|
له بهرنيو سر چينو څخه د سنځر ځيرك ژباړه
اسلامي ولولې سلا او
مشوره په اسلام كې
تاسو چې كله له يوې ستونزې سره مخ كېږئ څه كوئ ؟
هو! خا مخا په دې لټه كې ياست چې د نوموړي ستونزې د هواري لپاره يوه لاره
ولټوئ . د ستونزې په هواري لاس پوري كوئ او د لېري كولو اقدام يې كوئ . كه
دغسې نه ده ؟
اّيا تاسو به غوره وبولئ چې ستاسو له ملګرو څخه يو څوك په دې هواري كې ونډه
واخلي ؟ خامخا ! ځكه چې په دې صورت كې به ځيني داسې ټكي وي چې د ستونز ې په
هواري كې به د سنجدګۍ پر مهال ستاسو ذهنونو ته نه راځي ، خو ستاسو دوستان
به يې درته ښكاره او په ګوته كړي . همدا شان د ژوندانه په ټولو چاروكې تاسو
د عملي اقدام پر مهال د دوستانو سلا او مشورو ته اړتيالرئ . او ستاسو
دوستان ستاسو سلاوو ته اړ دي . نو د ستونزو د حل او فصل پر وخت يوله بل سره
سلا او مشورې ته لېوال اوسئ . د نظر د شريكولو پروسه پر كار واچوئ چې په دې
توګه د خپل هدف د تر لاسه كولو لپاره سالمه پايله ومومئ .
د سلا او مشورې پېژندنه :
په خبرو پو هېدنه د مشكل د هواري لپاره يو له بله د نظريو او خبرو سپيناوي
ته سلا او مشوره ويل كېږي .
د اسلام د سپېڅلي دين له خورا مهمو اړخونو څخه يو هم همدا سلا او مشوره ده
چې د اسلام په دين كې ځانته بېل ځاى، قوانين او پړاونه لري . د كائناتو فخر
حضرت محمد ( ص) چې به كله د كار څښتنان په كار ګمارل نو د هغوى د كاري
خوځښت لپاره به يې مناسبې مشورې وركولې او هم به يې د موضوع په اړه د
كارګرو خبرو ته غوږ نيوى . د هغوى خبرې به يې اورېدلې او په پوره باورسره
به يې د هغوى د خبرو ارزښت ډېراوه .
ډېره به ښه وي كه موږ د حضرت رسول اكرم ( ص) په پيروي او د هغه د سنتو د تر
سره كولو او ژوندي كولو لپاره يو له بله سلا او مشوره وكړو . د اسلام له
نظره سلا او مشوره دومره اړينه ده چې په اړه يې په سپېڅلي كتاب ( قراّنكريم
) كې ډېر ځلي را غلي دي چې يو له هغو څخه دا ارشاد دى : \" مومنان د خپلو
ستونزو د هواري لپاره يو له بله سلا او مشوره كوي \"
اوس نو تاسو ويلاى شئ چې يو له بله سلا او مشوره كوئ چې په پايله كې له
ماتې سره مخ كېږئ ، ولي ؟
ددې بنسټيزه كړنه داده چې نوموړي خلګ د لوړ فكر د لرلو سره _ سره سر زوري
او پر خپل جلو يې زور وي . سلا او مشوره كوي ، كه يې په سلا كې كومه ځانګړې
ګټه تر سترګو شي عمل په كوي او كه د ځانګړې ګټې پله لږه سپكه وويني نو بېله
لار په خوله وركوي چې دا كړنلاره د نوموړي شخص د يكتازي لامل ګرځي . په
داسې حال كې چې موږ او تاسو له چا سره سلا كوو داسې څوك بايد سلاكار وټاكو
چې د ژمنې ، وفا ، پاكۍ ، يورنګۍ ، رښتنولۍ او پاكې تګلارې څښتن وي . تر
نظر پوښتلو وروسته يې پر خبره غوږ كښېږدو او په پوره ډاډ د مشورې په رڼا كې
خپل هدف ته ورسېږو او كه خداى ( ج ) مه كړه د خاين ،بدنيتي ، ناپوه ، تېر
ايستونكي د سلا تر شعاع لاندي را سو نه يوازي دا چې هدف ته به نه يو رسېدلي
بلكه د نجات بېړۍ به مو د توپان څپې په مخه كړي . |