کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   دورېښمو دپستو څپو په شاني       دوطن دپېغلو زلفي بې څه نه دي  
ورېښــــــم : په کابل کي د پرنــــــيان فرهنګي ټولني درې مياشتنۍ  ناپېيلې، ادبي  او ټولنيزه خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
خواشينوونکی پسرلی
دادبي اثر ژبني ځانګـ ـ
دمرجاني سلام
لـــــــټه
ژبنۍ پانګه ادبي پانګه
دوطن دسفر څوياداښتـ ـ
دادبي مکتب دجوړښت
دخوشحال خټک کلياتـ ـ
 

ابراهيم اميري
لـــــــــــــــــــــــــــــــــټه

بېوزله وم او په ډېرو خواريو او ستونزو سره مې ښوونځى لوست. په تن به مې عادي جامې وې، د ښوونځي، په تېره بيا د ټولګي هلكانو به راباندې ملنډې وهلې، چې دا وګوره څه ډول جامې اغوندي. دغو ملنډو د ډېرې مودې لپاره دوام ونه كړ، ځكه ښوونځى پاى ته ورسېد او ټول هلكان تيت او پرك شول. بيا مې د خوارۍ او غريبۍ تر څنګ د انګليسي ژبې او كمپيوټر د زده كړې كورسونه پيل كړل. غوښتل مې چې په ښه ځاى كې كار وكړم او د خپلو جامو بڼه بدله كړم او بيا زما په جامو څوك ملنډې ونه وهي. په سر كې مې كله- كله دا خبرې ګرځېدې، چې لوړ مقام ته رسېدل ډېرو پيسو، واسطو او خواريو ته اړتيا لري. ما به چې كله په خپل ځان كې دغه شيان ولټول، نو يوازې به مې خواري وموندله. خو يوه خبره چې تل يې راسره ملګرتيا كوله او زه يې هڅولم، دا وه چې هوډ د بري لومړى شرط دى. ما
غوښتل ژوند وازمايم، د وخت په تېرېدو سره مې وكولاى شول، چې د خپل تن د جامو بڼه ښه كړم. په رښتيا چې دغه بدلون د خلكو په چال چلند كې له ما سره بدلون راوست، خلكو به زما د جېب توله زما له جامو نه اخيسته. رښتيا چې د نړۍ خلك ډېر هوښياران دي، خو افسوس په دې راځي چې څوك په ښو جامو كې ګوري او د هغه د جېب تول معلوموي، دا نه شي پيدا كولاى چې د يو انسان ماهيت څنګه دى.
له دغه پړاوه به لا سم نه وم تېر شوى، چې د چاپېريال خلكو زما په ټولنيز سلوك پسې راواخيسته. خلك وايي چـې پـه دې نـړۍ كـې هېڅوك وزګـار نه دي او هـر سـړى خپــل كـار لـري. نو ايا د دوى كـار هـمدا دى چـې د ځـان د مشـغولــولــو لپــاره پــه بـل سـړي پسې را واخلي؟
خبره مې د ټولنيز سلوك كوله، چا به ويل چې دا پلانكى له هېچا سره نه كښېني، ډېر ځان خوښى او بې پروا دى. دغه خبره مې ونه شوه زغملاى، هوډ مې وكړ چې ټولنيز سلوك خپل كړم او له يوازېتوب نه راووځم. خو ښايي د نړۍ دود به وي چې يو څوك له چا سره ډېره مينه وكړي، پر هغه د مطلبي نوم ږدي.
خداى (ج) شته چې له ډېرو خلكو سره مې پرته له كوم مطلبه د دوستۍ تكل وكړ، خو هغوى داسې انګېرله چې ګواكې زما په دوستۍ كې كوم راز نغښتى دى، چا په يـو ډول، چا په بل ډول له ځـانه ليــرې كړم.
په دغه پړاو كې حيران شوم، چې كه چېرته دوى نه غواړي زه ورسره دوست واوسم، نو بيا ولې ما خپل يوازېتوب ته نه پرېږدي؟
د وخت په تېرېدو سره د چاپېريال خلكو راته ويل چې ته ولې نه خاندې؟ د دوى د دې پوښتنې د ځواب لپاره به مې وخندل او ويل مې: دا كه خندا نه ده، څه ده؟ خلكو به بيا هم د لېوني خطاب راته وكړ. خو خير، د خندا هنر مې زده كړ او له حالاتو سره به مې سم خندل. بيا خلكو راته ويل چې ته ډېر خاندې. خداى (ج) شته چې ډېر به مې نه خندل، خو نه پوهېږم ولې دوى ته زما خندا ډېره ښكارېده. له هغه وروسته بيا هماغه د جامو مسئله رابرسېره شوه، چا به ويل د خپل شخصيت د ښه څرګندولو لپاره ښې جامې ډېرې ښې ښايي. دغو خبرو زما په مغزو كې ځاى نيولى و، ما به تر خپله وسه ښې او په اصطلاح پر موډ برابرې جامې اغوستې. خو د چاپېريال د خلكو دا هم نه راباندې لوريېده او راڅخه به يې پوښتل څه خبره ده، نن خو دې ډېرې رنګينې جامې اغوستې دي؟
زه نه پوهېـږم دا د نړۍ خلك څه غواړي، كه يـوازېتـوب غـوره كـړې، وايـي دى ټـولنيـز نه دى، كـه خاندې، وايي خـاندي، كـه نه خـاندې، وايـي دى نه خاندي، كه ښـه اغــوندې، پــوښتنې ورتــه پـيـدا كېـږي، كه ښه نه اغـوندې، لـه ټـولنې نـه دې شـا ته شماري. پوښتنه دا ده چې دغه خلك ولې په دغه مرض اخته شوي؟؟
اوس چـې مـې د ژونـد نيـمايـي لاره وهــلې، د هـمدې پــوښتنې د ځـواب په لټـه يـم او ښـايي د ژوند تـر پـايـه د هـمدې پـوښتنې د ځـواب پـه لټه كـې واوسم.