|
|
له ځوان شاعر اميرمحمد
ښاد سره مركه
ادب پر ټول انسانيت راڅرخي او اديب
د ټول انسانيت په فكر كې مستغرق وي
پوښتنه:- ښاد صاحب! د مركې له دود سره سم كه لومړى د "تندې"
مجلې لوستونكو ته ځان وروپېژنئ ؟
ځواب :- نوم مې اميرمحمد او تخلص مې " ښاد " دى، په قوم پښتون په خټه ناصر
يم. د زوكړې ځاى مې د ږوب سيمه ده. لومړنۍ زده كړې مې د ږوب ښار په مدرسه
رياض العلوم ښوونځي كې تر سر كړې دي. منځنۍ زده كړې مې هم د ږوب په (ايف جي
هاى سكول) كې تر سره كړې دي. د دوولسم ټولي ازموينه مې په (تعمير نو پبلك
كالج كوټه) كې پاس كړې او لوړې زده كړې (ماسټري) مې له پېښور پوهنتون څخه
په حيوانپوهنه (زوالوجي) كې سر ته رسولې دي. دا مهال په ږوب كې پر خپلو
ادبي مطالعو برسېره په يو شمېر نورو شخصي كارونو هم بوخت يم.
پوښتنه:- تاسې شاعري له كوم وخت راهيسې پيل كړې او له شعر او شاعرۍ سره مو
د مينې او تړاو لامل څه و؟
ځواب:- شاعري مې په بنسټيزه توگه په خټه كې اخښلې وه، خو پر له پسې پيل مې
يې په 1996م كې كړى دى، د شعر و شاعرۍ سره مې مينه هغه وخت پيدا شوه چې كله
به زه په ږوب كې مشاعرو او يا ځينې نورو ادبي غونډو ته تلم. بل لامل يې دا
دى چې ما د پخوانيو شاعرانو د شعر كتابونه لوستل، نو هماغه اغېزه وه، چې زه
يې شعر ليكلو ته اړايستم. شعر ليكل د انسان په وس نه ده، بلكې په انساني
چاپېريال كې چې كوم ناوړه او ناروا كارونه وويني، نو چې كوم انسان په خپل
ذات كې څه نه څه حس لري، نو هغه ډېر زيات ترې اغېزمن شي، چې كله سړى كم وخت
داسې ناروا كارونه وويني، نو په انسان كې دننه يو درد او كړاو د شعر په بڼه
رابرسېره شي. نو دا هم همدغه لامل و چې زه يې د شعر ليكلو ته مجبور كړم،
ځكه چې ما په يو داسې چاپېريال كې خپــل ژونـد راتېر كړى دى، چې په هغه كې
يو انسان ته د ژوند تېرول گران نه بلكې ناممكن دى.
پوښتنه:- ډېر خلك وايي چې شعر د يو الهامي كيفيت په صورت كې د شاعر فكر ته
راځي، خو كه رښتيا داسې ده نو زموږ اوسني يو شمېر شاعران ولې په وچ زور د
شعر ليكلو هڅې كوي ؟
ځواب:- باركواله وروره! تر هر څه مخكې د الهام په توري باندې غور كول په
كار دي، ځكه چې الهامي كيفيت كوم كيفيت دى او داسې يو حالت كله پر انسان
باندې راځي او په كوم چا باندې راځي. په عربي ژبه كې درې توري داسې دي، چې
هغه هر وخت خپله معنا لري، لكه معجزه، معجزه د خداى له لوري انبياوو كرامو
ته وركول شوى يو معجزوي طاقت وي، چې په هغه به انبياوو انسانان د خداى
لور ته راهڅول او دويم تورى كرامت دى، چې ددې ذكر له اولياوو(رح) سره ضروري
گڼل كېږي. ډېر د خداى دوستان خپل- خپل كرامات لري او د همدغو كراماتو په
وجه دوى په نړۍ كې له نورو انسانانو څخه ښه او غوره گڼل كېږي. اوس راځو
الهامي كيفيت ته، دا هغه كيفيت دى چې كله يو ولي الله په يو داسې حالت كې
ډوب شي، چې هغه ته په يوه مانا مستغرق هم ويل كېږي او دى له دې ټولې مادي
نړۍ څخه يوه څڼ ته وي او دى په خپل تصوراتي ځواك سره د خپل مرشد په تصور كې
ډوب وي، نو كه چېرې شاعري يو الهامي كيفيت واى، نو بيا خو په كار و چې
شاعران هم ټول وليان واى، خو دا داسې هيڅكله نه ده، ځكه چې نه خو يو شاعر
په تصوراتي توگه وليت ته رسېدلى وي او نه ده ته الهام كېداى شي.
پوښتنه:- ښاد صاحب! تاسې وويل چې شاعر ته الهام نه كېږي، بلكې دا په ټولنه
كې د ده د محسوساتو يو خيالي انځور وي، چې دده په لاشعور كې پروت وي، خو
زموږ ډېر پياوړي شاعران دا وايي، چې شعر د الهام له لارې شاعر ته راځي، آيا
د دغو دوو خبرو تر منځ ډېر تضاد نه دى ؟
ځواب :- د انسان وجود په بنسټيزه توگه له دوو شيانو څخه جوړ دى. يوه ته
مادي وجود او بل ته روح، ژوند يا آنا ويل كېږي. دا دواړه د يو بل په ضد دي.
انساني وجود د مادي نړۍ ډېرو شيانو ته اړتيا لري، لكه اوبه، ډوډۍ ، مور او
پلار، جامې او ... بلې خواته د انسان روح له دې ټولو شيانو آزاد دى. اوس كه
انسان له دې مادي نړۍ سره مينه لري او هغه ته په خپل زړه كې ځاى وركوي، نو
دده په زړه كې رښتينې مينه كله هم ځاى نه شي موندلاى، ځكه چې د نبي حديث
مبارك دى.
ژباړه: " د انسان زړه د يو داسې پيالې په شان دى، چې په هغه كې پر يوه وخت
يو شى ځايېدلاى شي".
نو كه چېرې يو شاعر په دې مادي نړۍ كې ژوند تېروي، نو ددې هر ضرورت ته دى
اړتيا لري او چې كله مادي نړۍ ده د خپل ځان مقصد وگڼله، نو دده په زړه كې
يې خپل ځاى وموند، نو اوس د پېغمبر د حديث او ددې ټولو خبرو په رڼا كې يو
داسې سړى څڼه په خپل زړه كې خداى ته ځاى وركولاى شي، چې د هغه د ټول ژوند
مقصد همدغه نړۍ گرځېدلې وي.
پوښتنه:- دا چې تاسې په خپله په فطري ډول شاعر ياست، نو آيا داسې راته
ويلاى شئ چې په اوسمهال كې به څومره شاعران داسې وي، چې شعر دې يې له هره
پلوه په معيار پوره وي ؟
ځواب:- زه خو به دا ووايم چې شاعري ځان ته يوه ژبه ده، چې هغه ځان ته خپل
اصول او قوانين لري، نو لكه څڼه چې يو كوچنى په كوچنيوالي خپله ژبه زده كوي،
نو هغه هيڅكله په معيار پوره نه خېژي، ځكه چې د هغه خيال او ژبه لا كچه وي.
د ژوند په تېرېدو سره- سره دده په خيال او ژبه كې پوخوالى راځي، همدا رڼه
يو شاعر چې كله شاعري پيل كړي، نو ده ته د شاعر ۍ هيڅ قوانين نه وي څرگند،
خو د وخت پر تېرېدو او دده د مطالعې او تجربې په نتيجه كې دده شاعري د
معيار بام ته اوچتېږي، نو پاته شوه په اوسمهال كې چې څومره پاخه او تر
مطالعې او مشاهدې راتېر شوي شاعران دي، زه په خپله د هغو شاعري د معيار وړ
گڼم. لكه دروېش درانى، اباسين يوسفزى، پيرمحمد كاروان، محموداياز، اُستاد
صديق پسرلى او داسې نور يو شمېر شاعران.
پوښتنه:- ځينې شاعران په خپله شاعري كې داسې قافيې تړي، چې په هغه كې لهجوي
ستونزه وي، لكه رحمت شاه سايل (وعدې او زړگى) او اباسين يوسفزي (خوښ او يخ)
قافيې تړلې دي. آيا دا بـه ددې سيمې (كندهارۍ لهجې ويونكو) لپاره ستونزه نه
رامنځته كوي ؟
ځواب:- تر كومه حده چې د لهجې پوښتنه ده، نو لر او بر ټول پښتانه گام پر
گام له داسې ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، ځكه چې يو شمېر لهجې په بېلا بېلو
پښتني سيمو كې ويل كېږي. لكه د كوهاټ د غره را په دېخوا بيا تر كندهاره، له
كندهاره تر زابل او قره باغه پورې چې ويل كېږي. د مثال په توگه په دغو سيمو
كې (ښه) هر ځاى په (ښه) ويل كېږي، خو هلته ددې په مقابل كې په يوسفزۍ لهجه
كې د كوهاټ د غره په ها خوا بيا تر مردان، سوات، پېښور، جلال آباد او...
پورې دا تورى په (خه) ويل كېږي، نو په كار دا ده چې هر شاعر بايد په معياري
ليكدود كې شاعري وكړي، نه دا چې په شعر كې لهجوي قافيې وتړي.
پوښتنه:- د ږوب اوسنى ادبي بهير څڼه ارزوئ. آيا د
" خراسان ادبي كاروان " چاپ شوې تذكره " آبشارونه د بهلول " د تذكره ليكنې
په معيار پوره ده كه نه ؟
ځواب :- د ږوب سيمه په تاريخي توگه د ادب په اړه ډېره شتمنه سيمه ده، خو د
اوسني ځوان بهير په اړه به ووايم " چې تر هيڅ نه كولو څه كول غوره دي ".
يعنې كه څه هم په ږوب كې اوس ځوانان د ادب د پرمخټ لپاره چندانې په معيار
پوره هڅې نه كوي، خو په ادب كې له يو بل سره د اختلافاتو په كرغېړن رنځ
اخته دي او په يو بل بې ځايه نيوكې كوي، پاته شوه د (آبشارونه د بهلول)
خبره، نو خبره دا ده چې له مودو راهيسې په دې سيمه كې نه خو يوه داسې ادبي
بهير وجود درلود چې عملي كار دې يې كړى وي او نه تر اوسه چا د ږوب د
شاعرانو كومه ځاڼړې تذكره چاپ كړې وه، نو دا وياړ د
"خراسان ادبي كاروان" په برخه دى، چې تر ډېرو هڅو وروسته يې د ږوب د
شاعرانو يوه ځاڼړې تذكره خپره كړه. په دې كې تېروتنې كه څه هم ډېرې دي، خو
بيا هم دا د ښه كار پر لور يوه بريالۍ هڅه ده.
پوښتنه:- د ادب او سياست تر منځ څه توپير دى؟ كه يې تر منځ توپير شته، نو د
توپير بنسټيز عوامل يې څه دي ؟
ځواب:- سياست او ادب دوه داسې مكتبونه دي، چې د دواړو مقصد يو دى، بلكې زه
به دا ووايم چې سياست د ادب يوه ډېره لازمه برخه ده. ادب په خپله ډېر
ډولونه لري. د بېلې په ډول كلاسيكي ادب، سياسي ادب او نوى ادب. ډېر خلك په
ادب او سياست كې تېروزي، خو په اصل كې ادب د انسان د فكر او په دې مادي نړۍ
كې د ټول انسانيت په هكله د هوسايۍ يوه ستره لاره ده، چې سياست هم په همدې
لار كې ستر رول لري. ادب پر ټول انسانيت راڅرخي او اديب د ټول انسانيت پـه
فـــكر كې مستغرق وي او سياست د يــوې ټولنې په هكله خپلې څرگندونې كوي، نو
عوامل يې دا دي چې د دغو دواړو پر خپل ځاى بېل- بېل او ځاڼړي ارزښتونه دي.
انسان په دې دواړو كې له يوه څخه هم ډډه نه شي كولاى.
پوښتنه:- تاسې په خپله د غزل شاعر ياست او كه د نظم؟ او په اوسنيو شاعرانو
كې مو د كوم شاعر په غزل زړه اوبه څښي، يعنې د كوم شاعر غزل درته له هره
پلوه بشپړه ښكاري ؟
ځواب:- زه په خپله د غزل شاعر يم، خو كله- كله په نظم كې هم خپل خواره واره
خيالات سره راټولوم، خو ډېره موده كېږي، چې نه مې غزل ليكلې او نه هم نظم،
بلكې د سياسي ادب لور ته مې پاملرنه زياته ده، ځكه چې په اوسنيو حالاتو كې
د افغانانو ژوند له يوې داسې اوږدې شپې سره مخامخ دى، چې د گهيځ لټون يې په
هر هېوادوال او ژبپالونكي باندې فرض دى، نو له دې امله مې له سياسي مطالعې
سره تړاو زيات شوى دى. په اوسنيو شاعرانو كې مې دروېش درانى صاحب ډېر زيات
زړه ته رانژدې دى، ځكه چې ده په ځاڼړې توگه غزل او نظم دواړو ته يو داسې
نوى رڼ او روح ور وباخښه، چې تر دې مخكې بل چا نه دى وربخښلى.
پوښتنه:- حمزه بابا چې په شلمه پېړۍ كې يې د پښتو شاعرۍ د غزل د پلار نوم
وگاټه، آيا د حمزه بابا غزل هغه كوم ارزښتونه لري، چې ده ته يې دغه مقام
وركړ او په تصوف كې د حمزه بابا څه رول و؟
ځواب:- حمزه بابا د پښتو غزل د بابا په توگه يادېږي، دا ځكه چې بابا په خپل
يوه شعر كې ويلي دي چې :
ستا په انڼو كې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دي بابا كړم
او بل د بابا د غزل يو لوى كمال دا هم دى، چې ده كلاسيكي شاعري د غزل په
جامه كې داسې نغښتې ده، چې له كومه اړخه ورته گورې نو په خپل معيار سره
بشپړه خېژي، ځكه بابا په خپله يو ځاى وايي چې :
چا وېل چې د عشق خبرې گرانې دي
گرانې خو مينو ته اسانې دي
او د حمزه بابا غزل په تغزل، بحر، وزن او رديف و قافيه او د شعر په ټولو
لوازماتو باندې پوره- پوره خېژي او كه زه دا ووايم چې دده شاعري د پل صراط
نه هم په هوا خوا شاعري ده، نو غلط به نه يم او په تصوف كې حمـزه بابا يو
كامل مرد مړمن، قلندر او سوچه مسلمان او پښتون و او د بابا د تصوف تر ټولو
لويه ځاڼړنه دا ده، چې له خپل ځان سره يې پښتنو ته يو پښتون تصوف ور وباخښه.
حمزه بابا كه چېرې هم د تصوف يا د وجوديت خبره كوي، نو د خپل قام خبره هم
په ډاگه ورسره كوي. لكه يو ځاى چې وايي :
ته اسلام او پښتو دوه گڼه خو زه وايم
خداى هم كه انسان واى نو پښتون به و
حمزه بابا زما په نظر نه يوازې شاعر يا صوفي و، بلكې يو قامپرست روحي پښتون
او د پښتونيت پر ټولو ارزښتونو پسوللى شخصيت و.
پوښتنه:- دا چې اوس د كمپيوټر زمانه ده او پښتو هم د كمپيوټر ژبه شوې ده،
نو آيا ستاسې په نظر دې كمپيوټري پېر پر پښتو ادب كوم مثبت اغېز كړى دى ؟
ځواب:- لكه څڼه چې تا وويل چې دا د كمپيوټر زمانه ده، نو د كمپيوټر او خبري
رسنيو (Media) له امله ټولې نړۍ د يوه نړيوال كلي بڼه اخيستې ده، نو په
داسې وخت كې چې نړيوال قومونه او ژبې له يو بل سره نزدېكت لري، نو په پښتو
ژبه د كمپيوټر يا انټرنيټ اغېزه ډېره گټوره جوتېږي، چې بېله يې په اوس وخت
كې د يو شمېر پښتو كتابونو په كمپيوټر كمپوزېدل دي، خو سمه خبره دا ده چې
تر كومه پورې د پښتنو او پښتو پلارنى كور افغانستان بېرته نه وي ودان شوى،
تر هغو پورې پښتو ژبه هم د نورو ژبو په څېر وده او پرمخټ هيڅكله نه شي
كولاى، ځكه چې د هر خوځښت لپاره خوځون ته اړتيا وي.
پوښتنه:- په پاې كې كه هغو پښتنو ځوانانو ته چې د پښتو له زده كړې بې برخې
ساتل شوي او يا هم د ځينو نورو ژبو د اغېز له امله د پښتو له زده كړې څخه
ډډه كوي، كه څه پېغام وړاندې كړئ ښه به وي ؟
ځواب :- د ژبې، خاورې او د مور پالنه او ساتنه په هر وگړي باندې فرض ده. كه
څوك له دې څخه ډډه كوي، نو هغه نه يوازې د خداى بلكې د يو انسان په نظر كې
هم مجرم بلل كېږي. نو له پښتنو ځوانانو څخه زه دا غوښتنه لرم، چې دوى دې له
خپلې ژبې، خاورې او مور سره نه يوازې د خداى لپاره بلكې د خپل قام د
تاريخي عظمت د ساتنې په خاطر دي له خپلې ژبې، خاورې او مور سره د زړه له
تله مينه وپالي. |