کــــــور

لومړی مــــخ

ارشــــيف اړيــــــــکي   تنده مجله په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني دوه مياشتنۍ ناپېلې خپرونه            تنده د دو لسيزو يوه ادبي تنده ده چي لومړی جام ئې په ١٣٨٣ لمريز کال کي پر سر پورته کړ  او د ډيرو ادب مينو تنده ئې پرې ماته کړه   

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دنړۍ ترپېښولاتدي .
 اسلامي ولولې سلااومـ
دهيواد کلتوري ټولني
دجوړيدوموخي اواړتيا
بغاوت
دشعر ژبه
دنهضتونوسالارسيدجمـ

دنهضتونو سالار سيدجمال الدين افغان

څيړندوی محمد اکبر:

د اسلامي نړۍ له وياړ څخه په ډك تاريخ او د ختيځ په اّزدي بښونكو حركاتو ، ټولنيزو او سياسي تحولاتو كې د سيد جمال الدين افغان ځلېدونكې څېره په ځانګړي عظمت او لو يي سره ځان ښكاره كوي . د سيد جمال الدين نوم د اّزادۍ او خپلواكۍ د لارې د بنسټ ايښودونكو په لومړي كتار كې دائمي رڼا او ابدي ځلا لري ، دده څېره د هغه روڼ ستوري په شان ده چې د ختېځ د نوي تاريخ پر ټنډه باندي ځلېږي او د اسلامي شرقي نړۍ او شرقي هېوادونه د ده د ځلېدونكو انوارو څخه ګړۍ په ګړۍ ګټه اخلي .
په نوي نهضت كې چې د ختيځ د ملتونو د بيدارۍ لپاره د نو نسمي پېړۍ له دويمې نيمايي نه شروع شوي دې د سيد جمال الدين نقش او رول څرګند دى .
دده او دده د شاګردانو اّزادي بښونكې او پراخه مبارزې د اجتماعي ، سياسي ، اقتصادي او علمي تحولاتو د ايجاد په لاره كې ټولو ته ښكاره دې ، هو! نوموړى سيد په رښتيا سره په شرق كې د فكري نهضت سرچينه او د هغه بنسټ ايښو دونكى و . لكه چې وينو د سيد جمال الدين انقلاب او نهضت شرقي ټولنه د غفلت له خوبه راويښه كړه او دغه خلګ يې د ژوند او كاميابۍ
په پر لور روان
كړل او لارښووننه يې ورته وكړه ، د شرق هېوادونه يو په بل پسې اّزاد شول او زياترو خپلواكي تر لاسه كړه او داّزادۍ نهضت پكې وچلېد ، شك نه شته چې د شرقي او اسلامي نړۍ دغو نهضتونو د سيد جمال الدين افغان له فكر نه الهام اخيستى دى او دده د مترقي حركاتو سرچينه ګڼل كېږي او لاتر اوسه په شرقي او سلامي هېوادونو كې دده د انقلاب انعكاس او دده د اّزادۍ بښو نكو فكرونو اغگېز تر سترګو كېږي .
سيد جمال الدين لومړى شخص دى چې په شرق كې د غربي استعمار د سيادت په خطر باندې پوه شو او په دغه ځاى باندي يې د امپرياليزم د حكمرانۍ ناوړه عواقب درك كړل نو له دې كبله يې ددې خطر سره د مبارزې او شرقي ملتونو د بيدارۍ لپاره ډېر هاند وكړ او د تېري او استعمار له منګولو څخه ددوى د نجات او اسارت او غلامۍ لپاره يې ددوى د خلاصون لپاره ډېر كوښښ وكړ او فوق العاده مبارزه يې وكړه . لكه چې خپل ژوند يې د شرق د خلاصون او نجات لپاره له لاسه وركړ ، خپل راحت او اّرامي يې د شرق له نېكمرغۍ او د شرق د زامنو د سعادت نه قربان كړه .
د سيد جمال الدين افغان
يوازينى هدف او هيله داوه چې د شرق
ملتونه او دنړۍ مسلمانان بيدار او ويښ شي ، د بېګاړۍ او ځانځانۍ څخه خلاص شي او په يووالي او اتحاد ، صميمت او ورورولۍ سره د يو لوى ديني نهضت او چټك سياسي حركت تر سيوري لاندي د پرمختګ او كمال پر لوري وړاند لاړ شي او بالاخره هغه د لاس نه وتلى خپل عظمت او قدرت بيرته ومومي .
سيد جما الدين به ويل ( . . . ټوله دماغي قوه مې په كار واچوله چې لومړى د شرق درد او مرض تشخيص او بيا دارو ورته پيدا كړم ، دكوښښ نه وروسته دا راته معلومه شوه چې له ټولو دردونو څخه زورور درد دادى چې د شرق ټول خلګ په \"بې اتفاقي\" متفق دي. )
هو! سيد جمال الدين د شرق د ملتونو د دردونو د تشخيص او د مسلمانانو د وروسته پاتي كېدو ، ضعف ، كمزورۍ فقر و محروميت ، اختلاف او ځان ځانۍ د موجباتو موندلو لپاره خپله ټوله قوه او فكري طاقت په كار واچاوه د علاج لپاره يې ښه په مېړانه ودرېد او يوه لحظه يې ارام ونه كړ . ده خپله كړنلاره او پروګرام له خپلې خاورې ( افغانستان ) څخه پيل كړ او د دردونو د درمان او د شرق او مسلمانانو د مشكلاتو د علاج لپاره يې په ټولو اسلامي
هېوادونو كې سفر وكړ او ډېر اروپايي
هېوادونه يې وكتل او له نژدې څخه يې د دوى په حال احوال ځان پوه كړ . ده په خپلو دغو لېرو او اوږدو سفرونوكې يوازي يوه موخه لرله او هغه د مسلمانانو او شرقي ملتونو د اّزادۍ او سر لوړۍ نه عبارت وه ، ده د مسلمانانو لپاره دا كار له هر څه نه غوره ګاڼه او په دې لار كې يې له هـيڅ راز سر ښندني او هاند څخه درېغ ونه كړ .
په تركيه كې د تركانو د سرلوړۍ او نجات لپاره ، په مصركې د مصريانو د خلاصون لپاره او په هند كې د هنديانو د اّزدولو لپاره او په خپله خاوره افغانستان كې د خپلو خلګو د يو موټي كولولپاره او باالاخره په ايران كې د خارجي دولتونو د زور زياتي نه د هغه ملت د خلاصون لپاه يې كوښښ كاوه .
ده هـڅه كوله چې د نړۍ مسلمانان او د شرق ولسونه د استبداد او استعمار له باره خلاص شي او اسلامي قوي حكومتونه د ديموكراسۍ پر بنسټ جوړ شي او مسلمانان په صميميت ، يووالي او ورورۍ سره د اسلامي اتحاد تر سيوري لاندې له وياړه ډك
راتلونكي په لور مخ پر وړاندي لاړ شي او خپل تېر قدرت او تمدن بيرته ومومي . ده كه څه هم په دې لار كې زحمتونه ، كړاونه ، ناكامۍ ، سړې تودې ، اذيتونه ، حبس او تبعيد وليدل خو په هېڅ وخت كې يې له خپل هدف نه لاس وانه خيست او كلكه اراده يې سسته نه شوه او تر وروستۍ سلګۍ پوري يې د مسلمانانو د عظمت او سر لوړۍ لپاره كوښښ وكړ . ده به ويل ( څوك چې له ژوند سره مينه لري هغه د ملت د ژوند په لار كې ځان قربانوي . )
دا څوك نه شي ويلى چې د شرق په نوي تاريخ كې به څوك د سيد جمال الدين افغان غوندې ددې وينا په رمز او فلسفه پوه شوي وي ، هماغه وچې ده په ايماندارۍ او ټينګې عقيدې او په بېساري زړه ورتيا او شهامت سره خپل ځان د ملت د ژوند او د خلګو د نېكمر غۍ په لار كې جار كړ او شېرين ځان او خپل ژوند يې د شرق د ملتونو د ازادۍ او نېكمرغۍ په لار كې وركړ .
د سيد لپاره دا لوى وياړ بس دى چې د شرق په نوي تاريخ كې د اّزادۍ لومړى لار ښوونكى او د اّزادۍ د لارې لومړى شهيد دى .
سيد د دوستانو او مخالفانو په نظر كې :
هو ! د نړۍ د لويو خلګو ځلېدونكې څېره ، روښانه ټنډه او ددوى د ژوند تاريخ او شخصيت تل دوو ډولو تحريف كړى او په بل شكل يې اړولى دى ، هغه دوې ډلي يوه ساده دوستان او بل كينه كښ او ناځوانه دښمنان دي ، دغو دوو ډلو د تاريخ په اوږدوكې حقيقتونه معكوس كړي او په بل رنګ يې ښوولي دي . ساده دوستان د ساده ګۍ په اثر په دې نيت چې خدمت وكړي او فضايل او ستاينې بيان كړي اصل حقيقت پرېږدي او نور شيان د خپل ځان نه زياتوي او هغه څه چې واقعيت او حقيقت دي د مبالغو په څنګ كې بېخي له منځه وړي مګر پوه او كينه كښ دښمنان تل مناسب فرصت او موقع لټوي چې په هره وسيله كېږي دښمن ووهي ، نو له دې كبله هر څه چې ويلى شي هغه وايي او هرڅه چې خپرولاى شي خپروي يې . په دې ترتيب سره د نړۍ د لويو خلګو واقعي څېره او د ژوند تاريخ ددغو دوو ډلو له خوا عملاً تحريف شوى او ددوى په زړه
ترسيم شوى دى .
سيد جمال الدين چې په رښتيا سره د تاريخ د ځلاندو څېرو او د اسلامي نړۍ دلويو او غوره شخصيتونو څخه دى له دغه عمومي قانون نه په څنګ نه دى پاته شوى . د سيد په باره كې ډېر كتابونه او ډېرې مقالې په بېلابېلو ژبو ليكل شوي او چاپ شوي دي خو دا ليكنې او مطالب يا د دوستاو له خوادي د سيد د تعريف او ستاينې لپاره ، او يا دښمنانو له خوادي دده د ځپلو او دده د هدفونو له منځه وړلو لپاره په دې ترتيب سره ځينو د دوستۍ په عنوان دده د ژوند ، تاريخ او دده د احوالو او اّثارو شرحه ليكلې ده ، خو ډېر شيان يې له خپله ځان ور زيات كړي دي . يو شمېر نورو خلګو ظاهراً د مورخ په صفت د سيد جمال الدين افغان په باره كې بحث كړى دى او څه ناڅه يې ورباندي ليكلي دي مګر په حقيقت يې بل هدف او بل غرض لاره يا وظيفه وركړه شوې وه يا طبيعتاً مغرض او كينه كښ وو ، چې هرڅه يې زړه غوښتل ليكل يې ، دده د ژوند او مبارزو په تاريخ كې هر چا د خپل حال او مقام په غوښتنه كتاب ، رساله او مقاله ليكلې ده او په دې ترڅ كې هر يوه معرفي كړى دى ، يوې ډلې داسې معرفي كړى دي چې سيد فيلسوف ،نابغه ، مصلح ، پوهاند ،خدايي سړى ، رښتنى مسلمان، ايماندار ، ددين دلارې مجاهد ، د اسلام فداكار ، د شرق منجي او بالاخره داسي سړى دى چې د مسلمانانو د بيدارۍ ، سرلوړۍ او اّزادۍ لپاره يې كوښښونه كول او خپل ژوند يې د ا سلام د لويي اود شرق د ملتونو د خپلواكۍ په لار كې وقف كړي وو او پر دې سربېره په معجزو او
كراماتو هم ورته قايل وو او بالعكس بلې
ډلې داسې ښودلې ده چې سيد جاه طلب ، مغرور ، خطرناك ، خپل چارى او . . . و .
له دغو ليكنو او كتابونو څخه ښكاري چې سيد جمال الدين د مسټر براون له وينا سره سم د خپلو طرفدارانو په نظر يو پر وطن مين ، د شرق لپاره يو ګټور شخصيت او فوق العاده ذات او د دښمنانو په نظر ډېر خطرناك شخصيت ښودل شوى دى او د همدغو كتابونو او مقالو له مراجعې څخه ښكاري چې د سيد دوستانو او دښمنانو دده د ژوند او شخصيت د تاريخ په تحريف كې څومره رول لوبولى دى او ددغو دوو ډلو په وسيله ددغه لوى سړي څېره څومره تحريف شوې او بل ډول ښودل شوې ده او له همدې كبله د سيد دواقعي څېرې پېژندنه تر ډېره سخته ده او همدا وجه ده چې هر چا دى په يو خاص ډول سره پېژندلى دى اودده
د ژوند تاريخ يې په يوډول سره تشريح كړى او دده څېره يې په يوشكل ترسيم كړې ده ، ګويا سيد جمال الدين يو كُلي حقيقت دى چې د هر چاپه نظر كې په يو نه ، يو ډول څرګند شوى دى او د هر چا په ذهن كې په مخصوص شكل ورغلى دى .
لنډه دا چې سيد د نړۍ د نورو لويانو غوندي هم طرفداران او هم مخالفين لري خو د بې طرفه خلګو قضاوت چې ارزښت لري دا دى چې سيد د شرق د نهضتونو باني او بنسټ ايښودونكى دى .
د سيد جمال الدين افغان د خاپوړو ځاى :
محيط او هېواد دبشري افرادو د ژوند د مهمواو حساسو اورګانونو څخه
شمېرل كېږي او يو له هغو عواملوڅخه
دىچې د انسان د جسم روح ، اخلاقو ،
اّدابو او شخصيت په بشپړتيا كې د پام وړ اغېز لري . د هېواد اوضاع او حال د اوبو او خاورې څرنګوالى د شخصيت په جوړولو كې لويه ونډه لري او د خلګو د تفكر رموز ، ددوى د ژوند پېښې او ددوى چارې او كارونه تر ډېرې اندازې په هېواد او د هېواد په څرنګوالي پوري اړه لري او په كُلي ډول سره د نړۍ دلويانو او نوابغو د شخصيت ، ارواو او افكارو په رول كې د محيط له اغېزې نه غفلت نه شي كېداى .كوم وخت چې انسان د نړۍ د مشاهيرو،لويانو اوپوهانو نوم اوري كوښښ كوو چې د هغوى د زېږېدنې د ځاى ، ددوى د سيمې او رو زنې له چاپيرياله ځان خبر كړي . دا ددې لپاره چې وګوري چې څرنګه چاپېريال او هېواد كې يې قدم په دنيا كې ايښى دى او څرنګه ځاى كې يې روزنه او تربيه شوې ده اوپه څه ډول يې ژوند پيل كړى . همدارنګه چې څوك د سيدجمال الدين نوم او شهرت ، اراء او افكار او د كوښښونو او سرښندنې په اړه څه ولولي نو زړه يې غواړي چې دده د هېواد او زده كړې او ژوندانه له چاپېرياله ځان خبر كړي ، خو له بده مرغه بايد اعتراف وشي چې څومره يو سړى په دې لاره كې پلټنه وكړي ډېر لږ موخې ته رسېږ ي ، ددې پر ځاى چې كوښښ نه مثبته پايله واخلې او دده د هېواد او زېږېدني د ځاى په اړه ځان پوره خبر كړي له عجيب او اريانونكو خنډونو سره مخ كېږي او بالاخره له سرګردانۍ پرته بل څه په لاس نه ورځي .
هو ! كه چېري پخپله د سيدجمال الدين د سترګو له كونج څخه نظر وكړو نو ده ته به خاص هېواد
او ټاكلى وطن ونه مومو ځكه چې د
فكر په لحاظ ده خپل ځان هيڅ يوې سيمي او طايفې ته نه منسوباوه او د وطنوالۍ معنا دده د ژوند په قاموس او دده په اجتماعي مكتب كې نه وه او له همدې امله دده مبارزې او سر ښندنې د كوم خاص ملت او كومو معلوم هېوادونو لپاره نه وې .
كه ده په افغانستان كې د حكومت سره مرسته كوله او د افغاني ملت لپاره يې ګټور پلانونه او نظريې وړاندي كولې او د ملت او دولت د نجات لپاره يې كوښښونه كول په هند ، مصر ، ايران او تركيه كې يې هم د استبداد او استعمار له باره ددوى د خلاصون كوښښ كاوه . نوموړى سيد په پاريس كې د عروآ الوثقى مجله د اسلامي شرق د ټولو ملتونو د حقوقو د دفاع لپاره او ددوى د دردونو د تشريح اد دوى دبيدارۍ په موخه تاسيس كړه او په هغې كې يې د ټولو مظلومو ملتونو شان او حالت ته پاملرنه كوله ، ده هر ځاى او هرڅوك دوست لاره او هېواد يې د اسلام پراخه نړۍ وه . سيد جمال الدين په فكري لحاظ كوم خاص هېواد او جغرافيايي حد او قيد نه پېژاند ، هېواد يې اسلامستان او ده ته كابل ،تهران ، اسانبول ، قاهره ، بغداد او نور يو وو خو سره له دې هر ليكوال چې ددغه نه هېرېدونكي شخصيت په اړه څه ليكلي دي دى يې يو ځاى ته منسوب كړى دى او د خپلو مفاخرو برخه يې ګرځولى دى . هنديان وايي چې دى په اّر كې هندى او د ( شيروت ) د كلي دى ، تركان عقيده لري چې دى اصلاً ترك دى او په اّذربايجان كې زېږېدلى
دى ، ايرانيان يې ايرانى بولي او د همدان د اسد اباد د خلګو څخه يې شمېري اوځينو نورو ايرانيانو دى د
(مازنداران) د خلګو په ډله كې شمېرلى دى او افغانان دغه ستر افغان خپل مسقط الرس او خاپوړوځاى د كونړ اسعد اّباد ته منسوبوي دغه دعواوې سړي ته د عربي شاعر دا وينا ور يادوي :
وكل يدعى وصل بليلى
وليلى لاتقر لهم بذاكا
و اذا انجبست دموع فى عيون
تبين من بكى سمن تباكا
ژباړه : (( هر څوك د ليلا د وصل او خپلوي ادعا كوي
خو ليلا په دې اقرار نه كوي
كله چې اوښكې په سترګو كې وګرځي
نو معلومېږي چې څوك رښيتا ژاړي او څوك مصنوعي ژړا كا .))
خلګ به هر څه وايي موږ به راشو چې پخپله سيد څه وايي او ځان كوم ځاى ته منسوبوي . سيد داسي ويل دي : \" الافغان وهى اول ارض من جسمى ترابيا (1)
يعني زما جسم لومړى د افغان خاوره مسه كړې ده او د لومړي ځل لپاره د افغان په خاوره كې لګېدلى دى . د سيد دې وينا كوم اجمال نه دى پرې ايښى او په صراحت سره يې ويلي دي چې زه د افغان په خاوره كې پيدا شوى يم ، كه څوك زر دليلونه په دې اړه راوړي چې سيد افغان نه دى نو د سيد دغه يوه لنډه جمله زر واړه باطلوي او حاجت نور هيڅ دليل او برهان ته نشته . استاد محمود ابوريه د سيد ددې وينا لاندي چې د خپل زېږېدو ځاى په باره كې يې كړې ده ليكي :
\" د سيد دا وينا د ځينو هغو خلګو د بې
اساسه وينا ګانو د بطلان
لپاره يو قاطع دليل دى چې
وايي سيد افغان نه دى بلكه ايرانى دى
او عجيبه دا ده چې لا تر اوسه داسې
خلګ شته چې په دې خبره ټينګار كوي ، . . . موږ نه پوهېږو چې ددې نزاع سبب څه دى او دا بې نتيجې خبرې د څه لپاره دې او حال دا دى چې سيد پخپله په خپل قلم او خپله ژبه خپلو ملګرو او شاګردانو لكه استاد امام محمد عبده ، عبدالله نديم ، شكيب ارسلان ، اديب اسحاق او نو رو ته په صراحت سره ويلي چې دى افغان او د نبوت د كورنۍ ځوځاد دى او دې موضوع د نړيوالو په اذهانو كې دومره شهرت پيدا كړى دى چې كه چېري د نړۍ په هره نقطه كې د
( الافغانى ) كلمه استعمال شي مراد به ور نه يواځي همدا ستر شخصيت وي او كه چېري يواځي دده نوم ذكر شي او الافغاني ور سره نه وي خلګ به پوه نه شي چې منظور يې كوم بل يو ، كه دا ستر شخصيت دى ؟ )
نوموړى استاد ور پسي ليكي
( . . . هو ! تر څو چې د نيا دنيا ده او د ځمكې پر سر ژوند پاته دى نوموړى سيد به افغان وي كه څه هم مخالفان د ورځې زر دليلونه راوړي ځكه چې حقايق په داسې بې معنا او بې اساسو خبرو سره تغير نه قبلوي . )
زه د سيد په اړه نور څه نه وايم يواځي دده دغه يوه جمله راوړم چې ده په صراحت سره ځان افغان ښودلى دى : \" من سكنآ كابل من اهالى الافغان السيد جما الدين من سادات كنر . \"
د ا د تعجب خبره ده چې سيد وايي زه افغان يم خو خلګ ور ته وايي
چې ته افغان نه يې . دا داسې مثال
لري لكه چې خلګ د سيد په احوالو د سيد نه ښه پو هېږي .
په افغاني خاوره كې د سيد زيارت :
لكه چې ټولو ته معلومه ده سيد جمال الدين په
انقره كې مړشو او په استانبول كې خاورو ته
وسپارل شو ، څه وخت چې د افغان دولت
اراده وكړه چې دده مړى خپلې اصلي خاروې ته راوړي نو د تركيې دولت ته يې وليكل چې په دې اړه موافقه وكړي چې د سيد هډوكې د قبر څخه و ايستل شي او افغانستان ته راوړل شي ، د تركيې جمهور رئيس سمدستي د روغتيا د وزارت او تركيې د پوليسو پر اداره امر وكړ چې دغه كار عملي كاندي ، په انقره كې د ارواښاد سيد قبر د افغانستان د سفير په مخكې وسپړل شو او هډوكې يې چې لانده او تازه وو له قبره راوايستل شول او په يوه سپينه كڅوړه كې واچول شول او تر څو چې الوتكه چمتو كېده څو شېبې د انقرې د جومات په محراب كې امانت ايښودل شوي وو ، وروسته د الوتكې په واسطه د بغداد او كراچي له لاري كابل ته راوړل شول او د كابل پوهنتون په محوطه كې په مذهبي تشريفاتو سره دفن شول .
د سيد ځينې ځانګړتياوې :
منظورالحق ليكي ( سيد جما الدين افغان ډېر لږ خوب او خوراك كاوه ، د شپې له خوا ناوخته بيده كېدى او سهار وختي پاڅېدى ، تل يې د ورځې يو ځل خوراك كاوه ، د دنيا ټول خوندونه او لذتونه يې پرې ايښي وو ، لكه چې په ټول ژوند كې يې ښځه نه وه كړې ، د مذهبي فرايضو په ادا كې
يې ډېر جدي اصول او فروع ساتل او ديني جوش ، غيرت او هويت يې ډېرلاره