|
|
اسلامي درسونه
د عقيدې بيان
هره ودانۍ او تعمير چې هغه په څه بنسټونو او ستنو باندې
ولاړه وي. او تر هغې ولاړې پاتې كيدلاى شي چې دغه بنسټونه او ستنې مضبوطې
او ټينګې وي كه دغه ستنې ښوريږي يا ورستي او كمزوري وي نو تعمير به هم
كمزورې وي كه ټولې ستنې يې يو مخ لـه بيخه وښوريږي، ورستې شي او ونړيږي نو
تعمير ولاړ نشي پاتې كيداى او په يوه درز سره پر زمكه رالويږي، د اسلام
مثال هم د يوې ودانۍ په څير دى چې پر پنځو ستنو ولاړ دې، دغو ستنو ته د
اسلام اركان وايې د اسلامي عمارت دغه اركان او ستنې چې څومره قوي او محكمې
وي اسلامي عمارت به هم دومره ټينګ وي او كه خداى (ج) مكړه دغه اركان ضعيف
او كمزورې شي، جرړې يې او ښوريږي او په نړيدو شي نو د اسلام دغه وداني هم
ولاړه پاتې كيدل نشي او په يوه ګړز سره به لـه سره به لـه زمكې سره سمه شي.
كه مونږ ته اسلام ګران او خوږ وي او مونږ د دې ماڼۍ په سيوري كې په ډاډ او
اطمينان سره د يوه الله (ج) بندګگي كول غواړو او دا سپيڅلې هيله راسره وي
چې د الله (ج) ټول بندګان د دې ماڼۍ په غيږ كې د كفر او شرك لـه خطرو څخه
محفوظ وي او د الله (ج) دغوره بندګانو په څير ژوند تير كړي اوپه دين او
دنيا كې كامياب وي نو بيا دا زمونږ مسئوليت دې چې مونږ د اسلام د اركانو
لـه حقيقت نه پوره ډول خبر واوسو، دهغو د لاټينګتيا او قوت په اړه پوره
پاملرنه وكړو او هيڅ وخت كمزورې شي، دا زمكه چې د اسلام دا ستره ماڼۍ هغه
وخت خپلو بې شميره قيمتي بركتونو سره ولاړه پاتې شي چې دغه ستنې او اوكان
قوي، مضبوط او ټينګ وي.
د اسلام اركان
1. سپيڅلې كلمه يعنى د كفر او شرك لـه عقيائدو څخه ساتل او پر اسلامي
عقائدو ايمان.
2. د لمانځه قائمول.
3. د زكات وركول.
4. د رمضان روژې نيول.
5. د بيت الله حج كول.
د رسول الله (ص) ارشاد دې.
داګواهي وركول چې لـه الله (ج) نه پرته بل هيڅوك د عبادت وړ نشته او دا چې
محمد (ص) د الله (ج) رسول دې.
او د لمانځه اداء كول.
د زكات وركول.
او د رمضان د مياشتې روژه نيول.
او د بيت الله (ج) (كعبې) حج كول. (متفق عليه)
د فقى برخه
د نجاست بيان:
د نجاست معنى ده ګندګي، چټلي او ناپاكي، دا د طهارت ضد دى، د طهارت د
حقيقت، طريقو او د هغه د احكامو او مسائلو پيژندلولپاره ضروري ښكاري چې
لومړى د نجاست حقيقت، ډولونه يې اوله هغه ځنې د پاكيدو طريقې او وپيژندلې
شي، په همدې خاطر د نجاست مسائل او احكام بيانيږي.
د نجاست اقسام:
نجاست دوه ډوله دى، حقيقي نجاست او حكمي نجاست = د دې دواړو مسائل سره جلا
جلا دي د پاكئ او طهارت لاس ته راوړلو لپاره ډيره ضروري ده چې د هغه احكام
اومسائل په ښه ډول سره وپيژندل شي او ياد وساتلاى شي.
حقيقي نجاست:
په حقيقي نجاست څخه مراد هغه محسوسه چټلي او ګندګي ده چې انسان ورنه په
طبيعي ډول كركه كوي او خپل بدن او جامه او د استعمال نور څيزونه ور څخه
ساتي، شريعت هم لـه هغه ځنې د ځان ساتلو او پاك اوسيدلو حكم كړيدې لكه تشې
متيازې، ډكې متيازې، مني، د حيواناتو وينه او داسې نور ....دا دوه ډوله دي:
غليظه نجاست او خفيفه نجاست.
غليظه نجاست:
ټول هغه څيزونه غليظه نجاست دي چې د هغو په ناپاكوالي او نجس والي كې هيڅ
ډول شك او شبهه نه شته، د انسان طبيعت هم ورنه كركه كوي او د شريعت لـه
دلايلو څخه ئي هم ناپاكي ثابته ده گ د داسي څيزونو پليتيا ډيره زياته او
سخته ده لـه همدي امله په شريعت كې ئي حكم هم ډير سخت دى دلته مونږ د هغو
څگيزونو يادونه كوو چي غليظه نجاست دى:
1 خوګ يعني سركوزى ( خنزير) د خوګ هر څه غليظه نجاست دى ، كه هغه مړوى او
كه ژوندى\"
2 د انسان ډكې متيازې ، تشې متيازې، مني ،مذي او همدا راز دټولو حيواناتو
مني ا ود كو چنيانو ډكې ا وتشې متيازې :
3 وينه ، دا نسان وي ا وكه د حيوان .
4 په ډكه خوله كانګې ( استفراغ ) ، د كوچني وي او كه د غټ بنده.
5 د حېض او نفاس ا واستحاضې وينه.
6 د ښځې دبدن مخصوص غړي ځني چي كوم لوندوالى را ووځي .
7= د كومو څارويو چي جوټه ( پس خورده ) ناپاكه ده دهغو د بدن خولې او د
خولې لياړې.
8 = لـه حلالې پرته چې كوم حيوان يا څاروى مړشي يا ووژل شي د هغو غوښه ،
واز ګه (چربي ) پلې ، پوستكې
هر څه نجس دي ، البته هغه غړي يي پا ك دي چې وينه پكې سرايت نكوي
لكه،ښكر،غاښونه، د پنجې نوكې،ښنګري ، بڼكې او داسې نور.
9 = د حرام څاروي شيدې، هغه مړوي كه ژوندى نجسې دي، او د هر مړ حيوان چې
هغه حلال وي كه حرام شيدې يې نجسې دي .
10= دوينه لرونكي حيوان لـه بدن نه چې لـه مړيني وروسته كوم رطوبت را ووځي
هغه نجس دى.
11= دنجسو څيزونو چې كوم جوهرو ويستلاى شي يايې عرق وويستلاى شي هغه هم
نجسېدي.
12 = لـه اّلوتونكو پرته د ټولو حيوانانو ډكې ا و تشې متيازې نجسې
دي،دغواى، غوايي، فيل، خوشايان، داّس ا و د خره خرشته ا و د اوښ ا وميږي ا
وداسې نورو چې ټول نجسې دي ،كوم وزر لرونكي مرغان چې نه الوزي لكه چرګ او
بطه ،دهغو ګندګي هم نجسه ده اود ټولو داړونكو حيواناتو ډكې او تشې متيازې
هم نجسې دي.
13 شراب او نوره نيشه لرونكي بهيدونكي څيزونه مردار دي.
14- د مار پوستكى نجس دى،
15- د مړ انسان د خولې لياړې نجسې دي.
16- دشهيد هغه وينه هم نجسه ده چې د هغه د بدن څخه وبهيږي او ولويږي.
خفيفه نجاست:
ټول هغه څيزونه خفيفه نجاست دي چې پليتي يې يو څه كمه ده او د شريعت ځينو
دليلونو لـه مخې يي په پاكوالي كې هم شك وي لـه همدې كبله په شريعت كې د
هغو حكم هم يو څه نرم دى، لاندې د داسې يو څه څيزونو يادونه كيږي چې نجاست
يې خفيفه دى.د اّس تشې متيازې. د حرام اّلوتونكو ګندګي لكه كارغه، ټپوس،
باښه، باز او داسې نور البته د شوپرك ډكې او تشې متيازې دواړه پاكې دي. د
حلال څارويو لكه غوا، غوايه، ميښو، ووزو او داسې د نورو تشې متيازې. د
حلالو اّلوتونكو ګندګي كه بوئ ولري. كه خفيفه نجاست كه غليظه نجاست سره
شريك شي د غليظه نجاست مقدار كه لـه خفيفه نجاست څخه ډير كم هم وي بيا هم
دغه مجموعه غليظه نجاست شميرل كيږي.
د حقيقي نجاست ځنې د پاكولو طريقې:
ناپاكيدونكي څيزونه څرنګه چې مختلف ډولونه لري لـه همدې امله د پاكولو
طريقه يې هم سره جلاجلا ده د مثال په ډول ځنې يې نه جذبوي يا يې كم جذبوي
په ځينو كې يې ګندګي حل كيږي په ځينو كې نه حل كيږي پدې خاطر د هغو د
پاكولو طريقې په ښه ډول پيژندل پكار دي.
د قيامت علامې د خوږ نبي محمد (ص)
د ارشاداتو مطابق
د كتاب نوم د قيامت علامې
مصنف: مولانا محمد عاشق الهي بلند شهري مظاهري
د ا سلام به نوم او د قراّن به الفاظ پاتې شي او بې لارې عالمان به پيداشي،
حضرت علي t فرمايې چې خوږ نبي محمد (ص) وفرمايل چې زر به په خلقو داسې
زمانه راشي چې د اسلام به تش نوم او د قراّن به په خلقو كې صرف رواج باقي
پاتې شي،د هغوى مسجدونه به په ډول او سينګار (وغيره سره) اّباد وي خو د
هدايت په اعتبار سره به وران وي، د هغوى عالمان به د اّسمان لاندې
اوسيدونكو كې د ټولو څخه خراب خلك وي دغه عالمانو نه به فتنې پيداكيږي او
بيا به په دوى كې واپس راشي(رواه بيهقي)
د اسلام به صرف نوم باقي پاتې شي، يعنى د
اسلامي څيزونو به نومونه په خلكو كې پاتې شي خو څه حقيقت به يې نه وي څنګه
چې نن صبا د مونځ، روژې، حج، او زكات وغيره تش نومونه پاتې دي اود هغوى
حقيقت او خوند اود ادايګئ
هغه طريقې او حالات نه دي پاتې كوم چې د خوږ نبي محمد r څخه نقل شويدي او
په كروړونو مسلمانان ترې نا خبره دي، قراّن لوستلې كيږي او د هغې د الفاظو
د اداء كولو او د خوش اّوازۍ خيال ساتلې شي خو په معتى او مقصد يې غور او
فكر كول اود هغې د حرام كړى شوو څيزونو نه ځان ساتل خو د مسلمانانو په خيال
او خاطر كې هم نه راځي، مسجدونه ډير ښايسته جوړ كړى شوي دي مهين فرشونه،
پكي، قالينونه، راډونه او داسې نور ډير د اّرام او راحت څيزونه پكې شته خو
د هدايت څخه خالي دي، مسجدونو كې دنياوي خبرې او غيبتونه په ښكاره كيږي او
بيا امام او موْذن خو مسجد خپل كور ګڼي د دې نور وضاحت به په راروان حديث
كې كولې شي.
د عالمانو په هكله چې يې فرمايلي دي چې د دوى نه به فتنه پيداكېږي او بيا
به پكې واپس راشي، د دې مطلب دادې چه عالمان به يې بې لارې شي د دين او د
هدايت لار به پريږدي نو په دنيا كې به فساد جوړ شي او بيا به دغه عالمان هم
پكې راګير شي، او د دې مطلب دا هم كيداى شي چې دوى به د مالدارو او د
ظالمانو خلكو مرسته كوي او د پيسو په لالچ به د هغوى د خوښۍ او د مرضۍ
مطابق مسئلې ښايي او بيا به هم دغه دنيادار د دوى بيخ او بنياد وكاږي.
د ابن ماجه په يو روايت كې دي چې خوږ نبي
محمد (ص) ارشاد وفرمايلو چې زما امت كې به
روستو داسې خلك پيداشي چې د دين پرهه به حاصلوي او قراّن به لولي بيا به
مالدارو خوا لـه ورځي او وايې به چې مونږ مالدارو خواله ځو او د هغوى څخه
دنيا حاصلوو او خپل دين بچ كولو سره د هغوى څخه جلا كيږو بيا يې وفرمايل او
حال دا
چې داسې نه شي كيداى، چې دنيا والوو سره د ناستې څخه وروسته به دوى دين
صحيح پاتې نه شي، څنګه چې قتاد (دايوه ازغنه ونه ده) د ونې نه د ازغو نه
بغير نور هيڅ نه شي اخيستې كيداى دغه شان د مالدارو خواته د تلو څخه وروسته
د ګناهونو نه علاوه نور هيڅ نه شي حاصليداى.
كوم عالمان چې مالدارو خواته ځي عموماً بې لارې دي چې د څو پيسو په خاطر
هغوى خواته ځي او عزت يې باييللې وي، حضرت عبدالله ابن مسعودرض به فرمايل:
چې كه علم والوو خپل علم محفوظ ساتلاى او هغه يې به ښو خلكو كې خرچ كولاى
نو د زمانې سرداران به جوړ شوي وو لكن هغوى د دنيا حاصلولو د پاره علم د
دنيادارو د پاره خرچ كړو نو ځكه د زمانې په نظر ذليل او رسوا شول.(مشكوهْ)
د نورو خلكو غوندې د نن زمانې عالمان هم د اّخرت د فكر نه خالي شوي دي اودا
فاني ژوند يې د خپل علم مقصد جوړ كړيدې د سياسي ليډر جوړيدو، شهرت حاصلولو
او د دولت ګټلو په خيال كې غرق دي او ډير كم په كې داسې دي چې د اسلام
تبليغ كوي، ګنې نن خو د عالمانو دا حالت دې چې په جلسو كې د ګاندي ايزم،
نيشنليزم، او د كمونيزم خورونه كوي د خوږ نبي (ص) دارشاداتو په ځاى د نورو
خلكو جوړكړى شوو طريقو طرفته بلنه وركوي...... |