مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-22   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دنوي افغانستان دجوړېدونړيوال جشن په پرتمينه تـوګه ولـ..

رمضان

د نوي افغانستان د جوړېدو نړيوال جشن په پرتمينه توګه ولمانځل شو

د نوي افغانستان د جوړېدود ٢٦٠ کاليزې نړيوال دوه ورځينی جشن د د اکتوبر پر ١٩ او ٢٠ نېټو د جرمني د کولن په ( هورت ) کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې ه خوا ولمانځل شو .
په دغه جشن کې له افغانستان ، امريکا ، کاناډا او د اروپا له ډېرو هېوادونو او ښارونو څخه ه شپږسوو زياتو کسانو ګډون کړی و.
په لومړۍ ورځ د معاصر افغانستان د تآسيس او د غه راز د نومياليو افغان مؤ خينو په اړه  يو شمېر کورنيو او بهرنيو پوهانو ، مؤرخينو او څېړونکو ويناوې او مقالې واورولې .
د نوي افغانستان د تاسيس او د دغه جشن د جوړېدو په اړه دغو پوهانو ويناوې وکړې :
پوهندوی سيد حسن ، کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني ، او الماني افغانستان پوه او ژبپوه سبيستيان هاينه .
د غونډې په علمي برخه کې چې د معاصر افغانستان د مؤرخينو په اړه جوړه شوې وه ، دغو پوهانو خپلې مقالې وړاندې کړې :
ـــ   ښاغلي محمد معصوم هوتک ، د افغان مؤرخ فيض محمد کاتب هزاره د ژوند او تاريخي آثارو په اړه،

- سرمحقق عبدالله بختاني  خدمتګار، د اضی عطاالله خان په هکله د ( تاریخ جوړونکی تاریخ لیکونکی) تر سرلیک لاندی.
- پوهنوال رسول باوری،د احمد علی کهزاد د ژوند او آثارو په هکله.
پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ،د معاصر افغانستان د تاریخپوهانو او په ځانګړې توګه د مير غلام محمد غبار په تاریخی لیکنو خپله مفصله ارزونه وړاندې کړه.
- ښاغلی محمد اسحاق نګارګر ،د لوی استاد عبدالحی حبیبی به هکله خبری وکړې او د خپل عقیدت د څرګندونې لپاره یې یوه منظومه وړته ډالۍکړه.
- اتریشي پروفیسور ډاکتر فرانس ګیوري ،د افغانستان په هکله یوه لنډه وینا وکړه.
او په پای کی ښاغلي حبیب الله رفیع د افغانستان د دوو مؤرخینو استاد کهزاد او استاد حبیبی دعلمی کار د سره ورته اړخونو په باب ویناو اوروله.
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه به ددغو علمی مقالو مجموعه ډیر زر د یوې ځانګړې ټولګې په توګه چاپ او خپره کړي .
په جشني برخه کې یوه لنډه مشاعره او د افغان او جرمني هنرمندانو په ګډه یو ښکلی کنسرت له مستو افغاني ملي اتڼونو سره اجرا کړ.

د جشن دویمه ورځ د نومیالي افغان مؤرخ پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ ژوند او د تاریخي آثارو ارزونی ته ځانګړې شوې وه.
ویناوالو استاد کاکړ د افغانستان او سیمې په کچه د یوه وتلي او پیاوړي مؤرخ  په نوم یاد کړ چې لیکنی یې د بهرنۍ نړۍ  او علمي مرکزونو لپاره د یو با اعتباره ریفرینس په توګه د استفادی وړ دي .
په دغه علمي غونډه کې دغو پوهانو د هغوی د ژوند او علمي کار د بیلابیلو اړخونو په باب ویناوې او مقالې واو ولې ..
 - محمد امین باوری 
 - کاندید اکادیمسین محمد اعظم سیستانی
 - استاد حبیب الله رفیع
- ډاکټر طارق رشاد
- نجیب احمدزی
- اکبر کرګر
ـــ  د استاد کاکړ مېرمن  مريم کاکړ
ـــ  د استاد کاکړ زوی  کاوون کاکړ
په پای کې استاد کاکړ خبرې وکړې او دغه علمي غونډه د سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار په وينا پای ته و سېدله . استاد اسحاق نګارګر د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د نويو کتابونو يو کلکسيون چې د افغانستان په ملي بيرغ کې نغښتل شوی و، د ډالۍ په توګه استاد کاکړ ته وړاندې شو .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery