مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-02-02   مخپرونکئ : عُمر واحديار

د جګړي شدت، د ښاري جایدادونو مالکانو ته ښه زیری!

ميرويس جلالزى

 

 


لیکوال :میرویس جلالزی
له پلازمیني  کابل څخه تر جلاال آباده  له هغه ځای نه  بیا تر بلخه  له بلخه بیا تر هراته او په لنډه توګه د هیواد په ټولو لویو ښارونو کې د استوګن ځایونو د بیېو بی ساري  لوړ والي خلک سخت اندیښمن کړي دي .
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته د هغو کسانو په  اقتصاد حالت کې خورا لوی او مثبت بدلون راغی کومو ته چې له پلرو او نیکه ګانو کورونه په میراث پاتې وو .
په دې بدلون کې هغه کسان هم خورا شتمن شول چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې په  ټیټو بیو کورونه او یا سوداګریځي ځمکي پیرلي وي.
د کورنو د بیو دې لوړ والي د هغوي مالکانو ته دا ام کانات  برابر کړل چې د خپلو جایدادونو کرایې ورځ تر ورځي لوړي وټاکي او په دې سره کرایه نیونکي او اجاره دا ان له اقتصادي پلوه سخت وځپي .
دا ډیره  په زړه پوري او  د نه باور وړ خبره ده چې د افغانستان په تاریخ کې هیڅ کله هم د اقتصادي تورم خلاف د  نن په څیر د کورنو بیې نه وي لوړي شوي .
د اکونومیست د استوګن ځایونو د بیې د  شاخص د څیړنيزي څانګي د رپوټ پر حواله چې د تیر یو کال راهیسي د افغانستان سربیره د نړۍ په ۲۰ هیوادونو کې د کورنو بیې په بی ساري توګه لوړي شوي دي.
دا څانګه وایې چې په ورستیو پینځو کلونو کې په  انګلستان ، اسټرا یا ، او اسپانیا کې د کورنو بیې یو په دوه  او په ایرلنډ او افغانستان کې یو پر څلور لوړي شوي دي .
خو که په دقیق ډول د افغانستان له وروستني  سیاسي بدلون را وروسته د کورنو بیو ته وکتل شي نو دا به څرګنده شي چې د طا بانو دواکمنۍ پر مهال د ښار مرکز ته ورنژدي یو معمولي آپارتمان په ۴ تر ۵ زره امریکاېې ډالره پلورل کیده حال دا چې دا آپارتمان اوس د ۵۵ زرو امریکایې ډالرو په شاوخوا کې معامله کیږي .
او له دې ښکاري چې دلته په کابل کې د تیرو ۶ کلونو راهیسي د یو کور بیه یو په لسه لوړه شوي ده .
دلته  په افغانستان کې د استوګن ځایونود بیې لوړ والی ځان ته یو خاص منطق لري خو که چیرته دې منطق ته په کتو سره په افغانستان کې د کورنو د بیو لوړیدا له امریکې او جاپان سره پرتله کړو نو دا به ومومو چې په دې دوو هیوادونو کې د افغانستان خلاف  دکورنو بیې نه لوړي شوې ب که هلته په بیو کې ټيټ والی هم راغلی.
نو له دې داسي نتیجه اخلو چې ګواکې د افغانستان سیاسي او اقتصادې حالت د جاپان او امریکې په پرتله ښه دی چې دلته یو معمولي کور امریکې ته په تناسب خورا په لوړه بیه پلورل کیږي .
خو دا منطق ځکه سم ندی چې په تیرو دوو او دریو کلونو کې د هیواد امنیتي او د ملت اقتصادي حالت مخ پر خرابیدو دی هان دا چې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال ماشومان لا لیلام شول .
افغانستان ، هغه هیواد چې بریښنا یې په پلازمینه کې په ۲۴ ساعتونو کې څلور ساعته او په نورو ښارونو کې خو په میاشتو او اونیو هم نه لیدل کیږي.
چیرته چې پاخه څ ړکونه یا خو نشته یا په ډیر ناوړه حالت کې دي ، روغتیایې خدمات د سیمي په کچه تر ټولو هیوادونو په ټیټ معیار کې قرار لري او د بی کارو وګړو په شمیري یې هم هره ورځ نوي کسان ور ډیریږي.
نو ولي دې بدبختیو ته په کتو سره  د کابل په ښار کې د یو کور بیه هان تر یو نیم ملیون امریکایې ډالرو پورې ده  حال دا چې د امریکې د ولسمشرۍ ماڼۍ ( سپیني ماڼۍ ) ته څیرمه همداسي او لا تر دې ښه کور په ۲ لکو ډالرو  د موندلو وړ دی ؟
دلته د کورنو د بیو د لوړ والي لامل څه کیداي شي ؟ او  د کورونو د بیې  ګراف ولي لا هم مخ پر لوړیدا دی ؟
یو ځواب یې دا کیدای شي چې له تیرو شپږکلونو راهیسي د نږدي ۱۴ ملیارده بهرنۍ مرستي ډیره برخه د عام المنفعه او دولتي بنسټونو  په پیاوړتیا نده لګیدلي بلکه په یو شمیر مشخصو  شخصي جیبونو کې توی شوي ده او دا کسان چې ډیرې پیسې یې تر لاسه کړي هڅه کوي چې دا بی ساري پیسې  دجایدادونو پر پیرلو بندي کړي .
خو د اقتصادي چارو متخصیصن بیا دې پوښتني ته په ځواب کې وایې د کورنو بیې ځکه په ښارونو کې لوړي شوي چې نن صبا ګڼ شمیر افغانان له کلیو او بانډو نیولي بیا تر ولسوالیو او هان لري پرتو غرنیو سیمو  په دولتي او بهرني ادارو کې کار کوي ، او ډیري دا ډول ادارې د  ناوړه امنیتي حالت له امله په ښارونو کې پرتي دي او هغه مامورین چې په لري پرتو کلیو کې ژوند کوي د دې لپاره چې خپل کارځای او کور ته په خوندې توګه تګ را تګ وکړي نو دا بهتره  ګڼي چې په ښارونو کې استوګن وي .
او هغه مهال چې دا کسان ښارونو ته را وبهیږي نو په سمدستي ډول د اوس په شان د کورنو بیې په بی ساري ډول لوړي شي.
په تیرو پینځو کلونو کې په ملیونونو تنه افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو هیواد ته راستانه شول او په خاصه توګه  ام نیتي وضیعت ته په کتو  په ښارونو کې دیره شول.
پلازمینې او د هیواد نورو سترو ښارونو ته د دې کډوالو  اتګ هم یو له هغو دلایلو بلل کیدای شي چې د کورنو د بیې په لوړ والي نیغ اثر لري .
اقتصادي کارپوهان د کورنو د بیې د لوړ والي یو بل دلیل له هغې سوداګرۍ زیږند بولي چې  شتمن یې د خپلو سرمایو د ډیرولو لپاره غوره کوي .
هغوي وایې شتمن کسان چې نن صبا په دولتي او شخصي بانکونو چندان ډاده ندي هڅه کوي چې خپلی شتمنۍ یو خو خوندې وساتي او بل یې راکټي پرینږدي نو هغوي دا هڅه کوي چې پرې جایدادونه را ونیسي او په کرایه او اجاره  یې و کړي.
په دې سوداګره طبقه کې هغه دولتي لوړ پوړي چارواکې هم شامل دي چې په روا او ناروا یې په تیرو پینځو کلونو کې د افغان ولس  په سلهاوو زره امریکایې ډالر جیب ته کړي دي.
دا کسان بهر ته د خپلو ناقانونه شتمنیو له انت ال څخه د کنګلیدو ویره لري او په غیر مستیقم ډول په یو او بل نامه پرې کورونه رانیسي او بیا یې بهرنیو او کو نیو اینجو ګانو ته په کرایه ورکوي.
یوه ډله نور اقتصادي شنونکي بیا پر دې باور ديٍ چې په لویو ښارونو کې یو خو کافي ځمکه نشته او بل دا چې هره ورځ د کورنیو په شمیر کې زیاتوالی راځی ،  نو دا هم یو هغه دلیل دی چې ، د جایدادونو او په خاصه بیا د کورنو د  بیو د لوړ والي لامل ګرځي ، خو دا استدلال ځکه نیمګړی ښکاري چې په امریکې او جاپان کې هم ورځ تر ورځي د وګړو شمیره لوړیږي نو هلته ولي د کورنو بیې  دا چي لوړي شوي ندي ،  ټیټي شوي هم دي ؟
په پاې کې د هغو اقتصادي کارپوهانو استدلال د باور وړ دی چې وایې ، په کلیو او بانډو کې رواني جګړي په ښا ونو کې د جایدادونو د خاوندانو په ګټه دي .
او په یوه کرښه کې ویلای شو چې :
په افغانستان کې مخ پر زیاتیدونکی تاوتریخوالي د کورنو خاوندانو ته په  زړه پوري بیزنس دی.
تیر کال شاوخوا ۶۵۰۰ انسانان د افغانستان په م ختلفو سیمو کې د جګړو خوراک شول خو دې اخ او ډب او سیاسي ناکرارۍ او روان اقتصادي بیوزلي ته په کتو سره لا هم د کورنو بیې په لوړیدا دي او که چیرته ۲۰۰۸ کال هم همداسي د سترو جګړو شاهد وي نو داسي ګومان نکیږي چې د کورنو او جایدادونو بیې دي په لویو ښارونو کې  را ټیټي شي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery