|
|
|
|||||
![]() |
||||||
|
په ننګرهار کي د ځوانانو د فرهنګي ټولني له خوا خپرېدونکې ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله |
||||||
|
محمد امين - اميني ټول كاينات د خداى (ج) مخلوق دى او دا ټول هماغه لايزال
څښتن (ج) پيدا كړي دي په دې مخلوقاتو كې انسانان چې د ادم u اولاده ده اشرف
المخلوقات دي دوى ته شعور، فكر، عقل وركړل شوى دى او هم دوى ته اّسماني دين
رالېږل شوى په دې دين كې دوى ته داسې حقوق وركړل شوي دي چې د بشر د وركړى
دتوان څه وتلې دي او په هغې كې هېڅ داسې كمى نه شته چې پوره كړل شي و هر
وخت او هر ځاى لپاره جوړ شوي قوانين ولې لكه څنګه چې الله(ج) لـه تېر، اوس
او راتلونكې څخه خبر دى نو داسې قوانين يې د اسلامي شريعت په بڼه موږ ته
رالېږلي چې تر څو پورې دا دنيا وي تطابق ورسره كوي. نو اوس په غير اسلامي
قوانيو كې د بشر حقوقو ته يوه لنډه پرتله ايزه كتنه كوو چې د هغې لـه جملې
څخه يو هم كمونېزم دى، كمونېزم يانې هر څه د بادار لپار فرد د دې اجازه نه
لري چې هغه دې ځانته كار وكړي هغه دې خپل كور كې وخوري او په خپله خوښه دې
و اوسي بلكې موخه به دحكومت لپاره كوي صرف د حكومت د خوشالۍ لپاره. هر
استعمار ګر ځواك چې په كوم پردي هېواد باندې خپل قوانين او ايډيا مني نو د
هغه ځاى خلكو ته ډېر ښه ګرم ګرم شعارونه وركوي لكه دبشر حقوق، مساوات، كور،
كالي، ډوډۍ، مظلومو سره مرسته او د هغوى لاس نيوۍ، امن... تر څو د هغه
هېواد خلك په دې بې بنياده او تش په خوله شعارونو باندې وغولوي او په حقيقت
كې خو موضوع په بل شكل وي مخكې تر مخكې دوى تعبير كړي وي كمونېزم هم لدې
تبليغاتو څخه استفاده وكړه كله به يې چې كوم هېواد مستعمره كوو او دغه پوچه
ايډيا به يې په هغه خلكو باندې منله نو ګرم ګرم شعارونه به يې وركول د كور،
كالي، ډوډۍ هم ورته د بشر د حوقوق د وركړې په نوم. چې لدې جملې خخه يې هم
زموږ په ګران هېواد باندې د استعمار منګولې ښخول شروع كړل نو خلكو ته يې
همدغه شعارونه زمزمه كول ولې دې پوچ مغزو د انسان په څېره كې د اړونكو او
وحشي ځناورو د انګلستانو د تېري او تجاوز څخه يې عبرت نه و اخيستى د
افغانستان تاريخ يې كتلې نه وه او د خپلې اّينده باره كې يې حتى د تاريخ يو
څو پاڼې هم نه وې اړولې صرف په داخل كې د وطن دښمنه او بې ننګه افغانانو په
وينا باندې يې د راتګ زړه وكړ او په دغه مظلوم او بې دفاع افغانانو باندې
خپل پلرني كور، كلي، سور تنور كړ څوك به چې د دې پستي ايډيا د منلو لپاره
اماده نه وي نو هغه به يې به يې د محاكمې او بې د محاسبې د زندان تورو
دروازو ته وراچوه د كمونېزم ګوډاګيانو د دې مظلومو سره په زندان كې داسې
چلند وكړ چې په ليكلو يې قلم شرمېږي او د هغوى د كړنو بيانول ورته خپله بې
عزتي ښكاري ولې د سپي صفته انسانانو ته هېڅ شي نه شرم او نه هم ورته بې
عزتي ښكارېدله ځكه نه په خپل شرم وه او نه په خپل عزت كله به چې د بې ګناه
اولس تعداد په زندانو كې زيات شو نو بيا به يې د زندانو څخه موټر بست
راوويستل او په كندو كې به يې ژوندي د خاورو لاندې كړل په دوسيو كې به يې
ورته وليكل \"به نسبت نبگودن جاى تلف ګرديد\" كله چې بې ننګه داخلي
كمونستانو خپلو بادارانو ته د راتګ لارې هوارې كړې نو بادارانو يې هم بې
لـه ځنډ څخه په 1358 هـ.ش كال د جدي په شپږمه په محبوب هېواد باندې لوڅ او
بربنډ تېرى وكړ باداري ټانكونو خپل چاپلوسان په ټانكونو سپاره د كابل په
خونړي تخت كينول اود وينو تويولو لړۍ يې پيل ړكړه پدې كار سره يې افغانانو
ته لويه رسوايي جوړه كړه د دې لپاره چې بادارانو يې خپلې مداخلې او رسوايي
ته يو څه پرتوګ وراغوستى وي نو يو شمېر هغه افغانان يې چې په تصادفي ډول په
زندانونو كې ژوندي پاتې وه او د وژني ورځ يې لانه وه رارسېدلې ولې هره
دقيقه يې د خپل د شهادت انتظار ويسته په اصطلاح د دوى د عمومي عفوې او ترحم
په نتيجه كې خلاص شول د دې زندانيانو په خلاصېدو سره د وير يوه نوې څپه پيل
شوه ځكه اوس جوته شوه چې كوم كسان دا اخلي بې غيرته كمونستانو د وحشت او
بربريت قرباني شوي دي په دې كار سره كه يوه خوا ځنې افغانان د كورنۍ تودې
غېږي ته ورغل ولې لـه بل پلوه په ځينو كورنيو كې په همېشني ډول سره د وير
ټغر خپور شو ځكه په خلاص شويو زندانيانو كې چې د هغوى د كورنۍ اعضاء نه وه
موجود معلومه شوه چې هغوى په شهادت رسېدلي دي خو كورنيو يې د راتللو لارې
څارلې. په دغه ورځ د پل چرخي ازندان رجعي څه ډېرې ميندې بورې، خويندې بې
وروره او بچيان يتيمان ستانه شول دا په سرو سترګو ژړېدلې كورنۍ لا اوس هم د
خپلو ورك شو غړو د راتګ لارې څاري خو هغوى په تل پاتې يادګارونو باندې بدل
شوي دي \"روح دې يې ښاد وي\" اوس نو د جرم نوعيت مطرح نه وه صرف افغانيت د
جرم لپاره كافي ثبوت وه باداران او غلامان سره په مستقيمه توګه يو ځاى شول
او په اولس كې چور تالان ګډ شو او د وحشت ساحه نوره هم پراخه شوه په دغه
وخت كې هغه خويندو او ميندو چې د عزت او اسلامي غيرت په اساس يې چا مخ هم
نه وه ليدلى په سرو سترګو، په لوڅ تور سر، په څيرې ګرېوان پيابله پښې په
سوزنده ډاګونو، غرونو، دشتو كې خپله د هجرت مخه ونيوله او خپل ښايست يې د
خپل محبوب ځوىاو د زړه د يوې برخې د راتلو لپاره په پرديو هېوادو په پرديو
كوڅو كې ښخ كړ او خپل لاسونه يې د سړي نا سړي مخې ته ونيول صرف د خپل د عزت
د ساتلو لپاره او د خلو هغه يتيمانو بچيانو لپاره چې پلرونو به يې په ډېر
وياړ سره دوى ته راسېدونو لمنې نيولې وې او هېڅكله يې هم دوى سختۍ ته نه وه
پرېښي او همېشه پرې زهيرېدل چې تن ببر سرونه، لوڅې پښې، شليدلې ګرېوانونه،
خيرنې او پيوند پيوند جامې، د خپل سرنوشت څخه ناخبرو ته څه نا څه د ژوند
كولو همېشه برابره كړي او د خپلو شهيد شوو د زړه قطرو خوبونو ته د عمل جامه
ورواغوندي دا وه د كمونېزم په قانون كې د بشر حقوق داسې حقوق چې د بشر
غوښتنو ته د ټوپك، توپ، تيارې او د بم په خوله ځواب وايي او اولس ته د
بارتو خوشالي راوړي د اولس سينې په ګوليو سورۍ سورۍ كړي او هغه تالي څټي
افغانان چې د كور، كالي، ډوډۍ شعارونه به يي خلكو ته وركول هغوى د همدې ملت
د باغيورو ځوانانو لـه خوا ورته كور په ګور، كالي په لمبېدلو وينو، او ډوډۍ
ورته د ټوپك په ګولۍ بدل شول، دې ته وايي د بشر په لاس جوړ شوي د بشر لپاره
حقوق او قانون كوم چې د بشر د خوشالۍ لپاره يوه ماده هم پكې وجود نه لري
لعنت دې په داسې حقوقو وي چې ټول د بشريت د نابودۍ د بشريت لپاره د دښمنۍ د
تخم كرل دي. خو لله الحمد د همدې مېړني اولس بچيانو، خويندو او ميندو كوم
چې دې وحشيانو داسې فكر كاوه چې دوى به يوه زره هم د خپلې اينده فكر ونه
لري ولې همدغو دې د بشريت دښمنانو ته داسې يادګاري ماتې وركړه چې نړۍ يې
ولړزوله او د كريملين غوږونه يې ورټپ كړل او د همدې اتلانو د جهاد بركت وه
چې شوروي اتحاد اوس هم په توكړه كېدو دى هغه د چا خبره چې اوس يې په سمندر
كې اودس نه كېږي لـه هرې خړې كوټنۍ څخه ورته يو وزير محمد اكبر خان
راپاڅېده او لـه هرې تيږي څخه يو سيد جمال الدين افغان ورته داسې پلانونه
ونيول چې دنيا يې كارنامو ته ګوته په غاښ حيرانه پاتې ده. |
|
If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font |
|
Copyright Benawa.com 2004 webmaster@benawa.com |