|
|
ليكواله:- انيسه جان
ژباړن :- جان محمد صالح / كندهار
ښځه د ټولنې ډېوه ده
ښځه په كورنۍ كې يو ډېر مهم او عمده رول لري . يعني د
كورنۍ نظم او اداره، د ماشومانو سالمه روزنه او د كورنۍ څخه بهر د خپلې
ټولنې لپاره خدمت كوي د ښځي بنسټيزې دندې جوړوي . په كور او كورنۍ كې د نظم
اصلاح راوستل هم د ښځي له دندو څخه شمېرل كېږي ، كه چېرې په كورنۍ كې ښځه
چې د يوې كورنۍ ضروري غړى بلل كېږي موجوده نه وي په اصل كې نوموړې كورنۍ يا
كر هيڅ ډول نظم او اداره نه لري نو ځكه ورته كورنۍ ويلاى شو.
ښځه د كورنۍ عمده تشكيلونكې ، كنترولونكې او د سمون د چارو او د امتياز
څښتنه ده . په عمومي ډول و يلاى شو چې د ماشومانو روزنه د ښځې دنده ده
البته همدارنګه ښځه ده چې د سالمې او غير سالمې روزنې درلودونكي ماشومان
ټولنې ته وړاندې كوي . افغان مېرمنې د نورې نړۍ د مېرمنو په پرتله ډېر
مسووليتونه لري .
په عمومي ډول زموږ د ټولنې زيات شمېر ښځې بدبختانه د لوى څښتن (جل جلالهُ )
د لوى نعمت څه چې هغه پوهه ده بې برخې او پاته دي خو ډېر او د وياړ ځاى دا
دى چې دوى له دې سره سره چې پوهه نه لري د خپلو ماشومانو په سالمه روزنه كې
يې د يادونې وړ هڅه كړې ده او تر خپله وسته يې د زده كړې په لاسته راوړلو
كې كوښښ كړى . دا په دې هيله چې له يوې خوا ماشومان د زده كړي څه بې برخې
پاته نشي او له بلې خوا د خپل هېواد او ټولنې لپاره د خدمت مصدر وګرځي.
كه چېرې موږ افغاني ټولنه د غير افغاني ټولنې سره پرتله كړو نو ليدل كېږي
چې زموږ د ټولنې د ماشومانو شمېر د غير افغاني ټولنو د ماشومانو د شمېر په
پرتله ډېر دى خو د همدې لوى ستونځي سره سره افغان ميرمنو تل خپل ماشومان د
سالمې روزنې په فضا كې ساتلي او خپلې ټولنې ته يې د خدمت لپاره وړاندې كړي
دي ، البته ددوى دا كار د ډېرې ستانې وړ بللاى شو . بله ډېره مهمه او
ارزښتناكه دنده د يوې ښځي لپاره دا ده چي له خپلي كورنۍ څخه بهر خپلي ټولنې
ته خدمت وكړي ،يعني كوم مسوْليت او دنده چي دوى يې د خپلي كورنۍ په وړاندې
لري همدا مسووليت له خپلې ټولنې په وړاندې هم لري ، ځكه بايدخپلې ټولنې ته
خدمت وكړي . مېرمنې بايد د بېلابېلو دندو په څنګ كې ډاكټرانې ، د ډاكټر
مرستيالانې ، انجنيرانې او د نورو دولتي او غير دولتي دند د پر ځاى مهارت
ولري ځكه په كوم ارګان كې چې نارينه طبقي ته اړتيا شته په همغه اندازه ښځو
ته هم دا اړتيا ليدل كېږي .
په پاى كې بايد ووايو چې ښځه د ټولنې ډېوه ده |