دخپریدو نیټه : 2007-11-10 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
له خيبر تلويزيون سره دګلبدين حكمتيار نوې مركه
وحید سپن غر
دحزب اسلامي له مشر ګ
بدين حكمتيار سره مشهور ژورناليست طاهر خان مركه كړې چې ستا سو پام ورته راګرځوو.
طاهر
خان : زموږ اطلاع ده چې حزب اسلامي له طالبانو سره همكاري ختمه كړيده آيا داخبره رستيا ده آيا ستاسو اوس له
طالبانو سره دبهرنيو پوځونو پر خلاف همكاري شته كه نه؟
حكمتيار: دطالبانو او ټولو هغو ډلو او شخصيتونو
سره چې دهيواد خپلواكي غواړي په مختلفو پړاوونو او بيلو بيلوكچو خبري شويدي اودا لړۍ اوس هم روانه ده موږ
غواړو ټول ځواكونه چې دهيواد آزادي غواړي په يوه مركز راغونډكړو خو كه څه هم په دې كار تر اوسه نه يو بريالي
وي خو مطمئن يو چې دا كار به انشاالله حتمي كيږي .
طاهر خان: ويل كيږي چې دحزب اسلامي اكثرمشران
او غړي له حزب اسلامي جلا شوي او اوس دحامد كرزي په حكومت كي دهغه حمايت كوي او هم دافغانستان په پارلمان
كي موجود دي په دې هكله ستا سو نظر څه دى ؟
حكمتيار: داهسي تبليغات دي دحزب نه دګوتو په شمير كسانو نه
پرته هيڅوك نه دي وتلي څوك چې دحزب نه دوتلو خبره وكړي تش لاس به له حزب نه وزي ، افغانان په خپلو ژمنو او
تعهداتو ډير ټينګ دي يو ځل چې له چا سره تعهد وكړي بيا تر مرګه پر خپل تعهد باندي ټينګ پاتي كيږي.
حزب هماغه
پخواني حزب دي له مخ نه زيات متحد او ځواكمن شوى دي ، خو دا حقيقت به هغه وخت نوروته مالوم شي چې حزب دڅرګند
فعاليت پريكړه وكړي او يا حزب په انتخاباتوكي ګډون وكړي تاسو پوهيږي چې حزب اسلامي يو ستر حزب دى ، دهيواد په
ټولو سيمو او قومونو كى ژورى ريښې لري ، په افغانستان كې اسلامي تحريك او اسلامي جهاد دحزب په لاس پيل شويدي د
وسانو پرخلاف جګړه كې د مقاومت دملاتير حزب ؤ په سلوكې ۷۵ زيات مجاهدين او مهاجرين په حزب پوري تړلي وو، نوري
اسلامي او جهادي ډلې ډير وروسته او دهيواد نه بهر جوړي شويدي، دامريكايانو او اشغالګرانو پر ضدروان جهاد دح
زب په وسيله پيل شويدي ، طالبان ددوي دحكومت دنسكوريدونه نژدې يو نيم كال وروسته دجهاد لپاره تيار شول موږ
دبشري قوت له مخي زيات شمير مجاهدين دمسلحانه جهاد لپاره تيارولى شو خو د وسلو اوجنګي تجهيزاتو دكموالي له
امله مو يوشمير مجاهدين جهادته فعال كړيدي چې هم يې پاللي شو او هم تر اوږدي مودى پورى جهاد ته دوام وركولى
و.
طاهر خان: دروسانو دمداخلي په وخت ټوله دنيا ستاسو تر شاه ولاړه وه كه اوس تاسو دبهرنيانو پر
ضد جګړه كوي تاسو ترهګر بولي آيا تاسو به په دي بريالي شي چې بهرني ځواكونه له افغانستان نه وباسي؟
حكم
تيار: اشغالګر ځواكونه به ارومرو او ډير ژر له افغانستان وتلوته اړكيږي دمقاومت وضعيت او داشغالګرانو تلفات
ښيي چې دا يو حقيقت دي موږ دمقاومت لپاره داسي طريقه غوره كړيده چې مقاومت ته دبهرنيو مرستو پرته دوام وركړو
او داشغالګرو تلفات ورځ په ورځ زيات شي او دمقاومت لمن ټولو سيمو ته پراخه شي هدف مو دا نه دي چې سيمي آزادي كړو
او ددښمن سره دجبهي جګړو لار غوره كړو ځكه موږ اوس دا امكانات نه لرو خو دچريكي جګړي لپاره موږ دا امكانات لرو
چې تر اوږدي مودي پوري مقاومت ته دوام وركړو ، اوس په شمال كي له بدخشانه تر بادغيسه پوري او له نورستانه تره
ات پوري دمقاومت لمن خوره شويده ،كه تا سو دا دپخوانيو كلونو له وضعيت سره مقايسه كړۍ درته مالوميږي چې رات
ونكې به ځنګه وي.
امريكايان خپلو موخوته ونه رسيدل نه يې دمقاومت مخه ونيول شواى او نه يې په كابل كې يو
پياوړي حكومت جوړ كړاى شو او نه يې امنيت راوست او نه يې دمركزي اشيا پرزير مو دتسلط خوب رښتينى شو نن دام
يكايانو وضعيت په افغانستان كي تر بل هروخت خراب دى ددوى پرضد دافغانانو كركه او نفرت لازيات شويدى. دغوټكو
ته په پاملرنه ولې بايد باوري نشو چې امريكايان به ارو مروله افغانستانه وزي او مقاومت به بري ته رسيږي.
طاهرخان: داسي ويل كيږي چې تاسو په پاكستان كى پټ ياست آيا دارښتيا ده ؟
حكمتيار: تاسو ووايي چې
آيا دپاكستان اوسنى حكومت دامريكايانو مخالفينو ته پناه وركوي؟ پاكستان هيڅكله دامريكا مخالفين نشي زغملى
پر هغو ځايونو بمباري كوي او بمونه غورځوي چې امريكايې ترې غواړي ، آيا د امريكا مخالفين په پاكستان كي خوندي
دي او كه په افغانستان كي په پاكستان كى ډير نيول شوي كه په افغانستان كي؟ په پاكستان كي دامريكا مخالفين
نيول كيږي او لاس او پښې يې تړل كيږي او امريكې ته سپارل كيږي زما داسي خپلوان او دوستان په پاكستان كې نيول شوي
چې ويزه او پاسپورت يې لرل نو موږ افغانان به له پاكستانه څنګه دا تمه ولرو چي پناه راكړي دپاكستان له چارواكو
سره هيڅ رابطه نلرو نه په ټيټه او نه په لوړه كچه نه ښكاره او نه په پټه توګه ، پاكستان تل دخپل هيواد او
افغانستان په هكله هغه څه كوي چي امريكا يې ترې غواړي دپاكستان خارجي سياست تل دافغانستان په هكله هغه شان دى
چې امريكايي غوښتنه كوي ، پاكستان دروسانو دوتلو وروسته دامريكې په وينا دجبل السراج دهغه ائتلاف ملاتړوكړ چې
دامريكې او روسيې په وسيله او دايران په وساطت جوړ شو بيايې دحزب اسلامي پر خلاف دطالبانو ملاتړ وكړ او اوس
دكابل دامريكايي حكومت ملاتړ كوي زما دحزب ډير غړي يې زما دزوى په شمول ونيول او لاس تړلي يې امريكايانو
ته وسپارل ، چې ځيني يې دامريكايانو سره بندي دي او دځينو برخليك مالوم نه دى زه هغه وخت چې له ايرانه خپل هيواد
ته راستون شوم دايران دحكومت دخبريدو پرته زه دافغانستان يوې غرنى سيمي ته راغلم وروسته دامريكا له لوري پر
ما راكټي بريد وشو ، دهغې نيټې وروسته زه داوسيدو ثابت ځاي نه لرم ، نه پاړه چنارته كوز شوم او نه چترال ته زما
دنيولو لپاره په لغمان ، كنړ ، ميدان وردك او پكتيا كي ګڼ شمير عمليات ترسره شويدي دا ولي؟ دهيچا سره دګډ كار
كومه معاهده نه لرم دالقاعدې په ژغورنه كي زموږ تعاون صرف داسلامي ورور ولۍ پر اساس شويدى.
طاهرخان: ستاسو په خيال دالقاعدې مشر اسامه بن لادن ژوندى دى؟
حكمتيار : زما دمالوماتو له مخي
اسامه بن لادن ژوندى دى.
طاهرخان: ستاسوله لوري ويل كيږي چې له حكومت سره بايد خبرې وشي اوس په دې
هكله ستاسو څه پاليسي ده؟
حكمتيار: موږ په هغو مذاكراتو كې برخه نه اخلو چې د اجندا اصلي موضوع يې دخارجي
پوځونو بي قيدو شرطه وتلو موضوع نه وي، اصلي شرط دغه دى موږ په دې باور يو چې دافغانستان بحران هغه وخت حل كيداي
شي چې اشغالګران بي قيدو شرطه وتل ومني قدرت ويوه موقت حكومت ته انتقال شي دخپلواكۍ وروسته عام او عادلانه
انتخابات تر سره شي ترڅو چې په افغانستان كې قدرت ديوه داسي پياوړي او ځواكمن حزب په لاس ور نشي چې په ملت كې ژو
ي ريښې ولري او دزيات بشري قدرت څخه بر خمن وي نه دافغانستان بحران حل كيدي شي او نه يو قوي مركزي حكومت
جوړيداي شي زه په پوره ډاډ ويلي شم چې حزب اسلامي يو داسي پياوړى او ځواكمن حزب دى.
طاهر خان: په
افغانستان كې ځانمرګي بريدونه كيږي دا په افغانستان كې يو نوي عنصردي په دي اړه ستاسو څه نظردى؟
حكمتيار:
دا دوحشيانه او ظالمانه كړونو په وړاندې يو مظلومانه او طبيعي عكس العمل دى دنړۍ مظلوم مسلمانان چې استعماري
ځواكونه پرې حكومت كوي ددوى هر څه يې لوټ كړيدي ظالم او خونخوار پاچاهان ، جنرالان او دكتاتوران يې پرې مسلط
كړيدي په فلسطين ، عراق ، افغانستان ، كشمير ، چيچين او نورو ځايونوكې مسلمانان وژني او ددوۍ په تالان بوخت دي،
نو هلته اسلامي امت مجبوره شوى چې مسلمان شازلمي دغه راز بريدونو ته چمتو كړي ترڅو چې داشغالګرو دا ظلمونه وي
دا بريدونه به هم جاري وي او لا به پياوړي كيږي.
داسلامي هيوادونو ملتونه دظالمانو ظلم دې ته مجبوره كړيدي
چې دفدايي بريدونو لاره غوره كړي تا سو به په نږدي راتلونكي كي وګوري چې دا لړۍ به داسلامي انقلاب لپاره لاره
اواره كړي، دا هر څه نه دكودتاګانو نه دانتخاباتو له لاري اوار شول مجبور به داسلامي انقلاب لاره غوره كوي،
زما په نظر كه اسلامي ملتونه او ددوي سياسي مشران غواړي چې خپلواكۍ آزادۍ او سرلوړۍ ته ورسيږي دنوروناكامو
لارو پرځاي دي داسلامي انقلاب لاره غوره كړي ، دا كار په ډيرو اسلامي هيوادونوكي ترسره كيدي شي په اسلامي
هيوادونوكي ددغه راز ځلميانو شمير زرګونو ته رسيږي چې داسلامي انقلاب دبري لپاره دځان قرباني ته حاضر
دي.
طاهرخان: په افغانستان كې چې كوم كسان دخارجيانو پر ضد جنګيږي دهغوي سره دومره وسلې او ام
كانات نشته ، حزب اسلامي او طالبان به ترڅومره وخته دخارجيانو پرضد جګړې ته دوام وركړي؟
حكمتيار:
افغانستان اوس دپره ديو په اسارت كې دى كابل اوس دداسي يوه هيواد پلازمينه ده چې پره دي او دهغوۍ لاسپوڅي پرې ح
كومت كوي دا حالت ماسكو ، واشنګتن او ددوۍ محلي ملګرو پر افغانستان تپلى دى دروسانو دوتلونه مخكي دروس او ام
يكې په دې توافق وشو چې په افغانستان كې به په ګډه دمجاهدينو ديوه اسلامي حكومت مخه نيسي ددغه كار لپاره يې دروس
پلوه او امريكا پلوو ډلو نه يو ايتلافي ډله جوړه كړه او په دې وسيله يې دجګړو يوه بله لړۍ پيل كړه او دهغو اسلام
ي ځواكونو دځپلو لپاره يې ملاوتړله چې په افغانستان كې يې اسلامي حكومت غوښت په دې كار كې ايران دروس په اشاره او
پاكستان دامريكې په اشاره ونډه واخيسته دايران په وساطت دجبل السراج هغه ايتلافي جبهه جوړه شوه چې كمونستان
او ايران پلوه ډلي په كې راغونډي شوې ايران دا نشوزغملى چې حكومت دسني ډلو په وسيله جوړ شي ايران په دغه موده كې
په سلګونو ميليونو ډالرو وسلې زموږ هيواد ته استولي دايران په اندازه هيڅ هيواد په دغه موده كې زموږ په هيواد
كې دومره زياتي لاسوهني او پانګوني ندي كړي، په دي توګه موږ دستر نړيوال سازش سره مخ شو ددې نه مخكي او وروسته
ټولي جګړې په موږ له بهره تحميل شويدي ، لكه څنكه چې دامريكې ديرغل پر وخت مسكو ، ايران او اسلام آباد ددوۍ م
سته وكړه دغه راز دروسي پوځونو دوتلو پروخت دغو هيوادونو زموږ پر خلاف لاس يو كړ او افغانان يې پرې نښودل چې
دخپلې خوښې اسلامي حكومت جوړكړي، او بله وجه داوه چې ايران او پاكستان خپل رقابتونه افغانستان ته را انتقال
كړل ،ايران دجګړې دوام غواړي او پاكستان دامريكې دخوښې حكومت غواړي.
داپوښتنه بايد دجورج بوش نه وشي چې تر
كومه به دمظلومو افغانانو وژلو ته ادامه وركوي تر څه وخته به دافغانستان پر اشغال ټينګار كوي موږ خو له مقاوم
ته پرته بله چاره نه لرو ، په موږ ټولې لارې بندې شويدي زموږ مقاومت به تر هغو دوام ولري چې ټول اشغالګر ځواكونه
زموږ له خاورې ووزي ، او په افغانستان كې ديوه اسلامي حكومت دجوړيدو لپاره لار اواره شي.
موږ هم دنورو په څي
په هيوادكې دډاډ منې سولي تامين غواړو خو داهغه وخت امكان لري چې اشغالګر ځواكونه زموږ له هيواده ووزي او دم
سكو او واشنګتن او زموږ دكينه كښو ګاونديانو مداخلې دلته بندې شي او قدرت دمنلو وړ يوه موقت حكومت ته انتقال
ي اوبيا دي دهيواد لپاره يو نوى اساسي قانون جوړ شي او دهغه په رڼا كې دي سراسري عام انتخابات وشي، ددغسې مع
ولې طرحي په چوكاټ كې زه مذاكراتو او خبرو اتور ته چمتو يم.