مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-16   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

عبدالله بختانی: د ارواښاد ستوری نظم او نثر اولس سره دی

عزیز سرشار

د   2007 عیسوی کال د اکتوبر د میاشتی په ( 15) نېټه  ددوشنبی په ورځ د پښتنو منلی پوهان، ادیبان، لیکوالان او شاعران هر یو ښاغلی عبدالله بختانی خدمتګار  او ښاغلی استاد حبیب الله رفیع  د یو شمیر نورو فرهنګیانو په ملتیا په جرمنی کی د خدای بښلی  ډاکتر کبیر ستوری کورته د لاس پورته کولو لپاره ورغلل او د ارواښاد روح ته یی دعا وکړه او دده کا نامی یی وستایلی.
ښاغلی بختانی صیب وویل !
ارواښاد ډاکتر ستوری د پښتو د ادب د اسمان یو داسی ستوری دی چې اوس هم ځلیږی د هغه لیکنی د اولس سره دی هغه مړ نه  بلکه جامه ئې بدله کړیده . دغه راز ښاغلی استاد حبیب الله فیع زیاته کړه  ارواښاد ډاکتر ستوری د پښتو د ادب ، سیاست ، فرهنګ یو ځلند ستوری ؤ چې کارنامی به ئې ژوندۍ او تل پاتی وی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery