کــــــور

لومړی مــــخ

ارشــــيف اړيــــــــکي   تنده مجله په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني دوه مياشتنۍ ناپېلې خپرونه            تنده د دو لسيزو يوه ادبي تنده ده چي لومړی جام ئې په ١٣٨٣ لمريز کال کي پر سر پورته کړ  او د ډيرو ادب مينو تنده ئې پرې ماته کړه   

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
خلګ وايي اکبربری ډ..
 له طاهراپريدي سره مـ
په کندهارکي فرهنګي ..
دحضرت لقمان حکيم ...
دځوان شاعر اميرمحمـ
اسلام دتاريخ په اوږدو
حضرت عمر ابن خطا..
پښتوژبه يومحکومه ژبه
ښځه دټولني ډيوه ده
په تصوف کي دښځو

 استاد حيات الله رفيقي / كندهار
په تصوف كي د ښځو ونډه

په دې خاورينه كوره كي چي لوى الله جل جلاله و انسان ته د تصوف وركولو اراده وركړه نو د نر او ښځې په جنس يې دا موجود را خلق كړي تر څو د مځكي پر مخ د الله جل جلاله د هستى محمد سره د ژوند دا نه هر اړ ته يو د بل په مرسته او تعاون انسا ني نړۍ او انساني ژواك مخ په وړاندي وهڅو او د هغه چا معرفت هم پر ځاى كړي كوم چي دوى ته يې دا مادي نعمتونه وركړي دي يعني داچي مادي او معنوي ژوند يو دبل په څنګ كي په انساني خو او خصلت وهڅوي او راتلونكو ته يو ښه تمرين، عبرت او سر نوشت سي چي د نيكه مرغه نن په دې فاني جهان كي زياتو ميرمنو په هره برخه كي د وړتيا توغ پورته كړي دي او دا يي په اثبات رسولي ده چي دوى هم كولاى سي چي د نارينو سره اوږه په اوږه دنيا او اخيرت په پيژندلو كي وړتيا تر لاسه كړي چي دا دى يو مثا ل يې د عرفان څخه را اخلم چي دې بي بي په تصوف كي څنګه ونډه درلودلي ده او څه ډول يې خداى پيژني ته خپل ژوند وقف كړى و او با يد راتلونكي د دې د سرنوشت څخه نتيجه واخلي دا بي بي
عبارت ده بي بي رابعه عدويه "بصري" څخه ، رحمت د الله
دى پر هغې.
دا بي بي د حضرت مولانا عبدالرحمن جامي صاحب په كتاب ( نفحات الانس ) كي د دې بي بي په هكله ليكلي دي چي دا بي بي اصلاً د بصرې وه. رابعه گ عدويه "بصري" د هغه وخت د ډيرو اوليا الله سره ليدلې وه. دا بي بي د حضرت حسن بصري د وخت ښځه وه او شيخ ابوسفيان نوري (رح) او حضرت شيخ مالك ديناري (رح) او يو شمير نورو د دې بي بي د وخت شيخان ودې ته ورتلل او د مسايلو پوښتني يې ځيني كولې.
داسي روايت هم دي چي يوه ورځ په لاره كي دا د يوه نا محرم د لاسه و ځوريده او ځيني وتښتيده . لاس مبارك يې مات سو دي مخ پر خاورو كښېښود او داسي يي وويل:
الهي ! غريبه يم، بې پلاره او بې موره يم ، لاس مي مات او بندي يم خو د دې ټولو سره زه په عذاب نه يم او ماته غم نسته ځكه زه ستا رضا غواړم كه زه داسي پوه سم چي ته راضي يي او كه نه يي؟
نو يو غيبي آوازيي واوريدي چي :
" غم مه خوره سبا به ستا داسي منزلت وي چي د آسمان مقر بې ملايكي به په تا نازيږي. "
وروسته بيا دا بي بي كور ته ولاړه تل يې روژه نيوله او د شپي له خوا يې نفلي لمونځونه كول، بل حكايت داسي راغلي دي چي يو وخت د دې مالك چي دا يې مينځه وه د دې پر سر يي نوراني قنديل وليدي چي رڼا يې ټوله خونه رڼا كړي وه . هغه داسي وويل:
اضافه دا ښځه زه د مينځي په حيث نه سواى ساتلاى.
بيا هغه و دې بي بي ته وويل:
زما له طرفه څخه ته خپلواكه يي كه ته زموږ سره اوسيږي هم ستا خوښه ده، موږ تا ته ټول د ژوند سهولت برابروو. د يوې خپلواكي ښځي په ډول نه د ميځي په ډول او كنه هر ځاى چي ستا زړه غواړي ولاړه سه . زه كومك درسره كوم. خو دې د خپل مالك څخه رخصت واخيستي او د ده د كوره ولاړه. وروسته يې د حج سفر وكړي.
حضرت شيخ فريد عطار داسي وايي:
" دې يوه شپه په خانقا كي لمونځ كاوه، په دې وخت كي د دې ځاى ته يو غل راغلي ، د دې پوړني يې د ځانه سره واخيستي خو ځاى پر ځاى ودريدي ، په سترګو يې هيڅ نه ليدل. خو كوم وخت چي يې پوړني پر مځكه كښيښودي بيا يې هر څه ليدل، پوړني يې پريښوي او د هغې خوني څخه
غلي ووتي.
خو لنډه دا چي دا بي بي د لوړ فضيلت او تقوا څښتنه وه چي د تصوف په ډېرو كتابونو كي د دې بي بي احوال راغلي دي، لكه:
د حضرت عبدالرحمن جامي صاحب په نفحات الانس كي اويا د حضرت عبدالرحمن اسلمي په كتاب كي ( طبقات المشايخ ) كي چي په دې كتاب كي د يو زيات شمير متقي او عارفو ښځو ذكر راوړي دي . په دې كتاب كي علاوه پر دې چي د دې عرفاني احوال يي راوړي دي . د دې مناجاتو نه يې هم راوړي دي . دا مثال به يې زه دلتهراوړمپپواړم.
د دې بي بي مناجات :
اې لويه څښتنه ! ستوري رڼا پاشي، خو دخلګو سترګي پوټي سوي دي، او پاچهانو هم خپلي دروازې تړلي دي، هره ميرمن د خپلي ميني سره يو لور ته تللي ده خو زه يواځي ستا سره يم.
لويه څښتنه ! كه زه ستا لمانځه د دوږخ له ډاره كوم، په دوږخ كي مي وسوځه، او كه د جنت په هيله ستا پرستش كوم نو جنت را باندې حرام كړه. او كه يوازي ستا دپاره لمانځنه كوم نو خپل جمال راڅخه مه سپموه، يو وخت وايي چي د دې بي بي څخه چا د ميني په هكله وپوښتل، دې ورته په جواب كي وويل:
د ازل څخه مينه او محبت راووت او د ابد په لوري يې حركت وكړ په اتلسو زرو عالمو كي يې څوك پيدا نه كړه چي يو غړپ ورڅخه وكړي، وروسته بيا و حق ته ورسيد او دا عبارت ځيني پيدا سو ( يحبهم و يحبونه )
بيا د هغې څخه وپوښتل سول :
آيا ته هغه ويني چي تې لمانځنه كوي؟
دې وويل : كه مي نه ليدلاى ما يې پرستش نه كاوه.
د حضرت عطار (رح) د منطق الطير په كتاب كي راغلي دي چي يو چا په زاريو كي د الله جل جلاله څخه وغوښتل چي ما ته د خپل لطف دروازه خلاصه كړه.
رابعې بصري د دې سړي خبرې واوريدي او بيا وروسته يې هغه ته وويل:
اي غافله ! دا دروازه كله بنده وه، دروازه خو هميشه پرانستي ده. خو ته و دې دروازې ته خپل مخ وګرځوه او خپل مراد وغواړه.
نو كله چي د دې بي بي وفات را نژدې سو، د عطار صاحب په قول چي ده په خپل كتاب ( تذكره اوالاوليا ) كي راوړي دي داسي وايې :
په دغه وخت كي دې بي بي ته يو شمېر لوى شيخان ناست وه چي دې وويل:
ولاړ سى! د خداى جل جلاله و رسولانو او ملايكو ته ځاى خالي كړي.
كوم وخت چي دوى دباندي ووتل داسي آواز يې واوريدي:
( يا ايتها النفس المطمنه ارجعي الي ربك راضيه مرضيه فادخلي في عبادي و دخلي جنتي)
خو وروسته تر دې بيا بل آوز وانه وريدل سو.نو كوم وخت چي شيخان وخونې ته بيرته ورغلل د هغې بي بي روح خپل معبود ته تسليم سوي و.