کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   دورېښمو دپستو څپو په شاني       دوطن دپېغلو زلفي بې څه نه دي  
ورېښــــــم : په کابل کي د پرنــــــيان فرهنګي ټولني درې مياشتنۍ  ناپېيلې، ادبي  او ټولنيزه خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
خواشينوونکی پسرلی
دادبي اثر ژبني ځانګـ ـ
دمرجاني سلام
لـــــــټه
ژبنۍ پانګه ادبي پانګه
دوطن دسفر څوياداښتـ ـ
دادبي مکتب دجوړښت
دخوشحال خټک کلياتـ ـ
 

دادبي مکتب دجوړښت اوپايښت مسئله
محقق سيد محی الدين هاشمي


دمخه تر دې چې د يوې ژبې په ادب کې د ادبي مکتب د پيدايښت، يا جوړښت او پايښت پر مسئله بحث وکړو، د بحث لړۍ د مکتب په لغوي او اصطلاحي پېژندنې سره پيلوو:
د مکتب لغوي مانا د ليک لوست د زده کړې او ښوونې ځاى او په ادبي اصطلاح هغه پراخ ادبي جريان او لاره ده، چې د زيات شمېر اديبانو (شاعرانو او ليکوالانو) د سبکونو له ګډون څخه منځته راغلې وي. په ادبي څېړنو کې په تشرېحي او توضېحي ډول داسې راپېژندل شوى دى:
ادبي مکتب د هغو ادبي نظريو، ادبي او فرهنګي ځانګړنو مجموعه ده چې د يو يا څو هيوادونو د فرهنګي، ټولنيزې او سياسي اوضاع په بهير کې منځته راغلې وي.
دغه ځانګړنه معمولاً د ليکوالو او شاعرانو د يوې ډلې په اثارو کې سره ګډې او مشترکې وي او د نورو شاعرانو او ليکوالو له تخليقي اثارو څخه د توپير او بېلتون سبب ګرځي. همدغه ګډې ځانګړنې، يا خصوصيات چې کله ادبپوهانو او کره کتونکو (نقادانو) په نښه کړي يا راايستلي، هغه يې د يو ادبي جريان، د بنسټيزو اصولو په توګه ښودلي دي، چې په هماغه مهال يا دوره او يا په راوروسته دورو او زمانو کې نورو ليکوالو او شاعرانو، د دغو اصولو پيروي کړې او د هغو پر بنسټ يې خپل ادبي اثار پنځولي دي او دغسې دغه ادبي لاره يا جريان د يوې لنډې، يا اوږدې مودې لپاره ساتل شوى او پالل شوى، چې نن سبا هغه ته په ادبي څېړنو کې د ادبي مکتب، يا جريان نوم ورکړل شوى دى.
دلته د يوې خبرې د يادونې څرګندتيا بې ګټې نه ده، چې کله، کله د ځينو ادبي څېړونکو او يا د ادب، د عامو ذوقمنو تر منځ د ادبي مکتب او ادبي سبک اصطلاح سره په يو مفهوم يا يو د بل پر ځاى استعمال شوې او دا تېروتنه ډېره عامه شوې ده. حال دا چې واړه بېلې او خپلې ځانګړنې لري.
ادبي مکتب خو مو دمخه دروپېژاند، د ادبي سبک لنډه لغوي او اصطلاحي پېژندنه داسې ده چې:
سبک عربي کليمه ده، چې مانا او مفهوم يې د سرو او سپينو زرو ويلي کول او کالب کې اچول دي او په ادبي اصطلاح د يوه شاعر يا ليکوال، د وينا او ليکنې لارې، اسلوب او روش ته ادبي سبک وايي.
سره له دې چې د سبک او مکتب د ادبي اصطلاحاتو، د پېژندنو له پرتلنې څخه هم د دواړو توپير لږ و ډېر جوتېداى شي. خو د بېلتون، د کرښې د پوره روڼوالي لپاره به ووايو چې:
١. ادبي سبک، د ادبي مکتب په پرتله ځانګړى محدود او يا په بله وينا فردي بڼه لري. خو د ادبي مکتب مفهوم، د هغې په نسبت عام، پراخ او يوه ډله ليکوال او شاعران په خپله پراخه لمن کې رانغاړي.
٢. په سبک کې د يوه تن (د هغه د رامنځته کوونکي) څېره څرګندېږي. خو ادبي مکتب بيا د يوې ډلې د ادبي خصوصياتو او ځانګړنو څرګندويي کوي.
د پايلې په توګه ويلاى شو، چې مکتب عام او پراخ دى او سبک عام او محدود. هر ادبي مکتب په عين حال کې يوه لويه او پراخه ادبي لاره وي، چې د څو سبکونو له ګډون څخه جوړ شوى وي او که خبره لږه نوره هم رالنډه، روښانه او اسانه کړو، نو وبه وايو، چې هر ليکوال او شاعر ځانته بېل، بېل سبک لري. خو دا ضروري نه ده، چې د هر سبک خاوند شاعر او يا ليکوال دې د مکتب خاوند هم وي. خو په ادبي مکتب کې دا ضروري ده، چې هغه به خامخا د زياتو شاعرانو او ليکوالو له سبکي ګډون څخه رامنځته شوي وي.
اوس راځو خپلې اصلي موضوع، د ادبي مکتب، د جوړښت او پايښت مسئلې ته!
دمخه مو د ادبي مکتب، د پېژندنې د توضېح په لړ کې يادونه وکړه، چې ادبي مکتب په يوه ټاکلې ادبي دوره کې د ليکوالو او شاعرانو له ادبي سبکونو څخه چې د فکري او تخليقي روش له مخې سره ورته والى لري، رامنځته کېږي.
د ادبي څېړنو په بهير کې جوته شوې، چې د اديبانو، د بشپړتيايي جريان له مخې ادبي جريان يا مکتب، د هغه پړاو محصول دى، چې د ژبې ادبيات پوخوالي ته رسېدلي وي.
د ادبي مکتب رامنځته کېدل، د يوې ټولنې په ټاکليو تاريخي، ټولنيزو او فرهنګي شرايطو پورې اړه لري او هر مکتب، د يوې ډلې اديبانو د ذوقي او فکري تمايلاتو او ګټو استازيتوب کوي. ځکه نو د تاريخ په اوږدو کې بېلابېل ادبي جريانونه د خپلو ځانګړو تاريخي او ټولنيزو خصلتونو په لرلو سره د بېلابېلو پرګنو، د ډله ييزو ارمانونو او ګټو د تبليغ لپاره کارېدلى دي.
د هر ادبي مکتب، يا جريان ځانګړنې په ادبي اثارو کې په تدريج سره څرګندېږي. هر ادبي مکتب، د يوه پخواني يا مخکيني مکتب د نظرياتو د لړۍ طبيعي نتيجه ده او کله، کله د هغه پر ضد يو عکس العمل، يا پاڅون او بغاوت دى.
نو ويلاى شو، چې د هيڅ ادبي مکتب پيدايښت، جوړښت او پايښت تصادفي او ناڅاپي کار نه دى. د يو ادبي مکتب رامنځته کوونکو، يا بنسټ ايښودونکو هم په لومړيو کې د خپل ادبي مکتب د ځانګړى کار او ادبي ارزښت له ځانګړنو څخه پوره خبرتيا نه ده لرلې. وروسته بيا ادبپوهانو او کره کتونکو د څېړنو په بهير کې د هغوى ادبي او هنري لارې تشخيص، ادبي ارزښتونه يې ښودلي او تدوين کړي دي او هغه يې د يو ځانګړي مکتب د کړنلارې په توګه اعلان کړي او د هغوى ادبي روشونه او هدفونه يې توضېح کړي، چې په نتيجه کې بيا نورو هنروالو د هغوى دې ادبي او هنري لارې ته ورپام شوى، هغه يې تعقيب کړې، د پياوړتيا، يا بشپړتيا پولې ته يې رسولې او په دې ډول يې د يو ځانګړي ادبي مکتب بڼه خپله کړې ده. د يادونې وړ ده، چې ځينې ادبي مکتبونه په لومړيو کې د نظريو او تيوريو په توګه رامنځته شوي، وروسته بيا هغه نظريې، يا تيورۍ نورو ليکوالو په عمل کې پلې کړي او د وخت په تېرېدو سره ورڅخه يو ادبي مکتب جوړ شوى دى. که څه هم د يو ادبي مکتب څرګندېدل په يوې تاريخي دوره کې پر ټولنه له مسلطې او حاکمې ټولنيزې، سياسي او فرهنګي اوضاع څخه سرچينه اخلي، مګر له دې سره، سره بيا هم کله، کله داسې شوي دي، چې په يو وخت کې بشپړ متفاوت ادبي مکتبونه په هيواد او سيمه کې رامنځته شوي، يو د بل په څنګ کې يې وده موندلې او له خپلمنځي توپيرونو سره، سره هر يوه ځانته خپل، خپل پيروان موندلي دي، چې ډېره ښه بېلګه يې په پښتو ادب کې د رحمان بابا عرفاني، تصوفي، ادبي مکتب او د حميد او شيدا، د نازکخيالۍ ادبي مکتبونه دي، چې تقريباً هممهالي وو او هر يوه خپل پيروان موندل.
د ادبي مکتبونو، د ودې او پراختيا په لړ کې زياتره وخت داسې هم شوي دي، چې ځينې ادبي مکتبونه يا جريانونه لومړى په يوه هېواد کې تر ځانګړو شرايطو لاندې منځته راغلي دي، بيا يې د ټولنيزو نړيوالو اړيکو په بهير کې د نورو هيوادونو ادبياتو ته لاره موندلې کله، کله ورته هلته داسې لارې چارې برابرې شوي، چې له هغه اصلي ټاټوبي يا لومړني هيواد او سيمې څخه پاتې، دا ادبي مکتبونه په کې رامنځته شوي دي. په دغو سيمو يا هيوادونو کې يې ډېره وده کړې، د پرمختګ پړاوونه يې وهلي، په اصولو کې يې ډېر و لږ سمونونه او بدلونونه راغلي او نړيوال شهرت يې تر لاسه کړى دى.
په نړيواله سطحه ځينې داسې ادبي مکتبونه هم شته، چې د څو ادبي مکتبونو، د ترکيب او د ادبي، هنري نظريو له مخې رامنځته شوي او د يوه ځانګړي ادبي مکتب بڼه يې خپله کړې ده.
په دې وروستيو دوو پېړيو کې د ولسونو تر منځ، د فرهنګي اړيکو پراختيا او پرمختيا او په نړيوال ډګر کې د ټولنيزو سياسي، فلسفي او ادبي نظريو په خپرېدو سره د يو بل فرهنګ او ادب په هکله د زياتې پېژندګلوۍ د تر لاسه کولو او د متقابلو فرهنګي اغېزو بهير هم ډېر چټک شوى دى. دا کار، د ادبي مکتبونو د عمر او د دوام يا لنډون او يو په بل کې د ګډون لپاره ښې لارې چارې برابرې کړې دي. دغسې په نړيواله سطه ډېر نوي ادبي مکتبونه منځته راغلي او ډېر ژر له منځه تللي او يا له پامه غورځېدلي دي.
نو ويلاى شو چې اوسنۍ پراخې نړيوالې اړيکې، د ادبي مکتبونو په خپرېدلو او په نورو هيوادونو کې د پلويانو د موندلو لپاره ښې اغېزمنې وسيلې دي. همدا لامل دى، چې نن موږ د خپلو ژبو (پښتو، دري) په ادبياتو کې د اروپايي ادبي مکتبونو پلويان لرو، چې د هغو ادبي مکتبونو، د اصولو په پيروۍ ادبي اثار تخليقوي او د خپلو ژبو ادبي پانګه پرې بډايه کوي.
د لوستونکو، د معلومات د زياتوالي په منظور د پښتو، دري او نورو مشهورو نړيوالو ادبي مکتبونو د نومونو په اخيستلو بحث ته د پاى ټکى ږدم.
د پښتو په ادبي مکتبونو کې د روښاني ادبي مکتب، خوشحال ادبي مکتب، د رحمان بابا تصوفي عرفاني ادبي مکتب، د حميد او شيدا، د نازکخيالۍ ادبي مکتب او د دري يا فارسي په ادبي مکتبونو کې خراساني، يا ترکستاني ادبي مکتب، عراقي ادبي مکتب، هندي ادبي مکتب، د بازگشت دورې ادبي مکتب او په نړيوالو ادبي مکتبونو کې د کلاسيزم، رومانتيزم، رياليزم، ناتوراليزم (نچرليزم) او سيمبوليزم نومونه د يادولو وړ دي، چې په راتلونکو ګڼو کې به د هرې برخې په هکله لنډ او ځغلند بحثونه ولرو.
ماخذونه:
١. رضا سيد حسيني مکتب هاى ادبى، لومړى او دويم ټوک، تهران،١٣٣٤هـ ش.
٢. د نادر وزين پور (داکتر) برسمند سخن، دويم چاپ، تهران، ١٣٦٧هـ ش.
٣. هاشمي سيد محى الدين، ادبپوهنه، د اريک د ګرځنده کتابونو اداره، پېښور، ١٣٨١.
٤. د ادبي اصطلاحاتو تشرېحي فرهنګ (ناچاپ).