له بي بي
سي څخه په مننه !
هلمند تېردوه كلونه دافغانستان د هغوولايتونو څخه ګڼل كيږي چې د زرګونو
بهرنيو سرتېرو په شتون كې هم امنيت د سموالي پرځاي د ډېرو په اند د خرابوالي پرلور روان دى .
ېرى دنشه يي توكو كر اوتوليد، د بهرنيو ځواكونو خپل سري عمليات او د پوليسو له خلكو سره ناسم چلند ددغه ولايت
د ناامنيو غټ لامل بولي .
سيمه ييز قومي مشران وايي كه چېرې دجګړې پرځاى له ځايي طالبانو سره خبرې
ونشي، نوددغه ولايت امنيت به نورهم خراب شي .
دوى د سولې د راوستلو يوازېنۍ لار له مخالفينو سره
په خبرو كې ويني .
ددغه ولايت په شمال كې دا مهال يوشمېرسيمي له ډېرې مودې څخه دجنګ جګړو په پراخ
ګر اوښتې دي .
د رپوټونو له مخې ډېرى ځايي خلك له خپلو كورونو بېځايه شوې، وژل شوي او په هراړخيزه
توګه د ژوند له اسانتياووڅخه بې برخې شوي دي .
ددې ستونزو ترڅنګ دهلمندپه نژدې لسو ولسواليو كې د
زدكړې بهير په ټپه درېدلى او د خلكو دسر او مال نه خونديتوب دناامنيو بل هغه اړخ دى چې ورځنى ژوند يې په ټپه درو
ي دي .
كه څه هم د هلمندځايي چارواكې د ولايت په ډېرو برخو كې دخلكو ژوند تر ډېره ډاډمن بولي، خو
كه سړى ددغه ولايت له ولسي وګړو سره خبري كوي ښايي كم داسې كسان ومومي چې له امنيتي ستونزو څخه دي سرنه ټكوي .
په دغه ولايت كې دناامنيو د ډيروالي په اړه بېلابېل نظرونه شتون لري، ډېرى يوازې وسله وال طا
بان دجګړو اوناامنيو لامل نه بولي، بلكې ترڅنګ يي افغان او نړيوال سرتېري هم د ناامنيو په ډېروالي تورنوي .
د هلمند يو تن روڼ اندى احمدشاه پاڅون وايي چې په ډېرو ځايونو كې دافغان پوليسو دناسم چلند له امله
خلك اړشوي چې دحكومت له مخالفو وسله والو سره يوځاى شي او په ناامنيو كې برخه واخلي .
دا
كايتونه نه يوازې له افغان ځواكونو څخه دي، بلكې يوشمېر نور د پوليسو ترڅنګ د هلمند مېشتوبرتانوي سرتېرو ځينې
كارونه ددې لامل بولي چې په وينايې نااراميو ته لاره هواره كړې .
دلښكرګار ښاردوه اوسېدونكي اح
مدنويد نظري اوعلاوالدين سلطاني وايي چې په دې ورستيو كې د نړيوالو سرتېرو دناسمو پوځي عملياتو په پايله كې ډې
ى خلك له حكومت څخه خوابدي شوي او له مخالفينو سره يې همكارۍ ته ملاتړلې ده :
'' موږ وايو چې په
هلمندولايت كې مېشتو برتانوي ځواكونو نه يوازې دا چې امنيت يي نه دى سم كړى، بلكې خراب كړى يې دى . هغه داسي چې دوى
په خپل سري ډول دخلكو كورونو ته ورځي، خپل سري عمليات كوي او بېګناه خلك وژني .''
خودغه ادعا په
هلمندولايت كې مېشت برتانوي ځواكونه په كلكه ردوي .
بل پلوځينې روڼ اندي په هلمندولايت كې د نشه
يي توكو كر او توليد هم د ناامنيو د ډېروالي غټ لامل بولي .
دغه ولايت تېركال تر ټول افغانستا ن،
اوافغانستان دټولي نړۍ په كچه ډېرنشه يي توكي توليدكړ ي وو .
ملګري ملتونه او ځينې نړيوالې ادارې
وايي چې په هلمندولايت کې له توليد شوو نشه يي توكو څخه وسله وال طالبان د امنيت په خرابوالي كې ګټه پورته كوي .
يوشمېر هلمندوال هم په دې اند دي، چې د دغه ولايت په ناامنيو كې نشه يي توكو هم ونډه اخيستې ده
.
د هلمندولايت دګرمسېر ولسوالۍ يو اوسېدونكي صفت الله زاهدي وايي :'' زما له نظره په هلمندو
ايت كې نشه يي توكي د ناامنيو لامل دي . د نشه يي توكو پيسې د نړيوالي مافيا جيب ته ورځي اوهغوى يې بيا د افغانانو
پرضد كاروي .''
د هلمندولايت د بدبختۍ يوبل لامل چې دافغانستان په نژدې ټولو ولايتونو كې هم ورڅ
خه شكايت كيږي، اداري فساد دى .
ددغه ولايت ډېرى خلك په حكومتي ادارو كې اداري فساد هم ددې لامل
بولي چې په وينا يې دحكومت او ولس ترمنځ ليرې والى راوستلى دى .
له يوشمېر ولسواليو څخه داسي خب
ونه هم ترلاسه شوي چې ډېى خلك داداري فساد له كبله اوس د سله والو طالبانو محكمو ته مراجعه كوي .
خودولتي چارواكي دغه ادعانه مني .
لكه څنګه چې دغو كسانو هم يوشمېر پوليس په بډو او ر
وت اخيستلو تورن كړل، ډېرى نور كسان هم ورته شكايتونه لري .
خو د هلمندامنيه قوماندان مل
پاسوال محمدحسين انډيوال دغه ادعاوي نه مني .
هغۀ له بي بي سي سره په خبرو كې وويل چې ځايي خلك له
پوليسو سره همكار دي، خو ده هم ځينې ستونزې يادې کړې چې پروينا يې د ژر غوڅېدو تمه بايد و نشي .
په
هرحال، ډېرى هلمندوال په دې تمه دي چې نور يي په ولايت كې ناامنۍ پاى ومومي، خو پوښتنه داده چې څنګه ناامنۍ پاى م
وندلاى شي .
په دې اړه د ډېرو خلكو غوښتنه داده چې بايد له وسله والو طالبانو سره خبرې وشي
اوهغوى قانع كړاى شي .
د هلمندولايت يو قومي مشر عليشاه مظلوميار وايي چې كه له طالبانو سره
خبرې وشي او هغوى ته قناعت وركړل شي نو نورې ستونزې چې ناامنيو ته يي لاره هواره كړې په اسانۍ سره غوڅېدلاى شي .
ښاغلى مظلوميار وايي:'' له وسله والو طالبانو سره بايد خبرې وشي، او هغوى ته قناعت وركړل شي چې
دديني عالمانو وژل او د ښوونكو سرغوڅونه دخلكو دزغملو وړ نه ده . افغانان نور له جګړې څخه ستړي شوي دي . راځئ
دجګړې پرځاى له خبرو څخه كار واخلئ .''
افغان ولسمشر حامدكرزي هم په وار، وار ټينګاركړى چې په
افغانستان كې سوله دخبرو اومذاكرې له لارې راتلاى شي .
كه څه هم ډېرى حكومتي چارواكي د طالبانو
بې له پخلاكېدو په افغانستان كې دامن راتلل ناشونى كار بولي، خو ځينې كسان وايي چې په حكومت كې دننه داسې ډلې ټپلې
شته چې په جنګ جګړو كې خپلې ګټې لټوي .
يوشمېر روڼ اندي اوقومي مشران په دې اند دي چې له طالبانو س
ه خبرې بايد د شعار بڼه ونلري اوحكومت بايد ددغه كار لپاره جدي اقدام وكړي .
ډېرى هلمندوال
وايي كه دغه حالت همداسې دوام وكړي، نو د جګړې لمن به له نارامو ولايتونو اخوا ارامو ولايتونوته هم وغځېږي
.