په واشنگټن کي د شپون صاحب په وياړ غوڼده جوړه سوې وه
د واشنگټن په سيمه کي، د جنوري د مياشتي پر ١٨ باندي د گران هيواد د وتلي او خوږ ژبي ليکوال او شاعر، سعدالدين شپون، په وياړ او درناوي يوه غونډه ترتيب سوې وه. د واشنگټن په سيمه کي، د مهاجرو افغانانو ټولنه افتخار کوي چي پدې سختو شرايطو کي پدې وتوانېدل چي د افغان اولس د يوه مشهور فرهنګي شخصيت او ليکوال د لمانځولو لپاره يې د صميميت او خلوص څخه ډک محفل جوړ کړ.
ليکوالان او شاعران د يوه اولس د فرهنگ، تاريخ او معنوي شتمنيو رشتين استازي دي. هغه اولسونه چي د خپلو ليکوالانو او شاعرانو درناوى او عزت کوي، هغه اولسونه د ژوند، پاېښت، او پرمختگ حق او چانس لري. په مقابل کي، هغه ملتونه چي د خپل کلتور او فرهنگي بقا په باب رى نه وهي، هغه اولسونه به خامخا د تباهۍ کندي ته ور شوه کېږي.
ليکوالان پر خپلي ټولني حق لري. ځکه همدا ليکوالان دي چي د يوې ژبي او کلتور د تداوم او پاېښت ضامن دي. همدا ليکوالان دي چي د يوه اولس د فرهنګي او معنوي ميراث ساتونکي دي. د يوه ليکوال لويه کاميابي دا ده چي خپل خلک يې اثار ولولي، او د هغو قدرداني وکړي. د شپون صاحب اثار په لر او بر پښتنو کي خپل مقام تر لاسه کړى دى.
شپون صاحب د خپلو خاطراتو ( وو، نه وو، يو شپون وو) په سريزه کي ليکي: که ما دا نه انګېرلاى چي پدې ياداشتونو کي د لوستونکي لپاره يو څه شته، هر گوره به مي ځان نه پرې ستړى کاوه. د هغې په ځاى به مي يوه خوږه کيسه ورته جوړه کړې واى.
حقيقت دا دى چي د شپون صاحب په ژوند کي ډېر شيان د لوستلو لپاره سته، يو ښه مثال يې د همدې شپې دروند محفل وو چي د افغان اولس يو شمېر منورين، استادان او فرهنگپاله پکې راغونډ سوي وه. د شپون صاحب شهرت د هغه د قلم په برکت تر لاسه سوى دى. شپون صاحب نه کوم دولتي چوکۍ او مقام درلود او نه يې هم لري. شپون صاحب چي يو شى لري هغه دده علمي، ادبي، او فرهنگي پانگه ده. د پښتون فيلسوف او شاعرغني خان يو شعر چي د شپون صاحب د ژوند او کارنامو ښه او مناسب ممثل کېداى سي، وايي.
کله کله د غني هم قصه اوره دا هم ده وروره د لويي وني څانگه
دا محفل چي د شپې پر اتو بجو پيل سو، د شپې تر دولسو بجو پورې يې دوام وکړ. پدې غونډه کي ښاغلي علي احمد جلالي، مېرمن جميلې، استاد سمندر غورياني، استاد لطيف جلالي، استاد يوسف باختري، حاجي داود، معروف پوپل، صديق عليم، عطا الله صادق، عابد نور، او درخانۍ شپون ويناوي او شعرونه ولوستل. دغه راز، استاد محمد حسن کاکړ، ښاغلي سناتور چکنوري، ښاغلي زرين انځور او ښاغلي ننگيال هم مقالې را لېږلې وې.
دا پروگرام د واشنگټن د سيمي د افغانانو په همت جوړ سوى وو.