کــــــور

لومړی مــــخ

ارشــــيف اړيــــــــکي   تنده مجله په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني دوه مياشتنۍ ناپېلې خپرونه            تنده د دو لسيزو يوه ادبي تنده ده چي لومړی جام ئې په ١٣٨٣ لمريز کال کي پر سر پورته کړ  او د ډيرو ادب مينو تنده ئې پرې ماته کړه   

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
خلګ وايي اکبربری ډ..
 له طاهراپريدي سره مـ
په کندهارکي فرهنګي ..
دحضرت لقمان حکيم ...
دځوان شاعر اميرمحمـ
اسلام دتاريخ په اوږدو
حضرت عمر ابن خطا..
پښتوژبه يومحکومه ژبه
ښځه دټولني ډيوه ده
په تصوف کي دښځو

له طاهر اپريدي سره مركه
د ژبي دپرمختګ لپاره خو ډېر كارونه شته

پوښتنه : ښاغلي افريدي صاحب كه لومړى دتندي مجلې لوستونكو ته ځان معرفي كړي؟
ځواب : ستاسو د دغه تپوس په شان مانه خو ډېر ځله داتپوس شوي دى او تقريباً هر چاته معلومه ده خو خير زه به يو ځل بيا دا تكرار ادا كړم زه ددره ادم خيل سره نزدي په يو وړي غوندى دره كښي چي بوړه نوميږي دمير اكبر په كور كښي په عيسوي كال په 1939 دجنورۍ په څلورمه نېټه زيږېدلى يم په دغه زمانه كښي اسكولونه مدرسې څه نه وې چي زموږ دعلاقې ملا صاحب عاجز هم بس دومره علم لرلو چي موږ ته د جمعې مونځ راكړي يا د يو مړي جنازه وكړي نو ما هم لكه دنورو هلكانو په شان با قاعده سبق ونه شول ويلى خو زما والد چرته ديو استاد نه قران شريف زده كړه كړې اوبل هغه ډېر وړكوټوالي كښي دايران په لاره تر بغداد او بصرې دمسافرت عذابي ژوند تيرولو سره لـه دې يې څه نوره عملي زدكړه هم كړې وه، نو بس دهغه نه مي ابتدايې زده كړه وكړه دلته داښودل هم مناسب ګڼم چي ماخوستن به زه دوالد صاحب په غيږ كښي څملاستم نو والد به مي پر مځكه ګو ته كش كړه راته به يې ووې داڅه شو؟ او مابه ورته ووې" دالف شو" او دغه شان ما دالف،ب،ت،ټ،ث وغېره حروفو سره پېژند ګلوي وشوه، او بيا به كه چرته په ډېران، خځله كښي راته دكاغذ ټكره په لاس راغله نو مابه دهغي ټكرې د لوستلو كوښښ كاوه او دجملو،فقرو جوړولو هڅه به مي كوله، څنګه چي دعلم، تعليم سره زما شوق زښت ډېر وو نو ورسته چي لږ په ليك لوست پوه شوم نو والد صاحب به راته داپېښور نه كتابونه راوړل او دغه شان زما علمي تنده ماتېدله، كله چي كراچي ته راغلم نو دمحنت، مزدورۍ سره به مايو نيم كتاب ضروري لوستو، چي لـه هغه نه ماته مطالعاتي ګټه وشوه، زما اولني افساني "دمحلونو خواكښي" او "پاڼي پاڼي" "هم دكراچي دابتدا يې ژوندد محنت ددور افسانې دي"
پوښتنه : آيا تاسو په ځانګړې توګه ښوونځى ته نه ياست تللي؟
ځواب : زه په دې ښكاره كولو كښي هيڅ عارنه ګڼم كه ووايم چي ما خو نه په اسكول او مدرسه كښي يو ټكى سبق ويلي او نه مي څه لـه استادنه زده كړي دلته يوه خبره كوم چي عشق او شوق په بنده ډېره څه كوي هر چرته چي دشوق جذبه مضبوطه او صادقه وي نو په دنيا كښي هيڅ شى نا ممكن نه دى او لكه چي ښكاره شو لـه د لوستنى سره زما شوق ښه ډېر و او ښه ډېر دىهم!
پوښتنه : تر كومه ځايه چي موږ ستاسو ليكني مطالعه كړي نو تاسو افسانه،نثر، سفرنامه او داسي نوري ليكلي ايا شعر هم ليكى؟
ځواب : هو ما هم لكه دنورو ليكوالو په شان ادب ته دشعر په لاره راتګ كړى دى خو ما ډېر ژر محسوس كړه چي زما ذهني رجحان نثرته زيات دى زما ميدان نثريا افسانه ده،هسي هم داردو ادب دلوستي په سبب زه لږ مشكل خوښي شوم او زه داسي ګڼم چي دشعر په نسبت نثر خصوصاً افسانه زيات ګران كار دى چي داوخت هم غواړي او مطالعه هم، نو ما دخپل طبيعت لـه مخه نثر خپل كړ او شعرمي پريښود غالباً دا زما ديو غزل مقطع ده.
بيګا او وې چا اشنا ته په محفل كښي
ستا دكلي يو طاهر و هغه مړ شو
او دغه شان شاعر طاهر بلكي "شاعر طاهر اثر" موده وشوه چي مړ شوي دى:
پوښتنه : تاسو دمشرق نه تر مغرب يعني سنګاپور نه انګلستان او دغه شان عرب ملكونه لكه مصر،سعودي عرب او قطر ته هم تللي ياست، نو تاسو ته په دغه ملكونو كښي دژبي مسله خونه ده پېښه شوې؟
ځواب : كه ستاسو خيالوي نو ما ويلي چي علم زما شوق دى او كتاب لوستلو سره زما بې حده مينه ده نو زه هر قسم ليك لوستلو كو ښښ كوم دغه شان په انګريزي كښي څه ګزاره كوم او عربي كښي دقران شريف او ترجمې په لوسته تر ډېره حده كار كولاى شم يوه وړ كوټې لطيفه غوندي ده موږ لس كسان حج ته تلي وو دډلي مشر زه وم نو په دې حوالې زما ذمه داري زياته وه، نو دټيكسي او بس موټرچلونكو او نوروسره به هم ماخبري فيصله كولې او په څه ماته ګوډه عربي كښي به مي ځان او هغه پوهول، نو موږ سره يو بوډا حاجي و هغه يو ملګري ته وويل دا طاهر ډېر هو ښيار دى عربي ښه ډېره ورځي او ښه كار چلولاى شي او ماته خندا راغله چي زه څه او عربي څه نو بس دضرورت په وخت كښي دخداى په فضل كر كولاى شم.
پوښتنه : تاسو دحج خبره وكړه نو تاسو خو هتله يو ځل نه زيات تللي ياست نو تاسو ددغه سفر يون ليك ولي ونه ليكلو؟
ځواب : اول-اول خو زما خيال و چي څه وليكم ، زه چي په لومړى ځل غالباً په 1987 كښي اتفاقاً دعمرې په نيت ولاړم نو په لاره زما اراده شوه چي ددغه سفر يون ليك به ليكم، خو كله چي دخانه كعبې دطواف او بيا پسته ما چي كعبې ته وكتل نو څه داسي علامې محسوس كړې چي كه هغه ما په قلم ښكلي واى نو ويريدم چي ملا يان صاحبان به مي پري نږدي، د اردو مشهور ليكوال ممتاز مفتي باندي هم دغه څه فتوي ملايانو لګولي وې.
پوښتنه: تاسو دپښتو ژبي د پر مختګ لپاره كوم كار مهم او ضروري بولى؟
ځواب : دژبي د پرمختګ لپاره هسي خو ډېر كارونه شته چي حل او چل يې دانشو رانواو ذمه دارته ښه ورځي زه به دآدب په حولاه ووايم چي لكه گ څه رنـګ دژبي او ادب لپاره ښه معياري شعر ضروري دى هم دغه شان پښتو ژبي ته د نثر ډېر زيات ضرورت دى او زه ګڼم چي زموږ دژبي معياربه په معياري ليكونو ښه كيږي ويې چي ژبه هغه شتمنه وي چي نثر يې زيات وي، دې سره سره داهم ضروري ده چي عام پښتانه هم دخپلي ژبي سره مينه وكړي او تر خپله وسه دادب مرسته وكړي، كه ني نو تش شاعران او اديبان هيڅ نه شي كولاى.
پوښتنه : اوس مهال دپښتو دمعيار بحث ډېر كيږي، ستا سو په نظر معياري پښتو كومه ده او چا كار كړي دي؟
ځواب : هسي خو موږ په پښتو كښي دښه معيار دعويداريو او داخبره تر ډېره حده سمه هم ده ولي بيا هم زموږ دغه معياري ادب دومره كم دى چي تسلي پرې ډېره كمه كيږي، نو دې سلسه كښي موږ ته پكار دي چي دمقدار سره، بلكي دمقدار نه اول دمعياريوه داسي پېمانه مقرره كړو چي موږ دهغه پېمانې په اندازه ښه تخليق وكړو، دلته ماته دعبد الله حسين يوه مقوله راياده شوه، هغه وايي چي لوى ادب هغه وي چي لوستونكى يې خوښ كړي او راتلونكي نسلونه يې هم ولولي، زموږ په پښتو ادب كښي هم داسي معياري ليكونه يا كتابونه شته چي موجوده نسل څه چي انشا الله تر پېړيو- پېړيو پوري به لوستل كېږي لكه رحمان بابا، خوشحال بابا او داسي نور، دې نه علاوه په نثر كښي هم شاهكار ليكونه شوي دي، خو دښه تخليق لپاره دنقاد سره يوه كسوټي (زركاڼي) پكار ده كه موږ دنقادرايې او خپل تخليق په نظر كښي وساتو نو معياري به ضرور قائم شي، پاتي شوه داخبره چي كار چا كړى دى، نو كارخو زموږ دلرو بر مشرانو نه علاوه نورو ډېرو ليكولانوهم كړي او كوي يې هم او داسلسله به لاروانه وي انشا الله.
پوښتنه : په پښتو كښي يون ليك ليكل څومره اهميت لري؟
ځواب : يون ليك هم دادب يو اهم صنف دى او لكه دنورو نثري صنفونو ددغه صنف هم ډېر كمى محسوسيږي خو الميه داده چي اول خو ډېر و كمو پښتنو ليكوالوبهر سفرونه كړي دي او چاچي كړي دي نو هغوى دسفر په دوران كښي هم دې لوري ته پام نه دى راګر ځولى بلكي شعرونه ته يې اهميت وركړيدى لـه يو څو يون ليكونو نه علاوه د نوي كهول ليكوالو څه راپور تاژ ضرور ليكلي دي، خو هغوى باندي يې څه دومره خواري نه ده كړي، دلته داخبره واضحه كوم چي راپورتاژ كه بيخي يون ليك نه دى خو ديون ليك سره ډېر نژدي والى لري، نو اهميت د دواړو صنفونو ښه ډېردى، او بله خبره داهم ده چي يون ليك هغه ادبي صنف دى چي سياح يا سفر كونكى يې دخپلي مشاهدې او حاضر ذهن په واسطه تر لوستونكو كټ مټ چي هغه خپل لوستونكي تر كوم حد پوري ځان سره وړلاى شي او څه- څه ور ته ښودلاى شي.
پوښتنه : كره كتنه ضروري ده او كه ضروري ده نو څنګه كره كتنه؟
ځواب : زه وايم بلكي دا نشوران وايې چي نقاد دليكونكي د ښمن نه بلكي لارښود وي، تاسو ګورى چي نن سبا په مختلفو ښارونو او كلو كښي ادبي ټولني جوړي دي او په دغه ټولونو او جرګو كښي هر ځل دتنقيد لپاره څه نه څه ليك وړاندي كيږي او دغه شان دادب روزنه كيږي، دمعيار پته يې لږيږي، پاتي شوه دڅنګه كره كتني خبره،نو عرض به وكړم چي كره كتنه كونكي باندي لازم جوړيږي چي هغه دكومي فنپارې بي طرفه جاج اخلي او كم تر كمهد كره كتني او لوستونكي تر مينځ ديوه ديانتدار دريم كس فريضه تر سره كوي. يا لكه محتر سعيد چي ګوهر وايې تنقيد كښي جارحيت، تجاوز و جذباتيت او ذ اتيات زه قصديني رويه بولم نو زما خيال دى كره كتنه كونكي ته په دغه پورته صفاتو پوره ختل پكار دي.
پوښتنه : په لنډه كيسه كښي كوم توكي ضروري دي؟
ځواب : نقادان وايې چي كيسې (افسانې) دپاره پلاټ،واقعه،تجسس،مقصد،تبحس مكالمي، او زودار اختتام ګڼم، پاتي دواقعي خبره شوه نو زما خيال دي چي افسانه نوم دواقعي دى او واقعه هم افساني لپاره ضروري ده، لكه يو اردو افسانه ليكونكى وايې چي واقعه په افسانه كښي موجوده وي كه واقعه نه وي نوبيا كيسه نه جوړيږي خو زما خيال دي دواقعې نه دي اخباري خبر جوړول نه دي پكار، كني بيا به افسانه محض يو صحافتي صنف جوړ شي، بل خوا ځيني خلك وايې چي افسانه كښي ابلاغ ضروري نه دى، خو كه داسي وي نو بيا خو افسانه هم يو بې مقصده ليك شو، چي موږ به ورته زيات نه زيات تفريحي ليك ووايو، بي شكه افسانه نګار ته افسانه كښي فرق جوړيدل نه دي پكار، خو داخو ورته ضروري دي چي هغه يوه آئينه جوړه شي او تور او سپين ښه اوبد خپلو لوستونكو ته ښكاره كړي.
پوښتنه : تاسو دابلاغ خبره وكړه يا داچي افسانه ليكونكى ته فريق جوړيدل پكار نه دي نو آيا دافغانستان په بربادي دي هم افسانه نګار دجانبدار په حيث خپله وظيفه نه پوره كوي.
ځواب : زه دلته يوه خبره واضحه كوم او هغه دا چي افغانستان په الميه ډېري بلكي، بي ځايه به نه وي كه دغه دعوه وكړم چي ما دافغان په تباهي تر ټولو زياتي افسانې ليكلي دي خو كه تاسو هغه افسانې وګورى نو شايد زه به هغو افسانو كښي ديوې آئينې په توګه ظاهر شوي خو وم ولي يو فريق به نه وم جوړ شوى.
پوښتنه : په پښتو كښي ناول ليكل ډېر كم دي دا څه وجه ده؟
ځواب : وجه يې ښه ښكاره ده چي ناول هم لكه دنثر يا افسانې يو مشكل كار دى او دې ګران او مشكل كارته هر
څوك هله په اسانه غاړه نه ږدي، ځكه چي ناول هم يو نثر دى صنف دي او په نثر ي صنف خبري وشوې، بله وجه يې داده چي يو ليكوال دومره كړ او څه او چا لپاره وكړي؟ پښتو كښي واړه نظمونه، غزلونه څوك نه لولي نو غټ غټ ناولونو ته به لوستونكي دكومه راپيدا كړي، هسي پښتو كښي ناول ضرور ليكل شوى او ډېر ليكوال يې لا اوس هم ليكي زما يو ناول تېر كال چاپ سو اوپوره دوه مسودې راسره پرتي دي، دافغانستان ليكوالانو نه علاوه دلته پاكستان كښي دنارينه وو علاوه ښځو هم ليكلي دي، خو دكمى احساس بيا هم شته.
پوښتنه : تاسو جرس پښتو ديوې لسيزي څخه زيات وچلوله په دې كښي كوم چاستاسي سره مرسته كړي كه يا؟
ځواب : دمالي مرسيتي په باب زه څه ډېر ښكاره خبره نه كوم خو دومره ضرور وايم چي پښتون خواكه هغه انتها دولت مندهم وي ولي په پښتو كتاب ياد پښتو لپاره يو څو روپۍ خرڅ كول ورته بيخي ناروا ښكاري، يو ځل كراچي كښي داوچتو پښتنو يوه بلنه جوړه وه، زه هم ورغلم، نو دپښتون او پښتنو دبيوسۍ په باب خبري كيدلې، ماورته وويل چي زه دپښتو ژبي دودي لپاره يوه جريده شروع كوم، او ددې لپاره به زه ټولو پښتنو ته دسوال ځولۍ نيسم او تاسو نه به مرسته غواړم، دهغه جمعي ټولو ښاغلو چي ښه شتمن وو راته په ګډه وويل چي هډوبل چاته ستا ضرورت نشته، موږ به دغه ټول ضرورت پوره كوو، خو هر كله چي دجرس لومړۍ ګڼه چاپ شوه نو يو كس ته مي پنځه ويشت ګڼي وروليږلي، خو هغه كس راته پنځه سوه روپو راكولو سره وويل چي دبيا لپاره صرف يوه ګڼه راليږه او بيا ما هډونه يوه ګڼه هم ورونه ليږله، نو دغه حال د جرس سره دشتمنو پښتنو وو.
پوښتنه : دجرس پښتو په آخري ګگڼه كښي داسي ښكاريدل چي نوره به نه چاپيږي څه وجه وه؟
ځواب : ما په هغه پاڼو كښي څه داسي ليك كړي دي چي پښتو مئين څه حد پوري مايوسه غوندي شو خو ما دجرس دسكوت بند يدونه ووئيلي بلكي ما وئيلي و چي زه ستړۍ سوى يم او دجرس، لونده كمبله زماپه اوږو لادرنيږي نو اوس ګوره چي څه لاره جوړيږي؟ او كه لاره جوړه نه شوه نو هم ماته هيڅ افسوس نشته زه ګڼم چي ما خپل فرض پوره كړ، خداى  دي وكړي چي اوس نور څوك زلمي راشي او دغه بار په خپلو توانا اوږو پورته كړي.
پوښتنه : طاهر افريدي صاحب په پاى كښي ځوانانو، شاعرانو او ليكوالانو ته كوم پيغام لرى مهرباني وكړى.
ځواب : زلمو ليكوالانو ته تر ټولو لومړۍ خبره داور رسول غواړم چي هغه كه په رښتيا معنوى ليكونكى وي يا جوړيدل غواړ ي نو دوخت، حالاتو نه دي مايوسه كيږي نه بلكي دخپل ليك په زور دي دحالاتو مقابله وكړي، همت وكړى هڅي وكړى او ورسره دي دنورو تخليقاتو مطالعه هم كوي، چي دې سره يې تخليقي قوت او معلومات اضافه كيږي ليكونكى كه هغه شاعر وي كيسه ليكونكى وي يا دبل كوم صنف ليكونكى وي هغه دي مينه ليكي، مينه دي ويشي او مينه دي كوي او خپل اوازدي په مينه اوچتوى.

كه ته خور په فضا كښي اې زما دزړه اوازه
يو پيغام دنيا ته وركړه دبلبل په ترانه كي حمزه بابا

زه ستاسو او ستاسو دمجلې ورسره دلوستونكو څخه مننه.