کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   دورېښمو دپستو څپو په شاني       دوطن دپېغلو زلفي بې څه نه دي  
ورېښــــــم : په کابل کي د پرنــــــيان فرهنګي ټولني درې مياشتنۍ  ناپېيلې، ادبي  او ټولنيزه خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
خواشينوونکی پسرلی
دادبي اثر ژبني ځانګـ ـ
دمرجاني سلام
لـــــــټه
ژبنۍ پانګه ادبي پانګه
دوطن دسفر څوياداښتـ ـ
دادبي مکتب دجوړښت
دخوشحال خټک کلياتـ ـ
 

دخوشحال خټګ کلياتو ته يوه کتنه

د خوشحال خټک کليات د (کليات خوشحال خټک) تر سرليک لاندې په ٩٦٨مخونو کې د دوهم ځل لپاره د پېښور ښار د سرحد اشاعت له خوا په چاپ رسېدلى دى او د دوست محمد کامل له خوا پرې مقدمه او حواشي ليکل شوي دي.
په خپله کليات خټک يوه اضافي مقلوب ترکيب دى، بايد سمه پښتو بڼه يې: (د خوشحال خټک کليات) واى، خو دا د صوبه سرحد د زياترو کتابونو په سرليکونو کې له اضافي مقلوب ترکيب څخه کار اخلي او په سرليک کې له پښتو اضافي ترکيب څخه کار نه اخلي.
په پښتو ژبه کې اضافي ترکيب داسې جوړېږي چې لومړى د اضافت (د) بيا مضاف اليه او وروسته مضاف راځي. په دري ژبه کې خبره سرچپه ده؛ لومړى مضاف بيا د اضافت کسره او وروسته مضاف اليه راځي
.

پوهنوال جلال الدين کونړى

د خوشحال خټک کليات په پيل کې مقدمه له الف څخه شروع کېږي او تر (د ش) پورې دوام لري، چې د ارواښاد کامل صاحب په قلم کښل شوې ده. کامل صاحب د خپل ژوندانه په مختلفو پړاوونو کې د پښتو ژبې او ادب لپاره نه هېرېدونکې هلې ځلې کړې، بره او لره پښتونخوا د نوموړي د هلو ځلو درناوى او نمانځنه کوي او په ښه سترګه ورته ګوري.
له مقدمې وروسته په لومړي فصل کې د غزلو برخه له لومړي مخ څخه پيل او تر (٤٩٦) مخ پورې دوام کوي. دويمه برخه د قصايدو برخه ده، چې له (٤٩٦) څخه شروع او تر (٦٣٠) مخ پورې دوام مومي. درېيمه برخه يې څلوريزې دي چې له (٦٣١) مخ څخه پيل او تر (٨١٦) مخ پورې دوام کوي. څلورمه برخه يې قطعات او متفرقات دي چې په (٨١٧) مخ کې شروع او تر (٩٦٨) مخ پورې رسېږي.
زما د بحث او څېړنې موضوعات قطعې دي. زه د قطعاتو د څېړنې په لړ کې له يو شمېر څلوريزو سره مخامخ شوم، چې د قافيوي سکښت له مخې څلوريزې دي، خو په قطعاتو کې شمېرل شوې دي. دا ګډوډي د صوبه سرحد په ټولو چاپي اثارو کې د خوشحال خټک د کليات په ګډون ليدل کېږي، داسې معلومېږي چې مهتمم د قطعې او څلوريزې په توپير نه پوهېږي او يا دا ګډوډۍ له ډېرې بې غورۍ څخه زېږېدلې دي. په قطعاتو کې لاسته راغلې څلوريزې په لاندې ډول دي:
ژبه بند کړه له ګفتاره
لاس خوندي کړه له ازاره
نور غم نشته، نه اندوه شته
فراغت ګرځه بې ډاره.
(د خوشحال کليات ٩١٢مخ)
په خپل زړه که سازېدى د هر چا کار
هېڅ حاجت نه و په منځ د کردګار
په زمان په سړي هسې چار شي پېښه
چې د چا په فکر نه وي هغه چار.
(هماغه اثر ٩١٣مخ)
که په ملک چېرې پيدا شي هنرور
د هغه په کمي سر شي بې هنر
که د تخت د پاسه کښېني بادشاهي کا
اخر بيا د بې هنر خاورې په سر.
(هماغه اثر ٩١٧مخ)
دويم د محرم ورځ د شنبه کال د غفج
نه غشي وو، نه تورې چې مغلو وکړيج
شينواريو، افريديو د ډکې خوارو مومندو
روپۍ يې په خروار يووړې، مهران واړه په چج.
(هماغه اثر ٩٢٢مخ)
ما له عقل، له تميزه
ښه بد بيا موندل دوه څيزه
ښه تر ورکړو نور څه نشته
بد تر غوښتو اى عزيزه.
(هماغه د چاپي اثر ٩٢٢مخ)
يو صحت، بل عقل دواړه
ته په دا کې خو بې غواړه
چې دا دواړه توکه نه وي
نوره هره خو بې لا ړه.
(هماغه اثر ٨٤٢ مخ)
که هندو له مسلمان سره رفيق شي
په رښتيا کې يې روزګار په ښه طريق شي
په دروغ که مړمنان سره زيست کا
چې دروغ يې مکرر سره تحقيق شي.
(هماغه اثر ٤٨١مخ)
يو چې ډېر خوري سوګندونه
بل چې ډېر کاندي پورونه
اشنايي ورسره مه کړه
دا بې پته دي خويونه.
(هماغه اثر ٨٣٨ مخ)
يا هر ګز مه کړه له هېچا سره بده
که يې وکړې، نه تر تل و تر ابده
چې د چا سره دې کار د نيکۍ وکړو
نور نېکي ورسره تل بويه سروره.
(هماغه اثر ٨٤١ مخ)
يو کاڼى د بيديا
تر تندي لاندې کړ عيسى
چې ښه فهم يې وکړ
هم ترې بوى ته د دنيا.
(هماغه اثر ٨٨٠ مخ)
که څوک دا دنيا و تاته کا معلومه
چې د نوح (ع) د طوفان مآء راغى، که کومه
ورته وايه نه د ارض نه سما دى
هغه ماء د نوح د اوښکو دى مخدومه.
(هماغه اثر ٨٨٤مخ)
څرنګه چې پورتنۍ شعري بېلګې هره يوه يې دوه- دوه بيته دي او مطلب په لومړي بيت شروع او په دوهم بيت پاى ته رسېږي او د هرې شعري بېلګې مطلع مصرع بيت او دوهم بيت يې غيرمصرع دى، چې د دوهم بيت، دوهم نيم بيتي له مطلع سره همقافيه دى، نو ځکه ورته څلوريزې ويلاى شو. د قافيې رعايت په کې له پورتنۍ تشرېح سره سمون خوري او مطابقت لري. څلوريزه د قافيې د رعايت له مخې دا لاندې جولې لري:
. لومړۍ جوله:
.
. دوهمه جوله:
.
پورتنۍ څلوريزې له دوهمې جولې سره مطابقت لري. دا لازمه ده چې دا څلوريزې له قطعاتو څخه جلا او د خوشحال خټک په څلوريزو ورزياتې شي. دا کار به د ګډوډۍ مخه ونيسي، په دې برخه کې د صوبه سرحد د پوهانو او اديبانو پاملرنه پورتنۍ خبرې ته راګرځوم. پټه دې پاتې نه وي چې د خوشحال خان خټک څلوريزې له پورتنيو دوو جولو سره سمون لري.
قطعه: د شعر هغه ډول ته وايي چې مطلع نه لري. قطعه کله دوه بيته، کله درې بيته او کله ډېر بيتونه لري. د قطعې هر بيت غيرمصرع وي، تر څو چې د لومړي بيت پسې دوهم غيرمصرع بيت رانشي، د قافيې د کليمو په ګوته کول، ناممکن دي.
که د قافيې کليمې په A سره نښه کړو، قطعه د قافيې د رعايت له مخې لاندې بڼه غوره کوي:
..
په همدې ترتيب د قافيې رعايت په قطعه کې په پورتني ډول دوام مومي.
اوس د موضوع د ښه وضاحت لپاره د خوشحال خټک څو قطعې د بېلګې په توګه راوړم:
نن مې وکړه له استاده څو سواله
سرفراز يې په ځواب کړم د هر سوال
وى مې څوک دى چې همېش دى په يو حال
وى يې تل په يوه حال دى ذوالجلال
وى مې څوک دى چې همېش په بل بل حال دى
وى يې خوار بنى ادم لري دا حال
وى مې سر د فراغت دى دا درې څيزه
تندرستي او ايمني د دنيا مال
وى مې کوم سړى لايق دى د يارۍ
وى يې هر چې دروغ نه لري ټيټال
وى مې ځوان دې په ځوانۍ کې کومه چار کا
وى يې هر زمان د علم اشتغال
وى مې زوړ دې په زوړوالي کې کوم کار کا
وى يې جوړ دې کا له علمه خپل اعمال
وى مې کوم تل وي په حرمت کې
وى يې هر چې د چا نه کاندي هېڅ سوال
وى مې طمع قطعه مه بويه له چا نه
وى يې هر چې ښه يې اصل، ښه خصال
وى مې څه دي د دنيا دا ښې ښې چارې
وى يې واړه افسانې دي خوب و خيال
وى مې کوم بحث و جدل دى چې تل ښه وي
وى يې دا د علم بحث دى جدال
وى مې کوم رښتيا چې وايي پرې سبک دى
وى يې خپل هنر چې وايي دم در حال
وى مې کوم يو بېنوا بللى بويه
وى يې هر چې يې په غاړه ډېر عيال
وى مې کوم سړى نېکبخت بللى بويه
وى يې هر چې سخاوت کا په اموال
وى مې کوم سړى لايق دى د ستاينې
وى يې هر چې په بښلو شي خوشال
وى مې خلاص به شم په څه له بده ياره
وى يې تل ځنې غوښتنه کړه د مال
وى مې ډار او ترس له کومه شخصه بويه
وى يې هر چې ورته وي حرام حلال
وى مې څه څيزونه ګران په مرد تر ځان دي
وى يې دين او بل دانش دى د رجال
وى مې څه دي چې دانش پرې ضايع کېږي
وى يې لافې د دروغو قيل و قال
وى مې لافې هوډ په څه ترسره کېږي
وى يې زر بويه ځوانان بويه قتال
وى مې څه دى چې نشان د ځوانمردۍ دى
وى يې عفوه په هنګام د استقلال
وى مې څرنګه به والوزم اسمان ته
وى يې دا شي د همت په پر د بال
وى مې کومه چار بهتره تر هر څه ده
وى يې هر چې نېک عمل کړي، نېک افعال
وى مې څه کړم چې محتاج د طبيب نه شم
وى يې لږ خوره، لږ دخول کړه، لږ مقال
وى مې څه کړم چې هر څوک په ما مين شي
وى يې مه وايه دروغ، مه کړه جنجال
وى مې چا سره تدبير کوم په کار کې
وى يې هر چې رسېدلي تر کمال
وى مې چا سره نېکي د کړلو نه ده
وى يې هر چې ابلهان دي غيرسيال
وى مې کوم سړى دښمن بللى بويه
وى يې هر چې په ښادۍ دې شي ملال
وى مې چا سره خوېښي دوستي د کړو ده
وى يې هر چې تر تا کوز لري احوال
وى مې کوم سړى مړمن بللى بويه
وى يې هر چې راضي نه وي په وبال
وى مې کومه چار جنت ده په دنيا کې
وى يې ژبه چې هم يې خوى وي، هم جمال
وى مې څه دي د خوشحال خټک خبرې
وى يې واړه در ګوهر دي عقيق لال.
(هماغه اثر ٨٧٨- ٨٧٩مخونه)
پورتنۍ قطعه د سوال او ځواب د بديعي صنعت په ګاڼه ښکلې ده. سوال او ځواب هغه بديعي صنعت ته وايي، چې د هر بيت لومړى نيم بيتي سوال او دوهم نيم بيتي يې د پوښتنې ځواب وي. دوهمه بېلګه:
ښه ده دا خبره
که يې پند کړې د خوشحال
داد په خروارونو کړه
حساب کړه په مثقال.
درېيمه بېلګه:
د سيالانو په جرګه دې ناستې نه کا
چې له سياله نه يې نه دي خپل ګټلي
چې ونه وهي په دواړو لاسو توره
چا ملکونه په ميراث نه دي موندلي
چې تر سر و تر مال تېر نه شي په عشق کې
څوک د جونو په پالنګ نه دي ختلي.
د استفادې وړ اخځ:
کليات خوشحال خټک، د دوست محمد کامل په مقدمه او حواشيو، اشاعت، سرحد پېښور، دويم چاپ، ډسمبر ١٩٦٠.