|
|
ليكوال: مايكل هارټ ژباړه او لنډيز: تاج محمد تابع / كندهار
حضرت عمر ابن خطاب
حضرت عمر ابن خطاب د اسلام دوهم او عظيم ترين خليفه وْ،
هغه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم هم عصر او د ده په
څېر په مكه كي پيدا سوى دى. كه څه هم د نوموړي د زوكړي نېټه ښه معلومه نه
ده مګر په غالب ګمان دا به 586 ميلادي سنه وه.
حضرت عمر (رض) په ابتدا كي د آنحضرت او د هغه د نوي مذهب اسلام سخت مخالف و
خو وروسته ډېر ژر د اسلام په دين مشرف او د حضرت محمد په رفاقت كي تر
مرګه پاته سو كله چي پر 632 كال د اسلام ستر غمخور له دنيا څخه رحلت وكړ.
نو د ده مبارك پر ځاى د كښينستلو خبره منځ ته راغله نو همدا حضرت عمر (رض)
لومړي شخص وْ چي د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د يو بل ملګري او صحابي
حضرت ابو بكر صديق ( ) يي د اسلام د لومړي خليفه په حيث ومانه او حمايت يي
وكړ. دوه كال وروسته ابو بكر صديق ) هم له دنيا وكوچېد. ده په خپل ژوند كي
پر خپل ځاى د كښينستلو لپاره حضرت عمر فاروق وټاكي. دى په 634 كال كله
خليفه وټاكل سو او تر 644 كال پوري پر خپل عظيم منصب ( خلافت ) پاته سو او
په پاى كي يوه ايراني غلام په شهادت ورساوه.
كله چي حضرت عمر (رض) د مرګ پر بستر پروت وْ، نو هغه له څو كسانو څخه جوړ
يو مجلس راوغوښت، تر څو د اقتدار حاصلولو لپاره دريم خليفه وټاكي مجلس حضرت
عثمان (رض) په خلافت انتخاب كړ چي د 644 كال څخه بيا تر 656 كال پوري يي
خلافت وكړ.
د حضرت عمر () د لس كلن خلافت په دوران كي عربو ډير د پام وړ فتوحات وكړه،
د نوموړي د خلافت په اوايلو كي
د عـربو پـوځونو پـر شام او دمشق حمله وكړه چي يا دسوي
هيوادونه په هغه وخت كي د بازنطيني سلطنت حصه وه. په 636 م كال د يرموك په
جګړه كي عربي پوځونو بازنطيني پوځ ته سخته ماته وركړه چي په پايله كي دمشق
په همدغه كال فتح او يروشلم هم دوه كال وروسته اسلحه پر مځكه كښېښودل.
تر 641م كال پوري شام او فلسطين په مكمله توګه د عربي پوځونو تر كنترول
لاندي راغله او تر هغه وروسته د اوسني تركيې پر لور وخوځيدل. پر 639 م كال
عربانو پر مصر هم حمله وكړه چي په هغه وخت كي د بازنطيني سلطنت مستعمره وه.
د درو كلونو په دوران كي مصر هم فتح سو.
وروسته عربي پوځونه د عراق پر لور مخ په وړاندي ولاړه ، نوموړي هيواد په
هغه عصر كي د ايران د ساساني ا مپراطوري حصه وه خو يوازي عراق نه بلكې عربو
ايران هم تر خپلي قبضې لاندي راوست.
پر دې ټولو لاس ته راوړونو سر بيره د عربي پوځونو په قوت او همت كي كمي نه
راغلي بلكې هغوي په غرب كي تر شمالي افريقا پوري خپل پوځونه وغځول.
نو بيله شكه ويلاى سو چي د حضرت محمد تر وفات وروسته د اسلام د مبارك دين
په فروغ او پر مختګ كي كليدي حيثيت د حضرت عمر ابن خطاب دي.
د حضرت عمر (رض) د فتوحاتو لاس ته راوړونو او كوښښونو څخه به غير د اسلام د
مبارك دين پرمختګ لكه څونده چي يي نن ورځ كړيدي ناشوني وه ، هسي خو د اسلام
په مخ ته بيولو او هغه ته د ترقي وركولو په لاره كي تر ټولو زيات كوښښ او
هاند حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم كړي دي خو تاريخ په دې لاره كي د
حضرت عمر (رض) فتوحات او كار نامې هيڅكله له پامه نه سي غورځولاى. |