيانو د درملنې له امله ددې پر ځاى، چې خلك، زمكې او څاروي روغ شي نور هم خراب شوي او ناروغه شوي دي. ما ددې خلكو په اړه فكروكړ، چې ښايي دوى د دوايانو د مختلفو كمپنيو استازي وي، چې يا خو دخپلو نويو درملونو ازمېښت او تجربې كوي او ياهم د ناروغيو په پيدا كولو سره خپل درمل پلوري. ما د خپلې دې اندېښنې اظهار خپلو ډېرو ملګرو ته وكړ؛ خو هېچا هم راسره ونه منله كله، چې د يوولسم سپتمبر نه وروسته د القاعده له خوا د پيلونكې ناروغۍ انتركس لپاره تبليغات وشول؛ نو د درملو يوې امريكايي كمپنۍ له دغې لارې دومره پيسې وګټلې، چې لس كاله يې هم د درملو د خرڅلاو له لارې نه شواى ګټلى. دې خبرې زما شك په يقين بدل كړ او زما يقين يې نور هم پوخ كړ.
د 2003 زېږيز كال د جنورۍ پر درېمه نېټه د لندن د ټيلي ګراف ورځپاڼې يو خبر خپور كړ، چې په كې راغلي وو: "دوا خرڅونكي د درملو د خرڅلاو لپاره ناروغۍ خپروي". خبريال ددغه كار يوه بېلګه هم وركړې وه او ويلي يې وو، چې ددرملو كمپنۍ دنر او ښځې د جنسي اړيكو څخه غلطه ګټه پورته كوي او د هغوى په زړونو او دماغو كې داسې اندېښنې راپاروي، چې ګوندې هغوى په ځينو ناروغيو اخته دي.
دېته ورته يوه بله پېښه همدې ورځپاڼې په 1974زېږي كال خپره كړه، چې په كې ويل شوي وو: "د نيوزي لينډ د يوې بسكټ جوړونكې كمپنۍ د يوې برخې ماشينونه زاړه شوي وو، چې كمپنۍ يې د خرڅولو په فكر كې وه؛ خو هلته چا دغه زاړه ماشينونه نه اخيستل له همدې امله د نوموړې كمپنۍ ايجنټانو افريقا ته سفر وكړ او هلته يې دا تبليغ ان د دولتي چارواكو تر غوږونو ورساوه، چې د خراب غذايي رژيم له امله د زمبيا دهېواد د كوچنيانو صحت خراب او هغوى په ډول ډول ناروغيو اخته دي... او كله، چې د نوموړي دولت چارواكيو ددغې مسئلې د حل غوښتنه وكړه؛ نو دغو ايجنټانو ورته وويل، چې دلته بايد د بسكټ جوړونې يو داسې پلانټ جوړ شي، چې ماشومانو ته په كې ښه بسكټ تيار او پر هغوى وخوړل شي... او په اخره كې د نيوزي لينډ چالاكو تجارانو د خپلې كمپنۍ زاړه ماشينونه (پلانټ) ښه په ګرانه بيه وپلورل". همدغه پېښه د لېوال پوهنتون استاد پروفيسر شنګ په 1976زېږيز كال په بل ډول داسې راوړي:
"د نيوزي لينډ د بسكټو يوې كمپنۍ، چې غوښتل يې خپله زاړه ماشينونه وپلوري د زمبيا په خلكو كې د يوه بوټي نه جوړېدونكې غذا (شېما) د خوړلو لپاره تبليغات وكړل. زياتو خلكو له دې امله، چې دغه غذا ارزانه او ډېره پيدا كېدونكې وه تر څو كلونو ښه پرېمانه پرېمانه وخوړله؛ خو څه وخت بېرته د همدغې كمپنۍ ايجنټانو د مطبوعاتو له لارې دا مشهوره كړه، چې كه هر چا د شېما غذا د څو مياشتو نه د زيات وخت لپاره خوړلې وي؛ نو هغوى د (كاواشيو كر) د پروټين د كمښت سره مخ دي، چې كه پوره نه كړلى شي؛ نو ډېر مرګ به رامنځته كړي.
كله، چې د زمبيا حكومت ته دغه خبر ورسېد؛ نو هغوى ژر ددې ستونزې دحل غوښتنه وكړه او په ځواب كې ورته د نيوزي لينډ د بسكټو دغه كمپنۍ ور وپېژاندل شوه او ورته وويل شول، چې په نړۍ كې يوازېنۍ كمپنۍ ده، چې ماشينونه يې د "كاواشيوكر" پروټين لرونكي بسكټ توليدولى شي.
همدغه وه، چې د زمبيا حكومت د نوموړې كمپنۍ زاړه ماشينونه په ښه ګرانه بيه واخيستل؛ نو ددې هر څه نه وروسته زه دې نتيجې ته رسېدلى يم، چې غربي هېوادونه لومړى د وايروسونو او مكروبونو د خپراوي له لارې ناروغۍ پيدا كوي او بيا يې درمل راوباسي او له دې لارې لګيا دي د غريبو هېوادونو ساده خلك، چې له دماغو خلاص دي له ذهنونو هم بې غمه كوي.