کــــــور

لومړی مــــخ

ارشــــيف اړيــــــــکي   تنده مجله په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني دوه مياشتنۍ ناپېلې خپرونه            تنده د دو لسيزو يوه ادبي تنده ده چي لومړی جام ئې په ١٣٨٣ لمريز کال کي پر سر پورته کړ  او د ډيرو ادب مينو تنده ئې پرې ماته کړه   

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
خلګ وايي اکبربری ډ..
 له طاهراپريدي سره مـ
په کندهارکي فرهنګي ..
دحضرت لقمان حکيم ...
دځوان شاعر اميرمحمـ
اسلام دتاريخ په اوږدو
حضرت عمر ابن خطا..
پښتوژبه يومحکومه ژبه
ښځه دټولني ډيوه ده
په تصوف کي دښځو

پښتوژبه یوه محکومه ژبه ده
له انورالحق احدي سره مركه
 

حسنيار : لومړى دهېواد كلتوري ادبي ټولني په استازيتوب تاسو ته ښه راغلاست وايم.
احدي :مننه
حسنيار : لكه څنـګه چي دټول ټاكنو خبري هر ځاى كيږي نو زمالومړۍ پوښتنه هم دټول ټاكنو په اړه ده ښاغلي احدي صاحب تاسي اولسمشرۍ ته ولي ځان كانديد نه كړ؟
احدي:افغانستان په يو خاص حالت كي كرار لري دافغانستان په سياست كي بين المللي فكتورونه ډېر مهم دي او زه فكر كوم چي كرزى صاحب په دغه ټولو نزاكتونو كي شامل دى په دا ټولو نزاكتونو باندي اګادى او دبين المللي ټولني داعتماد وړ دى او په دې اساس په راتلونكي پنځو كالو كي موږ بين المللي ټولني ته ډېر زيات ضرورت لرو او موږ فكر كوو چي بايد داسي څوك دافغانستان د دولت په راست كي وه اوسي چي هغه بين المللي ټولني ته هم دمنلو وړ وه اوسي او ملي ټولني ته هم دمنلو وړ وه اوسي زما په عقيده دبين المللي فكتور لـه لحاظه كرزى صاحب بهتر كانديد دى لـه مانه بيله دغه زما شخصي دوست هم دي زموږ روابط چي دي ډېر ښه دي ماته كوم مشكل شي نه و چي زه دكرزي صاحب په وړاندي كانديد سم.
تابع : لكه څنګه چي دوسلې ټولولو كمگېټه DDR پخپل پروګرام كي پاتي راغلې او دولسمشرۍ ټاكني په داسي وخت كړي ترسره كيږي چي وسله دجنګ سالارانو سره په زياته پېمانه موجوده ده نو په داسي يو حالت كي چي جنـګ سالاران په دولت كي واك هم لري تاسي راتلونكي ټولټاكنو ته په كوم نظر ګورى؟
احدي:زموږ هيله دا ده چي دا ټول ټاكني به نتيجه وركړي درياست جمهوري په سطحه زه فكرنه كوم چي ډېر مشكلات خلق كړي درياست جمهوري په سطحه باندي څوك چي كانديد دى زه فكركوم چي دغه سي ډار موجود وه اوسي كوم چي دغه كانديد ژوندبه تهديد سي يا چي څوك رايه وركړي دهغه ژوند به تهديد سي كوم ډارچي موجود دى دانتخاباتو په سطحه هغه دپارلماني انتخاباتو په سطحه باندي هغه ډار موجود دى كنې ځيني دزور ګويان سته جنـګ سالاران تر اوسه پوري سته هغوى ممكن كو ښښ وكړي چي خپل كانديد پر خلـګو تحميل كړي زموږ توقو لـه دولت نه داده چي هم دكانديد مسوليت تضمين كړي هم د وكيل رايه وركونكي مسوليت تضمين كړي بين المللي ټولنه هم پدې اګا ده چي ديو ښه انتخاباتو واقعي انتخاباتو يا بامانه انتخاباتو اساسي شرطونه دادي چي كانديد مسول دى هسي زه نسم ويلاى چي زموږ سره تضمين سوى دى چي داكار به حتماً كيږي او زما اميد دادى چي په را تلونكي څو مياشتو كي به داسي حالت منځ ته راسي چي انشا ْ الله جنـګ سالاران به نورهم په زور كي نه وي او يو كاندي يا وكيل به په ازادى سره وكولاى سي چي خپل حق نه استفاده وكړي.
تابع : ښاغلي احدي صاحب ډېر هېواد وال په دې وېره كي دي چي كيداى سي په راتلونكو څو ورځوكي دكانديدانو تر مينځ ځيني تفاهمات رامينځ ته سي تاسي په دې هكله څه فكر كوى؟
زما په عقيده داكوم بده خبره نده نه كوم مشكلات منځ ته راځي دغه كانديدان 18 _ 17 كانديدان دي درياست جمهوري لپاره ډېر زيات دي يو واقعي بدلونونه دملت لپاره نه وړاندي كيږي چي دومره ډېر كانديدان وه اوسي نو دوى خپل منځو كي سره كښيني خپل منځو كي موافقه وكړي يو يا دوه كانديدانو باندي موافقه وكړي دابد كار ندى خو يوازينى ملاحظه چي زه لرمه چي بايد كانديدان دپيرانسيبو د اصولو دارزښتو په اساس يوله بل سره ودريږي نه ديو داسي معاميلې تر منځ چي ياد شخصي كيني موضوع اوسي يا خوبه فقط ددې لپاره وي چي سياسي رهبري تر منځ كړي بيا تر خپلو منځو ولوكه په ارزښتونو باندي څه موافق هم نه وي يو څه تقسيمات چي وي هغه وكړي زه خپله يعني په لنډ ډول داسي ووايم دا راته بد نه ښكاري چي كه چيري كانديدان په يوه يادوو نفرو باندي سره راغونډ سي فقط دومره وايم چي خداى دي وي كړي چي دغه اتحاد د ارزښتونو دپروګرام په اساس باندي اوسي نه ده شخصي غرزونو په اساس.
حسنيار :اساسي قانون په څلورمه ماده كي راغلي دي (دافغان كلمه دافغانستان دملت پر هر فرد اطلاق كيږي) تر اوسه زياتو پردي پالو خلـګو دافغان كلمې پرځاى دافغانستاني لفظ كار وي تر دې وروسته دافغانستاني كلمه كارول به څه جرم لري؟
احدي: البته دايو حقوقي موضوع ده څارنوالان به ورسره معامله كوي فقط زه په سياسي سطحه ورسره معاميله كولاى سم كوم خلـګ چي په افغانستان كي ژوند كوي هغوى ته افغان ويل كيږي څوك چي دافغانستا نيانو موضوع منځ ته را اچوي هغه دافغان دكلمې سره ډېرحساسيت لري، موږ فكر كوو دملي وحدت لپاره دا هغه كار ندى او موږ يې مخالف يو او هيله ده هر هغه څوك چي دغسي فكر كوي هغه دي پدې باندي تجديد نظر وكړي داسي بي ځايه احساسات راونه پاره وي موږ نور ډېر موضوعات لرو چي لازمه ده خلـګ پر هغه باندي فكروكړي، پر هغه باندي كار وكړي لـه دې نه چي و وايې موږ افغانان نه يو افغانستانيان يو.
حسنيار :دلوي جرګې دكمېسيون لـه خوا ويل سوي وه هغه كسان چي لاسونه يې دملت په وينو سره وي او په ملت كي ښه نوم ونه لري لوي جرګې ته نسي تلاى خو بيا بر عكس كار وسو؟
احدي: زه هم په دې خوښ نه يمه هغه څه چي ويل كيږي ليكل كيږي په قانون كي هغه بايد چي عملي سي. پر هر چا باندي بايد عملي سي د ډېرو معاميلو ډېرو ساز شونو زه طرفدارنه يم البته تر څوپوري چي دچا جرم ثابت سوى نوي هغه مجرم كڼل كيداى نسي دلته دحقوق بشر مسوليت وو كمېسيون دحقوق بشر مسوليت وو فكر يې كاوه چي چاد حقوق بشر نه تجاوز كړى دى لاسونه يې په اصطلاح دخلګو په وينو سره دي بايد هغه يې محكمې ته راكش كړي واى زما هيله دا ده چي په راتلونكي كي يې وكړي تراوسه پوري خو يې نه دي كړي زه فكر كوم خپله كمېسيون دحقوق بشر ډېر محافظانه حركات كړي دي ځكه په راتلونكي كي لږ څه با خبره حركت وكړي او هغه څه چي په قانون كښي ليكل كيږي په اعلاميه كښي ويل كيږي هغه په عمل كښي ومنل سي او دوى حقوق بشركمېسيون هم فكر نه كوم چي حقوق بشر سره دي دومره كومك سوى وي هيله ده چي ټول هغه مو سيسات چي واقعاً مستقل وه اوسي كه دانتخاباتو كمېسيون وي هغه بايد مستقل وه اوس نه بايد دحكومت مراعت وكړي او نه ده زورګوى هغه څه چي پكار دي چي بايد اوس هغه وكړي ولو كه وه دوى ته په څومره قيامت تماميږي او بيا كه ددغه سي شي لـه عهدې نه نه سي وتلاى بايد په اول كي دا دنده ونه مني كوم شكايتونه چي تاسو وويل ما هم اوريدلي دي زه په چا باندي اتهام نه لرم چي چا بشري جنايت كړى وي مرتكب سوى دى اما لا اقل راپورونه سته د بېلا بيلو خلـګو په حصه كي راپورونه سته اما لا اقل كمېسو ن دحقوق بشر هغه څېړ لى واى او يوه دعوه يې كړې واى.
تابع : دافغان ملت ګوند دتېرو ديرشو پنځه ديرشو كلونو په دوران كي دشاهي خاندان دځينو كركترونو او كړونو خلاف پاتي سوىو او دبون دموافقتنامې وروسته ستاسو سره يو ځاى افغانستان ته راغلل او په كډه مو كار شروع كړ كه لږ څه په ډاګه كړى چي دا تفاهم څنګه رامينځ ته سو؟
احدي: موږ د شاهي كورنۍ مخالفت ندى كړي تر څو چي شاهي سيسټم وموږ دشاهي سيسټم مخالفت ونه كړ كله چي جمهوريت راغلى موږ دجمهوريت ملا تړ وكړ اوس چي جمهوريت دوام كړى موږ يې بيا ملاتړ كوو بر عكس دجهاد په دوران كي زموږ روابيط دشاه سره ډېر نژدې وو موږ مشترك طرفداران درلوده زموږ ارزو هم داوه چي په افغانستان كي دلويې جرګې دلاري حكومت راسي په افغانستان كي ازادي راسي او دشاهي كورنى لا اكل دشاه موقف هم داو فكر كوم په دې كي ستاسو برداشت ممكن ډېر دقيق ونه اوسي موږ ورسره وران نه و البته دشاهي په دوره كي موږ دديموكراسي كلك طرفدارو كله هلته ديموكراسي سل په سله كي نه وه كله كله به احتجاجي حركتونه زموږ دافغان ملت لـه خوا څخه كېده هغه يو نوى ګوند وو ټولي بر نامې يې اوس دېرش كاله وروسته ورته ګورى په اوسيني معيارو يې وسنجوى ممكن ټولي دروستي نه وې په ځينو مظاهرو كي ګوند كيداى سي ګډون كړى وي اوس يو سړي ترې پوښتنه وكړي چي په دغه سي مظاهرو كي بايد ګډون نه واى سوى خو موږ دهغه سيسټم طرفداروو موږ دپارلماني سيسټم چي په هغه وخت كي وو طرفداروو.
حسنيار :دهېواد داوسني اقتصاد څخه مطمئن ياست؟
احدي: زه په روان حالت كي دافغانستان لـه اقتصاد څخه زيات راضي يم صحي جهت روان يو زموږ اقتصاد په ښه ډول خو صوصاً بانك اداري قسمت به ښه ډول يعني پر مخ روان دى عمومي اقتصادي سيسټم چي سرمايه ګزاري پر خوصوصي باندي ډېر متقي ده هم هغه پر ښو هيلو ولاړه ده زموږ نتايج په (2) كلونو كي داقتصاد ډېرښه و په 1381 كال كي سطحه د انكشاف يوازي 29 فيصده وه پروسږ كال 18 فيصده وه اوسږ كال 16 فيصده تخمين سوى دى امكان لري زيات هم جګ سي انفلاسيون نسبتاً ټيټ و په افغانستان كي كار ډېر سوى دى هر چاته كار نسته نسبتاً كار ډېر سوى دى خو صوصاً لاسي كارونه او په هغه اساس ډېر خلـګ دپاكستان څخه راغلي دي دلته يې كوي هيله ده چي افغانان بيرته دغه كسبونه كه نجاري ده كه نل دواني ده كه برقي دا ټول مكتبونه جوړسي او ژرژر زده سي ددغه خارجي كارګرانو پر ځاىكه افغانان كار وكړي بيا به زموږ اقتصاد نور هم قوي كړي.
سپېڅلى : افغان ملت ګوند څومره سابقه لري او دكومو غوښتنو غوښتونكى دى؟
احدي : ممكن دټولو افغاني ګوندونو څخه افغان ملت ګوند يو پخوانى ګوندو اوسي دظاهر شاه په دوره كي جوړسو موږ په كال 1969كي په پارلماني مبارزه كي ګډون كړىو د داود خان په وخت كي ټولو ګوندونو پټ فعاليت كاوه دجهاد په لومړى صف كي موږ قرار درلود او دكمونيزم په مقابل كي مو مبارزه كړيده بيامو د روسانو دحملې په مقابله كي، موږ په پاكستان كي متاسفانه په رسميت ونه منل شو او دنورو اسلامي ګوندونو لكه محاذ ملي او دنجات ملي اسلامي سره مو په ګډه جهاد كړيدى او اوس چي بيرته په هېواد كي ديموكراسي راغلي ده نوموږ خلـګو ته خپله ملي اسلامي او ديموكراته نظريه خلـګو ته وړاندي كوو،موږ فكر كو چي دايو بهترين تركيب دى دافغانستان دخلګو لپاره ځكه دافغانستان خلـګ مسلمانان دي، اسلام يو عمده ارزښت دى زموږ لپاره دخلګو لپاره افغانيت زموږ لپاره يو عمده ارزښت دى او ديموكراسي زموږ لپار يو عمده ارزښت دى. زه فكر كوم چي ډېر خلـګ او ډېرسازمانونه په ديموكراسۍ باندي معتقد نه وه خو اوس هر سړى دديموكراسۍ چيغي وهي لاكن موږ په ډېرو سختو شرائطو كي دديموكراسۍ غوښتنه درلوده او اوس يې هم لرو، همدارنګه په هغه سختو شپوكي موږ دافغانيت دعوه درلودله او اوس يې هم لرو او دخداى څخه شكر دى چي اوس هر نوى ګوند جوړيږي او يازاړه كه كوم ګوندونه دي ټول دديموكراسۍ دعوې لري چاته پېغورنه وركو خوشحاله يو چي زموږ د دعوې پېروي كوي فقط خلـګو ته دومره وايو چي موږ په دغه شي باندي عقيده لرو اوپه داڅلويښت كالوكي مو داخپل ارزښتونه ندي بدل كړي ممكن نور خلـګ يې بدل كړي او موږ دغه ارښتونوته وفادار يو او غواړو چي دافغانستان په راتلونكي سياست كي دهمدغه لپاره مبارزه وكړو.
سپېڅلى : افغان ملت ګوند دكومو موخو پر بنسټ دحامد كرزي لـه كانديداتورۍ څخه ملاتړ اعلان كړ؟
ډاكتر : دكرزي صاحب په راتګ سره ډېر مثبت تغيرات راغلي دي مثلاً زموږسيسټم دموكراټ سوى چي پخوانه و يو سلسله فردي حقوق دي، دښځو لپاره حقوق چي پخوانه و، ديموكراسي پخوانه وه اوس په عمل كي راروانه ده كه څه هم ډېره نده لا اقل ورته معتقد خوده، زموږ اقتصاد پدې دوه، دوه نيموكالو كي ښه سويدى په اجتماعي لحاظ دافغانستان حالت
ډېر ښه سويدى او موږ مطمئن يو دغه كوم بدلون چي راغلى دى، دغه كوم موْسيسات چي جوړيږي دادهغه نورمونو او معيارونو سره برابردي چي په جهان كي ديموكراتي موْسيسې او پر مختللي جوامع يې چي لري نودغه بدلونه دكرزي صاحب په وخت كي راغلي دي پدې اساس موږ په دغه بدلونونو خوشحاله يو او لاغواړو چي دغه بدلونونه نور هم دوام وكړي ترڅو چي دانقلاب تكميل شي او كرزي صاحب ژمنه كړيده، هغه نيمګړتياوي چي په تيرو كلوكي موجودي وې هغه به په راتلونكي پنځه كلونو كي لـه منځه وړي اوموږ باور لرو چي افغانستان به په راتلونكو پنځو كالوكي ښه اقتصاد ولري او اجتماعي موْ سيسات به مو دنړيوالو ميعيارونو سره سم جوړ سوي وي او سياسي سيسټم به مو داسلام په چوكاټ كي دديموكراسۍ پر اصولو ولاړ وي په همدغه يا سونو په لحاظ موږ په راتلونكو ټولټاكنوكي كرزي لـه كانديداتورۍ څخه خپل ملاتړ اعلان كړ او په عينى حال كي داويلاى سو چي انتخاب يو نسبى شى دى اوموږ پخپل فكر دټولو كانديدانو په جمله كي دكرزي صاحب پرو ګرام بشپړ بولو.
سپېڅلى : كندهار ته ستاسو دراتګ موخه دښاغلي كرزي په ګټه تبلغاتي كمپاين پر مخ بېول دي آيا همداسى ده؟
احدي: بلې هو! موږ خپل كمپاين په كابل كي شروع كړ، كندهار ته راغلو بل كمپاين به مو په جلال آباد كي وي كرديز،كندوز او مزار ته ځو دغه لويو ښارونو ته ځو داځل به ولاياتو ته هم زه ځم او اولسواليوته بيا نه سم تلاى هلته بيا نور زموږ ملګري ځي ځكه موږ دنوم ليكني په بهير كي لـه خلـګو سره مرسته كړيده همدا سي به په انتخاباتو كي لـه خلـګو سره مرسته كوو او كوښښ به كوو چي خلـګ دانتخاباتو مركزونوته ورسوو البته داكاربه دخپلو دوستانو سره كوو هغه چي موږ پوهيږو زموږ ملاتړ كوي همدارنګه به دګوند ملګري په مكتبونو، مسجدونو او كلوكي خلګوته دا موضوعات كوي او په ټول افغانستان كي به دغه ملګري دكرزي صاحب دكارونو مثبت ټكي او هغه نيمګړتياوو چي دبيانه كولو ژمني سويدي ټولو خلـګو ته به يې روښانه كوي تر څو خلـګ په اګاهانه ډول دنورو كانديدانو په منځ كي كرزي صاحب ته رايه وركړي.
سپېڅلى : څونده خوشبينه ياست چي ښاغلي كرزي به په راتلونكو ټولټاكنو كي داولسمشرۍ څوكۍ تر لاسه كړي؟
احدي : ډېر خوشبينه يم زه فكر كوم چي كرزى صاحب به يې وړي اودا اميد لرم چي په غټ اكثريت به برى تر لاسه كړي ځكه موږ هيله لرو چي كرزى صاحب به نور اساسي
تغيرات راولي او ښه به داوي چي دكرزي صاحب رايه فيصدي كي لوړي و اوسي، داسي نه وي چي په يو فيصده رايه بريالى سي اګر چي په اوله دوره كي په يو يا دوه فيصده اكثريت رايه ګټل هم اسان كارندى ځكه په 18 كانديدانو كي په لږ فيصدي زياتوالي سره هم رايه ګټل غټ برى دى خو موږ غواړو چي دى په يو غټه فيصدي سره برى تر لاسه كړي كه په اوله دوره كي نه وي نو په دوهمه دوره كي خو به په لوى اكثريت سره رايې وګټي.
سپېڅلى : دكندهار اولس ته څه ويل لرى؟
احدي : دغه پېغام چي زه دكندهار اولس ته لرم دټول افغانستان خلـګو ته يې هم لرم:
افغانستان ديو لوى تغير په درشل كي دى، دلته آزادي راغلې ده، دلته ديموكراسي راغلې ده ديموكراسي دخلګگو په خوښه حكومت ته وايې او خلـګ بايد پر ځان داتكليف ومني چي په اګاهانه ډول يو څوك انتخاب كړي او پوه سي چي څوك څه غواړي او موږ خوشحا ليږو چي د دوى انتخاب زموږ دانتخاب سره يو ډول وي خوكه زموږ دانخاب سره يو شى هم ونه اوسي لاقل په اګاهانه ډول خوبه په انتخاباتو او سياست كي اشتراك وكړي اوزموږ ديموكراسي خوبه قوي سي بيا تكرار وايم چي دافغان ملت ګوند لپاره ديموكراسي يو دسترو ارزښتونو څخه ده كه موږ يې وګټو يايې ونه ګټو خو ديموكراته فضا ْ زموږ لپاره يوه لويه كاميابي ده او غواړو چي خلـګ پكښي اشتراك وكړي.
حسنيار : د داوْد خان دمترقي ناسيو ناليزم او ستاسو دناسيو ناليزم ترمنځ عمده فرق څه شى دى؟
احدي : زموږ او د داوْد خان دسيسټم او دسياسي فلسفي په منځ كي عمده فرق دادى چي موږ پر ديموكراسي عقيده لرو داوْد خان پر ديموكراسي عقيده نه درلوده داوْ د خان هم يو وطن پرست او ملت پاله سړى و موږ هم وطن پرست او ملت پال يو موږ هم دافغانستان پر مخ تګ غواړو ده هم غوښت خو موږ ديموكرات يو هغه نه و نصبتاً هغه دزور لـه لاري يې غوښتل چي په افغانستان كي تغيرات راولي زه خپله داوْد خان ته په ډېره احترام قائل يم دافغانستان په تاريخ كي نوموړى ډېر مثبت تحولات په وجود راوستل خو زموږ په سياسي فلسفه كي يو څه فرق سته.
حسنيار :ستاسو په سياسي فلسفه كي دكندهار ارزښت څه شى دى اوكندهار دافغانستان په اوسنى سياست كي څه رول لري؟
احدي :زموږ په سياسي فلسفه كي د دولت جوړول او دملت جوړول يولوى مفهم دى. موږ په هغه نظر يو لكه دالمان مشهور فليسوف هيګل چي ويلي دي ( د دولت جوړول دملت دتحقق اعلى مرحله ده ) دافغانستان دولت په كندهار كي جوړ سوى دى ددغه دولت جوړېدل دافغان دملت دتحقق يوه اعلى مرحله سوېده. په دې اساس موږ ته كندهار ډېر تاريخي او سياسي اهميت لري تبعاً موږ دټول افغانستا دخلګو قانوني مساوات غواړو دهيچا لـه پاره كوم امتياز نه غواړو دټول افغانستان ټول اتباع افغانان دي دحقوقو و جايبو لخوا مساوي دي زموږ په نظر كي اوس موږ ته دافغانستان هر اينچ خاوره مقدسه ده دومره راته ګرانه ده لكه كندهار چي دى خو كندهار دتاريخي لحاظه دا امتياز لري چي دافغانستان دولت دلته جوړ سوى دى موږ دغه تاريخي لحاظ د ډېرو اعتبارو وړ بولو د احترام په سترګو ورته ګورو.
حسنيار : په پارلمان كي به دپښتو ژبي دملي كولو او تعميم لـه پاره څه پروګرام لرى؟
احدي : زموږ په پروګرام كي پښتو ژبه يوه محكومه ژبه ده پښتو ژبه له سلګونو كلونو نه په افغانستان كي محكومه ژبه پاته سوې ده په افغانستان كي تر پښتون بل ستر قوم نسته زه فكر كوم دادپښتو او پښتنو سره ستره جفا ده چي پښتو دي دغسي يو محكوم حالت ولري. دافغان ملت ګوند د اولي مرحلې نه چي جوړ سوى دى دپښتو تامين يې يو لوى هدف و
مينه وال : محترم احدي صاحب د پښتو ژبي دمحكوميت علت څه وو او ولي محكومه پاته سوېده؟
احدي : داكه ديو بل چانه پوښتنه وكړي ښه به وي خو بيا هم زه فكر كوم چي پخوا دتاريخي لحاظه په دې سيمه كي فارسي په دولتي سطحه باندي لږ زره زياته دمنلو وړوه كله چي داحمد شاه بابا دولت جوړ سو هغوى هم خپل معاملات په هم دې ژبه روان كړل خوښه هغه وخت بل وخت وو دوه سوه كاله پخوا وه زموږ هيله داوه چي لا اقل سل يو نيم سل كاله مخكي خو بايد پښتو عموميت پيدا كړى واى په هر حال داچي
پخوا داكارنه دى سوى په دې اړه موږ ډېر خواشيني يو خو دا ددې معنى نه لري چي بايد په راتلونكي وخت كي دي هم ونسي، دافغان ملت ګوند يو عمده پروګرامي ټكى هم دادى چي پښتو عموميت پيداكړي دا هغه وخت عملي كيدا سي چي حكومتي رسمي معاملات رښتيا هم په پښتو باندي وسي،موږد حكومت نه داغوښتنه كوو چي لـه پښتو سره دي په حيث دعملي رسمي ژبي كومك وكړي موږ داساسي قانون دتېريدو په وخت كي دا موضوع وړاندي كړه ومو ويل چي په اساسي قانون كي دي وليكله سي چي پسله لسو كلونو د دولت ټول مامورين بايد وكولاى سي چي په پښتو او فارسي ليك او لوست وكړي متاْسفانه هلته ونه منله سوه په آينده كي به هم موږ ددغه مطلب دتحقوق لـه پاره هلي ځلي كوو.
مينه وال : دافغان ملت ګوند اساسي اهداف او پروګرامونه څه دي؟
احدي : دارزښتونو لـه لحاظه زموږ لـه پاره اسلام يو لوى ارزښت دى داسلام نه دفاع مراعت كول او داسلام سره سم ژوندكول دا زموږ لـه پاره موهم شى دى لـه پخوا نه هم وو اوس هم دى په آينده كي به هم وي زموږ لـه پاره افغانيت موهم دى ملي هويت او ملي وحدت راته موهم دى زموږ لـه پاره ديموكراسي موهمه ده په دغه ارزښتونو باندي ولاړ مو سيسات غواړو په ديموكراسۍ باندي ولاړ انتخابات غواړو موږ پارلمان غواړو موږ داقتصاد ازاد بازار غواړو زموږ دګوند اكثره مرامونه اوس په اساسي قانون كي ځاى سوي دي، زموږ هدف دادى چي واقعاً ملي ټولنه جوړه سي زموږ هدف دا دى چي واقعاً ديموكرات رژيم منځ ته راسي زموږ هدف دادى چي واقعاً يو ازاد اقتصاد چي هلته ددولت قوي نظارت مهم وي رامنځ ته سي او په هغو ساحوكي چي خصوصي سكتور حاضر نه وي چي سرمايه ګذاري وكړي هلته بايد دولت سرمايه ګذاري وكړي دغه سي يو حالت رامنځ ته سي موږ فردي مصوْنيت دخلګو لـه پاره غواړو موږ سياسي ازادى دخلګو لـه پاره غواړو لكه څرنګه چي مو وويل انشا ْ الله په فضل دخداى په اساسي قانون كي اكثره دغه شيان ځاى سوي دي خداى  دي وكړي چي اوس دغه اهداف دعمل په ساحه كي رامنځ ته سي.
حسنيار : تر انتخاباتو وروسته به اساسي بدلون په كومه ساحه كي زيات وي؟
احدي : زما په عقيده دحكومت ستر مشكل دامنيت په ساحه كي دى موږ هيله لرو چي امنيت ته خاصه پاملرنه وسي او په دې ساحه كي ملي اوردو او ملي پوليسو ته خاصه پاملرنه
وسي موږ په دغه اوسنى ساختار دملي اوردو ډېر راضي نه يو زما په فكر ملي اوردو بايد غير حزبي او مسلكي وي دملي اوردو خلـګ چي اوس نيول سوى دى حتى صاحب منصبان هم خاص په مسلكي اوصولو نه دى نيول سوى نو دامنيت لـه لحاظه بايد امنيت ته خاصه پاملرنه وسي تخلوف لـه قانون څخه چي پر ټولو خلـګو على سويه نه دى عملي سوي دايو بل لوى مشكل دى بايد قانون پر ټولو خلـګو على سويه عملي سي بل كومكونه لـه افغانستان سره سوي دي خو اقتصادي ضايعات هم پكښي ډېر سوي دي بايد داقتصادي ضايعاتو مخه هم ونيول سي زما په عقيده دافغانستان په اداري نظام كي ضد ونقض شيان ډېر دي ځيني موْ سيسات دكمو نستانو لـه وخته راپا ته دي ځينين قوانين د داوْد خان لـه وخته راپاته دي موږ اوس نوي اقتصادي سيسټم لرو نوى سياسي او اجتماعي سيټم لرو زموږ قوانين بايد لـه دغو سره سم سي، بايد يو عمومي تجديدي نظر پرټولو موسيساتو باندي وسي زموږ ځيني موسيسات بلكل دسټالين دوخت موسيسات دي او هغه دكمونستانو په وخت كي البته يو ضروري شى و دهغوى په سيسټم كي په ازاد ديموكرات سيسټم كي دغه موْ سيسات كيداى سي دغه رول ونه لري، لكه پخوا چي يې درلود، زموږ غوښتنه لـه حكومت څخه داده چي دغه ريفورمونه او دغسي اصلاحات په راتلونكي اداره كي پسله انتخاباتو راولي.
مينه وال : تاسو مخكي د ديموكراسۍ په اړه څه خبره وكړه چي ستاسو دګوند د درې ګونو بنياد اصولو څخه يو اصل ديموكراسي ده كه راته وواياست چي ياده سوې ديموكراسىبه پرغربي اصولو ولاړه وي كه پر اسلامي اصولو ؟
احدي : موږ ديموكراسي داسلام په چوكاټ كي غواړو ځيني اساسات د ديموكراسۍ دي چي هغه په ټوله دنيا كي چيري چي كوم ديموكرات سيسټم وي هغه بايد ولري هغه غربي او شرقي نه لري، فرضاً په ديموكراسي كي خلـګ حق لري چي خپل زعيم وټاكي يوازى خلـګو ته حق وركول كيږي چي خپل مشر په خپله انتخاب كړي خپل نمائنده په خپله وټاكي كه يې په خپله وټاكه دا ديموكراسي ده كه يې ونه ټاكه بل هر نوم چي پرژدې ديموكراسي نه ده بياكه شرقي نوم پرژدې كه غربي ازا دي دمطبوعاتو جوز د ديموكراسۍ دي ازادي داحزابو جوز د ديموكراسۍ دي داكه په اسلامي ټولنه كي وي كه په غربي ټولنه كه وي ازادي د احزابو د ديموكراسۍ لـه جوز څخه ده، فردي مصوْنيت دحكومت داستبداد نه پرته د ديموكراسۍ جوز دى خدا ى دي وكړي كه په اسلامي جامعه كي وي كه په غربي ټولنه كي وي. يوازنى شى
چي موږ يې وايو داسلام په چوكاټ كي هغه دا دي چي ځيني نواهي او عوامير دي په اسلام كي موږ پارلمان ته حق نه وركو چي داسي قانون تېر كي چي دهغو نواهيو او اومرو مخالف وي فرضاً په اسلام كي شراب څښلو، زنا او لواطت كولو ته اجازه نسته نو كه پارلمان وغواړي چي داسي شيانو ته اجازه وركړي كه څه هم پارلمان دخلګو نمائنده دى دا حق نه لري چي داسي قوانين تېر كړي، اساسي اساسات غټ اساسات د ديموكراسۍ په ټوله دنيا كي هر چيري چي وي يو شى دى چي هغه انتخابات دي تعدد د احزابو دي ټاكنه دمشرده پس لـه خداى حاكميت دملت دي نه ديوې خاصي طبقې، ډلي يا كورنۍ دغه اساسات بين المللى دي په ټوله دنيا كي هر چيري چي ديموكراسي وي دغه شان به پكښې وي زه فكر كوم ځيني وخت خلـګ مبالغه كوي دخلګو ذهن ورګډ وډه وي داسي ښكاره كوي چي خداى  مكړه اسلام او ديموكراسي متزاد دي د دنيا ستر اسلامي عالمان په دې نظر دي چي اسلام او ديموكراسي متزاد نه دي ځيني شيان دي ممكن په يوه ديموكراته ټولنه كي ځيني خلـګ مخالفت تصاميم ونسي د ارشاداتي الهي نه هغه موږ ته روانه دي په هغه ساحه كي موږ په قانوني توګه وايو پارلمان مطلق قدرت دقانون جوړولو نه لري په هغه ساحه كي چي اجازه ورته سته په هغه ساحه كي به دوى خپل قانون جوړه وي.
مينه وال : ښاغلي احدي صاحب ستاسو په ځينو مقالو كي چي زه وينم ځيني حماسي بيتونه وي شعر په سياست كي څه رول لري؟
احدي : شعر يو مطلب يوه مفكوره په ډېر لنډه ژبه په ډېر غټ وضاحت سره افاده كوي كيداى سى هم هغه مطلب چي په شعر كي ادا سوى وي زه پر هغه باندي لس دقيقې وږغيږم اما يو شاعر كولاى سي په يوه بيت كي خپل طلب ادا كړي په هغه اساس باندي زه اكثراًخپل مطلب اول ادا كوم اما ددې لـه پاره چي فوق العاده واضح سي خلـګو ته بيا خلاصه د مطلب په يوه فرد كي وړاندي كوم خلـګو ته زما منظور دادى چي هم پوه سي.
حسنيار : دعدليې وزارت ستاسو لـه مرام نامې څخه كوم ټكى ليري كړل او انګيزه يې څه وه؟
احدي : دعدليې وزارت زموږ دمرام نامې څو ټكي موږ ته وښودل او و ويې ويل : دابايد ا يسته كړي زموږ په مرام نامه كي وه چي موږ شريعت او شريعتي به حاكم قانون وي بيا موږ مذهب حنيفي ويلي وو، دوى وويل فقط حنيفي د دوى دقانون
پر اساس بايد داشى ايسته سي فقط هغه شريعت صحيح دى او هغه كفايت كوي. زموږ په مرام نامه كي ليكل سوې وه چي موږ پښتو او فارسي دواړي ژبي په حيث درسمي ژبو منو اما پښتو ژبه په حيث دملي ژبي منو دوى وويل : داد قانوني اساسي سره مخالف دى دا بايد ټول ځيني ايسته سي يوه دوې جملې نوري هم وې زموږ په مرام نامه كي ليكل سوي وه چي موږ ديموكراسي غواړو په ديموكراسۍ كي هم پارلماني سيسټم منو او هم رياستي سيسټم منو خو تر جيح پارلماني سيسټم ته وركوو او كه رياستي سيسټم راسي هغه هم منو، دوى ويله چي پارلماني سيسټم ځيني ايسته كى يوازي رياستي سيسټم راولى ځكه په اساسي قانون كړي يوازي رياستي سيسټم راغلى دي موږ په مرام نامه كي ويلي چي موږ په پارلماني سيسټم كي متناسبه نمائند ګي غواړو اوس په افغانستان كي متناسبه نما ينګي نه ده، په ولايت كي چي هر چا ډېر رايې يو وړې موږ هغه وخت هم ويلي وه چي موږ حوزوي نمائند ګي منو، زموږ تر جيح دې ته ده، څلور پنځه ټكي داسي دي چي ځيني يې ډېر مهم او ځيني يې چنداني مهم نه دي دا يې ځيني ايسته كړي دي زموږ په عقيده دعدليې وزارت برداشت په دې هكله دروست نه دي، يعني يو حزب كولاى سي چي په ځينو مواردو كي دقانوني اساسي نه مخالف موقف اختيار كړي په شرط ددې چي دايو ټكى ورسره ومني چي تعادل په قانوني اساسي كي دقانوني اساسي پراساس به وي،يعني يو حزب حق لري چي وړانديز وكړي چي موږ وايو پښتو دي ملي ژبه وي سره لـه دې چي په اساسي قانون كي دانسته اما په شرط ددې چي موږ دادزورله لاري تعميل نه كړو، دهمدغه اساسي قانون لـه لاري فرضاً لويې جرګې ته پيشنيهاد سي تاسو دغه شى ومنى زه فكر كوم چي دغه داعضاو حق دى.
په ديموكراسي كي احزاب حق لري چي هره ماده دقانون قبوله نكړي او وړانديز وكړي چي دابدله كړي موږ نه غوښتل چي دعدليې وزارت سره په جنجال واوړو كه څه هم زموږ په فلسفه او موقف كي يو دوه ټكي يو څه موهم وخصوصاً دپښتو ژبي دملي كولو په اړه كيدا سي دا موضواعات ممكن وروسته واضح سي ( انشا ْ الله) دوخت په تېريدو سره به دوزارت عدليې مامورين هم پوه سي چي ديموكراسى هغه شى نه ده چي دوى يې تعبيره وي.
مينه وال : ښاغلي احدي صاحب خلـګ وايې چي افغان ملت ګوند دبهرنى ايډالوژۍ تر اغيزي لاندي دي ايا داو قعت
لري؟
احدي : تاسو مخكښي پوښتنه وكړه كه موږ د بهرنى ايډيالوژى تر اغيزي لاندي واى موږ به ديموكوراسي داسلام تابع نه كوله موږ فكر كوو چي دافغان ملت ګوند يوازنى ګوند دى چي دافغانستان د ارزښتونو په اړه يې هم په اوصولي ډول فكر كړى دى هم يې واقعيت ته ځاى پكښي وركړى دى، موږ كوم تركيب چا را وستلى دى موږ وايو چي زموږ دجامعي واقعيت اسلام دى اسلام زموږ ارزښت دى او موږ په عيني حال كښي ديموكراسى غواړو دديموكراسۍ اساسات چي زه يې منم لكه انتخابات، احزاب او داسي نور څه دي اما زه يو قيد په پارلمان ږدم هغه دا چي هغه دا چي پارلمان نسي كولاى په ارشاداتي الهى كي تغيرات راولي، هغه څوك چي فكر كوي موږ لـه خارج نه څه اخلو زه ډېر علاقه من يم چي راته وښيې چي كوم خاريجي دا نظر وركړى دى امكان لري اولين نظر موږ وركړى تقريباً 22، 25 كاله مخكښي ما په يوه مضمون كي وليكل ( تيوري حكومت اسلامي) چي دانظر هلته وړاندي سوى دى دا داوسني شى نه دى هر قسمت زموږ دمفكورې دافغانستان د واقعيتونو سره برابر دي اما دبين المللي منل سوي وصولو هم متابعت كوو ځيني چپي ډلي وې چي فقط دخارج څخه يو ماډل راوړى بېله دې څخه چي فكر وكړي چي داپه افغانستان كي اهمت لري كه يا دلته به يې راوړل او فياده كول ملت خو پريږده دوىبه په خپله هم نه په پوهېدل ځيني راسته ډلو هم دغسي كول ځيني اخواني ډلو هم اخوان المسلمين پروګرامونه دلته پلي كول اخوان المسلمين په مصر كي منځ ته راغلې ډله د ه دمصر حالت دافغانستان څخه ډېر بېل دى بلكل فرق يې درلود په مصر كي شريعت تر اوسه هيڅ نه دى حاكم سوى پخوا هم نه وو حاكم په افغانستان كي مدا ماً شريعت نافظ وو.
حسنيار : شعر پر سياست زيات اغيز كوي او كه سياست پر شعر باندي؟
احدي : داښه خبره ده كه لـه يو شاعر نه پوښتنه وكړي لكه جهاني صاحب يا ديو بل كوم شاعر څخه زه په شعر كي ډېر كم معلومات لرم ډېر څه نسم په كښي ويلاى فكر كوم دواړه يو پربل باندي تاثير كوي شاعر الهام لـه جامعې نه اخلي مشكلات دجامعې ويني پر هغه باندي ږغيږي كله چي هېواد روسانو نيولى وو اشعارو ډېر حماسي رنـګ درلودى دوطن مينه، ازادي، قرباني، مبارزه او جهاد داسي نور شيان پكښې وه دغمخور صاحب هغه شعر (بياد تكبير په منا روكي ) يعنى داهغه
د جهاد دوخت انعكاس دى كنه نو تبعاً سياست په شعرباندي تاثير كړى دى شاعر يو شعر وايې په يوه غټ مهظر كي هغه مهظر چي په احساساتو راځي دا خلـګ بيا دعمل په ساحه كي په يوه ابتكار باندي لاس وهي زه فكر كوم دواړه يو پربل باندي تاثير كوي شعر پر سياست باندي سياست پر شعر باندي خو هر شعر هم تاثير نه كوي يو شعر چي هم لطافت د كلام ولري او هم محتوا ولري په اړه هر شاعردانه لري فرزاً سعدي په دې حصه كي ډېر ښه و رحمان بابا ډېر ښه و ځينو نورو په دغه معاصرو شاعرانو كي جهاني صاحب ډېر ښه دى اما زه به دا ووايم چي زه په شعر كي هيڅ معلومات نه لرم ښه ده چي څوك په شعر كي ښه معلومات ولري لـه هغه سره وږغيږي.
تابع : دهېواد په اوسني شرائطو كي ژور نالست څه رول لري؟
احدي :ژور نالست فعلاً ډېر لوى رول لري هغه دا چي موږ يوه نوې تجريبه پېل كړي ده داتجربه دديموكراسۍ ده يو ژور نالست دخلګو او حكومت ترمنځ رابطه تړي دخلګو حال دژور نالست لـه لاري چارواكو ته رسيږي دچارواكو كردار،تحليل دژورنالست له راډيو موږ ته وايې چي څه حال دى اخبار موږ ته وايې چي دخلګو څه ښه يا بد حال دى اخبار،راډيو يا تلويزون موږته دحاكميانو خبر را كوي يا D.D.R كامياب دى كه ناكام نتائج يې ښه دي كه بد دمعارف پروګرام عمومي كول ښه دى كه بد دا ژورنالست دى چي ناظر د اوضاع دى په حكومت باندي هم نظارت كوي چي خلـګو ته دې داوعده وركړې وه سياست مدارنو ته دې پروسږكال داوعده وركړې وه په دغه كال كي تا داخپلي وعدې پر ځا كړي دي دا دي نه دى پر ځاى كړي چا چي پر ځاى كړي وي خلـګو ته وايې چي دغه سړي دغه خپلي ژمني پر ځاى كړي دي هغه بېرته باعث ددې كيږي چي دبيا لـه پاره يې بيا ملاتړ وسي هغه چي ژمني يې نه وي پر ځاى كړي ژور نالست خلـګو ته وايې چي دغه خپلي ژمني نه دي پر ځاى كړي په غرب كه ورته وګورې په انتخاباتو كي دسياستمدار دپخوانۍ وعدو تلويزوني كېسټونه خلـګو ته ښكاره كوي فرضاً دمثال په توګه يو وخت جورج بوش ويلي وه د بوش پلار زما ژبه ولولى نوى ټكس به درباندي نه ژدمه دوه كاله وروسته يې ټكس پر پورته كړ بل ځل چي انتخابات كيدل دغه اصطلاح به يې يو لس زره كرته په تلويزون كي راغلي وي مخاليفينو به يې ورته اېښوده چي تاخو دا ويلي وه او ژور نالستانو هم داسي كول
ځكه وايم چي ژور نالست ډېر لوى رول لري زما غوښتنه د ژور نالستانو څخه داده چي ددوى درول او زور سره مسوْليت هم راځي هر ژور نالست نسي كولاى چي په هره ساحه كي نظروركړي هم په هنر كي هم په دين كي هم په سياست كي هم په معارف كي متاْسفانه په افغانستان كي اوس دغه حال روان دى دافغانستان په ژور ناليزم كي اوس تحليلي مواد نسته په سرمقالوكي داخبارو هغه عام شيان دي كه دي نه واى لوستي هم هغومره معلومات پكښي وي چي ممكن لـه تاسره مخكي هم وي يو ښه دليل ددې داهم دى چي موږيو با معنى ژور ناليزم نه لرو زموږ هېواد 25 كاله په جګړه كي بوخت و ژورنالست ددې لـه پاره چي ښه ليكنه وكړاى سي او ښه نظر وركړي بايد متخصص و اوسي متخصص ژورنالست دتحصيل او تعليم څخه منځ ته راځي دلته زمينه دتخصوص موجوده نه وه نو په دې اساس زموږ دژور ناليزم سويه متاْسفانه لږ زره ټېټه ده خو په ديموكراسى كي ژور ناليزم ته اوس څلورم قدرت په حكومت كي وركول شويدى اجرايه قوه،مقنينه قوه،قضايه قوه او اطلاعيه قوه نو په دې اساس زما په عقيده ژورناليزم مسوليت خو فوق العاده زيات دى هيله ده چي ژور نالستان خپل مسوليت ته متوجه سي.
په هغه موضوع چي رښتيا صحيح نظر نه لري بهتره ده چي هيڅ نظر ورنكړي لـه دې څخه چي نظر وركړي بي علمه نظر وركړي بي خبره نظر وركړي.
حسنيار : احدي صاحب ډېره ډېره مننه چي دخپلو ستړياو سره مو موږ ته وخت راكړ او مركې ته حاضر سواست.
احدي :مننه