مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکابل مرستيال ښاروال استعفى ورکړه. (ګزارش )

ايمل

دکابل مرستيال ښاروال الحاج غرزي خواخوږي له خپلې دندې، نه د ناروغۍ له امله  استعفى وکړه.
دغرزي خواخوږي داستعفى له کبله د کب\\حوت پر اووه مه دکابل ښاروالۍ په غونډځى کې  ((دخداى په اما نۍ )) غونډه جوړه شوې وه.
په غونډه کې دکابل ښاروالۍ د دوه ويشتو ناحيو چارواکيو،کابل ښاروال( عبدالحدصاحبي)  او دکابل د بېلابېلو سيمو ښاريانو، دکابل ښاروالۍ فني او مس کي معيين ،دافغانستان دکسبګرو دټولنې رئيس حسن سپاهي او ګڼو نورو وګړيو برخه اخيستې وه.
داستعفى په مراسمو کې مرستيال ښاروال،دکسبګرو دټولنې مشر،دکابل ښاروالۍ فني او مسلکي معيين او د کابل ښار ځينو ښاريانو خبرې وکړې.
مرستيال ښاروال،په خپلې يو کلنې واکمنۍ کې پر لاسته راوړنو او ستونزو رڼا واچوله. ويې ويل:چې دقانونيت، غونې،دغضبوشووځمکوپه بېرته نيولو اودښاروالۍ دعايداتو په کنټرولولو او بې قانونه جوړې شويو ودانيو په ويجاړولو کې يې پوره برياوې تر لاسه کړيدي.
دافغانستان دکسبګرو دټولنې مشرحسن سپاهي دغرزي خواخوږي چارې کام يابې وګڼلې او پر استعفى يې خواشيني څرګنده کړه.
دکابل ښاروالۍ فني اومسلکي معين داکتر محمدحسن عبدالهي، دم ستيال ښاروال هغه بدلونونه چې په ښاروالۍ کې يې راوستلي دي،ياد کړل. هغه له نوموړي نه وغوښتل چې له روغتيا و وسته دې بېرته خپلې دندې ته راشي.
دهغه له خولې  کابل ښاروالۍ دغه وړ فعالو اوجدي چارواکيو ته اړتيا لري.
دکابل ښاروالۍ فني اومسلکي معيين غرزي خواخوږي ته دښې کار کرده ګۍ  او قانونيت راوستنې له امله يو ستاين يک هم ورکړ.
دلسمې ناحيې يو تن اوسېدونکى يوپنځوس کلن اختر محمد وايي،چې غرزي خواخوږي دکابل ښار په په بيا غولو کې ډېرې هلې ځلې کړي او هغه پراختيائي چارې يې تر سره کړې،چې تر دۀ وړاندې چا نه وې ترسره کړې.
هغه وويل،چې  نوموړي د زور واکانو  ډېرې ناقانوني ودانۍ ونړولې.
داحمدشاه بابا مېنې يو تن اوسېدونکي استاد ودان کوټوال وايي، چې غرزي خواخوږي په لنډ مهال کې ډېرپرمختيائي پلانونه پلي کړل.
دى زياتوي چې په احمدشاه بابا مېنه کې يې په ټولو سړکونو باندې جغل اچولى دى، چې له دې وړاندې چا ورته پام نه ؤ کړى.
همداشان ښاغلى ودان زياتوي چې  غ زي خواخوږي  ډېر هغه بې نخشې کورونه ونړول چې بل چا نشو نړولى.
هغه يادونه  وکړه، چې بايد غرزي خواخوږي هغه وخت استعفى ورکړې واى، چې دغه روان پرمختيائي پروګرامونه بشپړ شوي واى.
دغونډې په پاى کې دچارواکيواو ښا يانولخوا مرستيال ښاروال ته دګلانو ګېډۍ ورکړل شوې.او  دنوموړي پر استعفى د ډېرى چارواکيو ترمنځ دخواشينۍ نخښې ليدل کېدې.
داسې ويل کيږي، چې د الحاج غرزي خواخوږي له استعفى سره به  کابل ښاروالۍ يوځل بيا ديوې مخصوصې ډلې په ولکه کې راشي. اوهغه  کارونه چې اوس لا پوره شوي ندي به هم په سمه توګه بشپړ نشي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery