دوري پنځه ويشتمه، ميدان ښار.
د
جمهوري رياست دشکايتونو داورېدلو دکمېسيون رييس او سلاكار وزير اسدالله وفا او ورسره پلاوي يې
ميدان وردګو ولايت ته سفر وکړ.
نوموړي دخپل سفر په دوران له ولايتي چارواکيو او ولسي وګړيو س
ه وکتل او دهغوى ستونزې او شکايتونه يې واورېدل.
په لومړۍ ناسته کې چې له والي عبدالجبارنعيمي او ولايتي
ئيسانو سره يې درلوده، ښاغلي وفا وويل، چې ميدان وردګو ته د اداري، مالي او امنيتي وضعې په اړوند د
کايتونو د داو رېدنې په موخه ورغلى دى.
هغه دخپل سفر دموخې په اړه دخبرو پرمهال،وويل چې ولسي وګړي څه
کايتونو لري، نو ورته ودې وايي چې دى يې له وزارتونو او نورو اړوندو چارواکيو سره مطرح کړ ي او د حل
پاره يې عملي ګامونه واخلي.
همداشان ،د ميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي خپل كاري راپور، ستونزې او
وړانديزونه ياد شوي پلاوي ته واورول. هغه دامنيتي ځواکونو په اړه وويل، چې په تشکيل کې ورته دولس سوه
عسکر منل شوي خو په منځ کې عسکر نشته دي
والي نعيمي وويل، چې له څلورو مياشتو راهسې په ولايت کې امنيت
ښه شوى او امنيتي تاو تريخوالى دنيشت برابردى.
اسدالله وفا وويل چې، دوى دنده لري دولس
او ادارې وړانديزونه او ستونزې تر ولسمشر پورې ورسوي او اړوند چارواکي دې ته اړباسي، چې خپلو نيمګړتياو
ته پام واړوي.
ښاغلي وفا دا هم وويل چې ، غوښتل يې دميدان وردګو دولايتي ادارې د رييسانو كا
ونه وګوري. خو ورته معلومه شوه چې په نوموړي ولايت كې د والي او ادارې درييسانو تر منځ همغږي شته
او ستونزې نه ويني، نو له همدې امله له رييسانو نه اښتنې پوښتنې نکوي.
له دې وروسته ښاغلي وفا له ولسي
استاځيو او د ولايتي شورا له غړيوسره وکتل او دهغوى وړانديزونه او نيوکې يې واورېدې.
اسداالله وفا دميدان
وردګوولايت له ولس نه وغوښتل، چې دوى دې له ټول ولايت نه دېرش کسيز پلاوى وټاکي، چې له ولسمشر او وزي
انو سره وګوري او خپلې ستونزې ورته ووايي.
په ټوليز ډول ولسي وګړيو په ولايت کې له ځينو وزارتونو
څخه سرټکاوه، چې په ولايت کې پراختيائي پروژې نلري.
يو تن قومي مشر حبيب الرحمان وويل، چې دوى په ميدان و
دګ ولايت کې کوکنار نه کري خو بيا هم ورته څوک بديل نه برابروي.
يوۀ بل تن مخورمحمداسح
اق دقيق وويل، چې مرکزي دولت بايد ميدان وردګوولايت ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه دنوموړي ولايت امنيت او بې
امني پر ټول هېواد باندې اغېز ښندلاى شي.
دغونډې ګډونوالو وړانديز، وکړ، چې کابينه دې دا ځل په ميدان و
دګوکې خپله غونډه وکړي، چې ددې سيمې ستونزې ورمعلومې شي.
اسدالله وفا له خبريالانو سره په
خبرو کې وويل، چې ميدان وردګ ولايت کې له درېيو کلونو راهسې ډېر کار شويدى او دولايتي چارواکيو ترمنځ غوره همغږي
شته ده خو خلک له ځينو وزارتونو څخه شکايتونه کوي.
له ناستو اوغونډو نه وروسته ښاغلي وفا په م
يدان ښار کې هغه بيا رغونيز کارونه هم وکتل، چې په نوموړي ولايت کې د درې کلونو راهسې رامنځته شويدي.