ليکوال:ميرويس جلالزی
2008، 21،
می، چهار شنبه
افغان خبريال نذيراحمد سهار چې پښتانه خبريالان يې په کم عمره مسلکي ليکوال ښه پیژني د
خپلو ملګرو له خوا په یو شاعرانه ماښام کې په نازکو شعرونو ونازول شو .
دا شاعرانه ماښام په کابل کې د
دانش خپرندویې ټولني په مالي لګښت جوړ شوی وو او له قضا مازدیګره پیل بیا یې تر پخي شپې داوم درلود.
د
کابل او نږدې پرتو سیمو نږدې سل تنه خبریالان، لیکولان، شاعران او د هنر او ادب مینه وال چې تر ډیره بریده یې په
څیرو کې د ورځنیو دندو څخه رامنځ ته شوي ستومانتیا ښکاریده، د الماس شرق هوټل په څوکیو او میزونو را ټول شوي و
.
د هوټل کیڼ اړخ ته د پښتو ځیني مخور او د پاخه عمر شاعران لکه غفور لیوال، لاهو صایب، زبیرشفیق،
استاد یون او داسي نور په یو میز سره را ټول شوي ول ته به وایې چې له ځوانو شاعرانو سره یې چندان پیژند ګلوي نه
وه، خو کله چې به کوم ځوان شاعر د تربیون( د وینا میز) شاته شعر ولوست نو د همدې پخوانیو شاعرانو له خوا به
داسي لاسونه ورته وپړکول شول ته به وایې چې سږ کال یې ګډي شولي سره کرلي دي.
پښتانه شاعران د باز محمد
عابد په بلنه یو پر بل پسي د شعرونو لوستلو ته را بلل کیدل خو کله کله به عابد صایب د وینا له میز سره څه نا څه
ستونزي لرلي او د میز په سر ولاړ مایک به یې ځان ته ښکته کړ او نورو ته به یې پورته کړ.
دا چې ولي عابد صایب
داسي وو په دې خو پوهیږې چې عابد صایب ته خدای داسي دنګه ونه نه ده ورکړي لکه څپاند ته چې یې ورکړي ده خو په شعر
ویلو کې ځان تر نورو کم نه بولي.
کبیرحقمل او فضل غني حقمل چې تل به یې راڅخه په ټلیفون او لیکنو کې نومونه
اوښتل دلته ښه را ته معلوم شول چې فضل غني یې کوم یو دی او حقمل یې کوم یو دی .
دا دوه ځوانکي په داسي ادا
و کې مامورین دي چې یوه یې بلي ته سلام نه ور اچوي.
فضل غني حقمل هم تر نورو کم نه وو او په خپل مینه ناک شعر
یې د میلمنو د لاسو خاصه پړاکه خپله کړه .
دی تر تول ډیر وخوت، خوندور شعر یې وړاندي کړ.
غوث الدین ف
وتن هم د محفل نیمایې ته ځان را ورساوه، او خوراکی وایې چې د هوټل پته یې ورکه کړي وه او ګرم یې نه بولو په دې چې
په کابل کې نا بلده دی او نن صبا خو دلته پښتنو ته څوک د کوم ځای سمه پته هم نه ور ښیي نور خو یې لا څه کوي.
په دې شاعرانه ماښام کې ډیر نوي او زاړه خو خوندور غزلونو او نظمونه ولوستل شول مینه په غزلونو کې ډیره وه
خو ځينو به بیا د پښتنو روانو ستونزو ته هم په شعرونو کې انځور ورکاوه .
د نذیر سهار دې میلمستیا او شاع
انه ماښام کې ځانمرګي برید کونکي نه وو خو داسي شاعران وو چې د ځانمرګو برید کونکو نه کم نه وو.
تاسو ته به
پوښتنه در پیدا شوي وي چې شاعران هم ځانمرګي لری؟!
نه وروره !
دوي بیچاره ګان خو تر پولیسو ډیر له ځانمرګو ب
ید کونکو ډاریږي.
که افغان پولیس په ځانمرګو پسي ټوپکي ګرځوي خو د پښتنو شاعرانو ژبې هم تر ټوپکو کمي
نه دي.
که یې په چا پسي یې خلاصي کړي بیا خو یې سطان محمود غزنوي هم نه شي ترینه ساتلای.
پښتون شاعر عصمت
قانع په دې بی وړه شعرونو کې خاص شهرت لري او ملګري یې وایې چې په تیره یوه میاشت کې یې په افغان چارواکو پسي ډیر
بي وړه شعرونه او دوه بیتۍ لیکي دي.
د نن شپې میلمونو شاعرانو د ځانمرګو برید کونکو په کړنو جوړ کړي شع
ونه و لوستل زما خو په دې اړه یوازي د نذیر نذیر یوې دوه بیتې ته پام شو چې څو څو ځله عابد صایب ولوستله، فکر
کوم چې ده ته یې هم خوند ور کاوه .
هغه داسي وه چې:
د زړګي بم مي ستا د سترګو په ريموټ تړلی
یو ست
ګک ووهه زما د شهادت لپاره
د مشاعرې وروستی شعر لیوال صایب ولوست او پای ته لا نه وو رسیدلی چې د هوټل
ناظمینو د ډوډۍ په ویشلو پیل وکړ او ځينو شاعرانو د لیوال صایب تر شعر ډوډۍ ته پام ډیر کړ او لیوال صایب لږ غوصه
غوندي هم شو خو بی چاره څه کړي وایې دلته خو نابلده میلمانه وو څه د افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو مرکز خو نه
وو چې چا ته خوشکي وکړي.
خواړه په میزونو قطار شول او په نیمه ګړۍ کې پښتنو میلمونو د ډول ډول خوړو ټغر هم
ټول کړ.
سمدستي عابد صایب بیا را څرګند شو او میلمانه یې د ټنک ټکور اوریدو ته را وبلل .
ټنګ ټکور پیل شو
او یو پښتون سندرغاړي خورا نازولي شعرونه په بدلو کې ونغښتل، نرمه موسیقې چلیده او ځوانو شاعرانو ورته سرونه
ښکته او پورته کول.
څپاند صایب خو تر ټولو ډیر سندرغاړي ته نژدې ور ناست وو ته به وایې چې د سندرغاړي ورور دی
او دم شیبه به یې ورته لاسونه پړکول.
هغه د آریانا د ټلویزیون خبریال خو له ډیره جوشه سندرو ته بوټونه
هم له پښو ویستل او کله نا کله خو به یې د عینکو تر شا په ځیر ځير سندرغاړي ته ور وکتل، ما ویل چې خوارکی به د لوم
ړي ځل لپاره داسي محفل ته را بلل شوی وي خو بیا یو بل شاعر چې نوم یې نه را په یادیږي را ته وویل چې دی خو هره یوه
بله شپه مشاعرو ته ځي همدا یې عادت دی او سندري په لوڅو پښو خوند ور کوي.
نذیر سهار لکه د هندوانو د زوم
په څير ژیړ د ګلونو هار پر غاړه وو او کله نا کله به یې په میلمنو هم یو نیم غږ کاوه چې څه خو به کم نه وي او خفه
شوي خو به نه یاست .
کور دي ودان وي.
د پښتنو یو بل اصلي دود هم په دې شاعرانه ماښام کې له پام څخه نه
وو غورځول شوی چې هغه ملي اتڼ وو.
ملي اتڼ خو نن صبا سخت په جوش کې دی او پښتانه خو څه چې پاړسي وانانې پیغلې یې
هم په میلو کې نه هیروي.
میلمنو ملي اتڼ هم وکړ خو د سندرغاړي زور په غزلو وو.
خورا په زړه پوری محفل وو چې نه
شم کولای دا ټول په انځور کې درته وړاندي کړم او تر هر څه خو لا دا ښکلي خبره وه چې د نذیر سهار شاعرانه ماښام د
هغه د واده په ویاړ جوړ شوی وو.
دانش صايب را ته وویل چې نذيرسهار ۱۵ ورځي دمخه په پيښور کې واده وکړ او نن
يې ملګرو ته دا ميلمستيا جوړه کړه .
نذيراحمد
سهار او غوث الدين فروتن
کبيرحقمل او نذيرسهار
محبوب الله محبوب
عبدالجبار څپاند
لاهوصاحب
عبدالغفور
يوال
فضل غني حقمل
بازمحمد عابد