ارمانجن عادي كسان په
غم د ځان وي
ځينې ځينې خير انديش دكل جهان وي
يو- يو كس جمال الدين ،بهاوالد ين شي
په دانش او عم
فخر د افغان وي
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د فرهنګي شورا ریاست د خپلو فرهنګي چوپړونو
(سیمینارونو، علمي کنفرانسونو، ملي او بین المللي غونډو) په لړ کې د غويي په لسمه په دویم علمي کنفرانس کې چې د
همدې پوهنتون په ادیتوریم کې جوړه شوی وؤ، د اروښاد پوهاند ډاکټر سیدبهاءالدين مجروح د علمي، فلسفي و ادبي
چوپړونو په ویاړ یاد غونډه وشوه. په دغه غونډه کې ګڼ شمېر نامتو پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو او په سلګونو تنو
پوهنپالانو برخه اخیستې وه.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د فرهنګي شورا رئیس ښاغلي استاد خلیل الله جمیلي
او د همدې پوهنتون د انګریزي څانګې ښوونکي ښاغلي محمد صدیق امرخیل د دغه غونډې ویندويي کوله او د مجروح
صاحب د آثارو په قطعاتو یې دغه غونډه نوره هم رنګینه کړې وه.
په پیل کې غونډه د قرآن پاک د څو مبارکو آيتونو په
تلاوت چې د اسلامي ثقافت او فرهنګ ښوونکي ښاغلي لطف الله حق پرست تلاوت کړ پیل شو.
د کابل د ښوونې او روزنې د
پوهنتون رئیس ښاغلی پوهنوال ډاکټرمحمد طاهر عنایت د غونډې برخه والو ته ښه راغلاست ووایه او د مجروح صاحب په
ژوند لیک یې رڼا واچوله. چې دلته د هغې د وینا ځینې برخې راخیستل شوې دي.
« دكونړ لوړو غرونو ، ګڼو ځنګلونو ،
بهاندو سيندونو ، ډكو رودونو اونورو طبیعي ښکارندو ددې هېواد، چوپړ ته دختیځ نابغه سيد جمال الدين افغاني ،
يكوال ، عالم شاعر سيد شمس الدين مجروح او د رمزونو، ايماژونو ستر فيلسوف، ستر ليكوال، ستر اديب او ملي
خصيت پوهاند ډاكتر سیدبهاءالدين مجروح په شان هېواد پاله انسانان وربښلي وو .
سيد بهاوالدين مجروح د سيد
مس الدين مجروح زوي اتيا كاله وړاندې دكونړ ولايت د اسمارو ولسوالۍ په يوه روحاني كورنۍ كې زېږېدلى، په
ديارلس كلنۍ كې د استقلال ليسې په څلورم ټولګي كې شامل او په ۱۹۵۰ عيسوي كال ددغې لېسې څخه په لومړى درجه فارغ او
د لوړو زده كړو لپاره فرانسې ته ولېږل شو ، د پاريس په (سوربن) او (مونت پليه) په پوهنتونونو كې يې دلسانس تر درجې
پورې لوړ تحصيلات سرته ورسول . همدا شان په آلمان او انګلستان كې يې دانګريزۍ اوآلماني ژبو ادبيات ولوستل په
۹۵۸ عيسوي كال هېواد ته د رارسيدو سره سم د ادبياتو د پوهنځي استاد او رييس وټاكل شو ، ورپسې د كاپيسا ولايت د
والي په حيث مقرر شو او بيا يې په غربي آلمان كې د كلتوري رئيس دنده اجرا كړه. په ۱۹۷۲ كال كې يې دمونت پلي له
پوهنتون څخه دوكتورا واخيسته او ۱۹۸۰ عيسوي كال كې پاكستان ته مهاجر شو او هلته يې د افغانستان اطلاعاتي مركز
په نوم د قلمي جهاد، دفتر پرانيست او خپل علم او قلم يې د خپلو خلكو په خدمت كې په كار واچاوه .
پوهاند
مجروح دكونړ دسمسورې درې په ښكلاكې، دكايناتو په تفكر كې، دفلسفيانه افكارو، ناآشناسندرې ، دجبر او اختيار
ځانګړې فلسفه، دښامار سره په مبارزه كې ( اژدها ى خودي) او ځانځاني ښامار غوندې ستر او با ارزښته ، فلسفى ادبي او ع
مى اثار وپنځول . چې نه يوازې په سيمه كې بلكې دنړۍ په ځينو هېوادنو كې دهغه آثاروته په درنه سترګه كتل كيږي .
ښاغلو او آغلو!
كه تاسې غواړئ چې مجروح وپيژنئ ، او دهغه د فلسفي افكارو په رمزپوه شئ نو ځان ځاني ښامار
ولټوئ ، هلته به در څرګنده شي چې مجروح په څه ډول له ښامار سره مبارزه كوي او په څه ډول د انسان اصليت
اپېژني.
دى وايي :
تر كوم وخته چې دا زمكه داانسان وي
تل د هر انسان دوزخ به، بل انسان وي
جهنم
نه چيرته لرې دى ، نه پټ په بل جهان كې
جهنم د هر انسان دى، هر انسان ته په خپل ځان كې
كله
چې لوستونكي ځانځاني ښامار ته ځير شي نو پوهېږ ي چې ډاكتر مجروح نه يوازې يوه موضوع په فلسفيانه ډول انځور كړې ده
،بلكې دټولنې ډيرې مهمې خواوې يې پكې رانغښتي، هغه دجهل اوناپوهۍ توره تياره له اژدها سره تشبيه كوي او
وايي:
داخو هغه اژدها افسانوي و .
چې دخلكو له غفلته
و راغلى له دښتو نه
په دې ښار و كيناستلى
؟
پوهاند مجروح نه يوازى دافغاني معاصرادب ستر فلسفي ليكوال و، بلكې تر څنګ يې ملي او سيمه ييز شخصيت هم و
.
د ستر فيلسوف مجروح دآثارو دڅيړنې او مطالعې څخه سړي ته دافكر پيداكېږي چې ژوند او انسان ، جبراو اختيار،
په يو خاص فلسفي ډول دده په ليكونو كې څيړل شوي دي او دده فلسفي فكر دده، د چاپيريال او ماحول نه استازىتوب كوي .
مجروح يو فيلسوف و ، خو په فلسفه كې هم دنورو فيلسوفانو څخه ځانګړې مرتبه لري . چې په هغه كې دپند او جذبې امتزاج ،
دجمال او جلال پټ پټونې ، دژوند او كايناتو دحقايقو ريښتنۍ تصوير ، دحقيقت نه جوړه يوه نادره دنيا ديو ناقرا
ه روح نه وتلې لرزيدلې اوكړنګيدلې كړيكي ، او بلاخره يو نقادانه فلسفي تفكر او نورې داسې رنګارنګۍ راغونډې شوې وې .
لنډه داچې دافغانستان سترمعاصر فيلسوف، عالم، اديب، تاريخپوه، فرهنګي، سياستوال، ارواپوه مبارزټولنيز
نقاد او ملي شخصيت پوهانداستاد ډاكتر مجروح دافغانستان دخلكو دښمنانو لخوا دځانځاني ښامار دشپږم دفتر
دليكلو پر مهال شهيد كړاى شو. روح دې ښاد وي .
زه دكابل دښوونې او روزنې دپوهنتون په
استازيتوب دافغانستان دولسمشر او دجمهورى رياست دفرهنګي چارو د مشاوريت ، ګويته انستيتوت ،دبرشنا د فكري ټو
نې، د كليد نشراتي ګروپ او دفرانسې دكلتورى مركز څخه يوه نړۍ منندوى يم چې ددغه سيمنار په جوړولو كې يې زموږ څخه
مادي او معنوي مرستې نه دي سپمولي . همدا رنګه زه په دې وياړم چې نن دښوونې او روزنې په پوهنتون كې ديو ستر
نابغه او فيلسوف دسترو علمي ، فلسفي ، ادبي او ټولنيزو خدمتونو يادونه كېږي او ستاسو په شان پوهانو او عالمانو
ته دكوربه په حيث دچوپړ جوګه يم . »
وروسته بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حامد کرزي پیغام د
وړو او مسلکي زده کړو د وزارت د اداري مرستیال ښاغلي پوهنوال محمد صابر خېشکي له خوا ولوستل شو. د کرزي صاحب
په پیغام کې راغلي:
« د پوهانددوکتور سیدبهاءالدین مجروح د زوکړې د اتیایمې کالیزې د سیمینار په مناسبت د
افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس پیغام!
د افغانستان دمعاصر دوران، په فرهنګي تاریخ کې پوهاند
دوکتور سیدبهاءالدین مجروح یو ځلېدونکی نوم دی. زموږ مؤرخان او څېړونکي به دا نوم تل د ابتکار او نوښت له کلم
اتو سره مل د یو مفکر او فیلسوف په توګه مطالعه کوي.
پوهاند دوکتور مجروح عالم، مفکر، مبارز او یو نوښتګر شاعر
و. د پښتو، دری، انګریزي او جرمني ژبو لیکوال، مترجم او د فلسفې استاد و. د جبر او اختیار دیالتیک، اژدهای خودي
او ځانځاني ښامار د ده داسې آثار دي چې د هېواد د معاصر فرهنګ په تاریخ کې ښايي ډېر لږ نور مثالونه ولري.
د ده
د زوکړې د اتیایمې کالیزې په مناسبت جوړ شوي سیمینار یو پر ځای اقدام دی. تېر کال هم د (کلید ګروپ) په ابتکار او د
ځینو دوستو هېوادونو د فرهنګي مؤسساتو په مرسته، د ده آثارو د چاپ په مناسبت په کابل کې د نمانځنې یوه غونډه
جوړه شوې وه.
زه باور لرم چې د تیرې غونډې او حاضر سیمینار لپاره لیکل شوې مقالې او څېړنې به د ارواښاد پوهاند
دوکتور مجروح د علمي شخصیت او د جهاد په دوران کې د ده د فرهنګي او سیاسي مبارزې بېلابېل څنګونه ډېر ښه روښانه
کوي.
موږ باید د افغانستان ټول هغه فرهنګیان چې د هېواد د ژبو او فرهنګ د ودې او غوړېدا لپاره یې کارونه کړي ونم
انځو او تلپاتې نومونه یې له هیرې وژغورو.
د ښوونې او روزنې پوهنتون د ډېرې شاباسۍ وړ دی چې د پوهاند دوکتور
سیدبهاءالدین مجروح د زوکړې د اتیایمې کالیزې په مناسبت یې دا سیمینار جوړ کړی دی. د سیمینار بری د لوی څښتن له
درباره غواړم. د سیمینار جوړونکیو او ګډون کوونکیو ته کور ودانی وایم. »
په غونډه کې د کابل پوهنتون
پیغام د هغه پوهنتون د پښتو څانګې د استاد ښاغلي محمد انور خیري له خوا، د افغانستان د علومو د اکاډمۍ
پیغام د ښاغلي وجیه الله شپون له خوا او د کلید ګروپ پیغام د صدیق الله بدر له خوا ولوستل شو.
په غون
ه کې برخه والو ته وخت ورکړل شو تر څو خپلې علمي، فلسفي او ادبي مقالې او خاطري د مجروح په اړوند ولولي.
د
افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر ښاغلي پروفیسور رسول امین د هغه په جهادي او شخصي ژوند رڼا واچوله او زیاته
یې کړه:
«مجروح د پېښور په مېشتو کمپونو کې د افغانستان د راتلونکې ولسمشر لپاره یوه سروې وکړه او دهغې پایلې یې
ټولو وګړو ته واورولې چې په هغه کې وګړي د اعلیحضرت ظاهر شاه ډېر مینه وال وؤ او نور رهبران په ټېټه کچه او آن
تر دې چې هیڅ رایې یې ګټلې نه وې. د هغې وروسته مجروح صاحب زما په کور د جمعې په ورځ میلمه وؤ چې ټیليفون ورته راغی.
ده غوږکۍ اوچته کړه او مخاطب لورې ورته وویل چې تا ولې دغه سروې اعلان کړه. مجروح صاحب ورته وویل چې زه د دې هېواد
بچی یم او د دې هېواد لپاره هر کله حقایق وړاندې کوم. ویونکي بیا ورته وویل چې ته د دغه کار سزا خامخا وينې، مج
وح صاحب ورته په ځواب کې وویل چې زه ډار نلرم او خپلو پروګرامونو ته ادامه ورکوم.
هو همداسې شوه هماغه اخطار
او ګواښ وؤ چې دی په راتلونکې جمعې په شهادت ورسېد او ما ته یې خاطرې په ذهن کې تر ابده پاتې شوې.»
پروفیسور صاحب
زیاته کړه چې: «مجروح د دیکتاتوري نظام پر ضد مبارزه کوله او په همدې مبارزه کې شهید.» ده له پوهنپالانو وغوښتل
تر څو د هغې لارې ونیسي او د ملي وحدت په ټینګولو او ساتنه کې د دیکتاتوري نظام په وړاندې په ټینګه مبارزه
وکړي.
د غونډې په بله برخه کې نامتو لیکوال او شاعر ښاغلي استاد حبیب الله رفیع د مجروح صاحب په ادبي لاسته
اوړنو وغږید.
وروسته د افغانستان د ښځو د ټولنې مشرې آغلې فتانه ګیلاني د خپلو خاطراتو او ناستو یادونه وکړه
چې په افغان اطلاعاتي مرکز کې یې له مجروح صاحب سره کړې وې او پوهنپالان یې وهڅول تر څود ملي وحدت او سولې په تأم
ین کې د هر راز ستونزو ګاللو ته چمتو شي لکه چې مجروح صاحب شوی وؤ.
ښاغلي استاد عبدالله بختاني خدمتګار د مج
وح صاحب د شخصیت په اړوند کافي او واضح معلومات وړاندې کړل.
د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر ښاغلي استاد
عبدالغفور لېوال د مجروح صاحب په آثار کې د ارواپوهنې څېړنه وکړه، د هغه آثار یې د لویدیځو ارواپوهانو د افکارو
سره پرتله کړل او د هغې آثار یې د ارواپوهنې له پلوه ډېر وستایل.
ښاغلي استاد اسدالله غضنفر په خپلې علمي او ک
ه وینا سره دغې غوڼدې ته لا درنښت وروباښه.
د غرمې وروسته غوڼده د بختاني صاحب په نصایح او پندونو پیل شوه او
د پښتو څانګې استاد ښاغلي پوهندوی پښتون آقا شیرزاد د مجروح صاحب یو شعر «د وطن مور ته» دکلمه کړ چې د او
ېدونکو احساسات یې وپارول او نوموړی یې ډېر وستایه.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د فلسفې او ټولنپوهنې د څ
انګې استاد ښاغلي نصیر احمد فرهمند د مجروح صاحب فلسفي آثار تر څېړنې لاندې ونیول. اژده های خودي یې د لویديځې فلسفې
په مکتب کې لکه «اګزستنسیالیزم»، «د اصالت شتون» او «د وجود فلسفه» چې بنسټ ګر یې ژان پل سارتر دی انځور کړل.
د
غونډې په پای کې د برخه والو پریکړه لیک د همدغه غوڼدې په درنښت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د استاد عبدالقاهر
خان «ساپي» له خوا ولوستل شو. چې لاندې ټکو ته پکې نغوته شوې ده.
«د لوی او بښونکي څښتن تعالې په نامه
د کابل د
ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د پوهاندډاکټر سیدبهاء الدین مجروح د یو ورځني جوړ شوي علمي، فلسفي او ادبي کنف
انس پریکړه لیک:
• د کابل د ښوونې ا وروزنې پوهنتون د کتابتون تالار دې د پوهاند ډاکټر سیدبهاءالدین مج
وح په نامه ونومول شي.
• د پوهاند مجروح ټول ناچاپ او نادر آثار باید راټول او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
لخوا د چاپ شي.
• د پوهاند مجروح فلسفي آثار باید د افغانستان د ټولو پوهنتونو نو د ټولنیزو زده کړو په څ
انګو کې تدریس شي.
• باید د پوهاند مجروح په درانه نامه په کابل کې یو واټ ونومول شي.
• د کنړ په ولایت
کې چې د ډاکټر مجروح د زیږېدلو ټاټوبی دی د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید همدا شان یو پرتمین سیمینار جوړ
کړي.
• د همدې درنې غونډې لوستل شوې او نا لوستل شوې علمي او تحقيقي مقالې او نور اسناددې د یوې ټولګې په بڼه
چاپ شي.
• په راتلونکې کې دې دغسې لوړو، علمي، ټولنیزو شخصیتونو لمانځغونډې په همدې تالار کې د محصلانو د ا
هانو د روښانولو په خاطر ونیول شي.»
په پای کې د ارواښاد مجروح پاکې روح ته ټولو ګډونکوونکو دعا کړه.
باید
یاده شي چې دغه غونډه د ښوونې او روزنې د پوهنتون د رئیس ښاغلي پوهنوال ډاکټر صاحب محمدطاهر عنایت په مرسته او
نوښت جوړه شوې وه او ګویته انستیتوت، د بریښنا فکري ټولنه، د کلید نشراتي ګروپ او د فرانسې کلتورې مرکز د دغه
غونډې په جوړاوي کې هر راز مالي او معنوي مرسته کړې دي. د ښاغلي استاد خلیل الله جمیلي هلې ځلې د دغه شان علمي
غونډو په جوړولو کې د هېرولو نه دي.
په درنښت
د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون
د کمپیوټر څ
انګې د دریم کال پوهنپال