|
|
ستا په امېل کې ستوري
غزل هجرت الله ((اختيار)) ننګرهار
توري مړه دي له لفظونو ساه ختلې
دخواږه يار له يادونو ساه ختلې
نن مې بيا د چاپه غم سترګې پټيږي
نن مې بيا ده له غمونو ساه ختلې
زه اويار چې به وو خوله په خوله ترې لاندې
له ها ګورو چينارونو ساه ختلې
نه سندرې نه ټپې شته مستې مستې
خدايه څومره له وختونو ساه ختلې
نن يې پېغلې جينکۍ پر قبرو ژاړي
وه پرون له غبرګو وروڼو ساه ختلې
لالهانده يو (( اختيار )) په کې ګرځيږي
بيا د چم له ماښامونو ساه ختلې
غزل عبدالبصير((سهاک)) کندهار
ستا مذهب جلا، جلا زما مذهب دی
پيوستون مو بس دامينه يو سبب دی
مينان يو تل په مينه باندې پايو
وخته تا راته بخښلې دا مکتب دی
د انکار په کاڼو هيڅکله نه ولوو
خو روژه او ديار شونډې هم غضب دی
دخوږو ، خوږو يارانو مينه بويه
چې له بدو مو نيولې خپل جلب دی
غزل
الف ـ س
مونږ ته په غشو کې په تورو کې ژوند ګران خو ندې
تل مې دا ستا بڼو ته مخامخ زړګی نيولې
داليوني دي چې دمينې جنګ ته خپله ورځي
ما خو دسترګو جنګ کې روغ رمټ سړی نيولې
چا رانه زړه سم دبڼو په څوکو وړی اشنا
ما ترې بدل کې د هغې د هار غمی نيولې
غزل هجرت الله ((اختيار)) ننګرهار
توري مړه دي له لفظونو ساه ختلې
دخواږه يار له يادونو ساه ختلې
نن مې بيا د چاپه غم سترګې پټيږي
نن مې بيا ده له غمونو ساه ختلې
زه اويار چې به وو خوله په خوله ترې لاندې
له ها ګورو چينارونو ساه ختلې
نه سندرې نه ټپې شته مستې مستې
خدايه څومره له وختونو ساه ختلې
نن يې پېغلې جينکۍ پر قبرو ژاړي
وه پرون له غبرګو وروڼو ساه ختلې
لالهانده يو (( اختيار )) په کې ګرځيږي
بيا د چم له ماښامونو ساه ختلې
|