|
|
پروين پژواک، کاناډا
ژباړه: شريفه هادي ساپۍ
دمرجانی سلام
دويمه برخه
تالان
بيا په هوا کې يم، زړه مې د يو ډول تلوسې او پټې وېرې له امله رېږدي، له
بره نه له واورو ډک غرونه وينم، چې ځمکه يې په غېږ کې نيولې ده او دا مې
مور راپه يادوي. غرونه ګورم او د پلار غږ مې اورم، غرونه ګورم او ورسره مې
د وجود ذره- ذره د تېرو خاطرو له پژواکه ډکه شي.
له خپل ماشومتوبه مې ډېر څه په ياد نه دي پاتې، نه مې دې په ياد چې کومه
خور او ورور مې درلود او که نه. يوازې مې دا په ياد دي چې له ماشومانو سره
مې لوبې کولې. مور مې لږ- لږ راپه يادېږي، اوږدې کوڅۍ يې وې، ما به يې
اوږدې کوڅۍ په لاس کې ونيولې او په خواږه خوب به ويده شوم، ښايي تاسې باور
ونه کړئ، خو زما په ياد دي چې کله مې مور غوښتل ما له تي نه بېله کړي، نو
خپلې کوڅۍ به يې پر خپل تي خورې کړې، چې وېښته يې زما په خوله کې ولاړ شي
او له شيدو رودلو نه مې زړه تور شي.
پلار مې نه دى په ياد، پلار به مې درلود؟ خامخا مې درلو، کله- کله په خوب
کې د يوه سړي غږ اورم چې نارې راوهي، خامخا مې د پلار غږ دى، په خوب کې د
هغه غږ ښه پېژنم، ښه غږ لري، خو چې څو راويښېږم له ياده مې وځي.
له خپل کلي نه مې يوازې د هغه لوړ غرونه په ياد دي، سيند و او که غټه وياله...
نه پوهېږم، خو په اوبو کې د وړو لاسونو چړپ- چړپ مې په ياد دى. دا هغه تر
ټولو خوږه خاطره ده چې له وړکتوبه راپاتې ده. کله چې غواړم په زور څه شى
راپه ياد کړم، هر څه رنګ بايلي او ساختګي ښکاري. خو کله ناکله د خوب او
ويښې تر منځ دغه يادونه خپله لکه د څراغونو په شان راکې روښانه شي، هغه وخت
نو دوه واړه او خوشاله لاسونه وينم، چې په خندا اوبه چړپوي او د اوبو ساړه
او تاوده څاڅکي، لکه د نور ذرې هوا ته پاشي او ورسره د اوبو په تل کې رڼې
شګې راپه يادېږي چې ځلېږي. نه پوهېږم چې دري مې مورنۍ ژبه ده او که مې هغه
وروسته زده کړې ده؟ په دې هم نه پوهېږم چې نوم مې مرجانه دى او که يې هغه
وروسته راته بدل کړى دى؟ خپل نوم مې خوښېږي. په دې هيله مې خوښېږي، چې دا
هغه نوم دى چې پخوا مې مور او پلار په وار- وار په دې نوم غږ راکړى دى. که
يې په پالنځي کې د نوم ليکنې پر وخت نوم سم نه وي راته ليکلى؟ که يې دا نوم
وروسته راکړى وي؟؟؟ جنايت يې کړي، زما په برخه کې يې بيا هم جنايت کړى دى،
له څېرې نه مې ناشونې ده چې په څه پوه شي. ونه مې نه لوړه ده او نه ټيټه.
جوړښت مې نه ډېر زړه وهونکى دى او نه ډېر زړه راښکونکى. رنګ مې نه ډېر سپين
دى او نه ډېر سوى. سترګې مې بادامي دي، د سترګو او وېښتو رنګ مې نصواري دى.
هېڅ ځانګړو خلکو او ځانګړې سيمې ته نه يم ورته او لکه د ډېرو هغو خلکو په
شان چې تر اوسه مې ليدلي کولاى شم د خپل هېواد ټولو سيمو او خلکو ته اړونده
اوسم.
شبنم مې ښوروي، يوه هغه چارواکې چې په الوتکه کې راسره ده، رومال راته نيسي،
زه او شبنم څلورکونجه رومالونه په درې څنډيز ډول قاتوو او بيا يې په سر کوو.
زما د سر رومال سپين دى او د شبنم هغه سپين. نيليک د ورکړل شوي رومال رنګ
نه خوښوي او بيا- بيا غواړي چې يو آبي رومال ولري. چارواکې ښځه په زړه تنګي
رومالونه لټوي او د نيليک د تور رومال پر ځاى هغې ته يو ابي رومال ورکوي.
ټول خاندو او له حيرانتيا نه په ډکې خوشالۍ د رومالونو څنډې په خپلو غاړو
کې غوټه کوو. په تاجکستان کې به مو ټيکرى نه پر سر کاوه، نه مو ديني زده
کړې درلودې، خپلې شا و خوا ته ګورم، د پنځوسو په شا و خوا کې نجونې او
هلکان يو او ټول د څوارلسو او پنځلسو کلونو تر منځ. موږ لومړنۍ ډله يو چې
خپلو کورونو ته راستنېږو. له هغې ورځې چې په يتيم خانه کې وطن ته د ستنېدو
خبر خپور شو، ټول تلوسو په مخه کړو. ښې او بدې اوازې خورې شوې، د ناديا ډله
وتښتېده او د دوشنبه په ښار او شا و خوا کې د خپلو دوستانو په کورونو کې پټ
شول. يو شمېر هم لکه زموږ نه يوازې پاتې شول، بلکې په ډېره بې صبرۍ يې وطن
ته د ستنېدو انتظار ايست. له دې ټولو سره دا دى اوس مو بېکسه زړونه له وېرې
او ډول- ډول سوالونو ډک وو، په وطن کې به څوک موږ ته لار څاري؟ ايا زموږ په
ليدو به د چا سترګې له اوښکو ډکې شي؟ او کوم زړه به له خوشالۍ نه په ټوپونو
شي؟ ايا څوک به د لورې غږ راوکړي؟ څوک به زويه راته ووايي...؟
هوا تياره شوې وه چې زموږ الوتکه د کابل پر هوايي ډګر راکوزه شوه، همدا چې
دروازې پرانيستل شوې، نه پوهېږم د هيجان او احساساتو له امله وو، که رښتيا،
خو يوه جنتي هوا مې پر مخ ولګېده. همدا چې له الوتکې راکوزېدم، د باران
پاسته څاڅکي مې پر تودو باړخوګانو راکوز شول، ښايي اوښکې وې. د خاورو او
اوبو بوى هوا نيولې وه، هوايي ډګر تياره و، يوه ډله له موټرونو سره په
ميدان کې د الوتکې زينې ته مخامخ زموږ منتظر وو. د موټرانو څراغونه روښانه
وو، د موټرو په رڼا کې شونې نه وه چې څېرې يې ووينو، خو پوهېداى شو چې ولاړ
خلک ټول نارينه دي. همدا چې هلکان او جينکۍ يو په بل پسې له زينو راکوزېدل،
پرته له دې چې ګمرک او يا هوايي ډګرونو ته ولاړ شي، د موټرو خوا ته بېول
کېدل. شبنم، چې له ما نه مخکې روانه وه، مخ يې راواړاوه او پوښتنه يې وکړه:
موږ چېرته بيايي...؟
منېژه چې راپسې له زينو راکوزېده، په اندېښنه يې وويل: ان يوه ښځه يې هم
په منځ کې نشته، خدايه! خير.
همدا چې پښه مې پر ځمکه ولګېده، يو لاس له مټې ونيولم او ويې ويل: ښه
راغلې! دېخوا لورکۍ! د شبنم په لور مې وکتل، هغه د يو بل لاس په واسطه، د
يو بل موټر په لور وړل کېده. شبنم څه وويل. د احساساتو په هغه توپان کې چې
د زړه د درزا غږونو مې غوږونه کاڼه کړي وو، پوه نه شوم چې څه يې وويل. افسوس!
دا وروستۍ جمله وه چې له خپلې تر ټولو نيژدې دوستې مې اورېده. يوازې سترګې
يې، تورې او پرېشانه سترګې يې چې له پوښتنو په ډک نظر يې راکتل، راپه يادې
دي.
د يوه ډاټسن موټر په منځ کې کښېنول شوم. منېژه يې هم راوسته. احمد رضا مې
وليده چې د موټر په مخکنۍ څوکۍ کې د موټروان تر څنګ ناست دى او خپلې شونډې
چيچي. په ميدان کې شور، زوږ او بې نظمي شوه، زموږ د يوه مسوول له اعتراضه
ډک غږ مې واورېده.کوم چا هوايي ډز وکړ، رنګ مې والوت او زړه مې ولوېد. څو
کاله کېدل چې دا ډول غږ مې نه و اورېدلى. هغه ټوپک والا سړى، چې موږ يې دې
موټر ته خېژولي وو په سوې ساه او منډه- منډه موټر ته راوخوت. د منېژې تر
خوا کښېناست او موټروان ته يې وويل: والوزه بچو! چې خبره ورانېږي.
ځانګړې لهجه يې درلوده، چې پخوا مې نه وه اورېدلې او راته نوې وه، ټوپک
والا ځوان و. خاورين کميس او پرتوګ يې په ځان کې وو او د نظاميانو په شان
پاڼه- پاڼه واسکټ يې اچولى و. چارخانه تور او سپين دسمال يې پر اوږه و او
يوه پلنه خولۍ يې چې بيا وروسته پوه شوم پکول ورته وايي پر سر وه. د
موټروان جامې هم هغه ته ورته وې، موټر چابک روان شو. منېژې مې لاس ونيو،
احمد پر موږ ځغلند نظر واچاوه، په کتو يې کې ډېر سوالونه وو. ورو مې اوږې
پورته واچولې، احمد له موټروان نه پوښتنه وکړه: کاکا! موږ چېرته بيايئ؟
موټروان او ټوپک والا سړي په خندا شول. خندا يې زموږ خوښه نه شوه. موټروان
له شوخۍ نه په ډک لحن وويل: کاکا يې جار شي څو کلن يې؟ احمد وويل: پنځلس.
ټوپک والا سړي ټنډې ته ټس ورکړ او ويې ويل: لعنت دې زموږ پر بخت شي.
قوماندان صيب خو بې ږيرې هلک غوښت، خو دا به ژر اغزي وکړي.
موټروان د موټر په وړه هنداره کې موږ ته راوکتل او ويې ويل: خو بيا جينکۍ
لکه د ګل ګېډۍ داسې دي. ټوپک والا سړي په بې حيايۍ موږ دواړو ته په ځير-
ځير وکتل، لاس يې د منېژې پر ورنونو کښېښود او ويې ويل: دا يې ښه ګل دى.
د منېژې لاس مې په لاس کې خوله وکړه، منېژې په لړزېدلي غږ وويل: کاکا جانه!
لاس دې ليرې کړه!. ټوپک والا په بې شرمۍ ورته وويل: زړه مې مه ماتوه، تر
هغه ډېر ځوان يم، چې ته کاکا راته وايې. لاس يې د منېژې د ورنونو منځته
وروغزاوه. منېژې چيغه کړه. احمد په قار مخ ورواړاوه او ويې ويل: وشرمېږئ!
هغه ستاسې د خور په شان ده. ټوپک والا وخندل، لاس يې د احمد په له قاره
ايشېدلي صورت راوکاږه او ويې ويل: تر هغو چې اغزي وباسې، ته مې هم د خور
په شان يې. احمد د بې شرمه سړي پر مخ لاړې ورتو کړې، ټوپک والا احمد ته يو
کلک سوک ورکړ، احمد شا ته ولوېد، سر يې د موټر پر ښيښه ولګېد او بې هوښه شو.
موټروان په قار نارې کړې: رجبه! بدذاته دا دې څه وکړل؟ له ياده دې وتي، چې
د قوماندان مالونه دي!؟
رجب وشرمېد او لاړې يې له خپل مخه پاکې کړې او ويې ويل: د لينين زوى، د
روس تالي څټى جرئت کوي، چې زما په شان يوه مجاهد پر مخ ورتو کړي.
منېژې په لوړ غږ ژړل. ځان يې د موټر په دروازې پورې نښلولى و او په وحشت يې
احمد ته کتل چې له سپږمو او د شونډو له څنګه يې وينې راماتې وې. زه هم پرته
له دې چې متوجه شم، خون بيني شوې وم. پر اوږده واټ ډېرو موټرو له لګېدلو
څراغونو او پرله پسې هارنونو سره غوښتل تر يو بل مخکې شي. يو موټر، چې زموږ
له څنګه تېرېده، ماشينداره يې هوا ته ونيوله او ډزې يې پيل کړې. له شا مې
يخې خولې په بهېدو شوې، ګومان مې وکړ چې جګړه پيل شوه، خو نه، د خوښۍ ډزې
وې. رجب د موټر ښيښه ښکته کړه او تازه هوا موټر ته راننوته. رجب په داسې
حال کې چې د غاړې رګونه يې راوتي وو، د بل موټر له چلوونکي نه په لوړ غږ
وپوښتل: لاجورده بچو! په لومه کې دې څو تنه ونيول؟
يو غږ مې له باد سره تر غوږو راورسېد چې: شپږ تنه. رجب ورته وويل: مزې
ستاسو دي، موټر مو غټ دى.
د واټ په پاى کې موټر کلک بريک ونيو او ودرېد. دولتي پوسته وه، يو سرتېرى
رامخکې شو او ويې ويل: اورېدلي مې دي چې د غنيمت مالونه وړئ، د پوستې حق
ورکړئ!. رجب ورته وويل: له هغو موټرو نه حق واخلئ، چې شپږ- شپږ تنه يې
بار کړي، موږ يوازې درې تنه لرو، په هغو کې يې هم يو له کاره لوېدلى دى.
عسکر وويل: هغه له کاره لوېدلى يې راکړئ، موږ کار ورنه اخلو. موټروان په
خندا ورته وويل: نه کېږي زړګيه! د قوماندان صيب مالونه دي او بيا يې يو
کاغذ وروړاندې کړ. قوماندا غټ نوم درلود، همدا چې عسکر يې نوم ولوست، شا ته
ولاړ او موټر ته يې د تلو اجازه ورکړه.
ژر يوې لويې حويلۍ ته ورسېدو، څوکيدار، چې لويه اوسپنيزه دروازه يې موټر ته
خلاصوله په لوړ غږ پوښتنه وکړه: د زمري په شان راغلې او که د ګيدړ!؟
رجب وغړمبېد: زمرى! د تل په شان زمرى!. موټروان په کنايې ورته وويل: د
کور زمرى، د بهر ګيدړ.رجب د موټر دروازه خلاصه کړه، زه او منېژه سره نښتې
وو، رجب لاس رااوږد کړ او موږ يې له موټره رابهر کړو. يوې ډلې ټوپکوالو
لنډغرو، چې اوږده او خيرن وېښتان يې درلودل او د چرسو بوى ورنه تلو، زموږ
نه کړۍ تاو کړه. ما او منېژې پتلونونه او اوږده کميسان اغوستي وو، چې ورسره
مو درې څنډيز دسمالونه له سرونو تړلي وو. خو له دې سره مو داسې احساس کړه
چې لغړ ولاړ يو. ځانونه مو سره راغونډ کړل او لا يو بل ته نژدې شوو.
يوه تن پوښتنه وکړه: دا افغانان دي او که روسان؟
بل يې ځواب ورکړ: تخم يې د افغان دى، خو ملياران يې روسان.
موټروان په داسې حال کې چې احمد يې پر اوږو واچاوه وويل: لاره راکړئ، دا
څنګه مو د ناديده وو په شان خولو اوبه کړې دي، ښه پوهېږئ چې د قوماندان صيب
مالونه دي. رجب موږ ته لاره وکړه او ويې ويل: سبا نه بل سبا له خيره زموږ
کېږي. موټروان وويل: هو! يو مميز او څلوېښت قلندران!. يو زيږ لاس مې زنې
ته راتېر شو، لاسي څراغ يې مخ ته راته ونيو او په داسې حال کې چې د خولې
مردار بوى يې زما پر مخ لګېده ويې ويل: ودرېږه چې مخ دې وګورم!. بل وويل:
ګل شا او مخ نه لري!.
په زحمت او رېږدېدلو پښو او له خپلې شا و خوا نه په وېره کې روان شوو. يوه
تن د منېژې اوږده کوڅۍ له شا ونيوله او په افسوس يې وويل: کباب مو ونه خوړ،
خوبوي يې ړانده کړو. ټولو يو ځل وخندل. يوه بل تن وويل: چې پيسې لري، د
هغه کباب او د بې پيسو يې بوى.
د کور دروازې ته ورسېدو، رجب ور وواهه او يوې نجلۍ... نه... هلک... څه
پوهېږم! ښايي نجلۍ... ور پرانيست. رڼا مو سترګې راوبرېښولې، کور ډېر روښانه
و، همدا چې ننوتو، نجلۍ ور وتاړه. سترګې مې وتړلې او بيا مې خلاصې کړې، ستر
کور و، ماڼۍ ته پاتېده، په ژوند کې مې هېڅکله داسې ځاى نه و ليدلى. نجلۍ...
نه... هغه هلک، چې لا يې شونډې نه وې تورې شوې او نارنجي نرى کميس يې چې
ګرده لمن يې درلوده اغوستى و. د عطرو بوى ورنه تلو په مرمرين فرش به يې چې
هر ګام اخيست، نو د طلايي ګونګر يو شرنګا به يې سوړ او له وحشته ډک سکوت
ماتاوه. په نرمۍ يې پر هغې زينې، چې په ښکلي ډول تاوېده او بره تله زموږ
لارښوونه کوله.
په درېيم چت کې يې موږ يوې خونې ته ننه ايستو، عجبه کوټه وه، د کوټې يو
دېوال سر تر پايه هنداره وه، د کوټې په منځ کې يو غټ دوه کسيز کټ ايښى و. د
کوټې فرش، پردې او سرتختي ټول سره وو. موږ د کوټې په منځ کې حيران ولاړ وو
او اوتر- اوتر مو خپلې شا و خوا ته کتل. هلک په نازک او خندوونکي غږ وويل:
نازولو نجونو! ښې راغلئ، تر هغو چې نازولې ياست، دا ستاسو خونه ده. ژر
بايد تيارې شئ چې د قوماندان صيب ليدلو ته ورشئ!.
منېژه په قهر وغړمبېده: دا قوماندان سپى څوک دى؟؟
هلک نرۍ موسکا وکړه او ويې ويل: قوماندان صيب زمرى دى، د ټولو بادار دى.
که مو د قوماندان صيب زړه ترلاسه کړ، ډوډۍ به مو په غوړو کې وي. ومې پوښتل:
څه مانا؟.
له هغې شېبې چې دلته راغلې وم، لهجې او ګړدودونه راته نوي وو او د شا و خوا
خلکو په خبرو پوهېدل راته ستونزمن شوي وو.
هلکي وويل: يانې چې اسوده به شئ، قدر او قيمت به ولرئ؛ ډوډۍ، کور،
جامې،پيسې، موټر... خو که مو سرکشي وکړه، د قوماندان صيب د کسانو لاسونو ته
لوېږئ او هغه وخت مو نو خداى مل شه، حال به مو د سپي له حاله بتر شي.
منيژې د اعتراض په ډول وويل: ته څوک يې چې موږ ته لارې چارې راښيې، اصلاً
ته هلک يې او که نجلۍ؟
هلک د منېژې د کنايې له امله سور وانه وښت او ونه شرمېد، پر ځاى تاو شو او
په ناز يې وويل: زه هغه څه يم چې قوماندان صيب يې غواړي، هر څه چې هغه
غواړي، هماغسې کېږي. دلته د هغه خبره قانون دى. اوس خبرې بس دي، له خبرې نه
خبرې پيدا کېږي، نازولو نجونو! بايد تيارې شئ. منېژې په کنايې ورته وويل:
نڅېدونکې! تشناب چېرته دى!؟
هلکي بيا هم ځان پوه نه کړ او په نرۍ موسکا يې وويل: ښه سوال دى، مخ ته مو
اوبه واچوئ، تازه به شي او په کوټه کې دننه يې يو ور پرانيست. دواړې تشناب
ته ننوتو او ور مو راپسې وتاړه. دروازې کولپ نه درلود، تشناب ټول له سپينو
کاشيو جوړ و. د ځان وينځلو تب، کموډ او دستشوى يې درلوده. نلونه او څراغونه
يې طلايي وو. هېڅکله مې داسې تشناب نه و ليدلى. زه او منېژه د تشناب په
سترې هندارې کې يو او بل ته اوترې پاتې شوو، ډاروونکې وه؛ څومره مو رنګونه
الوتي، خوارندوکي او زبېښل شوې وو، سترګې مو له کاسو راوتلې او اوترې
ښکارېدې. نه پوهېدو چې ويښې يو که ويدې. هغه څه مو چې ليدل او اورېدل، د
منلو وړ نه وو. منيژه پر کموډ ورټيټه شوه او کانګې يې وکړې، په رېږدېدلو او
نابلدو ګوتو مې د دستشوى د نلونو ژيړرنګي ګوټکونه تاو راتاو کړل، څو چې سړې
اوبه روانې شوې. پر مخ مې يې اوبه ورواچولې، سر مې تاوېده.
ور ورو خلاص شو او نڅېدونکى هلک دننه راغى. ما ته يې وکتل او ويې ويل: ته
نازولې نجلۍ دې مخ او لاسونه ووينځه او بهر راووځه، خورلڼې ته دې وخت ورکړه
چې ښه شي!. په خونه کې هلکى د جامو د المارۍ پر لوړ ولاړ. دوه جوړه زري
سرې او ګلابي جامې يې راوړې او ويې ويل: جامې دې وباسه او له دې جامو نه
يوه جوړه واغونده، د قوماندان صيب سره رنګونه خوښېږي!.
منېژه، چې لوند مخ او لانده وېښته له تشنابه راووته، د تخت په لور ولاړه،
خو پر هغه ونه غزېده، پر ځمکه وغزېده او ويې ويل: ما که مړه هم کړې، دا
جامې به وانه غوندم!. هلک په زړه سوي وويل: زما يې غرض نشته. که يې په
خوښه وانه غوندې، نو بيا له رجب نه يو بتره راځي او په زوره دې تياروي.
نوره دې خپله خوښه!.
زما چې په موټر کې له احمد سره د رجب غوسه راپه ياد شوه او نور مې نه غوښتل
چې د هغه منحوسه څېره ووينم، فکر مې وکړ دا چې ټول دومره قوماندان-
قوماندان وايي، ښايي کوم پوه سړى وي. ښايي دوه خبرې ورسره وشي، څه معلومه
ده، که پر موږ رحم وکړي، اخر مسلماني ده، خپل وطن مو دى، خه کافرستان خو نه
دى.
جامې مې واخيستې او د تشناب په لور ولاړم، هلکي وهڅولم او ويې ويل: افرين!
هوښياره يې، بده ورځ نه وينې. ګلابي جامې، چې د ګلابو د عطرو تند بوى ترې
تلو، هغه مې واغوستې. همدا چې راووتم، نڅېدونکي هلک زه د سينګار د مېز تر
شا پر يوې ګردۍ څوکۍ کښېنولم. په مهارت يې اوږدې کوڅۍ راته پرانيستې او
ږمنځ يې کړې، پر اننګو يې سرخي او زرک راوموښل، د سترګو شا يې راته تېزه
شنه رنګ کړه، پر شونډو يې راته ګلابي لبسرين ووهل او سترګې يې په رنجو
راتورې کړې. بيا يې يو ډول تند عطر د وېښتو او تخرګونو لاندې راته ووهل.
لکه د نانځکې په شان ناسته وم او په هنداره کې مې ځانته کتل، ځان مې نه
پېژانده، له ځانه مې بد راغلل.
هلکي زما له سينګارولو وروسته وويل: نجلۍ! خورلڼې ته دې ووايه چې سرزوري
مه کوه، ګټه نه لري!.
چې منېژې ته مې وکتل، له شرمه اوبه- اوبه شوم. منېژه، چې په راپاڅېدو کې وه
او اوتر- اوتر يې راته کتل، په قار يې وويل: که ما مړه هم کړي، لکه ستا په
شان اجازه نه ورکوم. په زاريو مې ورته وويل: منېژې ما يوازې مه پرېږده!
په کلکه يې راته وويل: په خطا لاره کې زه ستا ملګرې کېږم نه!.
نڅېدونکي هلک د کوټې ور پرانيست او چا ته يې وويل: يوه يې تياره ده، د بلې
لپاره يې مرستې ته اړ يم!. سړي ځواب ورکړ: ګوزاره وکړه، د صبر مېوه خوږه
وي. هلکي زما لاس د هغه ناپېژندويه سړي په لاس کې ورکړ، سړي مې څو ځلې په
مينه لاس کېکاږه او زه يې د تاو راتاو زينې په لور بوتلم، لکه د کوکي
نانځکې په شان له زينو نه ښکته شوم. د اول منزل په دالان کې يو ور و چې له
پرانيستو سره يې د خنداګانو او ساز غږ غوږونو ته راورسېد. بيا هم زينې وې،
چې ښکته تلې، ته به وايې چې سقوط پاى نه درلود.
لاندېنى چت تياره و، رنګه څراغونو پسته رڼا خوروله. د يوې لويې خونې شا و
خوا توشکې او بالښتونه ايښودل شوي وو او يو شمېر ښځې او نارينه له رنګارنګ
جامو سره ناست وو. د ښځو په ليدو مې زړه قوت واخيست، له ځان سره مې وويل:
ځه شکر، دا خو ټول د کورنيو لرونکي نارينه دي او د زړه رحم لري.
سړي لا هم له لاسه نيولې وم. زه يې د هغې توشکې خوا ته وروستم، چې د کوټې
په بر سر کې خوره وه. د توشکې پر سر ښايي د څلوېښتو کلونو په منګ يو سړى ،
چې ماشي پتلون او کميس يې په ځان وو ناست و. سرې په رنجو تورې سترګې او د
بزې په شان ږيره يې وه. هغه سړي، چې زه يې له لاسه نيولې وم په غوړه مالۍ
ورته وويل: قوماندان صيب! تور توتان له تا قربان! قوماندان له سره تر پښو
تر نظر تېره کړم او اشاره يې وکړه چې تر څنګ يې کښېنم. همدا چې په وېره
کښېناستم، لاس يې په سينه راتېر کړ، ويې خندل او ويې ويل: لکه د لرګو په
شان وچه ده. خو له دې سره هم مفته سرکه له شاتو خوږه وي.
سړو واخيستم، ته به وايې چې له هماغې شېبې مړه شوم، زړه مې ودرېد او هيلې
مې دود او ايره شوې. قوماندان پوښتنه وکړه: نوم دې څه دى؟
په رېږدېدلي غږ مې ورته وويل: مرجانه!
قوماندان يوه پياله راته ونيوه او ويې ويل: وڅښه!
د لعنتي اودکا اشنا بوى مې ماغزه وځورول. شرابي سليمان له هغو تل مستو
سترګو او ناولې څېرې سره راپه ياد شو. په يتيم خانه کې مې هېڅکله شراب نه
وو څښلي. خو اوس داسې شوک اخيستې وم، چې بې هېڅ ويلو مې پياله پر سر واړوله.
ترخه وو، لکه د زهرو ترخه وو، خوله، ستونى او معده يې راوسوځوله، هيله مې
وکړه چې کشکې رښتيا هم زهر واى او زه يې وژلې واى. ومې ټوخل، قوماندان
وخندل. په لاس يې په زوره پر شا وټپولم. ساه مې بنده شوه، د سترګو اوبه مې
پاکولې، چې کتل مې منېژه يې په راکشولو راوسته. زرى سرې جامې يې په ځان کې
وې او سترګې يې له وينو ډکو کاسو په شان وې. د هغې د لوړ قد، اوږدو زلفو او
سرو سترګو په ليدو له هرې خوا دا نارې اوچتې شوې چې: ماشاءالله، ماشاءالله
زموږ به شې انشاءالله.
قوماندان هغه خپل ښي اړخ ته کښېنوله او زه يې خپل مېلمه ته وروبښلم. مېلمه
مزى او سور و سپين سړى و، چې سپينه ږيره يې وه. لاس يې زما له ملا راتاو کړ،
زه يې له ځان سره جوخته کښېنولم او په بدبويه خولې يې ښکل کړم. اوبه- اوبه
شوم، د خپل عفت ساتلو لپاره له تر ټولو اوږدې مبارزې وروسته يو سپين ږيرى
راباندې بر شو او لومړنۍ مچکه چې په پټو خيالونو کې مې د يوه ګران مېړه
لپاره ساتلې وه، هغه رانه لوټ کړه.
نڅېدونکى هلک راغى او د موسيقۍ له غږ سره په ګډا ګډ شو. ساز ګرم شو او د
نڅېدونکي هلک له تاوېدو سره کوټه هم په تاوېدو شوه. د چت راڼه څراغونه
تياره شول او مستې څېرې په خوځېدا شوې، د سرو دوړو تر منځ مې ليدل چې
دېوالونه لکه د شګو په شان لوېږي او د لوګو په شان هوا ته ځي او يو د يو مې
ليده چې پولادي ښکر يې پر سر تاوېدل او په بې رحمه خوله کې يې يوه جينکۍ،
چې له خولې او پزې نه يې وينې روانې وې ژوي او هوا ته يې وړي. په هوا کې وم
او ناڅاپه راخوشې شوم، په سر ولګېدم. ښکته تلم، خو ځمکې ته نه رسېدم. سقوط
پاى نه درلود، له هغه وروسته مې کوم روښانه څه نه دي په ياد. لکه دوهم، هسې
مې په ياد دي چې منېژې د شرابو پياله د قوماندان پر مخ وروشيندله، چې
قوماندان وخندل او ځان يې پر هغې ورواچاوه، چې سره او سپين بوډا زه په غېږ
کې ونيولم، چې منېژې چيغې وهلې او زه غلې وم، چې منېژې مبارزه کوله، خو زه
تسليم ومه، چې زړه مې بد شو او وامې ړول... چې وښکنځل شوم او لغتې مې وخوړې،
چې کوټه په سرو دوړو کې تاوېدله... چې...
پاتې لري
|