مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-01   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

دډاکترغېرت بهيردکنفرانس بشپړمتن(حقمل)

م.ج

د گلبدين حکمتيار د پخواني وياند ډاکترغېرت بهيردکنفرانس بشپړمتن
لومړۍ برخه)
له غږڅخه متن ته اړونکی: فضل غني حقمل

الحمدالله وکفی وسلام علی عباده الذین الصطفی امابعدفاعو بالله من الشیطان الرجيم
 بسم الله الرحمن الرحيم
 احسب الناس ان يترک ان يقول امناوهم ايفتنون.
دپېغمبر(ص)حدیث دی چې مومن په هرصورت کې کامیاب اوبرنده ده،که چېرته ورته خوشحالي ورسیږي نو دالله (ج) شکر کوي،چې پدې کې یې هم خېر دی،اوکه چېرته دکوم مصیبت سره مخامخ شي نودمصیبت پروخت صبرکوي اوپدې کې یې هم خېر دی، یعنې په هېڅ صورت کې هغه دتاوان سره نه مخامخ کیږي.
محترموژورنالستانووروڼو:
ترهرڅه وړاندې زه تاسې ته ښه راغلاست وایم اوستاسو له تشریف آوري نه مننه اوتشکر کوم.
دالله (ج) نه شکر ګذاره یم چې ماته یې یوځل بیا د زادۍ نعمت راپه برخه کړ.
وروڼو:
لکه څنګه چې په جریان کې یاستۍ زه شپږکاله وروسته دپنجشنبه په ورځ دجوزا په نهمه نېټه دافغانستان دولسمشر جناب محترم کرزي صېب په فرمان له بندڅخه خلاص شوم.
دجناب ولسمشر ددې اقدام اودهغه دتود استقبال اومېلمه پالنې نه تشکر اومننه کوم.
وروڼو:
معمولادزندان خاطرات ترخه وي،زه نه غواړم چې دزندان خاطرات دلته په تفصیل سره وڅېړم،ځکه چې له ېوې خوا دهغوجریاناتوڅېړنه دلته ستاسې لپاره دتحمل اوزغم نه وړنده او له بله طرفه نه غواړم چې پخپلو زخمونوباندې مالګه واچوم.خومختصرا ستاسې مخکې درې مثالونه وړاندې کوم اونور یې تحلیل اوتجزیه تاسې ته پرېږدم.
وروڼو:
مادلومړي ځل لپاره شپږکاله وروسته پرون خپل مخ په آینه (هېنداره)کې کتلی،ماشپږکاله وروسته دلومړي ځل لپاره پرون دخپل سر اوګیرې وېښتان ګمنځ کړي دي.
شپږکاله مخکې کله چې زه بندي کېدم زما مشرځوی پنځلس کلن وه ،ګېره اوبرېت یې نه درلودل،دلسم صنف متعلم وه خوکله چې هغه درې ورځې مخکې زما لیدو ته راغی دهغه په مخ باندې ګیره وه، فاکولته یې خلاصه کړې اودکمپیوټرانجینر ده. ماچې کله دخپل ځوی سره ولیدل نوماته دنېلسن منډیلاخاطرات راپه یاد شول.
ماپه محبس کې دښاغلي نلسن مانډیلا یوکتاب لوستی وه چې دهغه کتاب نوم ده: Long way to the freedome
دا دهغه دخاطراتو کتاب ده اودا هغه څوک دی چې تقریبا اته دیرش کاله زندان یې تې کړی.
هغه پخپلوخاطراتو کې لیکي چې ماته شل کاله وروسته زما لور زما لیدو ته راغله ،هغه لور چې ما یوه کلنه پرې ایښي ؤ.کله چې هغه ماته زندان ته لیدوته راغله نو دهغې په غېږکې ماشوم وه ،هغې واده کړی وه اوبیا دېوه ماشوم خاونده وه ،نیلسن منډېلا وايي کله چې هغه زما لیدو ته راغله نوزه حېران شوم چې آیا زه دخپلې لور سره دماشومې چ ند وکړم او که دېوې مېرمنې په سترګه ورته وګورم داځکه چې هغه خو ما ماشومه لیدلې وه.نووايی چې زه یې ګیچ اوحېران کړم.
نو ما هم چې کله خپل ځوی ولید نو دهمدې موقف سره مخامخ شوم.
په هرحال دزندان خاطرات ډېر ترخه وه اوزه الح مدالله  دالله نه ډېر شکر ګذاره یم چې ماته یې داتوفیق راکړچې دغه امتحان په سرلوړي،کامیابي،صبر،استقامت اوثبات سره ترسره کړم.
که دزندان مسئولینو هرڅومره کوشش کړی پدې بریالي نشول چې ما مات کړي، د بینواويب پاڼي لوستونکو ښاغلی بهير نور داسي وويل:

ماپه محبس کې دځان لپاره لوی تسکین په الله (ج) باندې توکل اوپه الله باندې ایمان وه.
الله( ج )خپل دوستان په امتحان کې اچوي اوامتحان دهرشي دایمان په تناسب وي.
څوک چې دالله دوستان وي نو هغه تل په امتحان کې غورځوي ماته دالوی تسکین وه چې یاالله (ج)ماپه خپلو دوستانو کې وشمېره.
و وڼو:
کله کله انسان پداسې موقف کې پرېوزي چې محبس ته دعادي ژوندپه پرتله ترجیح ورکوي.
یوسف (ع) کله چې دامتحان سره مخامخ شونو هغه وايي چې یاالله ماته دامحبس دهغه څه نه چې ماوربولي غوره ده.ددې پرځای چې هغه په فساد کې واقع شي نو محبس ته یې لومړیتوب ورکړ.
نووروڼو:
زما طبیعی عادت هم داده چې زه دقضایاوو سره مثبت چلندکوم .م ادزندان سلبیات نادیده نیولي وه اوتل مې دزندان په اېجابیاتو باندې فکرکړی اودې روحيي ماته دومره ګټه کړې چې دزندان نه مې اعظمي استفاده وکړله.
زندان زما لپاره دزده کړې،صبر،استقامت ،اېثار،قرباني اوبلاخره دنوروسره دهمزیستۍ غوره مکتب اوپوهنتون وه.
وروڼو:
زه په زندان کې لږترلږه دپنځه زره افغانانو سره آشنا شوی یم داافغانان پداسې حال کې چې دمختلفو سیمو،مختلفوقومونواودمختلفوسیاسي جهتونودرلودونکي وه خوزه یې دېوه متفق ع یه اوغېر متنازفیه مشرپه توګه منلی وم.
دوی زما دومره احترام اوتقدیر کړی چې زه یې دمننې اوتقدیر لپاره مناسب الفاظ اوکلمات نلرم.
ماچې کله دهغوی نه خدای په اماني اخیسته دهغوی وروستي الفاظ داوه چې ډاکتر صیب ته هم زم ونږ مور اوپلار وې.داخاطرات به زماپه ذهن کې ترمرګه پورې ځای ولري.
وروڼو:
دبګرام په محبس کې الحمد الله تر ېوه حده پورې حالت ښه شوی دی ولې څلورمهم مشکلات وجود لري:
۱- ټول هغه کسان چې هلته بندیان دي هغه متهم اومظنون ګڼل کیږي امریکایان خپله ورته وايي چې تاسې مجرمین نه یاستۍ بلکه متهم اومظنون یاستۍ.
۲- هېچاته خپل جرم نه و په ګوته کوي یعنې هیچاته دا نه وايي چې داستا جرم دی اوته پدې جرم دلته بندي يي.
۳- هلته هېڅ ارګان دمحکمې په م عنا اومفهوم وجود نلري .
ماداټول مسایل په بګرام کې دامریکايي چاروواکوسره او دسره صلیب دکمېټې له عمومي مشر سره څوڅو ځله جدي مطرح کړي دي خومتأسفانه چې تراوسه پدې برخه کې کوم عملي اومثبت ګام ندی پورته شوی. زما هیله هم داده چې اړونده ادارې باید دې ټکي ته جدي پاملرنه وکړي.
وروڼو:
دزندان په هکله زما خبرې فکر کوم همدومره کافي دي،له تاسې ټولونه زما هیله داده چې فعلا له محرجواوپېچیده پوښتنو نه ډډه وکړۍ.داپدې مانا نه چې زه ستاسې دپوښتنواوځوابونه نه تېښته نه کوم،بلکه زه له مطبوعاتو سره مینه لرم .خوزما داعذریواځې پدې خاطرده ومنۍ چې زه پږکاله په تیاره کې وم ،دټولې نړۍ سره مې رابطه پرې وه اودسیاسي جریاناتو نه بلکل ناخبره یم.
تاسې ته معلومه ده چې په سیمه اوافغانستان کې سیاسي تحوالات ډېر په سرعت اوډرامتیکه توګه بدلیږي رابدلیږي.نوماته اجازه راکړۍ چې زه وضعه په دقیقه توګه مطالعه کړم اوبیا ستاسې پوښتنو ته قاطع،سریع اوتفصیلي ځوابونه درکړم.
ددې فرصت نه په استفادې سره غواړم چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نه ددې مطبوعاتي کانفرانس دتدویرپه هکله مننه اوتشکر وکړم.
وسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
پوښتنې:
ددې خبري کانفرانس پاتې برخه چې ډيره برخه ېې د خبریالانو پوښتني او د ښاغلي بهیر ځوابونه جوړوي وروسته به له بينواويب پاڼي څخه پر ليکه شي.

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery