|
|
مولوي عبدالهادي /كندهار
اسلام دتاريخ په اوږدو
كي
دا يو ځلاند حقيقت دى چي دې فاني نړۍ ته اول او آخر سته،
ځكه د سپېڅلي څښتن په خواږه فرمان سره ثابته ده (كل من عليها فان ) ژباړه:
"مړ شى پر دې نړۍ فاني كېدونكى دى". د بشر لـه پيدايښته را په دې خوا كله
چي په بشري ټولنو كي ځيني انحرافات او بدبختۍ رامنځته شوې نو د حق ويونكو
نېكو او سپېڅلو انسانانو د انقلابونو په ترڅ كي دغه حالت ته بدلون وركړل
شوى او ټولني ته يې بهبود وربخښلى دى.
كله چي د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد لـه خوا د اسلام ځلا خوره شوه او د
دې سپېڅلي دين بنسټ كښېښوول شو، دا په خپل ذات كي يو داسي انقلاب و، چي د
عرب قبايلو شرك او بت پرستي د ساسانيانو د هريت او مجوسيت او همدارنګه د
روميانو او عيسويانو مذهبي انحرافات يې پاى ته و رسول او په بشري ټولنه كي
يې هراړخيز بدلون منځته راوړ. عربستان سياسي، ځانځاني، خپلمنځي جګړې، ګډوډي
او انارشي يې لـه منځه يووړې او هم دا خبره په زبات ورسېده، چي رومي او
ساساني ښكېلاك ځواكونه يې را وپرځول او پر ځاى يې داسي اسلامي خلافت په پښو
ودراوه چي هر ډول اقتصادي تفاوتونه برابري، ټولنيز ظلمونه او تېري يې په
عدل او انصاف سره بدل كړل او بشري ټولنو د اسلام د سپېڅلي دين تر سيوري
لاندي په سوكالۍ سره خپل ژوند تېراوه، د جاهليت په دوره كي تر اسلام وړاندي
د عربستان د وګړو ديني، اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي اوضاع د دوى دكرغېړن
اند پر بنسټ ولاړي وې، ديانت يې له يو شمېر ګډوډو مطالبو څخه عبارت و، چي د
خپلو پلرونو څخه يې په ميراث اخيستى و، چي د بېلا بېلو مذهبونو پيروان ځيني
په دې عقيده وو، چي دا ټول موجودات طبيعتاً او فطرتاً پيدا شوي يعني د خداى
تعالى د وجود څخه منكر وو، لكه چي الله تعالى فرمايي:
و قالو ماهى الا حياتنا الدنيا نموت و نمى وما يهلكنا الا الدهر _ الآيه
ژباړه: او دا خلګ وايي هر څه چي دي دا زموږ دنيايي ژوند دى، كيږو او نه مو
وژنى مګر زمانه )
ځينو يې خداى مانه، خو د قيامت لـه جزا څخه منكر وو، د يمن اوسېدونكي چي د
روم او ايران د ساساني دولتونو سره په ارتباط كي وو، د يهودي او زردشتي
دينونو تر اغېزي لاندي راغلي وو، داسي قبيلې هم موجودي وې چي د لمر، سپوږمۍ
او ستورو لمانځنه به يې كوله. د بېلګي په توګه ويلاى شو چي د كناته قبيلې د
سپوږمۍ د قيس، نصري او اسد قبيلو د عطارد، لخم او جزام قبيلو د مشتري عبادت
كاوه، يهودي دين د عربستان په قطب او سهېل كي پيروان درلودل، د حميره بنو
حرث ابن كعب او كنده قبيلو د نوموړي دين پيروي كوله، چي په مدينه منوره كي
يې زيات اقتدار درلود، همدا ډول د ربيعه او غسان قبيلې نصراني وې، خو لـه
دغو ګوتو په شمېر قبيلو پرته د عربو د قبيلو لويه برخه په بت پرستۍ اخته وه،
د كعبې په خونه كي 360 بتان ايښوول شوي وو، هر بت د احترام او لمانځني لـه
مخي ځانګړې مرتبه درلوده او د هرې قبيلې ځانته د لمانځلو لپاره بت درلود،
چي د مشهورو بتانو لمانځونكې قبيلې عبارت دي (دلات) په طايف كي د ثقيف
قبيلې لپاره (عزي) په مكه مكرمه كي د قريش او كناته قبيلو لپاره (منات) په
دومآ كي دكلب قبيلې لپاره (سواع) د هزيل قبيلې لپاره (يعوث) د مزحيح او يمن
د ځينو قبيلو لپاره
( يعقوق) بت و. (نور بيا) |