دخپریدو نیټه : 2008-05-07 مخپرونکئ : خليل الله سروري
كندهار: د لوى استاد د سلمي كليزي په وياړ سيمينار
زمرى
گزارش : زمرى
د چهار
نبې په ورځ د غويي د مياشتي پر ۱۸ نېټه، چي د روان مېلادي كال د اپريل د مياشتي د ۷ نېټې سره سمون لري، په
كندهار كي دلوى استاد علامه حبيبي (رح) د سلمي كليزي په وياړ د كندهار د اطلاعاتو كلتور رياست لخوا يو و
ځنى علمي سيمينار جوړ سوو.
سيمينار د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د كندهار د ولايت د اطلاعاتو او كلتور رياست د رئيس
ښاغلي عبدالمجيد بابي په وينا پيل سو، ورپسې د كندهار ولايت د والي ښاغلي خالد له خوا د هيواد د جمهور رئيس
پيغام ، د علوم اكاډيمۍ پيغام ، د اطلاعاتو كلتور وزارت پيغام او نورو فرهنگي ټولنو پيغامونه
په وار سره واورول سول.
وروسته د سيمينار د مقالو برخه، په فرهنگي چارو كي د سلاكار وزير
ښاغلي هيوادمل صاحب په وينا پيل سوه، چي وروسته پرله پسې د كابل، كندهار او نورو ځايو څخه راغلو ليكوال م
الې د لوى استاد علامه حبيبي (رح) د شخصيت، اثارو، ژوند او مبارزې په اړه پرله پسې د سيمينار گډونوالو ته
واورل سوې او سيمينار د مازديگر پر ۴:۳۰ باندي د پرېكړه ليك په ويل سره پاى ته ورسېد.