کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   ای دګلو څانګي ستا ځواني دي تل رنګينه وي                   زما غوندي زړه ستړي به دي سيوري ته دمه کوي                        
څانکه : دهمېشه بهار ننګرهار څخه خپريدونکې سياسي، ټولنيزه او فرهنګي مجله ده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
شپاړس کلن اسرائيلي افـ.
پرمختللي هېوادونه په کمـ.
اسامه دايتونو،سات اولبـ...
دکلينټن او مونيکاليونسـ.
کرزي دکونډي دلورسـ..
کانديدان رايه ورکونکوته
امريکاليبياڅنګه ايل کړه 
هلکان له هلکانوسره واد...
خواري چا وکړه او نوم...
ايااحمدشامسعوداوکرزی ..
پښتون عمران خان ښځه ..
باليووډ (کره کتنه )
ښايي دويديويي صالونونو..
پاکستان به طالبان په څو..
دجلال اباد اوکابل سړک..

ژباړه: ذبيح الله "شفق"

د القاعده رازونه:
اسامه د آيتونو، سات او لباس څخه كوم شفرونه لېږدوي؟!

تراوسه چې په ګرده نړۍ كې د القاعده خلاف كوم لټون شوى، كوم كسان نيول شوي او كوم شيان (نقشې او كاغذونه) لاس ته راغلي، ترې د القاعده آينده كارونو او پلانونه په اسانۍ څرګندېږي. دا هرڅه د القاعده رازونه (Secrets of Al.Qaeda ) نومول شوي.
د FBI او CIA ادارو چې تراوسه د القاعده د نيول شويو غړيو نه څومره تحقيقات كړي، د هغې نه دا په ډاګه معلومېږي، چې القاعده د شفرونو د لېږلو لپاره نه يوازې د نوې او عصري ټيكنالوژۍ، بلكې د پخوانيو روايتي طريقو څخه هم كار اخيستل كېږي.
د شفرونو د لېږلو لپاره د نوې او عصري ټكنالوژۍ په پرتله پخوانۍ روايتي طريقې ډېرې اغېزناكې او نه نيونكې دي، ځكه چې امريكايان او نور تجربه كار افسران هم په دغه شيانو نه پوهېږي.
د القاعده مشران (اسامه بن لادن، ايمن الظواهري او...) ورځني ژوند كې د كارونې سامانونو لكه عينكې، پګړۍ، جامې، پېزار او... څخه خپلو غړيو ته داسې مهم مهم شفرونه لېږدوي، چې په دنيا كې د ډېرو خلكو خوبونه ارامولى شي.
د نړۍ نزدې يو درجن څارګرې ادارې كه څه هم د القاعده ددغو شفرونو د ښكاره كونې دعوه كوي، خو حقيقت دا دى، چې هغوى تراوسه په سېر كې چټاكۍ كار هم نه دى كړى.
شپږ نيم فټه قد لرونكى اسامه كه څه هم د امريكې تربيه كړى او ميدان ته راوېستونكى سړى و، خو داسې معلومېږي، چې يا خو امريكا هغه سهي مطالعه كړى نه دى او د هغه په هكله پوره معلومات نه لري او يا هم هغوى په زوره ځان په ناګارو كې اچولى.
البته استخباراتي (څارګرې) ادارې په دې ضرور توانېدلي، چې ځينې هغه شفرونه چې د القاعده وو د آينده پلانونو لپاره په كارېږي، پيدا كړي. كوم چې عامو وګړيو ته ډېر حېرانونكي دي.
كله چې اسامه په افغانستان كې وو، نو د هغه په اړه ويل كېدل، چې اسامه په داسې سمڅو كې اوسېږي، چې هلته مختلف قسم كمپيوټرونه، ويديويي كيمرې او د سپوږمكۍ په مرسته اداره كېدونكى ټيلي فون موجود وو. دغه سپوږمكۍ د (ميري ټايم سټېلايټ ادارې (MTSO) ملكيت دى. كوم چې د مخدره موادو نړېوال قاچاقبر هم كاروي.
اسامه په دې پوهېږي، چې د هغه ټيلي فون كنټرولېږي، خو هغه له ټيلي فون كولو سمدستي وروسته خپل ځاى بدلوي. له دې علاوه ډېر وخت داسې هم كېږي، چې اسامه په خپلو خبرو كې آياتونه او داسې الفاظ كاروي، چې ترڅو پرې امريكايان پوهېږي، اوبه له ورخه تېرې او د اسامه مقصد پوره شوى وي.
د اسامه په لاس تړلي سات كه څه هم يو ډېر عادي ساعت ښكارېږي، خو د هغې په اهميت يوازې د CIA جاسوسان او يا هم د القاعده جنګيالي پوهېږي. هغه ددغه سات په مرسته پټ پېغامونه لېږي. د CIA د كاركوونكيو په وينا اسامه د نړېوالو تجارتي تعميرونو د نړولو لپاره د همدې سات څخه د 22 او 45 نمرې كارولې وې، چې د قرآن شريف د 22 م سورت 45م آيت ترې مطلب وو.
په دغه آيت ترجمه داسې ده، چې "په ګناهونو ككړ ډېر داسې ښارونه وو، چې لوټې لوټې كړلى شو... اوس ددغو ښارونو ښكلي محلونه د خاورو په ډېرې بدل شوي".
په دغه پېغام د القاعده جنګيالي پوه شول او په نتيجه كې د دوو آسمان څكو تعميرونو د نسكورېدو او د 3000 كسانو د مړينې سبب وګرځېد.
د سات په واسطه د پېغام د لېږلو طريقه داسې ده، چې اسامه د سات ستنې په ځانګړو نمبرو دروي او ويديويي كيمرې ته يې مخامخ كوي، ترڅو تر عكاسۍ وروسته يې د هغه ملګري وګوري او عمل پرې وكړي.
د القاعده دغه مشر قرآني آيتونه هم د شفر لپاره كاروي. د بېلګې په توګه كله چې هغه يوه حمله يا څه بل كار كول وغواړي، نو اړونده آيتونه خپلو ملګرو ته اوروي، چې هغوى يې د ژباړلو او تفسير نه وروسته په مطلب پوهېږي او عمل پرې كوي.
اسامه بن لادن د خپل لباس نه هم په حېرانوونكې توګه كار اخلي، ځكه نو څارګرې ادارې د هغه جامې هم كنټرولوي. د مثال په ډول كله چې د هغه توره پګړۍ پر سر وي، نو مانا يې د عملياتو ودرول او كله يې چې سپينه پګړۍ پر سر وي، نو د عملياتو د جاري ساتلو مانا لري.
هغه همدارنګه د ګوتو د خوځولو له لارې هم خپل ملګري پوهوي، چې كوم لورى د خپلو حملو لاندې راولي.
ددې هرڅگه له كشف سره سره بيا هم CIA او ملګري يې په دې نه دي توانېدلي، چې اسامه دې ونيسي. ددې يوازينى علت ښايي دا وي، چې القاعده خپل دغه شفرونه تر ډېره نه ساتي او وخت په وخت يې بدلوي.