په كابل كې د سولې ګډه مشاعره پرون د قرآن كريم
په تلاوت او د ملي سرود په غږولو پيل شوه.
د مشاعرې په پيل كې د ولسمشر حامد كرزي او د اطلاعاتو او فرهنګ د
وزير پيغامونه ولوستل شول، ورپسې نصرالله حافظ، حبيب الله رفيع، رحمت شاه سايل او غازي سيال د كوربنو او مش
انو مېلمنو په توګه د دريځ مخې ته وغوښتل شول. مشاعره د نصرالله حافظ په شعر پيل شوه او په وار سره شاعرانو خپل
شعرونه اورول. د غونډې ويندويي زلمي شاعر نذيراحمد نذير او كلات وال پرمخ بېوله. د مشاعرې په دوهمه برخه كې م
ران مېلمانه دروېش درانى او ماښام خټك وو او اسدالله دانش او ډاكټر اكبر اكبر د كوربنو په توګه ورسره ناست وو.
د مشاعرې په ترڅ كې د كندهار تياتر رييس انيس او زلمي سندرغاړي بريالي ولي په زړه پورې ملي سندرې وړاندې كړې. م
اعره تر ماښامه روانه وه او وروسته شاعران د موسيقۍ او اتڼ بنډار ته كښېناستل. دغه مشاعره به د دوشنبې په و
ځ هم روانه وي او په پاى كې به څلورو غوره شاعرانو ته د سولې جايزې وركول كيږي.
له ښۍ خوا نصرالله حافظ،غازي سيال، رحمت شاه سايل او حبيب الله
رفيع د مشرانو مېلمنو او كوربنو په توګه
واصل ح
سنيار د شعر اورولو پر مهال
تر ډوډۍ او لمانځه
وروسته د مشاعرې دوهمه برخه
اكمل لېوني په خپلو
شعرونو سره د مشاعرې رنګ بدل كړ
يو تن شاعر د
عر اورولو پرمهال