ن . اسماعيل خيل
دوه ورځې وړاندې په کابل کې د
ايران سفير ډاکټر فداحسين مالکي ، په يوه خبري ناسته کې په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه په ځانګړې توګه ام
يکا ، په ناقانونۍ تورنه کړه او د هغوى په اړه يې اندېښنه وښوده .
مالکي ، همدارنګه وويل چې ګاونډيان
کولى شي خپلې ستونزې په ګډه حل کړي او بهرنيانو ته دا کار ناشونى دى .
سفير ، له يوې خوا بهرني ځواکونه په
افغانستان کې په ناقانونۍ تورن کړل ، د هغوى شتون يې خطرناک وباله ، خو له بلې خوا يې د ستونزې خبره وکړه .
يعنې هغه هم په دې باوري دى چې امريکا او نړيوال ځواکونه افغانستان کې د ستونزې د حل لپاره راغلي دي .
اوس پوښتنه داده چې د افغانستان ستونزه څه او د چا له خوا ده ؟؟
افغانستان دخپل جيو پيوليټيک ارزښت
له مخې هميشه د سترو يرغلونو ښکار شوى او لا ښکار کېږي .
وروستۍ ٣٠ کلنۍ جګړې ، دغه هېواد لاپسې وځپه او
دومره يې بې وسه کړ چې اوس پر ( اصفهان ) او ( ډهلي ) د واکمنۍ پرځاى ، په خپلو حدودو کې هم ځان خوندي نه محسوسوي .
د سردار محمد داودخان د جمهوريت له نسکوريد ( ١٣٥٧ د غويي ٧مه ) را وروسته دغه هېواد د بهرنيو زب
ځواکونو او ګاونډيو له ښکاره او پټ يرغل سره مخ دى .
دغه ګاونډيان هميشه د افغانستان په سر د خپلو ګټو
پاره يوبل سره معاملې کوي او کله چې يې معامله ترسره شي بيا ورسره ښکر اړم کړي ، چې ددغه ښکر جنګۍ په پاى کې زم
وږ ولس ټوک _ ټوک شي .
افغانستان ته د سره پوځ يرغليز راتګ ، ګاونډيان او په ويتنام کې د سره پوځ سياله (
امريکا ) ولړزوله او د چارې په لټه کې شول .
ايران ، پاکستان ، امريکا او يوشمېر نورو هېوادونو د سره
پوځ له مقابله کونکي ځواک ( مجاهدينو ) سره لاس يو کړ او ترهغه يې تر شاه ودرېدل ترڅو سور پوځ د لکونو افغانانو
د وژنې او معيوب کېدو په پاى کې په ګونډو شو او له دغې خاورې يې په ډېرې بې شرمې د ١٣٦٧ کال د سلواغې په ٢٦مه ، پښې
سپکې کړې .
خو چې کله د يادو شويو هېوادونو ويره له شوروي اتحاد څخه ورکه شوه ، له افغانستان څخه په بې
ه کې شول .
ځکه دغه مهال افغانان د خپلو وينو په بهولو او د سرونو په ښندلو په نړۍ کې د يو فاتح قوم په
توګه را مخ ته شو ، دغه حرکت ګاونډيو هېوادونو ته يوه لويه سردردي پيدا کړه او د زغم وس يې بايلود .
هم
دالامل و چې ، ګاونډيو هېوادونو په تېره ايران او پاکستان د کورنيو جګړو اور ته دومره ببوزي ووهل چې په پاى کې
يې ټول افغانستان وسوزاوه او لا سوزوي يې .
څوک دکباړيانو تر شاه ودرېدل ، د جهاد کارنامې يې کباړ کړې او چا
هغه ډلې پياوړې کړې چې پولادي ميخونه يې په سرونو کې ټک وهل ، په ژوندوني يې هډونه غوڅول او د مړو نڅاوې يې اختراع
کړې .
داځل افغانستان ته د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو راتګ ګاونډيانو ته اندېښنې را پورته کړي دي
.
اوس ګاونډي هېوادونه په تېره ايران ، په افغانستان کې بهرني ځواکونه ، نه شي زغملى دهغوى شتون د خپل
اټومي کېدونکي هېواد پروړاندې خطر ګڼي نو همدا لامل دى چې ايران د امريکا د ناکامولو لپاره هڅې کوي .
په کابل کې د ايران د سفير تازه څرګندونې هم ، د همدغو هڅو يوه ښکاره لړۍ ده ، خو دغه لړۍ يې د خواخوږي په
نوم پيل کړې ده .
د ايران سفير وايي چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه خپل سر عمليات کوي ، دا هغه خبره ده
چې افغانان هم ورته اندېښمن دي ، ځکه همدغه خپل سري عمليات زموږ عام وګړي وژني .
خو پوښتنه داده چې ايا
ايران هم دا خواخوږي لري ؟
خواب روښانه دى او هغه هم ( نه ) . او هغه ځکه چې که چېرې ايران له افغانانو سره
خواخوږي لري ولې يې د خپل هېواد خاوره پرې سور تنور ګرځولې ده ؟ .
ولې ستړي کارګر افغانان چې د خپلو خولو
په تويولو دوى ته رنګينې ماڼۍ جوړوي ، له څو پوړيزو ودانيو لاندې غورځوي ؟
ولې په بيلابيلو پلمو افغان م
اشومان په بند کې ساتي ترڅو داعدام عمر ته ورسيږي او بيا په غاړه کې يې د دار پړي واچوي ؟ او ولې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د ايران سفير ، په خپلو خبرو غواړي دافغانستان له زړه ( کابل ) څخه د خپل سيال ( امريکا ) پرضد په ښکاره
سړه جګړه پيل کړي او د تودې جګړې لپاره ذهنونه چمتو کړي .
افغانان ، په خپل هېواد کې د هيڅ بهرني ځواک نا
انونه شتون نه شي زغملى خو د ايران او يا بل هېواد په خوله نه .
ولس که دامريکا او د بهرنيو ځواکونو
خپل سري او مرګونې ګوزارونه نه شي هېرولى ، نو د ايران په اردوګاوو ( کمپونو ) کې په افغانانو روان ظلمونه ، له
لوړ پوړيزو ودانيو څخه دهغوى غورځول او په سرحدي سيمو کې د ستړو مزدورانو وژنه او نور... ظلمونه هم نشي هې
ولى .
افغانستان اوس هغه پسه ته ورته دى چې قصاب غواړي ، د ليوه له منګلو يې وژغوري او خپله پرې چاړه
اکش کړي .
ن . اسماعيل خيل
کابل ، د غويي درېيمه