|
طاهر "ساپى"
كره كتنه
خواري چا وكړه او نوم د چا شو!!
وايي، چې ښامار چا مړ كړ اوتورې په وينوچا سرې كړې د لغمان د ولايت ځوانو
شاعرانو د يوې ګډې شعري ټولګې د چاپ لپاره هوډ وكړ دې لپاره محمد قاسم "رجا"،
چې يو تكړه ځوان شاعر دى وګومارل شو "رجا" صېب هم ددې نه ځان ونه سپماوه او
دشعرونو سره سره يې د هغوى تصويرونه او پېژندپاڼې هم راټولې كړې. تر دې، چې
زموږ كلى، چې له ولايت څخه نژدې دېرش ميله لېرې پروت دى هلته هم راغى ما
ورته يو دوه ماتې ګوډې غزلې وركړې هغه له ډېرو مشكلاتو سره هم د ملګرو زړه
ورمات نه كړ او يو څه ناڅه شعرونه يې راټول او پوره يې كړل؛ اوس چاپ شوى
كتاب د فيضان الله "پټان" په خپل نوم چاپ كړې. بله دا، چې ددې ټولګې
خپرندوى يې د پټان ادبي ټولنه ليكلې دا ټولنه؛ خو موږ مخكې نه وه اورېدلې
او كه وي هم؛ نو دا خو ښه خبره ده؛ خو خپرندوى يې د لغمان د ځوانو شاعرانو
ادبي بهير وه او دا ټولګه يې خپل پلار ته ډالۍ كړې. دا خو د هغه خپل شعرونه
نه وو، چې ټول واك يې ورته خپل كړې و، او بل دا، چې د نوم په اړه رجا صېب
وويل، چې دنوم د اېښودلو لپاره مو هاشمي صېب ټاكلى، چې هغه يې ورته انتخاب
كړي ځكه هغه مشر اديب دى او بله يې سنګروالو ته ځولۍ... كړى دى دا افتخار
به زما په اند د ټول لغمان وي او د نوم انتخاب، چې ده ورته د خپل شعر نه
اخيستى دا يې هم نه پوهېږو، چې ولې؟
دا، چې هغه خپل پلار ته ډالۍ كړى ددې كتاب د هر شاعر نه حتمي يوه اندازه
امكان اخيستل شوى، آيا دا پيسې نوموړي د خپل پلار دنوم لپاره كه د خپل نوم
لپاره او كه يوازې سنګروالو د نوم لپاره اخيستې وې او كه د پښتو دخدمت
لپاره.
او بل دا چې ددې كتاب په كمپيوټري چارو كې ډېر شعرونه ناسم ليكل شوي هغه؛
خو دده دنده وه، چې بيا ليدل شوي واى او د شعر خرابېدل او بې خونده كېدل؛
خو د "،" كامې په علامه هم كېږي. حال دا، چې رجا صېب وايي، چې ما پټان ددې
لپاره، چې هغه په پېښور كې بلد و؛ نو د بښنې په غوښتلو سره مې ورته شعرونه
وركړل، چې څوورځې مخكې يې دانش خپرندويه كتاب پلورنځي ته وسپاري او بيا به
د څو ورځو وروسته زه ورشم او رابه يې وړم
. |