|
|
م. باور
دادبي اثر ژبنۍ ځانګړني
دمخه تر دې چې په ادب، يا ادبي اثر کې د ژبې د کارونې په اړه څه
ووايو، لازمه ده يادونه وکړو، چې هره ليکنه له ځينو واحدونو څخه چې جملې يې بولي،
جوړېږي او جمله له ځينو توکيو (اجزاوو) څخه چې کليمې ورته وايي، جوړه وي.
کليمې د ژبې هغه قراردادي نښې دي، چې ليکوال د هغه په کارولو سره خپل فکر او خيالات
څرګندوي (بيانوي) او لوستونکي د هغه په لوستلو سره د ليکوال له ذهني مفاهيمو سره
اشنا کېږي.
يوه ليکنه هغه وخت ادبي ارزښت تر لاسه کولى شي، چې ليکوال يا اديب له هغو وسيلو څخه
چې په لاس کې يې لري، (کليمې) په ډېره ښه او مناسبه توګه کار واخلي.
په دې مانا چې کليمې او د هغو د کارونې مناسب ځاى وپېژني او په خپله ليکنه کې له
داسې کليمو څخه کار واخلي، چې د ده مقصد او پيغام ژر په ښه او اسانه توګه مقابل
لوري (لوستونکي يا اورېدونکي) ته ورانتقال کړي. کوم پيغام چې په ليکنه کې نغښتى وي،
هغه د لوستونکي په ذهن کې کښېني.
مشهور ايرانى ليکوال، پروېز خانلري په خپل اثر در بارۀ زبان فارسى) ١٤٧مخ کې په دې
هکله وايي: ليکوال يا اديب دا دنده لري، چې الفاظ يا تعبيرونه د يو صراف يا زرګر
په څېر په يو حساس محک وازمويي، کره او ناکره يې سره بېل کړي او ټول توکي يا اجزاوې
په ژوره توګه داسې سره وپېژني، چې هر يو يې په مجموع کې په خپل ځاى مناسبه ښکلا
ولري. دغه محک له ذوق نه پرته بل څه نه دى. خو دغه ذوق د نورو سترو او پياوړو
هنرمندانو د اثارو او افکارو په دقيقه او ژوره مطالعه او د هغو د کار په طريقو او
لارو چارو باندې په پوهېدلو سره پالنه او پياوړتيا مومي.
همدغه ليکوال په خپل يو بل ا ثر روش نويسندګان بزرگ ١٤٢مخ کې ليکي: ليکوال چې
کومې کليمې کاروي، هغه بايد په ډېر غور او دقت انتخاب کړي. هغه کليمه چې لومړى او
ژر ذهن ته ورځي، ونه کاروي. بايد په پام کې ولري، چې حتى دوه کليمې هم داسې نه شي
موندلى، چې کټ مټ يو ډول مانا او مفهوم ورکړي. همېشه د ډېرو کمو توپيرونو او
اختلافاتو شته والى هم مترادفې کليمې يوه له بله بېلولى شي. ليکوال بايد دې اختلاف
ته پام وکړي او هماغه کليمه په کې انتخاب کړي، چې د ده ذهني مفهوم ښه او ژر نورو ته
ر سولى شي.
د پايلې او نتيجې په توګه ويلاى شو، چې د هر ادبي اثر ژبه بايد له ادبي ښېګڼو او
ځانګړنو څخه برخمنه وي او د اثر په ټولو برخو کې د لفظ او مانا تر منځ اړيکې او
فکري تسلسل موجود وي. همدغه د ادبي ژبې تر ټولو غوره ځانګړنه ده. |