هېواد د وتلي او نوماند سياستوال،
شاعر او ليکوال شهيد محمد موسى شفيق د خدمتونو، اند او سياست د څېړلو لپاره يوه ورځنۍ څېړنغونډه د جلال
اباد ښار په شاهي قصر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او د ننګرهار ولايت په مرسته د روان کال د کب د ميا
تې په يوويشتمه نېټه جوړه شوه.
څېړنغونډه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي سلا کار نجيب الله منلي
ه خوا د لنډې وينا په اورولو سره پرانيستل شوه. غونډې ته افغان ولسمشر په خپل رالېږلي پيغام کې، چې د
ننګرهار د والي ګل اغا شيرزي له خوا ولوستل شو، موسى شفيق د هېواد د سياست او ادب د ډګر يو پياوړى بچى ب
لى و او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه نوښت يې وستايه. همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالکريم
خُرم هم په خپل پيغام کې په دې ټينګار کړى و چې موسى شفيق د يوه ژوندي ولس يو ژوندى او ويښ بچى و او د هغه سياست او
ژوند را سپړل زموږ د راتلونکي نسل لپاره د لارښوونې سرچينه ګرځېدلى شي. د علومو اکاډمۍ رييس په خپل پيغام کې م
وسى شفيق يو رښتينى افغان او د ملي وحدت سمبول وباله.
غونډې ته د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه ليکوالان
او سياستوال راغلي و او هر ليکوال په وار سره د ښاغلي شفيق په ژوند، سياست او خدمتونو خپلې ليکلې مقالې او
ويناوې واورولې.
د څېړنغونډې په اوږدو کې د موسى شفيق د ژوند او سياست په اړه يو لنډ مستند فلم هم نندارې ته
کېښودل شو، چې د ننگرهار د راډيو ټلويزيون له خوا جوړ شوى و.
د يادولو وړ ده چې د دغې څېړنغونډې په وياړ د
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دوه ټوکه کتابونه هم چاپ شوي دي، چې په هغې کې يو کتاب د نوموړي د (ننګرهار شاع
ان) په نوم يوه ارزښتناکه تذکره ده چې د منځنۍ دورې ډېر ښه شاعران يې پکې راپېژندلي دي.