کــــــور

لومړی مــخ

ارشيف اړيـــــکي          ددښمن ماغزه به ايشي دمحشر شپېلۍ پو شوې            هر اغزن به پکښي يوسي د سپرلي سېلۍ راغلې          

په ننګرهار کي د ځوانانو د فرهنګي ټولني له خوا خپرېدونکې ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
مشکل کجا است ؟  
د بشر د حقوقو دوه مخي
په ختيځوولاياتوکي خلـ
ريشه واژه ادب
اسلامي درسونه
په کمونيزم کي دبشرحقـ
زيد بن ثابت
ګل وريني وږمې

ګزارش
په ختيځو ولايتو کي د سرشمېرني څخه خلګ سر ټکوي
 

څرنګه چې څه موده مخكې د سر شميرنې يوه ډله ختيځو ولايتونو ته راغلې ون د دغه ولايتو نو د ځينو خلكو په اّند دوى سمه سر شميرنه نده كړې دوى دا نيوكه لري چې په ځينو سيمو كې يې د نفوس كم ښودلې ګرانو لوستونكو مونږ پدې هكله د دغه ولايتونو د ځينو اوسيدونكو سره مركې كړي چې ستاسې پام ورته راګرځوو.

1. محمدداود "همت" د ننګگگرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د دريم كال محصل وايې كله چې د سر شميرنې ډله زمونږ كلي ته راغلې وه نو هسې د سترګو په اټكل په بې نفوسو شمير ليكلو او لـه خلكو څخه يې په كلكه پوښتنې نه كوي نو زما غوښتنه د مركزي حكومت څخه داده چې زمونږ سر شميرنه دې د دوهم ځل لپاره په سمه توګه ترسره كړي.

2. امرالله خان د وزيرو جهادي ليسې د نهم صنف زده كوونكې وايې چې څه موده وړاندې د سر شميرنې ډله زمونږ سيمې ته راغله او لـه وړو ماشومانو څخه يې پوښتنې كولې او ځينې كلو كې يې په خپل سر په كورونو باندې نښې وكړې چې دى كار د سيمې اوسيدونكي لـه خفګان سره مخ كړل مركزي حكومت بايد دى كار ته خاصه پاملرنه وكړي.

3. نورالله د اقتصاد پوهنځي د لومړي كال محصل خپل نظر داسې څرګندوي، تر كومې اندازې چې زه معلومات لرم د سر شميرنې په پروسې كې زياتره غير مسلكي خلك په دندو ګمارل شويدي اّن تر دې چې ځينې يې بيسواده هم دي چې د دوى د نه پاملرنې لـه امله سر شميرنې په ښه توګه نه تر سره كيږي نو اړ نده چارواكي بايد دې ستونزو ته جدي پام لرنه وكړي.

1. الف خان "حيدري" د ملكيار \"هوتك\" د ليسې د دولسم صنف زده كونكې وايې: د سر شميرنې دغه كومه پروسه چې اوس د سر شميرنې په هكله جريان لري د دوى دنده داده چې د هيواد ټول نفوس په پوره ډ ول وشميري او هسې د اټكل لـه مخې كارونه كړي، ځكه چې ما په خپلو ستر ګو ليدليدي چې د يوې كورنۍ غړي 15 تنه وي دوى هغه 10 تنه شمير كړي چارواكي بايد پوره هڅه وكړي چې د داسې كارونو مخنيوي وكړي.

2. سليمان د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي محصل وايې چې د سر شميرنې د پروسې څخه د ختيځو ولايتونو خلكو شكايت بيخي زيات دى اّن تر دې چې د نارنج ګل په مشاعره كې ټولو ګډونوالو په يو اّواز دا سر شميرنه سمه ونه بلله خوله بده مرغه مركزي حكومت تر اوسه پورې زمونږ په غوښتنو غور ندې كړې.

3. نثار احمد د خوګياڼو اوسيدونكى بيا په دې هكله داسې وايې، زمونږ په ولسوالۍ كې سر شميرنه سمه نده شوې هيله ده چې مركزي حكومت دې پروسې ته په درنه سترګه وګوري او دا سر شميرنه په سمه توګه تر سره كړي.

محمد جعفر د جلال اّباد ښار د دوهمې ناحيې اوسيدونكى وايې، د جلال اّباد په ښار كې سر شميرنه يو اندازه سمهشوې خو په ولسواليو كې سر شميرنه په سمه توګه نده شوې نو مونږ د مركزي حكومت څخه غواړو چې دا سر شميرنه د دوهم ځل لپاره تر سره كړي.