په کراچی کښي دلر او بر مشاعری راپور
دتېری جمعی په ورځ دماپښېن پر ۳ بجو چی له ۱۴ / ۱۲ / ۲۰۰۷ سره سمون خوری ، دسېند اېالت په کراچی ښار کښی دمېشتو
پښتنو افغانانو شاعرانو او لېکوالانو اودپښتونخواملی عوامی پارټی له لوری ، په باچاخان کمېونټی هال بنارس
کښی دهېواد دنامتو شاعر ، لېکوال او تکړه ژورنالست ښاغلی عبدالباری جهانی په وېاړ ېوه درنه آدبی غونډه اوم
اعره جوړه شوی وه .
غونډه امان الله حلېم شملزی دقرآن کرېم دمبارکو آېاتونو په تلاوت سره رسما پېل کړه ، و
وسته دغونډی دتنظېمونکو په نماېندګی ښاغلی عبدالعلی غورغشتی دسټېج دصدر په حېث ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغ
است وواېو .
لدی سره ېی ېو په بل پسی ښاغلی جهانی او نورو راغلو دلراوبر شاعرانو اودپښتونخواملی عوامی پا
ټی وصوباېی غړو ته سټېج ته دورتلو بلنه ورکړه .ښاغلی عبدالباری جهانی ، طاهر افرېدی ، رېاض تسنېم ، دخېبر ټ
وېژون نماېنده ښاغلی رحمان بونېری سپېنږېری تکړه شاعر او لېکوال ښاغلی عبدالهادی رېشا ، او نور ملګری پر سټېج
کښېناستل .
وروسته دغونډی له پېل سره امان الله حلېم شملزی دښاغلی جهانی دژوند پر بېلابېلو اړخونو او حالاتو
، همدارنګه دښاغلی جهانی پر قلمی خدمتونو او دده پر اثارو مفصله رڼا واچوله . لدی وروسته ښاغلی عبدالرحېم رېې
ا دازادوطن دشاعرانو په نماېندګی خپل شعر وړاندی کړ . وروسته داتفاق ادبی ټولنی ، جرس ادبی ټولنی او نورو ګڼو
ادبی ټولنو په نماېندګی شاعرانو په خپل وار سره حاضرېن په خپلو شعرونو ونازول .
په پای کښی ښاغلی عبدالرشېد
هاوند دجهانی صاحب دشعرونو څخه څه نمونی اورېدونکو ته وړاندی کړی .
لدی سره ښاغلی غورغشتی وراغلی محترم مې
ه ته بلنه ورکړه چی راشی او راغلو دده دشعرونو مېنه وال چی دده دشعرونو اورېدلو ته بې تابه ول خپل شعرونو
وړاندی کړی .
ښاغلی عبدالباری جهانی غونډه څو ساعته په خپلو خوږو شعرونو ګرمه وساتله چی داورېدونکو په ک
کو چکچکو سره به بدرګه کېده .
په پای کښي عبدالباری جهانی شاعران او ادبیان وهڅول چی داډول دنور محفلونو په
جوړلو سره دی لړی ته دوام ورکړی له خپل لوری ېی دهر ډول همکاری ډاډ ورکړ . ياده دي وی د جهاني سره نامتو شاعره
اغله پروین ملال هم ملګرې وه
له نورو اعلانونو سره سره حاضرېنو ته له کراچی څخه دنوی ادبی او سېاسی مجلی چی
ښاغلی استاد امان الله حلېم ېی تابېا کړی ده ، ډېر ژر له چاپه دراوتلو زېری ورکړل شو .
وروسته دغونډی په پای
کښی دسېمی شاعران پر جهانی صاحب راټول شول او له ده سره ېی له نژدی خواله وکړل . غونډه دشپی پر ۸ بجوپای وموند .
دملی تړون دسمون والی ډلی له لوری