د وينا د خپلواکۍ مهم توب:
ليکوا
:ميرويس جلالزی
د وینا او نظر څرګندول د بشر له پيدايښت څخه بيا تر ننه پوري د هر یي انسان طبيعي او فط
ي حق دی او افغان دولت هم دې حق ته درناوی کوي او د هغه ساتني ته ځان ژمن بولي.
د وینا خپلواکي د افغانستان د
اساسي قاونون په ۳۴ ماده کې په صراحت ذکر شوي او په اساسي قانون کې راغلي: د وینا خپلواکي له هر ډول تعرض څخه
خوندي ده .
که څه هم د وینا خپلواکي کله نا کله حکومت ته ستونزي پیښوي خو دا موضوع حکومتونه ځکه حیاتي بولي چې
د وینا په خپلواکۍ سره حاکم نظامونه کولای شي خپلي نیمګړتیاوي، د مخالفینو کړني او اقتصادي ، ټولنیز او سیاسي
کمزورتیاوي د خلکو له خولي او اندونو واوري او وڅیړي .
د وینا خپلواکي د یوې ولسواکيٍ ټولني لومړنۍ اړتیا ده
او د بیان د آزادۍ پرته د دیموکراسۍ ټینګښت نا شونی کار ښکاري.
د وینا خپلواکي سیاسي موخو ته د رسیدو په برخه
کې د حکومتونه زړه بلل کیږي دا ځکه چې حکومتونه د ولسونو د غوښتنو د ښه درک په موخه د بیان د آزادۍ په مرسته یو م
ناسب فکري بازار موندلای شي.
له فکري بازار څخه موخه دا ده چې نظامونه په ښه توګه کولای شي چې د ټولني د خلکو
غوښتني او کمزورتیاوي درک کړي او په لري کولو کې یې پر ځای او پر وخت ګامونه پورته کړي .
په افغانستان کې د
وینا د خپلواکۍ په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړای شوي او افغان دولت یې د ساتلو او تنفیظ ژمنتیا ښیي.
په
افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته که څه هم ځیني کارپوهان د وینا خپلواکي افغانستان ته له غرب
څخه د یوې راوړل شوي پدیدې په سترګه ګوري خو لیکن د کارپوهانو په دې خبرو هم باور نشي کیدلای ځکه چې دا د هغوي
خصي نظریات دي او هر نظر د هر صاحب نظر د شخصي آند څرګندوي کوي.
په تیرو شپږو کلونو کې البته د موقتي ادارې له
جوړیدا راپدې خوا د وینا د خپلواکۍ په اعاده کې خورا کار شوی او نشو کولای چې ترینه سترګي پټي کړو.
نن صبا هر
افغان وګړۍ چې د افغانستان د اساسي قانونو تر چتر لاندي ژوند کوي کولای شي بي له کومي ویري خپل نظر څرګند کړي چې
بیلګه یې هم په ټلویزیونونو او راډیوګانو کې له ورایه ښکاري .
اوس هر افغان کولای شي چې له ولسمشر څخه نیولي
بیا د کابیني تر وزیرانو ، تر نړیوالو مرسته کونکو او حتی پر جهادي مشرانو او غربي رهبرانو هم نیوکي وکړي او
د افغانستان د سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز نظام په سمون کې بی له ویري خپل نظر څرګند کړي .
که د طالبانو واکمنۍ
ته وګورو نو پر هغه مهال هیڅ چا د وینا د خپلواکۍ حق نه درلود یوازي د ګوتو په شمار راډیوي چینلونه موجود ول او
هغه هم د حاکم نظام تر پوځي قوماندي لاندي .
له هغه دمخه هم په افغانستان کې د بیان خپلواکي له پام څخه غورځول
شوي وه او ورته سم خیال نه کیده.
له تیرو شپږو کلونو راهیسي د لوی خدای په فضل په افغانستان کې د نورو پرم
ختګونو تر څنګ د وینا د خپلواکۍ په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي او دا لړۍ د حکومت په ژمنتیا لا هم پر مخ ځي
او هیله شته چې افغانستان به هم د سیمي د ولسواکو نورو حکومتونو په څیر یوه ورځ له هر اړخه تر هغوي پورته
وي.
که چیرته د هیواد شمالي ګاونډیو ملکونو لکه ترکمنستان ، تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان ته وکتل شي نو
دا له ورایه څرګندیږي چې د بیان آزادي په افغانستان کې که څه هم د یو ماشوم په څیر ده خو د هغوي په پرتله دا ګړۍ
خورا غښتلي او خپره ده .
نن صبا د هیواد په مختلفو ولایتونو کې په لسګونو ټلویزیوني چینلونه ، څه کم ۱۰۰ اف ام
راډيوي شبکې او شاوخوا ۳۵۰ چاپي رسنۍ په فعالیت بوختي دي.
دا هغه لاس ته راوړني دي چې د افغانستان د باتور ملت
د بچیانو په وینو تر لاسه شوي نه دا چې کوم کس مونږ ته ډالۍ کړي وي او نه هم باید غربي ملکونو په دې برخه کې پر م
ونږ احسان وکړي .
هر افغان کولای شي له ډلیزو رسنیو په ګټي اخیستني خپل نظر څرګند کړي ، نیوکي وکړي او د حل
اري په ګوتو کړي.
خو اوس نو د وینا خپلواکي ساتلو ته اړتیا لري .
د بیلګي په توګه که چیرته یو بڼ وال یو
نیالګی کښینوي نو نوموړی بڼ وال دنده لري چې د دې نیالګي ساتنه وکړي تر څو ترینه حاصل واخلي .
د افغانستان د
وینا خپلواکي هم د هغه نیالګي په څير ده چې تر اوسه یې میوه نده کړي او باید د هر ډول توپان ، وچاکلي او نورو
دښمنانو له یرغل څخه خوندي وساتل شي.
د وینا خپلواکي هم د دوام او پایښت لپاره یو سلسله قوانینو ته اړتیا ل
ي چې پرې کیدای شي دا پدیده ژوندی او با قاعده وده وکړي.
په دې قوانینو کې له هر وینا وال څخه مطالبه کیږي چې
خپله وینا د هیواد د ملي حاکمیت سره سم او نورو ته د درناوي پر اصولو ولاړه وساتي نه دا چې هر څوک هر څه چې
وغواړي د ډلیزو رسنیو له لاري ووایې .
ټول افغانان حق لري چې د خپلې وینا د خپلواکۍ ساتنه وکړي او د هغو دښم
نانو له شر څخه یې خوندي وساتي کومو چې نن صبا د دې خپلواکۍ د ځپلو پسي پښي را لوڅي کړي دي.
د وینا خپلواکي په
افغانستان کې تر هغه حده جواز لري چې ملي حاکمیت ته ځيان و نه رسوي او نورو ته پکې سپکاوی و نه شي .
هر خپلواک او
هوښیار افغان دنده لري چې د خپلي آزادۍ د ساتلو لپاره په خپله کار وکړي نه دا چې خپل خپلواکي په نورو وساتي
.
که تاریخ ته وکتل شي له تیرو دیرشو کلو راپدې خوا په هر دوره کې حاکمو دولتونو ، سیاسي دوکه مارانو ، م
ایانو او وسله والو ټوپکوالو په واروار ولسي افغانان د وسلي په توګه کارولي او د ښمن د تورې خولي ته یې ورغو
ځولي دي .
عادي افغانانو هیڅ کله هم د افغانستان په تاریخ کې یو له بل سره د دښمنۍ خیال نه لرل او نه یې هم د دښم
ني سابقه لیدل کیږي خو همدا د چا په خبر غلونکي مشران ول چې عادي وګړي یې په یوه او بل نامه یو په بل ووژل چې د
وژل شویو کسانو شمیره اوس په ملیونونو تنو ته رسیږي.
دا میړنی، صادق او ساده ملت باید په دې پوه شي چې دا ځل د
جهادي مشرانو، دوکه مارو سیاست والو او ځينو ټلویزیوني څیرو په لمسون دا موکه له لاسه و نه باسي او د پرمختګ
ه روان کارون څخه نه پاتې شي او نه یې هم د مخی خنډ وګرځي.
د دې هیواد هر وګړی که پښتون وي ، که تاجک او یا هم
هزاره او یا د هر یو بل ټبر، نه باید د دوکه مارانو د دوکو ښکار شي او د وینا د خپلواکۍ څخه په غلط تعبیر د خپل
منتخب دولت پر وړاندي ناوړه کار واخلي دا ځکه چې نور نو هغه وخت ندی چې افغانان وغولول شي په دې چې هغوي اوس د بل
هر وخت په پرتله ډیر حساس دي او له جګرو ستړي دي.
په پای کې د یاودني وړ بولم چې افغان ملت باید دا لاس ته راغلي
موکه و نه بایلي او ترینه تر عظمي حده د ځان او خپل هیواد په نفع ګټه پورته کړي.
پوهان وایې: د وینا آزادي د تا
یخ هغه ولاړه ونه ده چې هیڅ توپان یې نشي چپه کولای.