|
|
|
|||||
![]() |
||||||
|
په ننګرهار کي د ځوانانو د فرهنګي ټولني له خوا خپرېدونکې ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله |
||||||
|
بسم الله الرحمن الرحيم
لـه نن څخه تقريباً 26 كاله مخكې زمونږ د هيواد په تاريخ كې يو نوى پړاو
منځ ته راغى د ثور د اوومې ورځې يعنى هغه تاريخې ورځ چې د هغې په اساس
زمونږ د هيواد واګي د هغه خلكو په لاس ورغلل، چې دوى د شوروي اتحاد د
كمونيزم د شبكې غلامان او ګوډاګيان وو، داوْد خان چې د عمر په اّخري ورځو
شپو كې روسانو ته يي غوڅ ځواب وركړى وو د روسانو لپاره دا نوى حالت د زغملو
وړ نه وو، روسانو خپلو ګوډاګيانو ته دا لارښوونه وكړه چې داوْد خان حكومت
نسكور كړي نو هماغه و چې د داوْد خان حكومت په دغه توره ورځ كې نسكور شو، د
دغه ورځې وروسته نورمحمد \"تركي\" او دده تر شا څو نافهمه عناصرو د
افغانستان د مسلمانانو په زورولو لاس پورې كړ، زمونږ هيوادوال د داسې
حالاتو سره مخامخ شول چې دوى يې هيڅ طمع او توقع نه درلوده، زمونږ پنځه
مليونه وګړي د هيواد پريښودو ته اړ شول ، په لكونو كسان معيوب شول دوه نيم
مليونه وګړ ي شهيدان شول چې د دې ټولو غميزو پړه د ثور د اوومې ورځې د
كودتاچيانو پر غاړه ده، دوى داسې فكر كړى و چې مونږ به غالب شو كمونيزم به
د افغانستان رسمي تګلاره شي او افغانستان به د شوروي اتحاد د جمهوريتونو
څخه يو جمهوريت شي، د الله (ج) اراده بله وه لكه څرنګه چې فرمايې: يريدون
ليطفئوا نورالله باْفواههم والله متم نوره ولو كره الكفرون، |
|
If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font |
|
Copyright Benawa.com 2004 webmaster@benawa.com |