|
زړونه مو يو دي
عمل مو يو دى
كار مو يو دى
ځان مو يو دى خو:
يو بل نه پېژنو
ولې؟!
دا څه شوي؟!
لكه داسې چې اوبه په ډانګ نه بېلېږي.
لمر په دوه ګوتو نه پټېږي.
موږ هم يو لـه بله بېل نه يو.
نو دا څنګه كېدى شي؟!
دا ظلم دى.
دا د حقيقت نه سترګه پټونه
او دا لـه امكانه وتلې چې:
يو بل ونه پېژند
كور مو يو دى، ګور مو يو دى
او اخر:
ځاى مو يو دى
يو د بل ورونه يو
ملګري يو، غمخور يو
بايد ځان وپېژنو
ګور وپېژنو
ورور وپېژنو
دا كوم ورور؟
دا مسلمان |
خدايه څه وكړم جانان راځنې ورك دى
د خپل زړه غوښتى انسان راځنې ورك دى
چې به يې ټول خلك راپورته كړه لـه خوبه
بلال ورك دى او اذن راحنې ورك دى
ما ويل ځگو به دا ټك په پله دريږو
خو افسوس داسې افغان راځنې ورك دى
رمه تار په تار د غره لمن كې ګرځي
شپېلۍ وركه ده چوپان راځنې ورك دى
د ماليار په نوم يې ټول ګلشن تالا كړو
د بوستان اصلي باغوان راځنې ورك دى
لاس تر ځنې وه د غره غړه كې ناسته
شپنې وويل كاروان راځنې ورك دى
په ژړا ژړا يې دواړه سترګې سرې وې
خواته راغله ويل پيزوان راځنې ورك دى
ها د ښكلو د سر ښكلې پسې ګرځم
دغه ستورى د اسمان راځنې ورك دى
توحيد ياره اوس جهان ورپسې ګورم
يو تن ښكلى قدردان راځنې ورك دى
خان حضرت جمالي
(وفا)
چې وفا په چا كې نه وي هندوكشه
په پښو پښو ورباندې خيژه غم كې مشه
چې په مينه كې د سرنه نه تيريږي
لوړ په پاميره د هغو په ننګه مشه
چې رقيب وي د خوږو خوږو يارانو
اوبه ورنكړې سپين غره وچ غارمه شه
(جمال) بې وفا يې وو زورولي
يا مې جانانه ګوره ته بې وفا مشه |