اسد الله جلال ،کابل
د افغانستان په معاصر تاريخ کې که يوازې دوه _ درې څېرې هم داسې وي چې
زموږ د وياړلي وطن د تاريخ پاڼې پرې شرمېدلی شي، بې له شکه چې يوه دغسې
څېره د احمد شاه مسعود ده.
نن چې د سيپټمبر نهمه نېټه او د دغې څېرې د مرګ له کاليزې سره برابره ده،
زموږ نږدې ټول هېوادوال د هغه په مرګ اوښکې نه تويوي، دا ځکه چې هغه د خپل
واک د ټينګښت لپاره د ډېرو بېګناه افغانانو و ينې او اوښکې بهولې دي.
هغه د شوروي په وړاندې د افغانانو د سپېڅلي مقاومت په جګړو کې ستر خيانت
وکړ او د جهاد او مقاومت په هماغو ګرمو او اورنيو شېبو کې يې له روسانو سره
نه يوازې دا چې د ورورۍ تړون ﻻسليک کړ، د افغان مقاومت د نورو ټولو ډلو په
ځپلو او له منځه وړلو کې يې هم ورسره د بې درېغه ملاتړ رسمي ژمنه وکړه چې
له نېکه مرغه ټول هغه اسناد ان چې خپله روسانو هم خوندي کړي او بيا بيا
خپاره کړي دي.
په راوروسته کې د ملګرو ملتونو د سوله ييز پلان د شنډولو لپاره د هغه او يو
شمېر کمونيستي او ستمي کړيو توطيئه د افغانستان د داسې بربادۍ سبب شوه چې
ټول افغانان يې له نږدې ځخه شاهدان وو او ﻻ دي. د هغه او ملګرو له برکته يې
ټول افغانستان په کنډواله بدل شو او يوازې په کابل کې پنځوس زره بې ګناه
افغانان ووژل شول . نوموړی په افغانستان کې د قومي او ژبنۍ تفرقې او کرکې
مؤسس او قهرمان دی او له همدې امله يې ټول افغانان د افغانستان د ملي خائن
په توګه پېژني .
دا چې سږ کال هم په کابل کې ځينو ځانګړيو ډلو او حلقو د بېلابېلو موخو او
يا د مصلحتونو له مخې د هغه درواغجنې لمانځنې وکړې، زموږ د خلکو کرکه يې د
هغه په وړاندې نوره هم زياته کړه . کاشکې د مسعود پېژندنې په داسې غونډو او
سيمينارونو کې د وطن ريښتينو بچو او د تاريخ څېړونکو ته هم د څه ويلو موقع
ورکړل شوې او د سر د امن تضمين يې شوی وای، بيا به نو زموږ خلکو ته داسې
څېرې او کړه وړه يې په ښه توګه بربنډ شوي وای .
زموږ اولس د دومره کمزورې تاريخي حافظې لرونکی نه دی چې خپل ريښتيني اتلان
او درواغجن اتلان سره جلا نه کړای شي.
که خدای (( ج )) کول ډېر ژر به د داسې ملي خاينانو يادنښې ړنګې او تصويرونه
به يې د وطن د اصيلو بچو په ﻻسونو د اور د لمبو خوراک شي ، او دا به د
مصلحتونو خبره نه وي ، دا د افغانستان د تاريخ حکم دی .
دغسې يو حکم نن په کابل کې د افغانستان د يو ګڼ شمېر تاريخ پوهانو په يوه
پټه غونډه کې د احمدشاه مسعود په هکله صادر شو او غواړو چې د هېواد په دننه
او بهر کې ترې ټول هېوادوال خبر کړو. د تاريخ دغه حکم وايي :
مسعود د افغانستان د تاريخ يو ملي خاين دی، هغه د پرديو يو غلام و او
غلامان هيڅکله هم نه دي اتلان شوي. هغه په افغانستان کې د ملي تفرقې اتل او
د افغانستان د ملي وحدت غليم و .
کابل _ د ١٣٨٣ کال د سنبلې ١٩
د ٢٠٠٤ کال د سيپټمبر نهمه