|
|
|
|||||
|
|
||||||
| څانکه : دهمېشه بهار ننګرهار څخه خپريدونکې سياسي، ټولنيزه او فرهنګي مجله ده | ||||||
|
شفيق فضلي- كونړ كرزي د كونډې له لور سره
څه وكړل!؟ دا خو ټولو ته معلومه ده، چې د طالبانو د سقوط سره سم
حامد كرزى د افغانستان نوى ولسمشر ونومول شو. داسې ويل كېدل، چې حامد كرزى
به د وسله والو له شره ولس خلاص كړي. د هغوى له اوږې به ټوپك او ګردنۍ لېرې
كړي او نور به د پېغلو بې عزتي نه كېږي او مېندې به نه بورې كېږي؛ خونوموړى
ولسمشر په دغه كار كې څومره، چې هيلې كېدې كامياب نه شو. د هغه يو نژدي ملګرى كيسه كوي: "يوه ورځ عبدالاحد كرزي ته
د كوېټې د مچ له سيمې يوه ماشومه راغله هغې ورته د خپل ځان د پېژندګلوي نه
وروسته وويل، چې مور مې كونډه او نور څوك نه لرم؛ نو د اقتصادي ملاتړ د نه
موجوديت له امله خپلو زده كړو ته دوام نه شم وركولى... او له دې سره د
ماشومې، چې ايله 12 كلنه وه په مخ اوښكې رامانې شوې. |
|
If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font |
|
Copyright Benawa.com 2004 webmaster@benawa.com |