مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په جرمني کي د ارواښاد څمکني فاتحه او یاد غونډه

د المان په بايرن ايالت كې نن موږ د افغان ساينس پوهانوټولنې او د بايرن ايالت دافغانانو كولتــــوري ټولنې په گډه د شهيد فضل الـــرحمن څمكني فاتحه واخيسـته اوورپسې مود ارواښاد لپاره يوه تاريخي يادغونډه وكړه چې يو شــمېر گــــنډونوالو خپلې ويناوې پكې واورولې او په پايله كې لانـــدې پرېكړې  وشوې:

۱ـ موږ د لويې پكتيا د ولسي استازي، ملي اوفرهنگي  خيصت فضل الرحمن څمكني وژنه په كلــــكه غندو اود لويې پكتيا داتل ولس په استازيتوب دارواښاد كورنۍ ته د ژور خفگان ښودلــــو په څنگ كې جميل صبر اوارواښاد ته فردوس جنت غواړو
۲ـ موږ ژرترژره له افغان دولت څخه  ددې دردوونكې  پېښې دعاملينوپيداكول اوپه سزا رسول غواړو
۳ـ موږ ديو داسې ناپـيلي كميسون غوښتونكي يو چې، د ويې پكتيا ولسي مشران اود ملگرو ملتونوبې پلوه غړي پكې گډون ولري تر څو د پېښې سپيناوي په رښتيني ډول وشي
۴ـ د پېښې عاملين بايد په لويـه پكتيا كې د قومي څليو،نرخونواو دودونوله مخې چې، د ولـس حقـوقي نورمونه تمثيلوي م حاكمه شي داځكه چې، موږ ددولت له درۍ گونو ارگانونو څخه په يوو هـم باور نه لرو.


دافغان ساينس پوهانواوپه بايرن كې دافغانانو  
           دكلتوري ټولنې مشرتابه هيت


 دنننۍ غونډې له جريان څخه څوانځورونه
                      

ښاغلى پوهنوال ډاكترنظرمحمد سلطانزى ځدراڼ دوينا په حال كې

 محمدامين بسمل دوينا په حال كې

                        
     ښاغلى رونا دوينا په حال كې

    

ښاغلى مصطفى فدايي دوينا په حال كې
 

ښاغلى عبدالحميد برنا دوينا په حال كې

يادونــــــــــــــــــه:
لكه څنگه چې دلويې پكتيا ف هنگي ټولنې هم زموږ له دواړو ټولنو سره په پلان كې لرل چې، همدا نن د څمكنـي صاحب فاتحه له موږ سره يو ځاى واخ ي، خو دځينوملحوظاتو له مخې هغوى دتېرې چهار شنبې په ورځ د گــردېز په تاريخي ښار كې د څمكني صاحب فاتحه واخيسته، اﷲ دې اجرونه وركړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery