|
|
ژباړن: عالمي
هلکان له هلکانو سره
ودونه کوي
په نړۍ كې د هلك او جلۍ واده عامه وه؛ خو د غربي هېوادونو ازادۍ نړيوالو ته
د هلك او هلك واده هم وښوده. كتونكي نه يوازې دغه كار ته په سپكه سترګه
ګوري؛ بلكې دا پوښتنه راولاړوي، چې آيا هلكان به وكړاى شي تر ډېره سره بې
بچو ژوند وكړي...؟
واده د ژوند له هغو مهمو ارزښتونو څخه دى، چې د يو انسان آينده ورپورې تړلې
ده. د واده له لارې كولى شي سړى ژوندى پاتې شي مطلب دا، چې كه بې واده سړى
مړ شي هغه به خلك ځكه تر ډېره ياد نه كړي، چې ميراثيان به ونه لري؛ خو يو
واده كړى سړى كه مړ شي هغه په د زامنو، لوڼو، لمسيانو او كړوسيانو له بركته
تر ډېره د خلكو په ذهنونو كې وي.
د هلك او هلك واده، چې په ډېرو غربي هېوادونو كې اوس په قانوني توګه تر سره
كېداى شي همداسې مانا لري؛ لكه واده يې، چې نه وي كړى؛ ځكه، چې هلك نه شي
كولى د هلك نه اولاد وزېږوي.
په 1980م كال دغسې لومړنۍ واقعه رامنځته شوه؛ خو اوس دا خبره په ځينو
هېوادونو كې عموميت مومي.
راځئ، چې د جان او نيلسن په نامه د هغو دوو هلكانو، چې په 1999م كال يې سره
واده كړى احوال ولولو:
هغوى د ايكس لينډ په نيو پورټ كې په داسې حال كې، چې نږدې 120 ملګري او
دوستان يې موجود وو واده سره وكړ او يوبل يې ښكل كړل.
هغوى خپل لومړنى ملاقات، چې د 1998م كال د جنوري په مياشت كې يې كړى و له
ياده نه باسي او هغه يادګاري ګڼي.
د هغوى په وينا د 1999م كال د مارچ د مياشتې پورې يې يوازې په جنسي اړيكو
بسنه كوله؛ خو د همدغې مياشتې په يوه مازيګر جان د نيلسن نه د واده غوښتنه
وكړه او هغه دا ومنله.
جان وايي: "موږ ددې لپاره، چې خپل آينده پروګرامونه سم پلان كړو خپله دغه
پرېكړه مو له خپلې كورنۍ او ملګرو پټه وساتله".
ددغه واده، چې د اروپا د پارلمان د هم جنس بازانو د وروڼو د اتحاديې له خوا
يې لګښت پرې كړل شو د سندرو او ميوزك انتخاب ډېر وخت ونيوه. تر دې، چې په
نه زړه د دواړو واده كېدونكو د شكسپېر يو مشهور غزل خوښ كړ.
نيلسن او جان د خپلو ټولو ملګرو نه، چې د ډېرو لرې لرې ځايونو څخه راغلي وو
مننه وكړه او ويې ويل: "هيله ده، چې موږ ته د يو ګډ او ښه ژوند د تېرولو
دعا وكړئ".
د يادونې وړ ده، چې په كاناډا، بلجېم، نيدرلينډ او ځينو نورو هېوادونو كې د
هلكانو ودونه قانوني ګرځول شوي دي.
|