|
|
نور احمد "فطرت" چمن
دحضرت لقمان ژوند او پوهه
ساقي ولي ما مخلص نه پېژنې ته
خو اشناى مې وې ده ډېري زمانې ته
دا قصه به پرده د باندې ووزي
ده هاروت وُ دماروت نقل منې ته
كوم معزز محترم او واجب اتعظيم نوم چې د مسلمان ليكوالانو په اثر سره "
عجمي " دنيا ته راغلى دى په هغه كې ډېربا عزته نوم د حضرت لقمان دى . دا
نوم صرف تر عملي دنيا محدوده نه دى ، بلكى په نړۍ كې د هر چا اشناى نوم دى
. د هر چا پر ژبه پروت او پېژندل شوى نوم دى . هر سړى چې كله د چا عقلمندي
منلوته اړ شي . هغه ته دستي د زمانې لقمان ووايي . څوك يې د چا سره په خبرو
اترو اخته وي نو هم په آخير كې دا ورته ووايې . ته وايه ته خو لقمان يې .
يا دا چې " ته خو د خپل وخت غټ لقمان يې . په مقابه د ډېرو زړو بزرګان دين
، لقمان ته دا بهتري هم حاصله ده . چې دوه مبارك نوم په قرآن پاك كې راغلى
دي حتى پوره سورت ده لقمان په نوم نومول شوى دى . او پخپله رب تعالى د
لقمان، حكمت ، دا نايي اعتراف يا مننه هم كړې ده . هم په داې وجه ده دعلماء
كرامو په منځ كې اختلاف شته . ځيني وايي چې لقمان پغمبر دى . زيات جيد
پوهان په دې خبرې سره هم غاړي دي ، چې نه لقمان خو پيغمبر نه دى بلكي ښه
عابد ، زاهد ، طبيب وْ . په هر صورت دا سمه ده . چې لقمان پيغمبر نه دى .
ولي چې نه رب تعالى دى نبي جوړ كړى دى . او نه داسې قوم تر اوسه معلوم شوى
دى . د چا د هدايت او توحيد تبلغ لپاره دې
لقمان استول شوى وي . په دې وجه د علماء كرامو غالبه ډله دا فكر كوي چې
لقمان يو حاكم ، دانا او صالح انسان وْ ، دده شمار كه په انبياو كې ونه شي
خو يو عظيم با علمه او ستر انسان خو ضرور وْ . دا هر څوك مني چې لقمان په
ديني او دنيووي معنا يو پېژندل شوى حقيقت دى . دده مبارك دانايي او حكمت په
څلور كنجه پنۍ كې مشهوره معقوله ده . رښتيا ده د لقمان نوم د هرچا پر ژبه
جاري او ساري دى.
بيا نو هر چا ته لږ تر لږه دا پوښتنه خو پيدا كېدلاى شي چې لقمان څوك دى ؟
كله يې ژوند كړى دى ؟ چېرې پيدا شوى دى ؟ او څه يې كوله . څه شان او كيفيت
يې درلود ؟
دده نسب لقمان بين فاغور بن ناخور بن تارخ ښودل شوى دى. څوك وايي لقمان د
حضرت ابراهيم ع د نسب څخه وْ . مګر دا سمه خبره نه ده . سم تاريخ دا ښيي چې
دى د سوډان اوسېدونكى وْ . يو حبشي غلام وْ . په رنګ او بڼه بېخې زيات تور
، حقير او په ونه ګردى وْ . څوك وايي چې لقمان حبش غلام وْ. حبشي وْ .
سوډان ته راوستل شوى وْ . پېچلې غټه پوزه يې وه . شونډان پنډ او غټ غټ وو .
غټې پښې يې وې . تك تور وْ. نجاري يې كوله. څه خلګ وايي چې ګنډونكۍ وْ،
كالي يې جوړول. څوك بيا وايي چې شپون وْ . عين ممكنه ده چې په مختلفو
وختونو كې يې دا ټول كارونه هم كړي وي .ځكه تاريخونه ښيي چې حضرت لقمان د
حضرت داوْد. په زمانه نبـوت كې ژونــد كاوه . داوْد. چې
كله لا په عناني سيمه يرغل نه وْ كړى ، په بني اسرائيلو كې لقمان فتواوې
وركولې . څوك وايي چې دومره دانا او پوه وْ چې د بني اسرائيلو مفتي وْ . څه
علما وايي چې لقمان علم او فضل د حضرت ايوب څخه زده كړى وْ . او د ايوب ع
خوريى هم وْ . خو ځينې بيا وايي چې نه لقمان خو حبشي وْ كه څه هم د ايوب ع
شاګر د ضرور وْ . خو خوره يې يې ګردسره نه وْ . د حبشي غلامانو سره په هره
زمانه كې ډېره بده رويه او سلوك سوى دى په هر دور كې په سپكه سترګه ورته
كتل شوي دي . د اسلام دين و توحيد څه مخكې عربانو ډېره بده او ناروا رويه
ورسره كوله . ددې غريبانو په هر هېواد كې بې قدري كېده. خو څه وخت يې اسلام
راغى، دين توحيد خپور شو بيا حالت بدل شو . په غلامانو كې بيا هم د حضرت
لقمان هغه مقام جوت شو چې پخپله حضور ع داسې صفت بيان وكړ.
حبشيان پخپله ټولنه كې واخلي ويې مني . په دې خاطر چې درې حبشيان لقمان ،
نجاشي او حضرت بلال د جنت سرداران دي . كه څه هم لقمان بهترين طبيب حكيم او
پوهاند وْ مګر په داسې زمانه كې تېر شوى دى چې دده تعليم او تربيت هيڅ
حالات معلوم نه دي . په دې كې شك نشته چې لقمان به د ايوب ع شاګرد نه وْ .
بالكل لقمان د ايوب ع درس نبوت كې روزل شوى انسان وْ . درس يې پر ويلى . دا
واقعاتو څخه هم داسې معلومېږي چې لقمان په خپله فطري دانايې سره هم زياته
پوهي او حكمت حاصل كړى وْ . ډېر صالح ژوند او پاك ضمير يې درلود . نو له دې
امله په درسي نبوت كې د شراكت سره _ سره په فطري ډول ډېر عظيم پوهاند هم
ثابت شوى وْ .
وايي لقمان يو وخت خپل شاګرد ته د حكمت او پوهې درس وايه ،يو سړى راغلى او
مخ ته يې ودرېدى . تر ډېره يې لقمان ته كتل اخير يې وپېژاند. نو يې ورته
وويل ته هغه سړى نه يې چې په پلاني ځاى كې دي له ما سره پسونه كتل ؟ ،،
لقمان ځواب وركړ :
_ هو هغه سړى يم .
نوموړي سړي ورته وويل :
_ بيا دا دومره غټه مرتبه او مقام څنګه درته حاصل شو ؟
لقمان ووي :
_ صرف په دوو خبرو سره ، يو مې رښتيا ويل ، دويم مې بې ضرورته خبرې نه كولې
.
له دې واقعې څخه داسې ښكاري چې حضرت لقمان لومړى غلام وْ . او د خپل بادار
پسونه يې كتل . وروسته بيا په رحم سره ازاد كړل شو . او بيا يې خلګو ته د
عمل او حكمت درس وركاوه . او وايه يې . حضرت ابو داوْ د رض يو ځل د لقمان
حالات ، كمالات اوحكمتونه بيانول ، نو يې وويل : په حضرت لقمان كې چې څومره
ښېګڼې ، حكمتونه او كمالات وو دا نه د كور ملاو شوي وْ ، نه د قوم نسب او
وطن څخه بلكي لقمان ته د خپل اخلاص ، همت ، سترې ايماندارۍ څخه لاسته ورغلې
وې . ابو داوْد رض زياته كړه : لقمان په هره معامله كې غور او فكر كوونكى
انسان وْ . په ورځو به نه ويدېدى . د شرم خو يې دا حال وْ چې هـيچا په خپل
ژوند كې پر لاړي توكلو ،مچاږي كولو ، لمبېدلو او خندلو او خبره بيرته را
ګرزولوونه ليدى . دا خبره وه چې د حكمت او پوهې په بحث كې به يو چا پوښتنه
كوله او لقمان به بيا _ بيا ځوابونه وركول د غلامۍ په زمانه كې ده ته دغه
خوبيانې او كمالات حاصل شوي وْ . حتى دده مالك هم د غلامي په زمانه كې د
خپل غلام په ستر حكمت او دانايي يوه شوى وْ . په دې خاطر مالك يوه ورځ
لقمان ته وويل :
_ دا وزه بوزه حلاله يې كړه . او د غوښې بهترينه برخه يې پرې كړه او بيا يې
ماته راوړه .
لقمان ولاړى وزه يې حلاله كړه . ده هغه ژبه او زړه يې ورته راوړل څلور پنځه
ورځې پس مالك بيا ورته وويل ، يوه بله حلاله كړه او ماته يې بدترينه غوښه
راوړه . ده بيا وزه حلاله كړه او بيا يې هم هغه زړه او ژبه ورته راوړل .
مالك چې دده دا حال وليد نو ډېر اريان شو ، نو يې ورته وويل :
_ دادي څه وكړل چې ما بهترينه غوښه فرمايش درڅخه وكړى هم دې ژبه او زړه
راته راوړل ، ولې ؟ ولې ؟ ما په دې پټ حكمت خبر كړه . نو حضرت لقمان ورته
وويل :
ښاغليزما په اند خو هم داسې ده ، دغه زړه او ژبه كه صفا وي له دې څخه بهتر
شيان نشته او كه چېرې ناپاكه وي باله دې څخه بدتر يا بېكاره شيان نشته . د
حضرت لقمان واده هم شوى وْ . ديو زوى نوم يې ثاران وْ . يو بل زوى يې هم
شوى وْ
چې د لقمان په ژوند كې ځنې مړ شوى وْ . ډېر غمژن
او تالا كړى وْ. (تاريخ) خو بيا هم ده الاد م بس غم دى. لكه چې وايي :
د عيال د مرګ به نه وي درنه ګاره
د ايمان غم پر سپك اييسي او يا واره
د عبرت د حاصلولو لپاره به لقمان په خپل وخت كې د اميرانو پاچاهانو او دنيا
غوښتونكو پيرانو دربارنو ته تلى چې حكمت او پوهې به يې ځينې حاصلاوه .
پايله يې دا شوه لقمان حبشي غلام وْ . د سوډان او سېدونكى وْ . يعني له
حبشې څخه سوډان ته بېول شوى غلام وْ . په دور كې د ايوب ع يې ژوند كړى دى .
په ايوبي درسګاه كې روزل شوى وْ . حكمت او دانايي يې مشهوره ده . دده په
باره كې هسي ډېر تاريخونه بيانونه كوي . خو دا چې موږ په ځينو كې د خاصو
يادونه وكړله هم دغه يې خصوصي چاڼ دى . هسي خو په پتيياوي كې څه داسې كيسې
هم كېږي چې سند خو يې نه وي هسي په لقمان تړل شوي وي . مثلاً هغه دغاښ د
كښلو كيسه يا دا چې لقمان وايي عقل مې له بې عقله زده كړى . زه دا نه وايم
چې دا به كيسې نه وي . خو سهي سند يې نه درسترګو كېږي . بايد په داسې كيسو
ډېر باور ونه شي . پاى په قرآن كريم دده په نوم يو پوره سورت راغى دى . په
دې كې هم دى خپل زوى ته دا درس وركوي اې زويه پر دين توحيد ټينګ اوسه ، شرك
مه كوله ، ځكه شرك يو ډېر غټ ظلم دى ، صبر كوه . صبر د صابيرينو غټه اله ده
.
د لقمان ټول او ټول نصيحتونه له نصيحته ډك دي . او دا نصيحتونه ده د خپل
زوى د پند لپاره ويلي دي . مقصد يې دا دى چې د زوى مې ډنيا هم ښه اېسي او
آخرت يې هم جوړ شي . مثلاً ( دا) :
1. زويه ډېر اوره ، لږ وينا وايه .
2. ملګرى ته د راز خبره مكوه ، كېداى شي چې سبا دي دښمن شي
3. يو وخت حضرت لقمان يو كتاب غوندې درسي پاڼه ويله او كتله يې . چې يو سړى
باندې راغى او ورته ويې ويل اې لقمانه ، څنګه يكړ او تنها ناست يې ؟
لقمان ورته وويل :
_ اف پوه ننه ييې له تا مخكې په مجلس اخته وم . خو وس يې ته راغلې نو يكړ
او تنها شوم .
هسي خو د لقمان ډېر نصيحتونه د خپل زوى لپاره شته خو ځني يې دومره ښه دي چې
بايد ده زرو په اوبو وليكل شي .
زوى ته مخاطب كېږي او داسې نصيحت او وصيت ورته كوي. زويه :
1. چې كله يو مجلس ته ورسي نو خلګو ته سلام وايه او كښېنه كه دغه خلګ د
خداى په ذكر اخته وي نو كښېنه او كه په بل ذكر اخته وي نو بيا مه كښېنه او
ژر ځيني ولاړېږه . زويه له بدو خلګو پنا غواړه .او چې ښه دى له هغو هم بېره
كوه . په دنيا مه اخته كېږه . خپل زړه په دنيا كې مه لګوه ولي چې ته د دنيا
لپاره نه يې پيدا شوى . او د خداى په نظر كې له دنيا څخه ذليل او بېكاره شي
نشته . په دې خاطر چې نه ددنا نعمتوننه د صحيح دينداره خلګو په حق كې جزا
يې خير ده . او نه ددې وصيتونه د ګنهكارو په حق كې دا ده . زويه ! پر يو
خبره چې مجبوره نه شي خانده . نه بې مطلبه چا ته ورځه . ده كومې خبرې چې
ستا سره رابطه او واسطه نه وي ده مخه پوښتنه مه كوه . زويه خپل حال مه ضايع
كوه . او د بل د حال اصلاح مكوه . ستا حال هغه دى چې تا د خداى په لار كې
وركړي او د نورو دا هغه دى چې تا د نورو لپاره پر يښي دي . زويه ، څوك چې
پر خلګو رحم كوي پر هغه به رحم وسي ، څوك چې خاموشه اوسي په امن كې به وي
چې ښه خبره كوي . هغه ته فايده نه رسېږي چې درواغ وايي هغه سخت ګنهكارره وي
. څوك چې ژبه په قابو كې نه ساتي شرمندګي يوسي . زويه ، د علماوو په مجلس
كې كښېنه او په خاموشي سره غوږ ورته ږده . په دې خاطر چې د علماوو په غوره
مجلس سره زړونه داسې ژوندي كېږي لكه په باران سره چې مړه مځكه ژوندى شي .
رښتيا ده حضرت لقمان د اخلاقو ستر ښوونكى دى . دا سې نصحيتونه په دينداره
او اخلاقي زندګي كې بېخي د لوى ارزښت وړى دى بايد چې عملي شي ، قاضي ملا
عبد السلام بابا وايي :
يا به ستوري وي چې دوني لار په وينو
شپه تاريكه ده د كفر په عالم |