کــــــور

لومړی مــــخ

ارشــــيف اړيــــــــکي   تنده مجله په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني دوه مياشتنۍ ناپېلې خپرونه            تنده د دو لسيزو يوه ادبي تنده ده چي لومړی جام ئې په ١٣٨٣ لمريز کال کي پر سر پورته کړ  او د ډيرو ادب مينو تنده ئې پرې ماته کړه   

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
خلګ وايي اکبربری ډ..
 له طاهراپريدي سره مـ
په کندهارکي فرهنګي ..
دحضرت لقمان حکيم ...
دځوان شاعر اميرمحمـ
اسلام دتاريخ په اوږدو
حضرت عمر ابن خطا..
پښتوژبه يومحکومه ژبه
ښځه دټولني ډيوه ده
په تصوف کي دښځو

خلک وایی چی اکبر بری ډېر لو څ شعرونه وايې

دافغان ازاده راډيو تكړه وياند محمد ابراهيم "سپېڅلى
دتندي مجلې قدرمنو لوستونكو دهيواد تكړه ليكوال او شاعر محمد اكبر"برى" د درويشتو كلنو راهيسي دجرمني په هيواد كي دمسافرۍ تريخ ژوند تيروي ښاغلى څو اوونۍ وړاندي كندهار ته راغلى وْ چي مونږ ورڅخه دمركې غوښتنه وكړه ښاغلي "بري" په ډېر ورين تندي ومنل او زمونږ پوښتنو ته نه يوا ځي حاضر بلكي په ډېر ورين تندي يې دهري پوښتني ځواب وايه. پاته دي نه وي چي "بري" صاحب تر اوسه يوه شعري ټولګه د ( مسافر) په نامه او دوې دلنډو كيسو ټولګي چي لومړى يې (سوالګر) دوهمه يې (نكل) او دريمه ټولګه يې چي او س اوس تازه له چاپه راوتلې ده ( دسپوږمۍ سترګه) نوميږي.
دادب مينه والو دمعلوماتو دلاډېروالي په اړه مو ورسره مركه كړېده چي اوريدو ته يې تاسو درانه رابولم.
پوښتنه : برى صاحب د كيسو ميدان ته څنګه راغلاست؟
ځواب :هغه مهال چي ما شعرونه شروع كړل يو درې كاله وروسته داچي زما لـه كوچنېوالي څخه د كيسو سره ډېره مينه وه او هغه په وخت كي مي ډيري كيسې لوستلې ما وليدل چي په شعركي ټول هغه شيان چي زه بيانول غواړم نه راتلل ځيني خبري اوږديدې دشعر تر چوكاټ وتلې نوپدې خاطر هغه خبري چي زما زړه غوښتلې چي ويې كړم او دغسي پاته نه سي نو بيا اړ سوم چي دنثر لورته مخه كړم نو په هغه حساب مي ادبي ټوټو او بيا د لنډو كيسو ليكل پيل كړه.
پوښتنه : تاسو پخپلو خبرو كي دكيسو دكتلو او لوستلو خبره وكړه نو دغه كيسې دكومو ليكوالانو وي؟
ځواب : په هغه وختوكي دومره لنډي كيسې وي هم نه او په كوم ځاى كي چي زه وم هلته خو بيا بيخي پـه لاس نه راتللې نو اكثره كتابونه يا مجلې په فارسي ژبه وه چي دايران څخه راتلل او په هغو كتابو يا مجلو كي به داكيسې وې او هغه مجلې چي زما په ياد دي د سخن په نامه يوه مجله وه چي خاص دادبياتو لپاره وه، بله وحيد او بله د (نون والقلم) په نامه وه چي داټولي دايران څخه راتللې دامجلې شخصاً ماته نه رارسيدلې هلته زموږ په ښار كي يو كتاب پلورنځى وْ هغه دغه مجلې خرڅولې ماته به يې په امانت راكولې چي دلوستلو څخه وروسته به مي بيرته وروړلې.
پوښتنه: څه ډول كيسې مو خوښيږي چي سوژه يې څه ډول وي؟
ځواب: زما هغه كيسې خوښيږي چي دخپلي ټولني واقيعتونه بيان كړي،زه خپله پدې عقيده يم چي موږ دې ته ضرورت نلرو چي خاص نوي شيان اختراع كړو ځكه زموږ په ټولنه كي په كافي اندازه موضوعات سته په تيره بيا په دغه ورستيو كلونو كي خو بيادونه پيښي وسوې چي دابه په څو راتلونكو نسلونو كي څوك ونه ليكلاى سي كه څه هم ټول ليكوالان يوازي دغه موضوعاتو ته وخت وركړي مثلاً دغه مسائلو ته چي: كومو شيانو موږ بر بادكړو؟ كوم نومونه زموږ د بربادۍ باعث سو؟ په كومونومونومو شهيدان وركړه؟ هيواد مو كنډواله سو او خلك مو په نړۍ خورا واره سول دغه مسائل زما خوښ دي چي ټولنيز مسائلو ته خپلي كسسې وقف كړم او پخپله ټولنه كي چي كومي كلتوري كمزورۍ دى هغو ته خلـك متوجه كړم چي په كلتوركي يوه غني خواسته دغسي منفي خواوي هم سته چي سړى بايد ورته متوجه و اوسي تر څو چي مخ يې ونيسي.
پوښتنه :لنډي كيسې ستاسو په اند په ادبياتو كي څونده ضروري دي؟
ځواب : مخصوصاً په اوس وخت كي دابه تاسوته معلومه وي چي خلـګ وايې په كلاسيك شعر كي څلوريزه ډېرسخت شعري فورم دى په دې خاطر چي په دوه بيتو كي بايد ټوله موضوع بيان كړې، داقصيده نده مثنوي نده چي خلاص لاس ولري، دغه رنـګه دنثر په خواكي ددې فن خاوندان وايې چي : لنډه كيسه تر ټولو پېچلۍ شكل دى. داچي ولي سړى لنډه كيسه ليكي پدې خاطر چي اوس هغه وختونه ندي چي خلـګو ډيروخت درلودى او كولاى يې سواى چي زر مخه كتاب ولولي بيا هم كوم كارنه وْ اوس دخلګو ژوندون مصروف سويدىپه اروپا كي لنډه كيسه ددغه ضرورت په اساس رامنځ ته سوه چي خبري دكولو وې اما دخلګو سره داوريدو دونده اوږد وخت نه وْ نو بيا ليكوالانو دلنډي كيسو دليكولو پر لورمخه كړل او زه فكر كوم په پښتو ژبه او افغاني ټولنه كي هم داضرورت سته، معلومداره زموږ دناول خوا ډېره كمزورې ده تر اوسه ډير كارندى ورته سوى خو دخداى فضل دى هغو ته هم ځينو ليكوالو ملا تړلې او كارورته كوي.
پوښتنه: ستاسو دغه لنډي كيسي چي ما لوستي دي په اكثرو باندي دهيواد دغميزو سيورى پروت دى خو شعرونه چي موتر كوم ځايه ويلي دي نو ډېر آزاد دي پدې اړه څه واياست؟
ځواب : رشتيا هم تيره اوونۍ يو چاراته وويل: (ستاسو كيسې او شعرونه بيخي فرق لري) معلومداره فرق لري ځكه چي هغه خبري چي زه په شعر كي كوم هغه په كيسه كي نسم كولاى او هغه خبري چي بيا په كيسه كي كوم په شعر كي يې نسم كولاى ما تاسو ته وويل زه دشعر ليكو په وختو كي متوجه سوم چي ځيني خبري مي زړه غوښتي چي ويې كړمه خو هغه دشعر په قالب كي نه راتلې نو چي دشعر په قالب كي نه راتلې معنى دشعر سره يې فرق وْ نو كله چي مي بيا په كيسه كي وليكل نو هم دموضوع په لحاظ او هم دنور څه په لحاظ چي ما غوښتل دخلګو سره يې شريك كړم صحيح راتلې بله خبره چي بايد ياده يې كړم هغه داچي دشعر او كيسې ژبه ډېر فرق سره لري دا دواړي ژبي سړى نسي كولاى چي په يو اوبل كي يې سره ګډي كړو.
پوښتنه : خبره به بيرته دشعر په ډګر كي جاري وساتو كه راته وواياست چي: ستاسو شعرونه ستاسو په اند په يوې پښتني ټولنه كي چي ځيني يې بر بنډ بولي دهضمېدو وړ دي او زغملاى يې سي؟
ځواب : زه نه پوهيږم خو ډير خلـګ داوايې چي: " اكبر برى ډېر لوڅ شعرونه وايې" دغه خبره يې پر ځاى ده مګر زه د دې كار موْ سيس هم نه يم، مخترع يې هم نه يم خوزموږ پښتو لنډۍ كه وګورو ځيني يې زما تر شعرونو ډېري بربنډي سته او بياچي تر لنډيو راتيرسو په عروضي شاعرۍ كي چي مخ ته ولاړسو خوشحال خټك څلورسوه او څوكاله زما تر مخه دا خبري كړيدي او پدې راورسته كي هم زه يوازي نه يم داچي داكار كوم زه خپله داعقيده لرم يو هنرمند يو شاعر او يوليكوال بايد ځانته صادق وي او خپلو لوستونكو ته صادق وي نوكه زه ځانته صادق و اوسيږم، دغه مي احساسات دي دغه شيانو زه متاثير كړى يم او دغسي په صداقت يې بايد دخپلو لوستونكو سره شريك كړم، داماته خوند نه راكوي چي په زړه كي مي يو وي او په خوله بله خبره كوم، نور خلـګ به داكار كولاى شي خو زه يې خپله نسم كولاى نو اوس چي خلګ وايې بربنډ شعرونه ليكي، هو خود يې ليكم خو داپه دې معنى ندي چي ما داكار كړيدى، يا ما دا ډول شعرونه اختراع كړيدي كيداى شي په دې اوسنيو شاعرانو كي كه زه دغه كار ډېركوم اما زما همعصرو هم همدغه كار كړيدى او زه هم فخر كوم چي په پښتو شاعرۍ كي په پېښور كي حسينه ګل "تنها" زما په فكر ډېره لوړه شاعره ده په دغه خاطر چي دې پخپلو شعرونو كي په ډېراخلاص ښځينه احساس انځور كړيدى چي داكار نورو ښځينه شاعرانو ندى كړى، دا ددې زړور تيا ښيي.
كه د ډېرو ښځينه شاعرانو دشعرونو څخه نوم ليري كړې نو سړى نه پوهيږي چي داشعر دنارينه شاعر دى او كه دښځي؟ همدارنګه په ايران كي فروخ فرخزاد په څه شي معروفه ده په دغه چي ښځينه احساسات يې په شعر كي بيان كړيدي نو چي په ښځو كي دونده غيرت پيدا كيږي په نارينه وكي بايد ولي نه سي چي داكار وكړي.
پوښتنه : كوم مهال ښه شعر ليكلاى سى؟
ځواب : زما پخپله داسي قانون ندى چي قلم راواخلم او په زوره شعر وليكم يا قصيده وليكم شعر وماته راپېښېږي او چي بيا يې ليكم نو دونده په سرعت يې ليكم لكه څوك چي املا راته وايې او داخپله يو خاص حالت لري نه پوهيږم تا سو يې الهام بولى كه هر شى يې بولې يا دروني ضرورت ورته وايې دايو حالت سړي ته ورپېښيږي چي په هغه وخت كي بيا بيله ليكولو بل كار نه سي كولاى او شعرونه دي چي زه يې مخكي تر ليكلو نه په وزن، قافيه، لنډوالي او اوږدوالي خبريم، معلومداره خبره ده چي ديوڅو عمر څخه وروسته يې بيا اصلاح كوم مګر هغه وخت چي راپېښيږي هغه وخت دغسي وي لكه يو څوك چي املا راته وايې.
په اروپاكي يو چا تصوير كښلى وْ او ماته يې ډېر خوند راكاوه هغه داسي چي: په تصوير كي خپله دارسام ناست دى يو تر سيم كاږي، د ده تر شا بيرته دى خپله ورته ناست دى ګوته يې دلارښووني په غرض ورته نيولې ده چي معنى داسي يې رسم كړه زه هم په دغه عقيده يم چي : تر شامي يو بل اكبر دى او دليكولو پر مهال ماته ښوونه كوي او زه يې محضي ليكم.
پوښتنه : كه دخپلو همزولو شاعرانو مثلاً "كاروان" "درويش:او نورو... دكوم يوه شعر چي اورى،يا يې لولى ښه خوند دركوي؟
ځواب : په شعر كي زه دغه ټولو وروڼوته اخلاص لرم او هم احترام ورته لرم مګر پدغه ډېرو غټو نومونو پسي نه ګر ځم زما دهر هغه چا شعر خوښ دى كه څه تنكى شاعر وي چي زه پوه سم چي پخپل شعر كي يې خپل احساسات په صداقت سره بيان كړيدي.
پوښتنه : بيرته كه راوګرځو كيسوته ځكه تاسو په دواړو ډګرونو كي كاركړيدى، كله چي تاسو يو كيسه ليكې ديوه بل ليكوال كيسه ولولى او كه خپله يوه كيسه عملاً ووينى او بيا كيسه وليكى؟
ځواب : زما په فكر كيسه هم خپل ځانته څو مرحلې لري، لومړى ديوه فكر څرك وسي دغه څرك چي كيږي معمولاً يوجمله يانيمه جمله وي يا نهايت دوې جملي وي داچي راته پيداسو بيا زه په ذهن كي كارورباندي كوم، دې خواته، هغه خواته پراختيا وركوم، ځيني شيان ور زياتوم ځيني شيان ځيني كوم بيا چي داټول چوكاټ مثلاً څنګه صحنه ده، څنګه ورته ضرورت دى، كوم كركټرونه ورته اړتيا ده او په كومو خاصيتونو ورته اړتيا ده داچي مي په ذهن كي ښه جوړه كړه نو بيا وروسته هغه حالت ته كښينم لكه هغه شعر چي راباندي پېښيږي او بيا مجبور يم چي ليكنه وكړم او بل هيڅ كارنه سم كولاى، تاسو باور وكړى زه په پوهنتون كي ومه چي شعر راغلى دى زه دصنف څخه وتلى يم دباندي مي ليكى دى يو وخت زما سره خپله مور ډېره په عذاب وه نيمه شپه به په كوټه كي بيده وم، راويښ به سوم برق به مي ولګوى شعربه مي وليكى.( په خندا) دكيسې په باره كي بيا زه داسي نه كوم، هغه وخت يې ليكم چي دليكولو دروني ضرورت په ماكي دومره پياوړى سي چي بل كارته مي نه پريږ دي كله چي مي كيسه وليكل لږترلږه يې څو اوونۍ پر خپل حال پريږدم ځكه چي زه خپله په هغه كيسه كي داخپل يم ځكه زه چي كيسه ليكم دغه ټول كركټرونه پخپلو سترګو وينم زه دغه سي يم لكه داتاسو ژورنالستان چي ديوې پيښي راپور ليكي زه په دغه وخت محضي راپورليكونكى يم صحنه خپله روانه ده او زه يې په سترګو وينم او بيا څو اونۍ وروسته يې بيا دلوسونكي په صفت لولم نه دليكونكي په صفت په هغه كي اصلاحات راولم بيا چي مي خپل زورپه وواهه بعد لـه هغه يې مطبو عاتوته ليږم كه يې خوښه وي راچاپوى يې او كنه لـه ځان سره يې ساتم دا اوس زه يوه نوې ټولګه چاپوم په دغه ټولګه كي دشپږويشت كالو تر مخ ليكل سوي كيسي سته چي تر اوسه هيڅ ځاى ندي چاپ سوي اوپه كوم ځاى كي يې دنه چاپيدو تشويش هم نلرم ځكه ما پخپل عمر كي دخپرېدو لپاره يا دچاپېدو لپاره ليكنه نده كړې خداى دي وكړي چي په راتلونكي كي هم پر خپل حال پاته سم.
پوښتنه : ستاسو په اند دلنډي كيسې لپاره څه شى ډېر ضروري دي چي هغه كيسه خوندوره سي او لوستونكي ولري؟
ځواب : داخو اوږد بحث دى خو زه به په لنډو ټكو كي درته ووايم چي بايد طبعي وي لوستونكي ورباندي باوري شي چي داسړى درواغ نه وايې، ژوندته نيژدې وي تلوسه پكښې وي ځكه لوستونكي هيڅ وخت مجبور نه دي چي زما كيسه ولولي تر څو چي زه په كيسه كي دلوستلو تلوسه روانه زيږوم، دى بيا كيسه پريږدي. نثر يې تر خپل حده خوږوي او بل مهم شى چي زما په فكر ډېر اړين دى هغه دادى چي ليكوال بايد خپلو لوستونكو ته دقدر په سترګه وګوري ځكه دغه لوستونكي په ځانګړي ډول زما ښوونكي دي نه نور خلـګ او كتابونه داصحيح ده چي هغه هم مطالعه كوي او ماخپله دخپل لوستونكي څخه ډېر څه زده كړيدي تل چي زما يوه كيسه چالوستي وي زه ورته وايم چي په كيسه كي دي كوم ځاى خوښ سو ولي دي خوښ سو؟ او په كيسه كي دي كوم ځاى خوښ نه سو او ولي دي خوښ نه سو؟ او لوستونكي ته كه درناوى ونكړي هغه لوستونكى داحس كوي ځكه لوستونكي خپل قوي تخيل لري، قوي حافظه لري او خپل قوي طرحه احساسات لري زه پدې عقيده يم چي هنر منداو غيري هنرمند تر مينځ بل كوم تو پير نسته يوازي دغه توپير چي كوم څه چي هنرمند دټولني څخه اخيستي دي دهغه انتقال كولاى شى خو غيري هنرمند داكار نه سي كولاى نور نو هرڅه چي هنرمند لري غيري هنرمند يې هم لري.
پوښتنه : په كندهار اونورو پښتني سيموكي ډېرو ځوانانو دشعر په نسبت دكيسو ليكولو خواته مخه كړيده دغه ځوانانوته څه ويل لرى چي د دوى كيسې داسي كيسې سي چي لوستونكي ولري؟
ځواب : زه خپله لا تراوسه دې مرحلي ته نه يم رسيدلى چي نورو ته نصيحتونه وكړم ( په خندا ) پدي خاطر چي زه خپله زده كړه كوم زه فقط دومره ورسره ويلاى سم، كوم شى چا ماته فايده كړيده او تجربه كړي مي دي هغه دادي چي :
اول: هيڅ وخت يو كيسه مه ليكى تر څو چي تاسو خپله پدې قانع نه سى چي داپه ليكولو ارزي دليكوال بايد دنامه لپاره څه ونه ليكي چي سبا خلـګ ورته كيسه ليكونكى ووايې.
دوهم: هيڅ وخت دي په ليكنه كي دچا لحاظ نه كوي.
دريم: هيڅ مهال دي ددې لپاره ليكنه نه كوي چي دابه په كومه مجله يا ورځپاڼه كي چاپ شي، هغه څه دي وليكي چي دى يې تر ټولو زيات اغيزمن كړي وي او دنورو سره يې شريكول غواړي ددې شيانو وروسته دي دكيسې دتخنيك وخواته هم توجه وكړي ځكه چي بيله تخنيكه هم نه كيږي او زما په اند تر ټولو مهم شى دنورو ليكوالو كيسې لوستل دي هغه كه كمزوري وي او كه معياري، ددې دواړو څخه سړى يو شى اخيستلاى سي شي كه يې كوم ځايونه ستا خوښ نه سول كوښگښ وكړه چي په خپله كيسه كي هغه ډول څه مه راوړه او كه كوم شى يې خوند دركړ كوښښ وكړه چي پخپله كيسه كي هم همغه څه راوړي.
پوښتنه : كله چي غزل وليكې ځان ډاډ من احساسوي او كه لنډه كيسه ؟
ځواب : زه يو څه درته و وايم راسره وبه يې نه مني هغه داچي كله چي مايو ښه ليكنه كړې وي داسي ليكنه چي زه په ډاډ من يم او كه نثر وي كه نظم نو په بازاركي رهي يم هر چاته تبسم كوم او خاندم زه داسي فكر كوم چي دوى هم راخبردي چي ماښه ليكنه كړيده ( په خندا) خو كه يو څو عمر خداى مكړه داسي څه ونه ليكلاى سم نو تاسو ته معلوميږي چي سړى هر مهال شعر يا كيسه نسي ليكلاى نو بيا ځوريږي چي ولي وخت دغسي راباندي تير شو خو كه زما په لاس واى نو هره ورځ به مي څو كيسې او څو شعرونه ليكلاى.
پوښتنه :ښاغلى اكبر"برى" كه زما اوستا ددې اوږدې مركي په ورستۍ برخه كي درنو لوستونكو ته څه لرى نو دمجلې پاڼي ستاسو پيغام خپروي؟
ځواب: زه ډېر خوشحاله يم چي دزړه خبري لـه درنو لوستونكو سره شريكوم، سختۍ موتيري كړلې خداى دهغو اجر راكړي او خداى دي موږ دنورو سختيو څخه وژغوري، موږ وليدل چي په بي اتفاقۍ كي مو خپل ډېر تاوانونه وكړل، مايو وخت په ډيلي كي يو چا ته وويل چي ( موږ افغانان دخپل هيواد ورانيو ته په يوه خوله سوي يو كاشكي داسي وخت راسي چي دخپل هيواد سمسورتياته په يوه خوله سو) نو اوس شكر هغه وخت راغلى دى راځى چي دخپل هيواد جوړولو ته په يوه خوله او يوه زړه سو ځكه چي پدې كي زموږ ټولو خيردى.
په درناوي